Quran Text Translations Spread Documents

Abdulwali Khan


Change Log

Minor fixes
Fri, 1 Jul 2016 00:00:01 -0400
-1,2 +1,2
د اﷲ الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى۔ دى
ټول (د كمال) صفتونه خاص د اﷲ الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
-14,4 +14,4
اﷲ الله د هغوى په زړونو او د هغوى په غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى په سترګو (یوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى
او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر اﷲ الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي
دوى له اﷲ الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري
د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو اﷲ الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل
-22 +22
اﷲ الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي
-24 +24
د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو اﷲ الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني
-26,2 +26,2
یا (مثال د دوى) په شان له اسمان نه د ورېدونكي تېز باران دى، چې په هغه كې تیارې او ګړزارى او برېښنا وي، دوى د تندرونو په وجه د مرګ له وېرې نه خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې نَنَباسي، او اﷲ الله كافرانو لره راګېروونكى دى
نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې كې مزل كوي او كله چې پر دوى تیاره شي، نو ودرېږي، او كه اﷲ الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
-29 +29
هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړكړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بیا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له اﷲ الله سره هېڅ قسمه شریكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
-33,2 +33,2
بېشكه اﷲ الله د هېڅ مثال په بیانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، یا كه له ده نه د زیات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ایمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې یقینًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: اﷲ الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېرخلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدایت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان
هغه خلق چې د اﷲ الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې اﷲ الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي
-37 +37
او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (اﷲ) (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ
-40 +40
(اﷲ) (الله) وویل: اى ادمه! دوى د هغو (څیزونو) په نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو په نومونو خبر كړل، (اﷲ) (الله) وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې په غیبو (پټو څیزونو) پوهېږم، او پوهېږم په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو پټول
-62 +62
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ اﷲ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل
-67,3 +67,3
او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د اﷲ الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به په یو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څیزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پیاز، هغه وویل: ایا تاسو په بدل كې هغه څیز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰی دى د هغه څیز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسوكوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د اﷲ الله له طرف نه، دا په دې سبب چې یقینًا دوى د اﷲ الله له ایتونو نه انكار كاوه، او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زیاتى يې كاوه
یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په اﷲ الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
-71 +71
بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د اﷲ الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى
-74 +74
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه اﷲ الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د اﷲ الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه
-77 +77
هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بیان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه اﷲ الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي یو
-79,6 +79,6
او كله چې تاسو یو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مینځ كې په جګړه شوئ، او اﷲ الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول
نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، اﷲ الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د اﷲ الله له وېرې نه رارغړي، او اﷲ الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د اﷲ الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل
او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې اﷲ الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ!
ایا دغه (خلق) په دې نه پوهېږي چې یقینًا اﷲ الله په هغو خبرو پوهېږي چې دوى يې پټوي او په هغو چې دوى يې ظاهروي
-86,2 +86,2
نو د هغوكسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بیا وايي: دا د اﷲ الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قیمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لیكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي
او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را و نه رسېږي، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو اﷲ الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، بلكې تاسو په اﷲ الله باندې هغه دروغ تپئ (اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ
-90 +90
