Quran Text Translations Spread Documents

Abdulwali Khan


Change Log

Minor fixes
Fri, 1 Jul 2016 00:00:01 -0400
-1,2 +1,2
د اﷲ الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى۔ دى
ټول (د كمال) صفتونه خاص د اﷲ الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
-14,4 +14,4
اﷲ الله د هغوى په زړونو او د هغوى په غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى په سترګو (یوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى
او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر اﷲ الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي
دوى له اﷲ الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري
د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو اﷲ الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل
-22 +22
اﷲ الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي
-24 +24
د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو اﷲ الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني
-26,2 +26,2
یا (مثال د دوى) په شان له اسمان نه د ورېدونكي تېز باران دى، چې په هغه كې تیارې او ګړزارى او برېښنا وي، دوى د تندرونو په وجه د مرګ له وېرې نه خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې نَنَباسي، او اﷲ الله كافرانو لره راګېروونكى دى
نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې كې مزل كوي او كله چې پر دوى تیاره شي، نو ودرېږي، او كه اﷲ الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
-29 +29
هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړكړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بیا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له اﷲ الله سره هېڅ قسمه شریكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
-33,2 +33,2
بېشكه اﷲ الله د هېڅ مثال په بیانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، یا كه له ده نه د زیات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ایمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې یقینًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: اﷲ الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېرخلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدایت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان
هغه خلق چې د اﷲ الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې اﷲ الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي
-37 +37
او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (اﷲ) (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ
-40 +40
(اﷲ) (الله) وویل: اى ادمه! دوى د هغو (څیزونو) په نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو په نومونو خبر كړل، (اﷲ) (الله) وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې په غیبو (پټو څیزونو) پوهېږم، او پوهېږم په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو پټول
-62 +62
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ اﷲ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل
-67,3 +67,3
او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د اﷲ الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به په یو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څیزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پیاز، هغه وویل: ایا تاسو په بدل كې هغه څیز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰی دى د هغه څیز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسوكوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د اﷲ الله له طرف نه، دا په دې سبب چې یقینًا دوى د اﷲ الله له ایتونو نه انكار كاوه، او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زیاتى يې كاوه
یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په اﷲ الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
-71 +71
بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د اﷲ الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى
-74 +74
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه اﷲ الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د اﷲ الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه
-77 +77
هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بیان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه اﷲ الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي یو
-79,6 +79,6
او كله چې تاسو یو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مینځ كې په جګړه شوئ، او اﷲ الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول
نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، اﷲ الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د اﷲ الله له وېرې نه رارغړي، او اﷲ الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د اﷲ الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل
او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې اﷲ الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ!
ایا دغه (خلق) په دې نه پوهېږي چې یقینًا اﷲ الله په هغو خبرو پوهېږي چې دوى يې پټوي او په هغو چې دوى يې ظاهروي
-86,2 +86,2
نو د هغوكسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بیا وايي: دا د اﷲ الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قیمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لیكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي
او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را و نه رسېږي، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو اﷲ الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، بلكې تاسو په اﷲ الله باندې هغه دروغ تپئ (اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ
-90 +90
او كله چې مونږ د بني اسرائیلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د اﷲ الله كوئ، او له مور او پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او یتیمانو او مسكینانوسره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بیا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږكسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي یئ
-92 +92
بیا هم تاسو هغه كسان یئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله یوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د یو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بندیان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فدیه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې دهغوى وېستل حرام دي۔، ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او اﷲ الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى
-95,4 +95,4
دوى ویل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب اﷲ الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ایمان راوړی ډېر لږ دي
او كله چې دوى ته د اﷲ الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پیژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د اﷲ الله لعنت دى
بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې اﷲ الله نازل كړى دى، د دې كینې (او حسد) له وجې چې (ولې) اﷲ الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په یو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى
او كله چې دوى ته وویل شي: ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې اﷲ الله نازل كړى دى، نو دوى وايي: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړو چې پر مونږ باندې نازل كړى شوى دى، او چې له هغه (كتاب) نه علاوه دي؛ په هغو (كتابونو) باندې كافر كېږي، حال دا چې هم دغه (قرآن) حق دى، د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دى، ته (ورته) ووایه چې تاسو پخوا (له دې نه) د اﷲ الله نبیان ولې وژل؟ كه تاسو مومنان وئ