او كله چې مونږ د بني اسرائیلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د اﷲ الله كوئ، او له مور او پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او یتیمانو او مسكینانوسره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بیا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږكسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي یئ
-92 +92
بیا هم تاسو هغه كسان یئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله یوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د یو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بندیان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فدیه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې دهغوى وېستل حرام دي۔، ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او اﷲ الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى
-95,4 +95,4
دوى ویل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب اﷲ الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ایمان راوړی ډېر لږ دي
او كله چې دوى ته د اﷲ الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پیژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د اﷲ الله لعنت دى
بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې اﷲ الله نازل كړى دى، د دې كینې (او حسد) له وجې چې (ولې) اﷲ الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په یو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى
او كله چې دوى ته وویل شي: ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې اﷲ الله نازل كړى دى، نو دوى وايي: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړو چې پر مونږ باندې نازل كړى شوى دى، او چې له هغه (كتاب) نه علاوه دي؛ په هغو (كتابونو) باندې كافر كېږي، حال دا چې هم دغه (قرآن) حق دى، د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دى، ته (ورته) ووایه چې تاسو پخوا (له دې نه) د اﷲ الله نبیان ولې وژل؟ كه تاسو مومنان وئ
-101,5 +101,5
ته (ورته) ووایه: كه د اﷲ الله په نیز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غیر، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو (بیا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني یئ
او دوى به كله هم د هغه ارزو و نه كړي هېڅ كله، په سبب د هغو (عملونو) چې د دوى لاسونو وړاندې لېږلي دي۔ او اﷲ الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى
او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زیات د ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم (زیات حرصناك)، د دوى (د یهودیانو) هر یو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زركاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې (دومره) عمر وركړى شي، او اﷲ الله هغه څه لره ښه لیدونكى دى چې دوى يې كوي
ووایه: هر څوك چې د جبریل دښمن دى، نو یقینًا هغه دا (قرآن) د اﷲ الله په حكم سره ستا په زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدایت او زېرى دى
هر څوك چې د اﷲ الله دښمن دى او د هغه د ملايكو او د هغه د رسولانو او د جبریل او د میكائیل، نو یقینًا اﷲ الله د كافرانو دښمن دى
-108,3 +108,3
او كله چې دوى ته د اﷲ الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدیق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) یوې ډلې د اﷲ الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګویاكې دوى نه پوهېږي
او دوى د هغه څه تابع شول چې د سلیمان په بادشاهت كې شیطانانو لوستل، او سلیمان كفر نه و كړى او لېكن شیطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده۔ او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هیچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ویل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ یَوْ ازمېښت یو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مینځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هیچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د اﷲ الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله۔ او یقینًا یقینًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او یقینًا بد دى هغه څیز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى
او كه یقینًا دوى ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى، نو خامخا د اﷲ الله له جانبه بدله ډېره ښه ده، كه دوى پوهېدلى
-112,3 +112,3
دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه په تاسو څه خیر نازل كړى شي، او اﷲ الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او اﷲ الله د عظیم فضل خاوند دى
مونږ چې كوم ایت منسوخ كوو، یا يې (د مومنانو له زړونو نه) هیرَوُو، نو له هغه نه غوره، یا د هغه په شان راوړو، ایا ته پوه نه يې چې یقینًا اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
ایا ته پوه نه يې چې یقینًا اﷲ الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غیر (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار
-116,2 +116,2
په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ایمان راوړو نه پس تاسو بیا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې اﷲ الله خپل حكم راوړي، بېشكه اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خیر (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له اﷲ الله سره ومومئ، بېشكه اﷲ الله هغه عمل لره ښه لیدونكى دى چې تاسو يې كوئ
-119,5 +119,5
ولې نه! چا چې خپل مخ د اﷲ الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نیز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
او یهودیانو ویل: نصرانیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (قايم) نه دي او نصرانیانو ویل: یهودیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (ولاړ) نه دي، حال دا چې دوى كتاب لولي، همدارنګه، د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو هم كړې وه چې بې علمه وو، نو اﷲ الله به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې د هغو خبرو په هكله فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
او له هغه كس نه بل زیات ظالم څوك دى چې د اﷲ الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (اﷲ) (الله) نوم یاد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي۔، د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى
او خاص د اﷲ الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د اﷲ الله مخ دى، بېشكه اﷲ الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى
او هغوى وویل: اﷲ الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي
-125 +125
او وویل هغو كسانو چې (په هیڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره اﷲ الله ولې خبرې نه كوي، یا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له یو بل سره مشابه (یوشان) شوي دي، یقینًا مونږ د هغو خلقو لپاره ایتونه بیان كړي دي چې یقین كوي
-127 +127
او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د اﷲ الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د اﷲ الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار
-131,4 +131,4
او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (اﷲ) (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (اﷲ) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي
او كله چې مونږه بیت اﷲ الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ
او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! دا (ځای) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكوته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې په اﷲ الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى وي۔ (اﷲ) (الله) وویل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بیا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځای دى
او كله چې ابراهیم د بیت اﷲ الله بنیادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعیل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې
-139 +139
او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه اﷲ الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ
-143,5 +143,5
تاسو ووایئ: مونږ په اﷲ الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (اﷲ) (الله) حكم منونكي یو
نو كه دوى هغه شان ایمان راوړي څنګه چې تاسو په دې (كتاب) ایمان راوړى دى، نو یقینًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره اﷲ الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
(مونږ) د اﷲ الله رنګ (قبول كړى دى) او له الله نه په رنګ كې څوك ډېر ښه دى! او مونږ خاص د هغه عبادت كوونكي یو
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو زمونږ سره د اﷲ الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى۔، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي یو
ایا تاسو (دا) وایئ چې بېشكه ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) اولاده یهودیان، یا نصرانیان وو؟ ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو ډېر پوه یئ، یا كه اﷲ؟ الله؟ او له هغه كس نه زیات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د اﷲ الله له جانبه ده؟ او اﷲ الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
-194 +194
تاسو لپاره د روژې په شپه كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، اﷲ الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو په تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مباشرت (كوروالى) كوئ او څه چې اﷲ الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، اوڅښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي۔، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د اﷲ الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان اﷲ الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي
-197 +197
او د اﷲ الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا اﷲ الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
-199,5 +199,5
پس كه چېرې دوى منع شول، نو یقینًا اﷲ الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
او له دوى سره جنګېږئ تر هغه چې فتنه (د كافرانو زور) پاتې نشي، او دین (ټول) د اﷲ الله لپاره شي، نوكه دوى منع شول، نو هېڅ زیاتى نشته مګر په ظالمانو باندې
حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا اﷲ الله د متقیانو ملګرى دى
او د اﷲ الله په لاره كې خرڅ كوئ اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا اﷲ الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي
او حج او عمره خاص د اﷲ الله لپاره پوره كړئ، بیا كه چېرې (له حج، یا عمرې نه) ایسار كړى شوئ، نو (بیا لازم ده) هغه هَدي (د حرم قرباني) چې په اسانۍ سره ترلاسه شي او خپل سرونه مه خرَوئ تر هغه چې قرباني خپل (د حلالې) ځاى ته ورسي، پس څوك چې په تاسو كې ناجوړه وي، یا ده ته په خپل سر كې څه تكلیف وي، نو (په ده) فدیه لازمه ده په روژې سره، یا په صدقې سره، یا په قربانۍ سره، نو كله چې تاسو په امن شئ، پس كه چا فايده واخيسته په عمرې سره حج ته، نو (په هغه لازمه ده) هغه قرباني چې په اسانۍ سره ترلاسه شي، پس كه چا (قرباني) ونه موندله، نو درې ورځې روژې په حج كې (واجبې) دي او اوه روژې هغه وخت دي چې تاسو راوګرځئ، دا پوره لس (ورځې) دي، دا (حكم د تمتع) د هغه چا لپاره دى چې د هغه ټبر د مسجد حرام اوسېدونكي نه وي، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله سخت عذاب وركونكى دى
-271,5 +271,5
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي۔، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او اﷲ الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي
او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د اﷲ الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه په هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او اﷲ الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ
ایا په تاسو كې یو كس دا خوښَوي چې د ده دې د كجورو، او انګورو داسې باغ وي چې د هغه له لاندې وَلِې بهېږي او د ده لپاره په هغه (باغ) كې هر قسمه مېوې وي، په دې حال كې چې ده ته بُوډاوالى (زوړوالى) راشي او د ده كمزوري (واړه) بچي وي، پس په دغه (باغ) داسې سخت باد راوالوزي چې په هغه كې اور وي، نو دا (باغ) بېخي وسوَځي، همدارنګه اﷲ الله تاسو لپاره ایتونه (نښې) بیانوي؛ د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا اﷲ الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى
شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او اﷲ الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او اﷲ الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى
-277,7 +277,7
او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (په ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا اﷲ الله په هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته
كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (اﷲ) (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او اﷲ الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى
سمې لارې ته د دوى راړول ستا په ذمه نه دي او لېكن اﷲ الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يواځې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) د پاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې په تاسو به ظلم نه كېږي
(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانولپاره دي چې د اﷲ الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس په دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا اﷲ الله په هغه باندې ښه عالم دى
هغه كسان چې خپل مالونه (د اﷲ الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي
هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې اﷲ الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى۔، پس چا ته چې د خپل رب له جانبه نصیحت راغى، نو دى (فوراً) منع شو، نو د ده لپاره هغه څه (معاف) دي چې مخكې تېر شوي دي او د ده معامله اﷲ الله ته حواله ده، او كوم كس چې (سود ته) بېرته راوګرځي، نو دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
اﷲ الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او اﷲ الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي
-641,3 +641,3
اﷲ الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او اﷲ الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه اﷲ الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى
بېشكه هغه كسان چې په اﷲ الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د اﷲ الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ په ځینو ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي
-645,2 +645,2
او هغه كسان چې په اﷲ الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (اﷲ) (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او اﷲ الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته په دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، پس دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته اﷲ الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى (معبود) ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه
-648 +648
نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د اﷲ الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې اﷲ الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)
-650,2 +650,2
او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د اﷲ الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى
بلكې اﷲ الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او اﷲ الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
-653 +653
نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د اﷲ الله له لارې نه
-655 +655
خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي په هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او په اﷲ الله او په ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق، خامخا به مونږ دوى ته ډېر لوى اجر وركړو
-657,9 +657,9
او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او اﷲ الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې
او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په اﷲ الله باندې څه حجت پاتې نشي او اﷲ الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
لېكن اﷲ الله ګواهي كوي په هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او اﷲ الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه
بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د اﷲ الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، اﷲ الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به په نېغه لار روان كړي
مګر په لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) اﷲ الله ته ډېر اسان دى
اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د اﷲ الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او اﷲ الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلو (زیاتى) مه كوئ او اﷲ الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ (يواځې) د اﷲ الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (اﷲ) (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو په اﷲ الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې اﷲ الله یو معبوددى (زه) هغه لره پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او اﷲ الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز
هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د اﷲ الله بنده وي او نه ملايك چې مقرب دي۔ او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (اﷲ) (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي
-668,6 +668,6
نو هر چې هغه كسان دي چې په اﷲ الله يې ایمان راوړو او په (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي
دوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: اﷲ الله تاسو ته د ’’كلاله‘‘ په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، د هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خوېندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، اﷲ الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او اﷲ الله په هر شي ښه عالم دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! (خپل) لوظونه پوره كړئ، تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي، سوا له هغو نه چې تاسو ته به ولوستى شي، په دې حال كې چې تاسو د احرام په حالت كې ښكار لره حلال ګڼونكي نه یئ، بېشكه اﷲ الله فیصله كوي د څه چې اراده وكړي
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د اﷲ الله د شعائرو (د دین د نښو) بې حرمتي مه كوئ او نه د عزتمنې میاشتې، او نه د حرم د قربانۍ، او نه د حرم د غاړكۍ والا څارويو او نه عزتمن كورته د اراده لرونكو خلقو، چې د خپل رب فضل او رضامندي لټوي او كله چې تاسو حلال (بې احرامه) شئ، نو بیا تاسو ښكار كوئ او له یو قوم (سره) بغض دې تاسو زیاتي كولو ته راپورته نه كړي، له دې وجې چې تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي وئ۔ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه اﷲ الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر اﷲ الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق او نافرماني ده، نن ورځ كافر شوي خلق ستاسو د دین (له ختمولو) نه ناامېده شول، نو تاسو له دوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ، نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو، نو څوك چې په سخته لوږه كې مجبور شو، په دې حال كې چې ګناه ته مايل كېدونكى نه وي، بیا نو یقینًا اﷲ الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړې وي، چې ښكاري جوړونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو په هغه د اﷲ الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه اﷲ الله ډېر ژر حساب كووونكى دى
-675,4 +675,4
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ) او كه چېرې تاسو د جنابت په حالت كې یئ، نو ځان ښه پاك كړئ (غسل وكړئ) او كه چېرې تاسو بېماران یئ، یا په سفر كې یئ، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي نه راغى، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، اﷲ الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، او لېكن غواړي چې تاسو ښه پاك كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
او تاسو د اﷲ الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو باندې شوي دي او د هغه هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه اﷲ الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د اﷲ الله لپاره (په حق باندې) مضبوط ولاړ اوسئ، چې په انصاف سره ګواهي كوونكي یئ او د یو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه كړي چې تاسو عدل ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقویٰ ته ډېر نژدې دى او له الله نه ووېرېږئ، بیشكه اﷲ الله ښه خبر دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
اﷲ الله له هغو كسانو سره وعده كړې ده چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، چې د هغوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى
-680,11 +680,11
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د اﷲ الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (اﷲ) (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په اﷲ الله باندې توكل وكړي
او یقینًا یقینًا، اﷲ الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه۔ او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او اﷲ الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو اﷲ الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږ ي، نو چا چې په تاسو كې له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو
نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ په دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه اﷲ الله نېكي كوونكي خوښوي
او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت وركړى شوى و د هغه (لویه) برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او اﷲ الله به ژر دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول
اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د اﷲ الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى
چې په ده سره اﷲ الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (اﷲ) (الله) د رضا تابع وي او هغه (اﷲ) (الله) په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي
یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه اﷲ الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د اﷲ الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د اﷲ الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه (اﷲ) (الله) چې څه وغواړي پیدا كوي او اﷲ الله په هر شي باندې ښه قادر دى
او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د اﷲ الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه (اﷲ) (الله) چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا چې ته وغواړي عذاب وركوي او خاص د اﷲ الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي
اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى) یقینًا تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او اﷲ الله په هر شي باندې ښه قادر دى
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د اﷲ الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه و وركړي
اى زما قومه! تاسو هغه پاكې ځمكي ته داخل شئ چې اﷲ الله تاسو لپاره لیكلې ده او په خپلو شاګانو بېرته مه ګرځئ (ګنې) نو تاوانیان به شئ
-692 +692
وویل دوه سړیو له هغو كسانو نه چې (د اﷲ الله نه) وېرېدل، (او) اﷲ الله په هغو دواړو انعام كړى و: تاسو په دوى باندې په دروازه كې (حمله كوونكي) داخل شئ، نو كله چې تاسو هغې ته ننوتئ، نو بېشكه تاسو غالبه یئ او تاسو خاص په اﷲ الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
-695,3 +695,3
وویل (اﷲ) (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې اﷲ الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي
كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له اﷲ الله رب العلمین څخه وېرېږم
-700 +700
نو اﷲ الله یو كارغه راولېږه، چې ځمكه يې كنستله، د دې لپاره چې هغه (قاتل) ته وښیي چې څنګه هغه د خپل ورور جثه (كالبوت) پټه كړي، هغه وویل: هۍ افسوس! ایا زه د دې كارغه په شان له كېدو نه هم عاجزه شوم، چې د خپل ورور جثه مې پټه كړې وى، نو له پښېمانه كېدونكو څخه شو
-702,2 +702,2
بېشكه اصل خبره همدا ده چې څوك چې د اﷲ الله او د هغه له رسول سره جنګ كوي او په ځمكه كې د وراني كولو كوشش كوي، د هغوى سزا دا ده چې دوى دې قتل كړى شي، یادې په دار كړى شي، یا دې د دوى لاسونه او پښې ادلې بدلې پرې كړى شي، یا دې دوى له (دغې) ځمكې نه وشړل شي، دا د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى
مګر هغه كسان چې توبه وباسي مخكې له دې نه چې تاسو په دوى باندې قابو ومومئ، نو پوه شئ چې یقینًا اﷲ الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
-707,8 +707,8
او غل او غله، نو تاسو د دوى لاسونه د دوى د كړي عمل په بدله كې پرې كړئ، چې د اﷲ الله له جانبه عبرتناكه سزا ده او اﷲ الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه اﷲ الله د ده توبه قبلوي، بېشكه اﷲ الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د اﷲ الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او اﷲ الله په هر شي باندې ښه قادر دى
اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى او له هغو خلقو څخه چې یهودیان دي، دوى د دروغو ډېر اورېدونكي (قبلوونكي) دي، د هغو نورو خلقو لپاره ډېر اورېدونكي دي چې تا ته نه دي راغلي، دوى خبرې بدلوي وروسته له دې نه چې هغه په خپلو ځایونو كې (ثابتې) شي، دوى وايي كه چېرې تاسو ته دا دركړى شي، نو هغه واخلئ، او كه چېرې تاسو ته هغه در نه كرى شي، نو بیا ځان وساتئ او هغه څوك چې اﷲ الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د اﷲ الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې اﷲ الله د دوى د زړونو دپاكولو اراده نه ده كړې، د همدوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د همدوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى
دوى د دروغو ډېر اورېدونكي دي او د حرامو ډېر خوړونكي دي، نو كه چېرې دوى تا ته راشي، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه، یا له دوى نه مخ واړوه او كه چېرې ته له دوى نه مخ واړوې، نو دوى به تا ته هیڅكله هم هېڅ شى ضرر در ونه رسولى شي، او كه چېرې ته فیصله كوې، نو د دوى په مینځ كې په انصاف سره فیصله وكړه، بېشكه اﷲ الله له انصاف كوونكو سره مینه كوي
او دوى (د زنا په باره كې) فیصله تا ته څنګه راوړي؟! حال دا چې له دوى سره تورات دى، چې په هغه كې (د دې په باره كې) د اﷲ الله حكم دى، بیا دوى له دې (ستا له فیصلې) نه بعد بېرته ګرځي او دغه خلق له سره مومنان نه دي
بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د اﷲ الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د اﷲ الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي
او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د ده لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د اﷲ الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي
-716,3 +716,3
او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې اﷲ الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د اﷲ الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي
او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې اﷲ الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه اﷲ الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص اﷲ الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه
او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې اﷲ الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته اﷲ الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې اﷲ الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه ډېر په خلقو كې خامخا فاسقان دي
-720,6 +720,6
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه اﷲ الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې اﷲ الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې
او مومنان به (د حیرانتیا په سبب) وايي: ایا دا هغه خلق دي چې په اﷲ الله يې ډېر پاخه قسمونه خوړلي وو چې بېشكه دوى خامخا له تاسو سره دي، د دوى عملونه ضائع شوي دي، نو دوى تاوانیان شول
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې اﷲ الله به داسې خلق راولي چې هغه (اﷲ) (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (اﷲ) (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د اﷲ الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د اﷲ الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او اﷲ الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى
ستاسو دوست يواځې (او يواځې) اﷲ الله او د هغه رسول دى او هغه كسان دې چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي
او څوك چې د اﷲ الله او د هغه له رسول او مومنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم د اﷲ الله ډله غالبه كېدونكې ده
-728,3 +728,3
(اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ په اﷲ الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حد نه وتونكي) دي
ته ووایه! ایا زه تاسو ته د اﷲ الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې اﷲ الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي
او كله چې دوى تاسو ته راشي (، نو) دوى وايي: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې یقینًا دوى له كفر سره داخل شوي وو او یقینًا له هغه (كفر) سره ووتل او اﷲ الله ډېر ښه پوه دى په هغو خبرو چې دوى پټولې
-733 +733
وویل یهودیانو: د اﷲ الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي او د دې وینا په سبب دې په دوى لعنت وشي۔، بلكې د هغه دواړه لاسونه خلاص دي، څنګه چې وغواړي انفاق كوي او خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته ستا د رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشي او كفر لازمًا ورزیات كړي او مونږه د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او بغض واچاوه، هر كله چې دوى د جنګ لپاره اور بلوي (، نو) اﷲ الله هغه مړ كړي او دوى په ځمكه كې د وراني لپاره منډې وهي او اﷲ الله وراني كوونكي نه خوښوي
-736 +736
اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (اﷲ) (الله) پېغام نه دى رسولى او اﷲ الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه اﷲ الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي
-738 +738
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان، او نصرانیان دي، هر چا چې په اﷲ الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
-740,4 +740,4
او دوى دا ګڼله چې هېڅ ازمېښت به نه كېږي، نو ړانده شول او كاڼه شول، بیا اﷲ الله دوى ته (په رحمت سره) توجه وكړه، بیا په دوى كې ډېر خلق ړانده شول او كاڼه شول او اﷲ الله ښه لیدونكى دى هغه څه لره چې دوى يې كوي
خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه اﷲ الله همدا د مریمې زوى مسیح دى، حال دا چې مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د اﷲ الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له اﷲ الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه اﷲ الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي
ایا دوى ولې اﷲ الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې اﷲ الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
-745 +745
ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې تاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفع او همدا اﷲ الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
-749,2 +749,2
ته به په دوى كې ډېر (داسې) وینې چې له هغو كسانو سره دوستي كوي چې كافر شوي دي، خامخا بد دى هغه شى چې د دوى لپاره د دوى نفسونو مخكې لېږلى دى، دا چې اﷲ الله دوى ته په غصه شو او دوى به په عذاب كې همېشه وي
او كه چېرې دوى په اﷲ الله او په نبي او په هغه څه چې ده ته نازل كړى شوي دي ایمان لرلى (، نو) دوى به هغه (كافران) دوستان نه وو جوړ كړي او لېكن په دوى كې ډېر خلق فاسقان دي
-1236,7 +1236,7
(دا) د اﷲ الله او د هغه د رسول له جانبه بیزاري او صاف ځواب دى، په مشركانو كې هغو كسانو ته چې تاسو ورسره عهد كړى و
نو (اى مشركانو!) تاسو په دغه ځمكه كې څلور میاشتې (په امن سره) ګرځئ او پوه شئ چې یقینًا تاسو اﷲ الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او دا چې یقینًا اﷲ الله كافرانو لره رسواكوونكى دى
او د حج اكبر په ورځ د اﷲ الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه اﷲ الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو اﷲ الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه اﷲ الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ۔، بېشكه اﷲ الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د اﷲ الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
د اﷲ الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو ترڅو پورې چې هغوى تاسو لپاره (په عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (په عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه اﷲ الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
-1244 +1244
دوى د اﷲ الله د ایتونو (د پرېښودلو) په بدل كې لږ قیمت اخيستى دى، نو منع شوي دي د هغه له لارې نه، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه عمل چې دوى به كاوه
-1248,8 +1248,8
ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګیږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى په تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو اﷲ الله تر ټولو زیات حق دار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ
له دوى سره وجنګیږئ، اﷲ الله به دوى لره ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا وركړي
او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او اﷲ الله چې په چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او اﷲ الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لاتر اوسه اﷲ الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له اﷲ الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او اﷲ الله ښه خبردار دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د اﷲ الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي
د اﷲ الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې په اﷲ الله او د اخرت په ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي
ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې په اﷲ الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د اﷲ الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د اﷲ الله په نیز برابر نه دي او اﷲ الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د اﷲ الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د اﷲ الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دي، اوهمدغه كسان كامیاب دي
-1257 +1257
په دې حال كې چې په هغو كې به تل ترتله همېشه وي، بېشكه اﷲ الله (چې دى) له هغه سره ډیر لوى اجر دى
-1259,7 +1259,7
(اى پېغمبره!) (ته دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له اﷲ الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې اﷲ الله خپل حكم راولي او اﷲ الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي
یقینًا یقینًا اﷲ الله په ډېرو ځایونو كې ستاسو مدد كړى دى او د حنین په ورځ هم، كله چې خپل ډېر والي تاسو په تعجب كې اچولي وئ، بیا دا (ډېر والى) ستاسو هېڅ په كار رانغى او پر تاسو باندې ځمكه د هغې د ارتوالي باوجود تنګه شوه، بیا تاسو وګرځېدئ، په داسی حال كې چې شا كوونكي وئ