-101,5 +101,5
ته (ورته) ووایه: كه د اﷲ الله په نیز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غیر، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو (بیا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني یئ
او دوى به كله هم د هغه ارزو و نه كړي هېڅ كله، په سبب د هغو (عملونو) چې د دوى لاسونو وړاندې لېږلي دي۔ او اﷲ الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى
او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زیات د ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم (زیات حرصناك)، د دوى (د یهودیانو) هر یو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زركاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې (دومره) عمر وركړى شي، او اﷲ الله هغه څه لره ښه لیدونكى دى چې دوى يې كوي
ووایه: هر څوك چې د جبریل دښمن دى، نو یقینًا هغه دا (قرآن) د اﷲ الله په حكم سره ستا په زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدایت او زېرى دى
هر څوك چې د اﷲ الله دښمن دى او د هغه د ملايكو او د هغه د رسولانو او د جبریل او د میكائیل، نو یقینًا اﷲ الله د كافرانو دښمن دى
-108,3 +108,3
او كله چې دوى ته د اﷲ الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدیق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) یوې ډلې د اﷲ الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګویاكې دوى نه پوهېږي
او دوى د هغه څه تابع شول چې د سلیمان په بادشاهت كې شیطانانو لوستل، او سلیمان كفر نه و كړى او لېكن شیطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده۔ او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هیچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ویل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ یَوْ ازمېښت یو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مینځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هیچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د اﷲ الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله۔ او یقینًا یقینًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او یقینًا بد دى هغه څیز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى
او كه یقینًا دوى ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى، نو خامخا د اﷲ الله له جانبه بدله ډېره ښه ده، كه دوى پوهېدلى
-112,3 +112,3
دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه په تاسو څه خیر نازل كړى شي، او اﷲ الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او اﷲ الله د عظیم فضل خاوند دى
مونږ چې كوم ایت منسوخ كوو، یا يې (د مومنانو له زړونو نه) هیرَوُو، نو له هغه نه غوره، یا د هغه په شان راوړو، ایا ته پوه نه يې چې یقینًا اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
ایا ته پوه نه يې چې یقینًا اﷲ الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غیر (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار
-116,2 +116,2
په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ایمان راوړو نه پس تاسو بیا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې اﷲ الله خپل حكم راوړي، بېشكه اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خیر (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له اﷲ الله سره ومومئ، بېشكه اﷲ الله هغه عمل لره ښه لیدونكى دى چې تاسو يې كوئ
-119,5 +119,5
ولې نه! چا چې خپل مخ د اﷲ الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نیز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
او یهودیانو ویل: نصرانیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (قايم) نه دي او نصرانیانو ویل: یهودیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (ولاړ) نه دي، حال دا چې دوى كتاب لولي، همدارنګه، د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو هم كړې وه چې بې علمه وو، نو اﷲ الله به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې د هغو خبرو په هكله فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
او له هغه كس نه بل زیات ظالم څوك دى چې د اﷲ الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (اﷲ) (الله) نوم یاد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي۔، د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى
او خاص د اﷲ الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د اﷲ الله مخ دى، بېشكه اﷲ الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى
او هغوى وویل: اﷲ الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي
-125 +125
او وویل هغو كسانو چې (په هیڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره اﷲ الله ولې خبرې نه كوي، یا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له یو بل سره مشابه (یوشان) شوي دي، یقینًا مونږ د هغو خلقو لپاره ایتونه بیان كړي دي چې یقین كوي
-127 +127
او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د اﷲ الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د اﷲ الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار
-131,4 +131,4
او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (اﷲ) (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (اﷲ) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي
او كله چې مونږه بیت اﷲ الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ
او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! دا (ځای) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكوته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې په اﷲ الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى وي۔ (اﷲ) (الله) وویل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بیا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځای دى
او كله چې ابراهیم د بیت اﷲ الله بنیادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعیل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې
-139 +139
او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه اﷲ الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ
-143,5 +143,5
تاسو ووایئ: مونږ په اﷲ الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (اﷲ) (الله) حكم منونكي یو
نو كه دوى هغه شان ایمان راوړي څنګه چې تاسو په دې (كتاب) ایمان راوړى دى، نو یقینًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره اﷲ الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
(مونږ) د اﷲ الله رنګ (قبول كړى دى) او له الله نه په رنګ كې څوك ډېر ښه دى! او مونږ خاص د هغه عبادت كوونكي یو
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو زمونږ سره د اﷲ الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى۔، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي یو
ایا تاسو (دا) وایئ چې بېشكه ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) اولاده یهودیان، یا نصرانیان وو؟ ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو ډېر پوه یئ، یا كه اﷲ؟ الله؟ او له هغه كس نه زیات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د اﷲ الله له جانبه ده؟ او اﷲ الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
-194 +194
تاسو لپاره د روژې په شپه كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، اﷲ الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو په تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مباشرت (كوروالى) كوئ او څه چې اﷲ الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، اوڅښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي۔، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د اﷲ الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان اﷲ الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي
-197 +197
او د اﷲ الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا اﷲ الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
-199,5 +199,5
پس كه چېرې دوى منع شول، نو یقینًا اﷲ الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
او له دوى سره جنګېږئ تر هغه چې فتنه (د كافرانو زور) پاتې نشي، او دین (ټول) د اﷲ الله لپاره شي، نوكه دوى منع شول، نو هېڅ زیاتى نشته مګر په ظالمانو باندې
حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا اﷲ الله د متقیانو ملګرى دى
او د اﷲ الله په لاره كې خرڅ كوئ اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا اﷲ الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي
او حج او عمره خاص د اﷲ الله لپاره پوره كړئ، بیا كه چېرې (له حج، یا عمرې نه) ایسار كړى شوئ، نو (بیا لازم ده) هغه هَدي (د حرم قرباني) چې په اسانۍ سره ترلاسه شي او خپل سرونه مه خرَوئ تر هغه چې قرباني خپل (د حلالې) ځاى ته ورسي، پس څوك چې په تاسو كې ناجوړه وي، یا ده ته په خپل سر كې څه تكلیف وي، نو (په ده) فدیه لازمه ده په روژې سره، یا په صدقې سره، یا په قربانۍ سره، نو كله چې تاسو په امن شئ، پس كه چا فايده واخيسته په عمرې سره حج ته، نو (په هغه لازمه ده) هغه قرباني چې په اسانۍ سره ترلاسه شي، پس كه چا (قرباني) ونه موندله، نو درې ورځې روژې په حج كې (واجبې) دي او اوه روژې هغه وخت دي چې تاسو راوګرځئ، دا پوره لس (ورځې) دي، دا (حكم د تمتع) د هغه چا لپاره دى چې د هغه ټبر د مسجد حرام اوسېدونكي نه وي، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله سخت عذاب وركونكى دى
-271,5 +271,5
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي۔، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او اﷲ الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي
او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د اﷲ الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه په هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او اﷲ الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ
ایا په تاسو كې یو كس دا خوښَوي چې د ده دې د كجورو، او انګورو داسې باغ وي چې د هغه له لاندې وَلِې بهېږي او د ده لپاره په هغه (باغ) كې هر قسمه مېوې وي، په دې حال كې چې ده ته بُوډاوالى (زوړوالى) راشي او د ده كمزوري (واړه) بچي وي، پس په دغه (باغ) داسې سخت باد راوالوزي چې په هغه كې اور وي، نو دا (باغ) بېخي وسوَځي، همدارنګه اﷲ الله تاسو لپاره ایتونه (نښې) بیانوي؛ د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا اﷲ الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى
شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او اﷲ الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او اﷲ الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى
-277,7 +277,7
او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (په ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا اﷲ الله په هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته
كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (اﷲ) (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او اﷲ الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى
سمې لارې ته د دوى راړول ستا په ذمه نه دي او لېكن اﷲ الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يواځې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) د پاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې په تاسو به ظلم نه كېږي
(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانولپاره دي چې د اﷲ الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس په دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا اﷲ الله په هغه باندې ښه عالم دى
هغه كسان چې خپل مالونه (د اﷲ الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي
هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې اﷲ الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى۔، پس چا ته چې د خپل رب له جانبه نصیحت راغى، نو دى (فوراً) منع شو، نو د ده لپاره هغه څه (معاف) دي چې مخكې تېر شوي دي او د ده معامله اﷲ الله ته حواله ده، او كوم كس چې (سود ته) بېرته راوګرځي، نو دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
اﷲ الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او اﷲ الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي
-641,3 +641,3
اﷲ الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او اﷲ الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه اﷲ الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى
بېشكه هغه كسان چې په اﷲ الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د اﷲ الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ په ځینو ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي
-645,2 +645,2
او هغه كسان چې په اﷲ الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (اﷲ) (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او اﷲ الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته په دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، پس دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته اﷲ الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى (معبود) ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه
-648 +648
نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د اﷲ الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې اﷲ الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)
-650,2 +650,2
او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د اﷲ الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى
بلكې اﷲ الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او اﷲ الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
-653 +653
نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د اﷲ الله له لارې نه
-655 +655
خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي په هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او په اﷲ الله او په ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق، خامخا به مونږ دوى ته ډېر لوى اجر وركړو
-657,9 +657,9
او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او اﷲ الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې
او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په اﷲ الله باندې څه حجت پاتې نشي او اﷲ الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
لېكن اﷲ الله ګواهي كوي په هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او اﷲ الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه
بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د اﷲ الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، اﷲ الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به په نېغه لار روان كړي
مګر په لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) اﷲ الله ته ډېر اسان دى
اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د اﷲ الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او اﷲ الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلو (زیاتى) مه كوئ او اﷲ الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ (يواځې) د اﷲ الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (اﷲ) (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو په اﷲ الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې اﷲ الله یو معبوددى (زه) هغه لره پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او اﷲ الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز