1|1|د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى 1|2|ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى 1|3|ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى 1|4|د بَدلې د ورځې مالك دى 1|5|مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو 1|6|ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه 1|7|د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي 2|1|الف، لام، ميم 2|2|دا (عظیم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدایت دى 2|3|هغه خلق چې په غیبو ایمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه (حصه) خرچ كوي؛ چې مونږ دوى ته وركړى دى 2|4|او هغه خلق چې ایمان راوړي په هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او په اخرت همدوى یقین لري 2|5|دغه خلق د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلق پوره كامیاب دي 2|6|بېشكه هغه (خاص) كسان چې كافر شوي دي؛ دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي 2|7|الله د هغوى په زړونو او د هغوى په غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى په سترګو (یوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى 2|8|او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي 2|9|دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري 2|10|د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل 2|11|او كله چې دوى ته وویل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: یقینًا همدا خبره ده چې مونږ بس اصلاح كوونكي یو 2|12|خبردار! بېشكه همدوى فساد كوونكي دي، او لېكن دوى شعور نه لري 2|13|او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ایمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ایمان راوړى دى، نو دوى وايي: ایا مونږ ایمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ایمان راوړى دى؟ خبردار! یقینًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي 2|14|او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شیطانانو (مشرانو) سره يواځې شي، نو (بیا) وايي: په رښتیاخو مونږ له تاسو سره یو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي یو 2|15|الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي 2|16|دا هغه خلق دي چا چې د نېغې لارې په بدل كې ګمراهي اخيستې ده، نو د دوى سوداګرۍ هېڅ ګټه ونه كړه او دوى نېغه لار موندونكي نه وو، 2|17|د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني 2|18|(دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى نه راګرځي 2|19|یا (مثال د دوى) په شان له اسمان نه د ورېدونكي تېز باران دى، چې په هغه كې تیارې او ګړزارى او برېښنا وي، دوى د تندرونو په وجه د مرګ له وېرې نه خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې نَنَباسي، او الله كافرانو لره راګېروونكى دى 2|20|نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې كې مزل كوي او كله چې پر دوى تیاره شي، نو ودرېږي، او كه الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى 2|21|اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ 2|22|هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړكړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بیا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شریكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ 2|23|او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې یئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې یو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه سِوا خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني یئ 2|24|نو كه تاسو (دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ، نو له هغه اور نه ځان بچ كړئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى 2|25|او زېرى وركړه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، چې یقینًا د دوى لپاره (داسې) جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، هر ځلې چې دوى ته له هغو (جنتونو) نه څه مېوه د خوراك لپاره وركړى شي، نو دوى به وايي: دا خو هماغه ده چې مونږ ته مخكې راكړى شوې وه، او دوى ته به هغه یو له بله مُشابه (یو شانته) وركول كېږي، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې ډېرې پاكې بیبیانې (ښځې) دي، او دوى به په دغو كې همېشه وي 2|26|بېشكه الله د هېڅ مثال په بیانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، یا كه له ده نه د زیات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ایمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې یقینًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېرخلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدایت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان 2|27|هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي 2|28|څنګه تاسو له الله نه منكرېږئ، حال دا چې تاسو نِشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو راژوندي كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ستنولى شئ 2|29|همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پیدا كړل چې په ځمكه كې دي، بیا يې پورته قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه په هر شي ښه عالم دى 2|30|او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ 2|31|او ادم ته يې ټول نومونه وښودل، بیا يې هغه ملايكو ته وړاندې كړل، نو ويې ويل: ما د دوى په نومونو خبر كړئ كه تاسو (په خپله خبره كې) رښتوني یئ 2|32|هغوى وویل: ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې 2|33|(الله) وویل: اى ادمه! دوى د هغو (څیزونو) په نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو په نومونو خبر كړل، (الله) وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې په غیبو (پټو څیزونو) پوهېږم، او پوهېږم په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو پټول 2|34|او كله چه مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابلیس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه 2|35|او مونږ وویل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځای چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نژدې كېږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ 2|36|پس شیطان دوى دواړه د دغې (ونې) په سبب، وښُویَوَل، نو له هغه (ځای) نه يې راووېستل چې دوى په كې وو، او مونږ وویل: تاسو ټول كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي، او ستاسو لپاره په ځمكه كې تر یو وخته پورې استوګنه او فايده اخيستل دي 2|37|نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه، بېشكه هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|38|مونږ وویل: تاسو ټول له دې (جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي 2|39|او هغه خلق چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، همدغه كسان د (دوزخ د) اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 2|40|اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې پېرزو كړي دي او زما لوظ پوره كړئ، زه به ستاسو لوظ پوره كړم، او خاص له ما نه وېرېږئ 2|41|او تاسو ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ایتونو سره لږ قیمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ 2|42|او تاسو حق له باطل سره مه ګډوئ، او حق مه پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ 2|43|او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ 2|44|ایا تاسو (نورو) خلقو ته د نېكۍ حكم كوئ او خپل ځانونه هېروئ، سره له دې چې تاسو كتاب لولئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟ 2|45|او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ او بېشكه چې یقینًادا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى) 2|46|هغه كسان چې یقین كوي چې بېشكه دوى د خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او دا چې بېشكه دوى خاص د هغه په طرف واپس ورتلونكي دي 2|47|اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې انعام كړي دي او دا چې یقینًا هم مَا تاسو پر عالَمونو باندې غوره كړي وئ 2|48|او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سفارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي 2|49|او كله چې مونږ له فرعونیانو نه تاسو خلاص كړئ چې تاسو ته به يې سخت عذاب دركاوه، ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، او په دې كې ستاسو د رب له طرف نه ډېر لوى ازمېښت و 2|50|اوكله چې مونږ ستاسو لپاره سمندر څيرې كړ او تاسو ته مو خلاصى دركړ او فرعونیان مو ډوب كړل او تاسو كتل 2|51|او كله چې مونږ له موسٰی سره د څلوېښتو شپو وعده وكړه، بیا تاسو له هغه نه پس سخى (معبود) جوړكړ او تاسوظالمان وَئ 2|52|بیا مونږ له دې نه پس تاسو معاف كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 2|53|او كله چې مونږ موسٰی ته كتاب او فرقان (حق او باطل سره بېلونكى) وركړ، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ 2|54|او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! یقینًا تاسو د سخي په (معبود) نیولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) تاسو لپاره ستاسو د خالق په نیز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، یقینًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|55|او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل 2|56|بیا مونږ تاسو ستاسو له مرګ نه پس راژوندي كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 2|57|او مونږ په تاسو ورېځ سيورى كړه او مَن او سلوٰی (ترنجبین او مړز ډوله مرغان) مو په تاسو نازل كړل، هغه پاكیزه څیزونه خورئ، چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او هغوى پر مونږ ظلم نه و كړى، او لېكن هم پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه 2|58|او كله چې مونږ وویل: دې كلي ته ورننوځئ، نو چرته چې مو خوښه شي، ترې پرېمانه يې خورئ او په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او وایئ ’’مونږ وبخښه‘‘ مونږ به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښو، او ژر ده چې مونږ به نېكانو ته (ثواب) نور زیات وركړو 2|59|نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې ورته ویلى شوې وه، په بل شان بدله كړه، نو په هغو ظالمانو باندې مونږه د اسمان نه عذاب نازل كړ، ځكه چې نافرماني يې كوله 2|60|او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ 2|61|او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به په یو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څیزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پیاز، هغه وویل: ایا تاسو په بدل كې هغه څیز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰی دى د هغه څیز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسوكوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د الله له طرف نه، دا په دې سبب چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه، او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زیاتى يې كاوه 2|62|یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي 2|63|او كله چې مونږ (له تاسو نه) ستاسو پخه وعده واخيسته او راپورته موكړ ستاسو له پاسه (غرد) طُور (او درته ومو ویل:) كلك ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي؛ او څه چې په ده كې دي، (هغه) یاد كړئ، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ 2|64|بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى 2|65|او یقینًا یقینًا هغه خلق تاسو ته معلوم دي، چې له تاسو ځنې يې د خالي د ورځې په هكله زیاتى كړى و، نو مونږ هغوى ته وویل: تاسو ذلیله بیزوګان (شادوګان) شئ 2|66|نو مونږه دا (واقعه) هغې ته د حاضرو (خلقو) او له هغې نه وروسته راتلونكو لپاره عبرت او د پرهېزګارولپاره نصیحت وګرځوله 2|67|او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه 2|68|هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مینځ كې مِیانَه حاله ده۔، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي 2|69|هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ ته بیان كړي چې د هغې رنګ څنګه دى؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه زېړه غوا ده، رنګ يې تك زېړ دى، كتونكي خوشحالوي 2|70|هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بیان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي یو 2|71|(موسٰی) وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غُوا ده چې نه كار كوونكې ده، چې ځمكه قُلبه كوي او نه فصل اوبه كوي، روغه رَمَټه ده، هېڅ داغ ټكى په كې نشته، هغوى وویل: اوس دې واضحه خبره راوړه۔، نو هغه يې حلاله كړه، او دوى نژدې نه وو چې دا كار يې كړى وى 2|72|او كله چې تاسو یو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مینځ كې په جګړه شوئ، او الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول 2|73|نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ 2|74|بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د الله له وېرې نه رارغړي، او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى 2|75|ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل 2|76|او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ! 2|77|ایا دغه (خلق) په دې نه پوهېږي چې یقینًا الله په هغو خبرو پوهېږي چې دوى يې پټوي او په هغو چې دوى يې ظاهروي 2|78|او په دوى كې ځینې اَمیان دي، په كتاب نه پوهېږي، مګر په تشو بې دلیله ارزوګانو، او دوى يواځې تش ګمانونه كوي 2|79|نو د هغوكسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بیا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قیمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لیكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي 2|80|او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را و نه رسېږي، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، بلكې تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ (اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ 2|81|ولې نه! چا چې بدي وكړه او په ده خپله ګناه راچاپېره شوه، نو همدغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې تل ترتله وي 2|82|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، همدغه كسان د جنت والا دي، دوى به په هغه (جنت) كې تل ترتله وي 2|83|او كله چې مونږ د بني اسرائیلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور او پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او یتیمانو او مسكینانوسره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بیا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږكسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي یئ 2|84|اوكله چې مونږ ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته چې خپلې وینې به نه تُویَوَئ او له خپلو كورونو نه به خپل ځانونه (يو بل) نه وباسئ، بیا تاسو اقرار وكړ، په دې حال كې چې تاسو ګواه یئ 2|85|بیا هم تاسو هغه كسان یئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله یوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د یو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بندیان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فدیه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې دهغوى وېستل حرام دي۔، ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى 2|86|دا هغه كسان دي چې دنيايي ژوند يې د اخرت په بدل كې اخيستى دى، نو نه به له دوى نه عذاب سپك (كم) كړى شي او نه به له دوى سره مرسته كېږي 2|87|یقینًا یقینًا مونږ موسٰی ته كتاب وركړى و، او له هغه نه بعد مو پرله پسې رسولان لېږلي وو، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او مونږه هغه په پاك روح سره قوي كړى و، ایا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) یوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله 2|88|دوى ویل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ایمان راوړی ډېر لږ دي 2|89|او كله چې دوى ته د الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پیژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د الله لعنت دى 2|90|بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې الله نازل كړى دى، د دې كینې (او حسد) له وجې چې (ولې) الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په یو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى 2|91|او كله چې دوى ته وویل شي: ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې الله نازل كړى دى، نو دوى وايي: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړو چې پر مونږ باندې نازل كړى شوى دى، او چې له هغه (كتاب) نه علاوه دي؛ په هغو (كتابونو) باندې كافر كېږي، حال دا چې هم دغه (قرآن) حق دى، د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دى، ته (ورته) ووایه چې تاسو پخوا (له دې نه) د الله نبیان ولې وژل؟ كه تاسو مومنان وئ 2|92|اویقینًا یقینًا تاسو ته موسٰی څرګند دلیلونه راوړي وو، بیا له هغه نه بعد تاسو سخى (معبود) وګرځاوه او تاسو ظالمان یئ 2|93|او كله چې مونږه ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته او مونږه طُور (غر) ستاسو له پاسه راپورته كړ (مونږ وویل:) څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي هغه په قوت سره ونیسئ او واورئ، دوى وویل: مونږ اَورېدلي دي او مونږ نافرماني كړې ده او د دوى د كفر په سبب د دوى په زړونو كې د سخي (مینه) ورڅښول شوې وه۔، ته (ورته) ووایه: هغه شى بد دى چې ستاسو ایمان تاسو ته د هغه حكم دركوي، كه تاسو مومنان یئ 2|94|ته (ورته) ووایه: كه د الله په نیز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غیر، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو (بیا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني یئ 2|95|او دوى به كله هم د هغه ارزو و نه كړي هېڅ كله، په سبب د هغو (عملونو) چې د دوى لاسونو وړاندې لېږلي دي۔ او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى 2|96|او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زیات د ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم (زیات حرصناك)، د دوى (د یهودیانو) هر یو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زركاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې (دومره) عمر وركړى شي، او الله هغه څه لره ښه لیدونكى دى چې دوى يې كوي 2|97|ووایه: هر څوك چې د جبریل دښمن دى، نو یقینًا هغه دا (قرآن) د الله په حكم سره ستا په زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدایت او زېرى دى 2|98|هر څوك چې د الله دښمن دى او د هغه د ملايكو او د هغه د رسولانو او د جبریل او د میكائیل، نو یقینًا الله د كافرانو دښمن دى 2|99|او یقینًا په تحقیق سره مونږ ستا په طرف روښانه ایتونه نازل كړي دي اوپه هغو باندې يواځې او يواځې فاسقان (بدكاران) كافر كېږي 2|100|ایا هركله چې دوى به وعده وكړه، كومه وعده، نو په دوى كې یوې ډلې به هغه وغورځوله، بلكې د دوى اكثره خلق ایمان نه راوړي 2|101|او كله چې دوى ته د الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدیق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) یوې ډلې د الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګویاكې دوى نه پوهېږي 2|102|او دوى د هغه څه تابع شول چې د سلیمان په بادشاهت كې شیطانانو لوستل، او سلیمان كفر نه و كړى او لېكن شیطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده۔ او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هیچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ویل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ یَوْ ازمېښت یو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مینځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هیچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله۔ او یقینًا یقینًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او یقینًا بد دى هغه څیز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى 2|103|او كه یقینًا دوى ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى، نو خامخا د الله له جانبه بدله ډېره ښه ده، كه دوى پوهېدلى 2|104|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو’رَاعِنَا‘ (لفظ) مه وایئ او ’اُنْظُرْنَا‘ (مونږ ته وګوره) وایئ او (خبره) اورئ۔او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 2|105|دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه په تاسو څه خیر نازل كړى شي، او الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او الله د عظیم فضل خاوند دى 2|106|مونږ چې كوم ایت منسوخ كوو، یا يې (د مومنانو له زړونو نه) هیرَوُو، نو له هغه نه غوره، یا د هغه په شان راوړو، ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله پر هر شي باندې ښه قادر دى 2|107|ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غیر (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار 2|108|ایا تاسو اراده لرئ چې له خپل رسول نه (داسې) سوال وكړئ لكه څنګه چې له دې نه مخكې له موسٰی نه سوال شوى و؟ او هغه څوك چې د ایمان په بدل كې كفر واخلي، نو یقینًا هغه له سمې لارې نه بې لارې شو 2|109|په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ایمان راوړو نه پس تاسو بیا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې الله خپل حكم راوړي، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى 2|110|او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خیر (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له الله سره ومومئ، بېشكه الله هغه عمل لره ښه لیدونكى دى چې تاسو يې كوئ 2|111|او دوى (اهل كتاب) وايي: جنت ته به هیڅكله هم (څوك) داخل نشي، مګر هغه څوك چې یهودي وي، یا نصراني۔، دا د دوى (باطلې) ارزوګانې دي، ته (ورته) ووایه: (په دې دعوا) خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتوني یئ 2|112|ولې نه! چا چې خپل مخ د الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نیز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي 2|113|او یهودیانو ویل: نصرانیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (قايم) نه دي او نصرانیانو ویل: یهودیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (ولاړ) نه دي، حال دا چې دوى كتاب لولي، همدارنګه، د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو هم كړې وه چې بې علمه وو، نو الله به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې د هغو خبرو په هكله فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه 2|114|او له هغه كس نه بل زیات ظالم څوك دى چې د الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (الله) نوم یاد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي۔، د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى 2|115|او خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د الله مخ دى، بېشكه الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى 2|116|او هغوى وویل: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي 2|117|بې له نمونې پیدا كونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فیصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي 2|118|او وویل هغو كسانو چې (په هیڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره الله ولې خبرې نه كوي، یا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له یو بل سره مشابه (یوشان) شوي دي، یقینًا مونږ د هغو خلقو لپاره ایتونه بیان كړي دي چې یقین كوي 2|119|یقینًا (اى نبي!) ته مونږه په حقه سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې، او د دوزخیانو په باره كې به له تا نه تپوس نه كېږي 2|120|او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار 2|121|هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى د دې (كتاب) تلاوت كوي (څنګه) چې يې د تلاوت حق دى، هم دغه كسان په ده ایمان راوړي، او څوك چې په دې (كتاب) باندې كافر شه، نو هم دغه كسان تاوانیان دي 2|122|اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې لَورَولي دي او دا چې بېشكه ما تاسو پر عالَمونو باندې غوره كړي وئ 2|123|او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار رانشي، او نه به له هغه نه فدیه (بدل) قبلېږي او نه به هغه ته څه سفارش فايده وركوي او نه به له هغوى سره مرسته كېږي 2|124|او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي 2|125|او كله چې مونږه بیت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ 2|126|او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! دا (ځای) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكوته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى وي۔ (الله) وویل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بیا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځای دى 2|127|او كله چې ابراهیم د بیت الله بنیادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعیل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې 2|128|اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړكړه او زمونږه په اولاد كې (هم) یوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طریقې وښَیَه او زمونږه توبه قبوله كړه، یقینًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې 2|129|اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه یو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ایتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَیي او دوى پاكوي، یقینًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې 2|130|اوڅوك دى چې د ابراهیم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او یقینًا یقینًا مونږه هغه (ابراهیم) په دنیا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى 2|131|كله چې هغه ته خپل رب وویل: حكم منونكى شه، هغه وویل: زه د رب العلمین لپاره حكم منونكى شوم 2|132|او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ 2|133|ایا تاسو هغه وخت موجود وئ چې یعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وویل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وویل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهیم، او اسمٰعیل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د یو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي یو 2|134|دغه یوه ډله وه چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى، او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي 2|135|او دوى ویل چې تاسو یهودیان شئ، یا نصرانیان، نو نېغه لار به ومومئ۔، ته (دوى ته) ووایه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهیم د ملت (تابع كېږو) چې حنیف (توحید والا) و او دى له مشركانو څخه نه و 2|136|تاسو ووایئ: مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو 2|137|نو كه دوى هغه شان ایمان راوړي څنګه چې تاسو په دې (كتاب) ایمان راوړى دى، نو یقینًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 2|138|(مونږ) د الله رنګ (قبول كړى دى) او له الله نه په رنګ كې څوك ډېر ښه دى! او مونږ خاص د هغه عبادت كوونكي یو 2|139|ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو زمونږ سره د الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى۔، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي یو 2|140|ایا تاسو (دا) وایئ چې بېشكه ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) اولاده یهودیان، یا نصرانیان وو؟ ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو ډېر پوه یئ، یا كه الله؟ او له هغه كس نه زیات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى 2|141|دغه یوه ډله ده چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه (عمل) چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي 2|142|له خلقو څخه بې وقوفان به ژر ووايي چې دوى له خپلې هغه قبلې نه څه شي واړول چې دوى په هغې باندې وو؟ ته (ورته) ووایه: خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، سمې (نېغې) لارې ته هدایت كوي چا ته چې يې وغواړي 2|143|او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو په خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي۔ اوهغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږه نه وه مقرره كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې په خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر په هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضابع كړي، یقینًا الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|144|یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چه ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه۔ او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى 2|145|او یقینًا كه ته هغو كسانو ته چې ورته كتاب وركړى شوى دى، هره نښه (هر قسمه دلیل) راوړې (بیا به هم) هغوى ستا د قبلې تابع نشي او ته (هم) د هغوى د قبلې تابع كېدونكى نه يې، او د دوى بعضې د بعضو نورو د قبلې تابع كېدونكي نه دي، او یقینًا له دې نه پس چې تا ته علم راغى، كه چېرې ته د هغوى د خواهشاتو تابع شوې (نو) یقینًا یقینًا ته به په دغه وخت كې له ظالمانو نه يې 2|146|هغه كسان چه مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، قرآن، اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي 2|147|حق ستا د رب له جانبه دى، نو كله هم له شك كوونكو نه مه كېږه 2|148|او د هر چا لپاره یو جانب دى چې دا هغه ته مخ ګرځوونكى دى، نو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى 2|149|او له كوم ځاى نه چه ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه، او یقینًا همدا ستا د رب له جانبه خامخا حق دي، او الله له هغه څه نه چه تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى 2|150|او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام (قبلې) په طرف وګرځوه، او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په تاسوباندې څه حجت (او اعتراض) نه وي، مګر له دوى څخه هغه كسان چې ظلم يې كړى دى، نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ، او د دې لپاره چې زه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كړم او د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ 2|151|لكه چې مونږه په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږه ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ 2|152|نو تاسو ما یادوى زه به تاسو یادكړم او زما شكر وباسئ او په ما باندې مه كافر كېږئ 2|153|اى هغو كسانو چه ایمان يې راوړى دى! په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ، یقینًا الله د صبر كوونكو ملګرى دى 2|154|او تاسو هغه چا ته مړه مه وایئ چې د الله په لاره كې ووژل شي بلكې (هغوى) ژوندي دي او لېكن تاسو (د هغوى په ژوند) نه پوهېږئ 2|155|او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او د ځانونو او دمېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، اوصبر كوونكو ته زېرى وركړه 2|156|هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله (مملوك) یو او بېشكه مونږه خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو 2|157|دغه خلق، پر هم دوى باندې د خپل رب له جانبه عنایتونه دي او رحمت دى، او همدغه خلق هدایت موندونكي دي 2|158|یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي، نو هر څوك چې د بيت الله حج كوي، یا عمره كوي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته چې د دې دواړو طواف وكړي، او هر څوك چې په خپله خوښه څه نېكي وكړي، نو الله شكر قبلوونكى، ښه عالم دى 2|159|یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله په دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي په دوى لعنت وايي 2|160|مګر هغه كسان چې توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي او (د حق) بیان وكړي، پس دغه كسان، زه د هغوى توبه قبلوم او زه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى یم 2|161|بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، (نو) دغه كسان، په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو ټولو (لعنت دى) 2|162|په دې حال كې چې همېشه به وي په دې (لعنت) كې، له دوى نه به نه عذاب سپك كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركړى شي 2|163|او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى 2|164|یقینًا د اسمانونو او د ځمكې په پېدا كولو كې، او د شپې او ورځې په بدلېدو كې، او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له اسمان (بره) نه راورَولي دي، چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مَړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّره كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي 2|165|او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چه له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى 2|166|كله چې هغه كسان چې اتباع يې كړى شوې وه، له هغو كسانو نه بېزاره شي چې اتباع يې كړې وه، او عذاب وویني او په دوى (ټولې) وسېلې غوڅې شي 2|167|او چا چې پیروي كړې ده، هغوى به وايي: ارمان! كه مونږ لپاره (دنیا ته) بیا تلل وي، نو له دوى نه به مونږ بېزاره شو لكه چي دوى له مونږ نه بېزاره شول، همدارنګه به الله دوى ته خپل عملونه په دوى باندې د حسرتونو لپاره ښكاره كوي او دوى له اور نه كله هم وتونكي نه دي 2|168|اى خلقو! له هغو څیزونو نه چي په ځمكه كې دي، حلال پاك خورئ او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى 2|169|یقینًا همدا خبره ده چې هغه تاسو ته د بدۍ او بې حیايۍ حكم كوي او دا چې تاسو په الله باندې هغه خبرې وتړئ (وتپئ) چي تاسو پرې نه پوهېږئ 2|170|او كله چې دوى ته وویل شي: د هغه څه پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى، (نو) وايي: (نه) بلكې مونږه د هغه څه پیروي كوو چې په هغه باندې مونږ خپل پلرونه (مشران) موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه (داسې) وو چې په هېڅ شي نه پوهېدل، اونه يې سمه لار موندلې وه 2|171|د هغو كسانو مثال چې كفر يې كړى دى؛ د هغه كس په شان دى چې هغه (څارويو) ته نارې وهي چې نه اوري مګر يواځې تشه بلنه او غږ، (دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى هېڅ نه پوهیږي 2|172|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او د الله شكر وباسئ، كه تاسو داسې یئ چې خاص د هغه عبادت كوئ 2|173|بېشكه خبره دا ده چې هغه په تاسو باندې همدا مرداره او وینه او د خنزیر غوښه حرامه كړې ده او هغه څه (يې حرام كړي دي) چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوركړى شي، په دې حال كې چې نه سركشي كوونكى وي او نه (له حد نه) تېرېدونكى وي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|174|یقینًا هغه كسان چې هغه څه پټوي چې الله له (خپل) كتاب نه نازل كړي دي، او د دې په بدل كې لږ قیمت اخلي، (نو) دغه كسان، نه خوري (نه اچوي) په خپلو خېټو كې مګر اور، او د قیامت په ورځ به الله نه له دوى سره خبرې وكړي او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 2|175|دا هغه كسان دي چې د هدایت په بدله كې يې ګمراهي اخيستې ده او دمغفرت په بدله كې عذاب، نو (تعجب دى) دوى په اور باندې څومره صبر كوونكي دي! 2|176|دا ځكه چې بېشكه الله كتاب په حقه نازل كړى دى او یقینًا هغه كسان چې په كتاب كې يې اختلاف كړى دى؛ خامخا په ډېر لرې مخالفت كې دي 2|177|نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت او په ملايكو او په كتابونو او په نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي 2|178|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې د وژل شويو په باره كې (د) قصاص (قانون) فرض كړى شوى دى، ازاد د ازاد په بدل كې، او غلام د غلام په بدل كې، او ښځه د ښځې په بدل كې (قصاصېږي)، پس هغه څوك چې هغه ته د خپل ورور له جانبه د څه شي معافي وكړى شي، نو په ښې طریقې سره مطالبه (لازم) ده، او هغه (د مقتول ولي) ته په نېكې طرېقې سره اداكول (لازم) دي، دا ستاسو د رب له جانبه اساني او مهرباني ده، نو له دې نه پس چې چا زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 2|179|او تاسو لپاره په قصاص كې لوى ژوند دى، اى د خالص عقل خاوندانو! د دې لپاره چې تاسو (ځان) وساتئ 2|180|پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول، كله چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، په دې شرط چې مال يې پریښى وي۔، دا په متقیانو ډېر لازم (حكم) دى 2|181|نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه په هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 2|182|بیا چې څوك له وصیت كوونكي نه (په خطا سره) د ظلم، یا (په قصد سره) د ګناه وېره لري، نو د هغوى په مينځ كې يې جوړه وكړه، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|183|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ 2|184|یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوك چې په تاسو كې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، اوپه هغو كسانو باندې چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده، پس څوك چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې يئ تاسو چې پوهېږئ 2|185|د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي، نو په تاسو كې چې څوك دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله په تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 2|186|او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او په ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي 2|187|تاسو لپاره د روژې په شپه كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو په تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مباشرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، اوڅښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي۔، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي 2|188|او خپل مالونه په خپل مينځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلقو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ 2|189|دوى له تا نه د نويو میاشتو په باره كې تپوس كوي، ته (ورته) ووایه: دا (میاشتې) د خلقو او د حج لپاره ټاكلي وختونه دي، او (دا) نېكي نه ده چې كورونو ته د هغو له شاګانو نه راشئ، او لېكن نېكي د هغه چا ده چې متقي شي، او تاسو كورونو ته د هغو له دروازو نه راځئ، او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې كامیاب شئ 2|190|او د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي 2|191|او دوى وژنئ كوم ځاى چې دوى ومومئ، او دوى له هغه ځاى نه وباسئ چې تاسو يې وېستلي وئ، او فتنه (شرك، له دین نه اړول) له قتل نه ډېره سخته (ګناه) ده او له دوى سره د مسجد حرام په خوا كې جنګ مه كوئ، تر دې چې دوى له تاسو سره په ده كې جنګ شروع كړي، نو كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي، نو بیا دوى قتل كړئ، د كافرانو سزا همداسې ده 2|192|پس كه چېرې دوى منع شول، نو یقینًا الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|193|او له دوى سره جنګېږئ تر هغه چې فتنه (د كافرانو زور) پاتې نشي، او دین (ټول) د الله لپاره شي، نوكه دوى منع شول، نو هېڅ زیاتى نشته مګر په ظالمانو باندې 2|194|حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله د متقیانو ملګرى دى 2|195|او د الله په لاره كې خرڅ كوئ اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي 2|196|او حج او عمره خاص د الله لپاره پوره كړئ، بیا كه چېرې (له حج، یا عمرې نه) ایسار كړى شوئ، نو (بیا لازم ده) هغه هَدي (د حرم قرباني) چې په اسانۍ سره ترلاسه شي او خپل سرونه مه خرَوئ تر هغه چې قرباني خپل (د حلالې) ځاى ته ورسي، پس څوك چې په تاسو كې ناجوړه وي، یا ده ته په خپل سر كې څه تكلیف وي، نو (په ده) فدیه لازمه ده په روژې سره، یا په صدقې سره، یا په قربانۍ سره، نو كله چې تاسو په امن شئ، پس كه چا فايده واخيسته په عمرې سره حج ته، نو (په هغه لازمه ده) هغه قرباني چې په اسانۍ سره ترلاسه شي، پس كه چا (قرباني) ونه موندله، نو درې ورځې روژې په حج كې (واجبې) دي او اوه روژې هغه وخت دي چې تاسو راوګرځئ، دا پوره لس (ورځې) دي، دا (حكم د تمتع) د هغه چا لپاره دى چې د هغه ټبر د مسجد حرام اوسېدونكي نه وي، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله سخت عذاب وركونكى دى 2|197|(وخت د احرام د) حج څو معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې (میاشتو) كې (په ځان باندې) حج فرض كړ، نو په حج كې نه د ښځو د شهوت خبرې كول شته او نه (د الله) نافرماني او نه جګړه ۔ او تاسو چې څه نېكي كوئ، الله په هغې پوهېږي، اوتوښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده، اى د صفا عقل خاوندانو! له ما نه وېرېږئ 2|198|پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چی د خپل رب څه فضل ولټوئ، نو كله چې له عرفات نه راكوز شئ، نو په مشعرحرام كې د الله ذكر كوئ، او د هغه ذكر كوئ لكه څنګه چې يې تاسو ته ښودنه كړې، او یقینًا تاسو له دې نه مخكې خامخا له ګمراهانو څخه وئ 2|199|بیا راكوزېږئ له هغه ځاى نه چې خلق ترې راكوزېږي او له الله نه مغفرت غواړئ، یقینًا الله ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 2|200|نو كله چې تاسو خپل د حج عبادتونه (اعمال) ادا كړئ، نو الله یادوئ په شان د یادولو ستاسو خپلو پلرونو لره، بلكې زیات یادول، نو په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته (هر څه) په دنیا كې راكړه، او د دغه كس لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته 2|201|او په دوى كې بعضې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته 2|202|دغه كسان دي چې د دوى لپاره د دوى د كړو (نېكو) عملونو په سبب لویه برخه ده، او الله ډېر ژر حساب كوونكى دى 2|203|په شمېرل شويو ورځو كې الله یادوئ، پس څوك چې په دوه ورځو كې ژر لاړ، نو په هغه هېڅ ګناه نشته، او چا چې تاخیر وكړ، نو په ده (هم) هېڅ ګناه نشته، د هغه چا لپاره چې تقویٰ يې غوره كړې وي او له الله نه وېریږئ، او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ 2|204|او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د دنيايي ژوند په باره كې د هغه خبرې تا په تعجب كې اچوي او دى په هغه څه باندې الله ګواه كوي چې د ده په زړه كې دي، حال دا چې دى ډېر زیات جګړه مار دى 2|205|او كله چې بېرته وګرځي، نو په ځمكه كې ګړندى ګرځي، د دې لپاره چې په دې كې فساد وكړي او فصل او نسل تباه كړي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي 2|206|او كله چې هغه ته وویل شي: له الله نه ووېرېږه، نو ده لره تكبر ونیسي په ګناه كولو سره، نو د ده لپاره جهنم بس دى او یقینًا هغه بده استوګنه ده 2|207|او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د الله د رضا لټولو لپاره ځان خرڅوي، او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى 2|208|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شیطان د قدمونو پسې مه ځئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى 2|209|بیا كه چېرې تاسو له دې نه پس وښوئیدلئ؛ چې تاسو ته ښكاره دلیلونه (هم) راغلل، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 2|210|دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي 2|211|له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى 2|212|او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي دنيايي ژوند ښايسته كړى شوى دى، او دوى په هغو كسانو پورې مسخرې كوي چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې متقیان دي د قیامت په ورځ به د دوى له پاسه وي او الله چې چا لره وغواړي بې حسابه رزق وركوي 2|213|ټول خلق (په شروع كې) یو امت و (بیا په كې ځینې كافر شول) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه سره كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په منځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى، او په هغه كې اختلاف نه دى كړى مګر هغو كسانو چې هغوى ته هغه (كتاب) وركړى شوى و، په خپل منځ كې د لويي او ظلم په وجه (يې اختلاف كړى و)، له دې نه پس چې هغوى ته ښې څرګندې نښې راغلې، نو الله هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و، په خپل حكم سره هغه حق ته هدایت وكړ چې هغوى (كافرانو) په كې اختلاف كړى و او الله د سمې لارې هدایت كوي هغه چا ته چې ويې غواړي 2|214|ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى 2|215|دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور او پلار لپاره او نژدې خپلوانو او او مسكینانو او مسافر لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله په هغې ښه عالم دى‚ 2|216|پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شوي دي، حال دا چې دا ستاسو بدې شي، او كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر غوره وي۔ او كېدى شی چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي۔ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ 2|217|دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو (په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده۔ او د الله له لارې نه منع كول او په هغه (الله) سره كافر كېدل او له مسجد حرام نه منع كول او له هغه (مسجد) نه د هغه اهل (حقدار) وېستل د الله په نېز بېخي ډېره لویه ګناه ده، او فتنه (شرك) له قتل نه ډېره لویه ګناه ده، او دوى به همېشه له تاسو سره جنګ كوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دین نه واړوي، كه وس يې وشي، او په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه وګرځېده، بیا په داسې حال كې مړ شو چې كافر و، نو دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله (همېشه) وي 2|218|يقينًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او جهاد يې كړى دى د الله په لاره كې، دغه كسان د الله د رحمت امېد لري، او الله ډېر بخښونكى، ډېر مهربانه دى 2|219|… دوى له تا نه د شرابو او جوارۍ په باره كې تپوس كوي، ووایه: په دې دواړو كې بېخي لویه ګناه ده، او د خلقو لپاره په كې فايدې دي، او د دې دواړو ګناه ډېره لویه ده، د دې دواړو له فايدو نه۔ او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: له نفقې (اخراجاتو) نه زیاتي (څیز خرچ كړئ) الله همداسې تاسو لپاره ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ† 2|220|د دنیا او اخرت په باره كې، او دوى له تا نه د یتیمانو په باره كې پوښتنه كوي، ووایه: د دوى اصلاح كول ډېر ښه دي، او كه تاسو هغوى (له ځان سره) شریك كړئ، نو ستاسو وروڼه دي، او الله پېژني ورانكارى له اصلاح كوونكي نه، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې خامخا په مشقت كې اچولي وى، یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى‡ 2|221|او له مشركو ښځو سره نكاح مه كوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومنه وینځه بېخي غوره ده له ازادې مشركې نه اګر كه هغه تاسو حیران كړي (د خوښېدو په وجه) او مشركانو ته (مسلمانې ښځې) په نكاح مه وركوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه، اګر كه هغه تاسو (د خوښېدو په وجه) حیران كړي، دغه كسان اور ته بلنه كوي، او الله په خپل اذن سره جنت او مغفرت طرف ته بلنه كوي، او خلقو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي 2|222|او دوى له تا نه د حیض په باره كې پوښتنه كوي، ته ووایه: دا یوه پلیتي ده، نو په حیض كې د ښځو له جماع نه په ډَډَه شئ، او دوى ته مه نژدې كېږئ له (د جماع لپاره) تر هغه پورې چې پاكې شي، نو كله چې ښې پاكې شي، بیا له دوى سره جماع كوئ، په هغه ځاى كې چې الله تاسو ته حكم كړى دى، یقینًا الله ډېرې توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي‰ 2|223|ستاسو ښځې تاسو لپاره فصل دي، نو خپل فصل ته راځئ څنګه چې ستاسو خوښه وي، او د خپلو ځانونو لپاره (نېك عمل) وړاندې ولېږئ، او له الله نه وېرېږئ او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو له هغه سره ملاقات كوونكي یئ، او مومنانو ته زېرى وركړه 2|224|او تاسو الله د خپلو قسمونو لپاره هدف مه ګرځوئ (د الله نوم مه استعمالوئ) چې نه به كوئ نېكي او پرهېزګاري او د خلقو په منځ كې صلح، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 2|225|الله تاسو نه نیسي په خپلو قسمونو كې په لغو سره، او لېكن نیسي تاسو په هغه (قسم) چې ستاسو زړونو يې قصد (نيت) كړى وي، او الله ډېر بخښونكى، ښه تحمل كوونكى دى 2|226|د هغو كسانو لپاره چې خپلو ښځو (ته له ورتلو) نه قسم خوري، د څلورو میاشتو مهلت دى، بیا كه دوى رجوع وكړه، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر مهربان دى 2|227|او كه دوى د طلاقو عزم كړى وي، نو یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 2|228|او طلاقې كړى شوې ښځې دې په خپلو ځانونو درې حیضه انتظار كوي، او د دوى لپاره حلال نه دي چې پټ كړي هغه څه چې الله د دوى په رَحِمونو كې پیدا كړي دي، كه دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري۔ او په دې موده كې د دوى خاوندان د دوى د بیا راوستلو اصل حقدار دي كه هغوى د اصلاح (جوړښت) اراده لري، او د دستور مطابق د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي په شان د هغو (حقونو) چې په دوى باندې لازم دي (د خپلو خاوندانو لپاره) او په دوى باندې د سړيو لپاره درجه شته، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 2|229|طلاق دوه ځله دي، بیا په ښې طریقې سره (ښځې لره) ساتل دي، یا په ډېرې ښې طریقې سره رخصتول دي او (اى سړو!) تاسو لپاره دا حلال نه دي چې له هغه (مال) نه چې تاسو دوى ته وركړى دى؛ څه لږ شى هم واخلئ، مګر دا چې دواړه له دې نه ووېرېږي چې دوى به د الله حدونه (حكمونه) قايم نه كړي، نو كه تاسو وېرېږئ چې دوى دواړه به د الله حكمونه پوره نه كړي، بیا نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (مال) كې چې هغه ښځه يې د جداوالي لپاره وركوي. دا د الله حدونه دي، نو له دغو نه مه تېرېږئ، او څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو همدغه كسان ظالمان دي 2|230|كه بیا يې هغه (په درېم ځلې) طلاقه كړه، نو له دې نه پس هغه د ده لپاره حلاله نه ده تر هغه پورې چې هغه (ښځه له عدت نه پس) له ده نه غېر بل خاوند سره نكاح وكړي، بیا كه هغه (دويم خاوند) دا طلاقه كړه، نو په دې دواړو (ښځه او پخواني خاوند) باندې هېڅ ګناه نشته چې دواړه (له عدت نه پس په نوي نكاح سره) یو بل ته رجوع وكړي، كه دواړه دا خيال كوي چې دوى به د الله حكمونه پوره كړي، او دا د الله حكمونه دي، دا د هغه قوم لپاره بیانوي چې پوهېږي• 2|231|او كله چې تاسو ښځې طلاقې كړئ، بیا هغوى خپلې (د عدت اخري) مودې ته نژدې شي، نو دوى په ښې طریقې سره ایسارې كړئ (په رجوع كولو سره)، یا هغوى په ښې طریقې سره رخصت كړئ، او د ضرر رسولو لپاره هغوى مه ایساروئ چې زیاتى وكړئ، او چا چې دغه (كارونه) وكړل، نو یقینًا هغه په ځان ظلم وكړ۔ او د الله ایتونه مسخره مه جوړوئ او پر تاسو باندې (شوي) د الله نعمتونه یاد كړئ او هغه چې الله پر تاسو باندې نازل كړى دى چې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) دى، هغه تاسو ته په دې سره وعظ كوي، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه پوه دى– 2|232|او كله چې تاسو ښځو ته (رجعي) طلاق وركړئ، بیا هغوى خپلې نېټې ته ورسېږي (او عدت يې پوره شي) نو تاسو دوى مه منع كوئ (له دې نه) چې دوى له خپلو پخوانيو خاوندانو سره نكاح وكړي، كله چې دوى په خپل منځ كې د دستور مطابق راضي شي، دا (حكم چې دى)، په ده سره هغه چا ته وعظ كولى شي چې په تاسو كې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دى، او الله پوهېږي او تاسونه پوهېږئ— 2|233|او میندې دې خپل اولاد ته پوره دوه كاله تى وركوي، (دا حكم) د هغه چا لپاره دى چې د تي وركولو موده پوره كول غواړي او د چا لپاره چې بچى دى په هغه باندې د دغو (ښځو) نفقه ده او د دوى جامه ده په ښې طریقې سره، هیڅوك هم مكلف كولى نشي مګر د هغه د وَس سره سم۔، ضرر دې ونه رسول شي مور ته د هغې د بچي په وجه، او نه د بچې پلار ته د هغه د بچي په وجه ۔ او په وارث باندې د دې په مثل لازم دي۔، پس كه دواړه د خپل منځي رضامندۍ او مشورې سره له تي نه د پرېكولو اراده وكړي، نو په دې دواړه باندې هېڅ ګناه نشته۔ او كه تاسو خپل اولاد ته مُرضِعه (دائیه) نیول غواړئ بیا (هم) پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته، كله چې هغه (مال) سپارئ چې تاسو يې وركول غواړئ، په ښې طریقې سره، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله هغه څه لره ښه لېدونكى دى چې تاسو يې كوئ˜ 2|234|او هغه كسان چې په تاسو كې مړه شي او ښځې پرېږدي، هغه ښځې دې څلور میاشتې او لس ورځې خپل ځانونه په انتظار كې ساتي، بیا چې كله هغوى خپلې نېټې ته ورسېږي (عدت پوره شي) نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه كار كې چې دوى يې له خپلو ځانونو په حق كې په ښې طریقې سره كوي، او الله په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى™ 2|235|او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (خبره) كې چې په هغې سره تاسو د ښځو د غوښتنې اشاره كوئ، یا په خپلو نفسونو كې (له هغو سره نكاح كول) پټ ساتئ، الله پوه دى چې یقینًا ژر دى چې تاسو به دوى یادَوئ، او لېكن له دوى سره په پټه وعده مه كوئ، مګر دا چې مناسبه (تعریضي) خبره وكړئ، او د نكاح تړلو عزم مه كوئ تر هغه پورې چې فرض شوى (عدت) خپلې نېټې ته ورسېږي، او پوه شئ چې یقینًا الله په هغه څه پوهېږي چې ستاسو په نفسونو كې دي، نو له هغه (الله) نه وېرېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل كوونكى دى 2|236|پر تاسو باندې هېڅ بوج (مهر) نشته كه تاسو ښځو ته طلاق وركړئ څو پورې چې تاسو له هغوى سره كوروالى (جماع) كړى نه وي، یا مو د هغوى لپاره څه مهر مقرر كړى نه وي۔ او دوى ته څه خرڅ، سامان وركړئ، په مالدار باندې د هغه د اندازې مطابق وركول لازم دي او په غریب باندې د هغه د اندازې سره سم لازم دي، د دستور سره سم ضروري سامان وركول، (دا) په نېكي كوونكو باندې لازم دي 2|237|اوكه تاسو دوى ته طلاق وركړئ مخكې له دې نه چې تاسو له هغوى سره كوروالى وكړئ، په دې حال كې چې تاسو د هغوى لپاره مهر مقرر كړى وي، نو د هغه (مهر) نیم وركول لازم دي چې تاسو مقرر كړى دى مګر دا چې هغوى (ښځې) يې معاف كړي، یا هغه كس يې معاف كړي د چا په لاس كې چې د نكاح غوټه ده (خاوند وركړى مهر ښځې ته پرېږدي)، او ستاسو معافي كول تقویٰ ته ډېر نژدې دي، او په خپل منځ كې احسان كول مه هېروئ، یقیناً الله هغو عملونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى 2|238|د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخې منځني لمونځ، او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي 2|239|بیا كه وېرېدلئ، نو (لمونځ كوئ) پیاده، یا سواره، بیا چې كله په امن شئ، نو الله یادوئ څنګه چې يې تاسو ته هغه څه ښودلي دي چې تاسو (پرې) نه پوهېدئ 2|240|او هغه كسان چې په تاسو كې مري او ښځې پرېږدي (نو په دوى باندې لازم دي) وصیت كول د خپلو ښځو لپاره تر یو كاله پورې د خرچ وركولو، بې له وېستلو نه، نو كه دوى (پخپله) ووتلې، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه څه كې چې دوى (ښځې) يې د خپلو ځانونو په باره كې كوي څه نېك كار، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 2|241|او د طلاقې كړى شویو ښځو لپاره، له عرف سره سم، سامان وركول دي، په متقیانو باندې (دا) لازم دي 2|242|همدارنګه الله تاسو لپاره خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ 2|243|ایا تا هغه كسان نه دې لیدلي چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو نه وتلي وو، په دې حال كې چې هغوى زرګونه وو، پس الله دوى ته وویل: مړه شئ، بیا يې هغوى راژوندي كړل، یقینًا الله خامخا په خلقو باندې فضل كولو والا دى او لېكن اكثره خلق شكر نه وباسي 2|244|او د الله په لاره كې جنګېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 2|245|څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ 2|246|ایا تا د بني اسرائیلو سردارانو ته نه دي كتلي، له موسٰی نه بعد، كله چې هغوى خپل نبي ته وویل: زمونږ لپاره یو بادشاه مقرر كړه چې مونږ د الله په لاره كې جنګ وكړو۔، هغه نبي وویل: ایا تاسو نژدې يې كه پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شي دا چې جنګ به ونه كړئ؟ هغوى وویل: او مونږ لره څه (موانع) دي چې د الله په لاره كې به جنګ نه كوو، حال دا چې مونږ له خپلو كورونو او خپلو زامنو نه وېستل شوي یو، بیا چې كله پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول، نو هغوى (له خپلې خبرې نه) وګرځېدل، مګر له هغوى څخه ډېر لږ (خلق ونه ګرځېدل) او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى 2|247|او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه الله تاسو لپاره یقینًا طالوت بادشاه مقرر كړى دى، هغوى وویل: د هغه لپاره په مونږه باندې بادشاهي څنګه كېدى شي، حال دا چې مونږ له هغه نه د بادشاهۍ زیات حقدار یو، او هغه ته د مال فراخي (هم) نه ده وركړى شوې، ۔ هغه (نبي) وویل: یقینًا الله هغه پر تاسو باندې غوره كړى دى، او هغه ته يې په جسم او علم كې زیاته فراخي وركړې ده، او الله خپله بادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي، او الله فراخه فضل والا، ښه عالم دى 2|248|او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه د ده د باشاهۍ نښه دا ده چې تاسو ته به صندوق راشي چې په هغه كې ستاسو د رب له جانبه سكینت (د زړه ارام) دى او باقي پاتې شونې له هغو (څیزونو) نه چې الِ موسٰی او الِ هارون پرېښي وو، چې ملايكو به راپورته كړى وي، یقینًا په دې كې تاسو لپاره خامخا لویه نښه ده كه تاسو ایمان لرونكي یئ 2|249|نو كله چې طالوت سره د لښكرو راووت، ويې ويل: یقینًا الله په یوې ولِې سره ستاسو ازمايش كوونكى دى، نو څوك چې له هغې نه اوبه وڅښي، نو هغه زما له ملګرو نه نه دى، او څوك چې هغه ونه څكي، نو بېشكه هغه زما له ملګرو څخه دى مګر هغه څوك چې په خپل لاس سره یو چونګ (اوبه) راواخلي، نو هغوى له هغې (ولې) نه اوبه وڅښلې مګر له دوى نه ډېرو لږو (خلقو ونه وڅښلې) نو كله چې دى (طالوت) او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى و له هغې نه پورې وتل، (مخالفت كوونكو وویل:) نن ورځ زمونږ لپاره د جالوت او د هغه د لښكرو په مقابله كې هېڅ طاقت نشته، او وویل هغو كسانو چې یقین يې لاره چې بېشكه دوى له الله سره ملاقات كوونكي دي: څومره ډېر ځلې ډېره لږه ډله په ډېرې لويې ډلې باندې د الله په حكم سره غالبه شوې ده، اوالله د صبر كوونكو ملګرى دى 2|250|او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو (د مقابلې) لپاره (میدان ته) راووتل، ويې ويل: اى زمونږه ربه! راخوشې كړه پر مونږ باندې صبر، او زمونږ قدمونه ټینګ (كلك) كړه، او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه 2|251|نو دوى هغو ته د الله په حكم سره ماتې وركړه، او داود جالوت لره قتل كړو، او الله هغه (داود) ته بادشاهي او حكمت وركړ، او هغه ته يې له هغو (څیزونو) نه ښودنه وكړه چې (الله) غوښتل او كه د الله لرې كول نه وى خلقو لره، د دوى ځېنو لره په ځېنو نورو سره (نو) ځمكه به خامخا ورانه شوې وى۔ او لېكن الله په عالَمونو باندې دلوى فضل كولو والا دى 2|252|دا د الله ایتونه دي، مونږ دا په تا باندې په حقه سره لولو او یقینًا ته خامخا له رسولانو څخه يې 2|253|دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، اومونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى، اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه ووجنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي 2|254|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه په هغې كې اخيستل خرڅول شته، او نه څه دوستانه، او نه څه سفارش، او همدا كافران ظالمان دي 2|255|الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، په ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي۔، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى 2|256|په دین (منلو) كې هېڅ جبر نشته، یقینًا حقه لار له ګمراهۍ نه ښه څرګنده (بېله) شوې ده، نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انكار وكړ او په الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل نشته، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 2|257|او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ د هغوى دوستان شیطانان دي، دغه (شیطانان) دوى لره د رڼا نه تیارو ته وباسي، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 2|258|ایا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي 2|259|یا د هغه كس په شان، چې په یو كلي باندې تېر شو، او هغه (كلى) په خپلو چتونو باندې راپرېوتى و، هغه وویل: الله به دا (د كلي خلق د دوى) له مرګ نه پس څنګه ژوندي كوي؟ نو الله هغه تر سلو كالو پورې مړ وساته، بیا يې هغه راژوندى كړ، (الله) وویل: څومره موده (داسې) پاتې شوى يې؟ هغه وویل: زه یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه (داسې) پاتې شوى یم. هغه (الله) وویل: بلكې ته سل كاله (داسې مړ) پاتې شوى يې، نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى۔ او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو، او هډوكو ته وګوره، مونږ هغو ته څنګه حركت وركوو، په پورته كولوسره، بیا هغو ته غوښه وراغوندو۔، نوكله چې ده ته (دا حال) ښه څرګند شو، ويې ويل: زه پوهېږم چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى 2|260|او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! په ما باندې ووینه چې ته مړي څنګه ژوندي كوې؟ ويې ويل: ایا ته یقین نه لرې؟ هغه وویل: ولې نه! او لېكن د دې لپاره چې زما زړه مطمئن شي۔، (الله) وویل: نو له مرغانو نه څلور راونیسه، نو هغه خپلې خوا ته (له بلَدولو نه پس) ټكړې كړه، بیا له هغو ځنې یوه یوه حصه په هر غره باندې كېږده، بیا هغوى راوبله، (نو) دغه به تا ته په منډو راځي، او پوه شه چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 2|261|د هغو كسانو مثال چې د الله په لار كې خپل مالونه لګوي د هغه دانې په شان دى چې اوه وږي زرغون كړي، په هر وږي كې سل دانې دي، او الله (اجر) زیاتوي چا لپاره چې وغواړي، او الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى 2|262|هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي، خاص د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي اونه به دوى غمژن كېږي 2|263|ښه خبره كول، او بخښنه كول، ډېر غوره دي له هغه خیرات نه چې په هغه پسې تكلیف (تنګول) راځي، او الله ډېر بې پروا، ډېر تحمل والا دى 2|264|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي۔، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي 2|265|او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه په هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ 2|266|ایا په تاسو كې یو كس دا خوښَوي چې د ده دې د كجورو، او انګورو داسې باغ وي چې د هغه له لاندې وَلِې بهېږي او د ده لپاره په هغه (باغ) كې هر قسمه مېوې وي، په دې حال كې چې ده ته بُوډاوالى (زوړوالى) راشي او د ده كمزوري (واړه) بچي وي، پس په دغه (باغ) داسې سخت باد راوالوزي چې په هغه كې اور وي، نو دا (باغ) بېخي وسوَځي، همدارنګه الله تاسو لپاره ایتونه (نښې) بیانوي؛ د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ 2|267|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى 2|268|شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى 2|269|چا ته چې وغواړي حكمت (د دین پوهه) وركوي، او چا ته چې حكمت وركړى شو، نو یقینًا هغه ته ډېر لوى خیر وركړى شو، او نصیحت نه اخلي مګر د خالص عقل خاوندان 2|270|او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (په ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله په هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته 2|271|كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى 2|272|سمې لارې ته د دوى راړول ستا په ذمه نه دي او لېكن الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يواځې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) د پاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې په تاسو به ظلم نه كېږي 2|273|(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانولپاره دي چې د الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس په دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا الله په هغه باندې ښه عالم دى 2|274|هغه كسان چې خپل مالونه (د الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي 2|275|هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى۔، پس چا ته چې د خپل رب له جانبه نصیحت راغى، نو دى (فوراً) منع شو، نو د ده لپاره هغه څه (معاف) دي چې مخكې تېر شوي دي او د ده معامله الله ته حواله ده، او كوم كس چې (سود ته) بېرته راوګرځي، نو دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 2|276|الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي 2|277|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، او لمونځ يې قايم كړى دى او زكات يې وركړى دى، د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي 2|278|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ او هغه باقي پاتې سود پرېږدئ؛ كه تاسو مومنان یئ 2|279|نو كه تاسو (داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به په تاسو ظلم كېږي 2|280|او كه هغه (قرض دارى) تنګ لاسى وي، نو تر اسانۍ پورې مهلت وركول دي، او خیراتي پرېښودل يې تاسو لپاره ډېر غوره دي؛ كه تاسو پوهېږئ 2|281|او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او په دوى به ظلم ونه كړى شي 2|282|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یوله بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ۔ او ستاسو په مينځ كې دې لیكونكى په انصاف سره لیكل وكړي، او لیكونكى دې له لیكلو نه انكار نه كوي؛ لكه څنګه چې الله ده ته ښودنه كړې ده، نو هغه دې لیكل وكړي، او هغه كس دې اِملاء (اقراري عبارت) ووايي؛ په چا باندې چې حق دى، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او له هغه (حق) نه دې هېڅ شى نه كمَوي، بیا كه چېرې هغه كس، په چا باندې چې حق دى؛ ناپوه وي، یا (بدني) كمزورى وي، یا پخپله د اِملاء (عبارت) ویلو طاقت نه لري، نو د هغه وَلي (واكدار) دې په انصاف سره املاء ووايي۔ او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ۔، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې (دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي او ګواهان دې انكار نه كوي؛ چې كله هم راوبلل شي او د خپلې نېټې پورې (د هغه قرض) په لیكلو باندې مه تنګېږئ؛ لږ وي، یا كه ډېر وي، دا د الله په نیز ښه انصاف (والاكار) دى او ګواهۍ لره ښه درست ساتونكى دى او ډېر قریب دى دې ته چې تاسو به شكمن نشئ۔ مګر دا چې دا (معامله) لاس په لاس سودا وي چې تاسو هغه په خپل مينځ كې نغده اخلئ راخلئ، نو پر تاسو باندې څه ګناه نشته چې دا (شان معامله) و نه لیكئ۔ او كله چې په خپل مينځ كې اخيستل خرڅول كوئ (نو) ګواهان ونیسئ۔ او ضرر دې ونه رسول شي لیكونكي ته او نه ګواه ته او كه تاسو (داسې) وكړئ، نو یقینًا دا نافرماني (ګناه) ده چې په تاسو پورې (نښتې) ده۔ او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى 2|283|او كه چېرې تاسو په سفر باندې یئ او كوم لیكونكى مو ونه مونده، نو (جايز ده چې) قبض كړى شوې ګروي (رهن) واخلئ، نو كه ستاسو بعضو په بعضو نورو باندې اعتبار وكړ (اوګروي يې وانه خستله) بيا نو لازم ده چې امین ګڼلى شوى كس دى د هغه (بائع) امانت (حق) ادا كړي، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او ګواهي مه پټوئ، او چا چې دا پټه كړه، نو یقینًا د هغه زړه ګناهګار دى، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه پوه دى 2|284|خاص د الله لپاره دي؛ څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كه تاسو هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي، څرګندوئ، یا هغه پټوئ (نو) الله به له تاسو سره د هغه حساب كوي، بیا به چا ته چې وغواړي بخښنه وكړي او چا ته چې وغواړي عذاب به وركړي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 2|285|رسول په هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو باندې ـ (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بيا درتګ دى 2|286|او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغه له وَس سره سم، همده لپاره دي څه نېكۍ چې ده كړي دي او په همدغه (نفس) باندې دي څه (ګناهونه) چې ده كړي دي۔ اى زمونږه ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړو، اى زمونږه ربه! او په مونږ باندې بوج مه ږده؛ لكه څنګه چې تا هغه (بوج) ایښى و په هغو خلقو باندې چې له مونږ نه مخكې وو، اى زمونږه ربه! او پر مونږ باندې داسې څه مه راباروه چې پر مونږ كې د هغو (د اوچتولو) هېڅ طاقت نه وي ۔او مونږ ته معافي وكړه او مونږه وبخښه او پر مونږ رحم وكړه، هم ته زمونږ كارساز يې، نو د كافر قوم په خلاف ته زمونږ مدد وكړه 3|1|الف، لام، ميم 3|2|الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالَم انتظام كوونكى دى 3|3|هغه په تا باندې په حقه سره كتاب نازل كړى دى چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، او تورات او انجیل يې نازل كړى دى 3|4|له دې نه مخكې، دخلقو د هدایت لپاره او فرقان يې نازل كړى دى، بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافر شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او الله ډېر غالب (او) انتقام والا دى 3|5|یقینًا الله (چې دى) له هغه نه هېڅ شى نه دى پټ په ځمكه كې او نه په اسمان كې 3|6|دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى 3|7|دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځېنې محكم (ښكاره مراد والا) ایتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (ایتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله۔، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ په ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه) زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان 3|8|(او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې 3|9|اى زمونږه ربه! بېشكه ته خلقو لره جمع كوونكى يې په داسې ورځ كې چې په هغې كې هېڅ شك نشته، یقینًا الله د وعدې مخالفت نه كوي 3|10|بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي او همدغه كسان د اور خشاك دي 3|11|(حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى 3|12|ته ووایه هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى: ژر دى چې تاسو به مغلوب كړى شئ او جهنم ته به را یوځای (راجمع) كړى شئ او هغه بده استوګنه ده 3|13|یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، دسترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى 3|14|ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوې ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى 3|15|ته (ورته) ووایه: ایا تاسو ته د داسې شیانو خبر دركړم چې له دغو (دنیوي خوندونو) نه ډېر ښه دي؟ د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي، (هغه) د خپل رب په نیز باغونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به دوى تل ترتله وي او (د دوى لپاره) ښې پاكې ښځې دي او د الله له جانبه رضامندي (ده) او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى 3|16|هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! یقینًا مونږ ایمان راوړى دى، نو مونږ ته زمونږګناهونه وبخښه او مونږ د اور له عذابه وساته 3|17|چې صبركوونكي دي او رښتیاویونكي دي اوحكم منونكي دي او انفاق كوونكي دي او د شپو په اخر كې مغفرت غوښتونكي دي 3|18|الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، ۔ نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى 3|19|بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى، او هغو كسانو، چې كتاب ورته وركړى شوى دى، اختلاف نه دى كړى مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د ضد او سركشۍ په سبب اوهغه كس چې د الله په ایتونو باندې كافر شي، نو یقینًا الله بېخي ژر حساب كوونكى دى 3|20|بیا كه چېرې دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته ووایه: ما خپل مخ خاص الله ته تابع كړى دى او هغه چا هم (تابع كړى دى) چې زما پېروي كوي۔ او ته هغو كسانو ته ووایه چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى او اَمیانو (نالوستو) ته: ایا تاسو اسلام راوړئ؟ پس كه دوى اسلام راوړ، نو یقینًا دوى سمه لار وموندله او كه وګرځېدل، پس بېشكه په تا باندې يواځې تبلیغ كول (دحق رسَول) دي او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى 3|21|بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كافران كېږي او نبیان ناحقه وژني او په خلقو كې هغه كسان وژني چې د انصاف كولو حكم كوي، نو هغوى ته د بېخي دردونكي عذاب زېرى وركړه 3|22|دا هغه كسان دي چې د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضائع شوي دي او نشته د دوى لپاره هیڅوك مددكوونكي 3|23|ایا تا نه دې كتلي هغو كسانو ته چې هغوى ته له كتاب نه څه حصه (د علم) وركړى شوې ده، دوى كتاب ته رابللى شي، د دې لپاره چې (دا كتاب) د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، بیا په دوى كې یوه ډله مخ اړوي او دوى (همېشه له حق نه) مخ ګرځوونكي دي 3|24|دا په دې سبب چې بېشكه دوى ویلي دي: مونږ ته به اور هېڅ كله هم راونه رسېږي مګر څو په شمار ورځې۔ او دوى په خپل دین كې هغو خبرو غولولي (دوكه كړي) دي چې دوى به له ځانه جوړولې 3|25|نوڅه حال به وي كله چې مونږ دوى د هغې ورځې (د فیصلې) لپاره راجمع كړو چې په هغې كې هېڅ شك نشته او هر نفس ته به (جزا د) هغه څه پوره پوره وركړى شي چې ده كړي دي او په دوى به ظلم ونه كړى شي 3|26|ته ووایه: اى الله! د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوي هغه چا ته چې وغواړي او بادشاهي بېرته اخلي له هغه چا نه چې وغواړي، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې 3|27|ته شپه په ورځ كې نَنَباسې او ورځ په شپه كې نَنَباسې او ته ژوندى له مړي راوباسې او مړى له ژوندي راوباسې او چا ته چې وغواړې بې حسابه روزي وركوې 3|28|او مومنان دې له (خپلو) مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان نه جوړوي، او څوك چې دا كار وكړي، نو نه دى (دغه كس) د الله (له ډلې) نه په هېڅ شي كې، مګر دا چې تاسو له دغو (كافرو) نه ځان ساتل غواړئ، ځان ساتنه، او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او خاص الله ته ورتلل دي 3|29|ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي۔، دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 3|30|په هغه ورځ كې چې هر نفس به هره هغه نېكي چې ده كړې وي، (خپلې مخې ته) حاضره ومومي او هره هغه بدي چې ده كړې ده (هغه هم)، دا (نفس) به ارزو كوي چې كاشكې د ده په مینځ كې او د هغې (بدۍ) په مینځ كې ډېر لرې مسافت وى او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى 3|31|(اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 3|32|(اى نبي!) ته ووایه: د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول، بیا كه دوى وګرځېدل، نو بېشكه الله له كافرانو سره مینه نه كوي 3|33|بېشكه الله په عالَمونو باندې ادم او نوح او الِ ابراهیم او الِ عمران غوره كړي دي 3|34|په دې حال كې چې (داسې) نسل دى، چې ځینې د دوى له ځینو نورو دي او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 3|35|كله چې د عمران ښځې وویل: اى زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې 3|36|نو كله چې دې هغه وزېږوله، هغې وویل! اى زما ربه! بېشكه زه چې یم، ما هغه وزېږوله، چې ښځه (جينۍ) ده۔ او الله ښه پوه دى په هغه څه چې دې وزېږوه ۔او نر (هلك) د ښځې (جینۍ) په شان نه دى او بېشكه ما دې ته مریم نوم كېښود، او بېشكه زه دا او د دې اولاد له شیطان رټل شوي نه ستا په حفاظت كې دركوم 3|37|نو هغه د هغې رب په ډېرو ښو قبلولو سره قبوله كړه او هغه يې په ډېرو ښُكلو زرغونولو (لویَوَلو) سره زرغونه (لویه) كړه او هغه يې د زكریا په كفالت كې وركړه كله چې به هم زكریا دې ته عبادت خانې ته ننوت (نو) له هغې سره به يې څه رزق (خوراك) ومونده، هغه وویل: اى مریمې! تا ته دا له كومه كېږي؟ هغې وویل: داد الله له خوا راځي، یقینًا الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي 3|38|په دغه ځای كې زكریا له خپل رب نه دعا وغوښته، ويې ويل: اى زماربه! ما ته له خپلې خوانه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې 3|39|نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغه كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېرمنع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه 3|40|ويې ويل: اى زما ربه! ما لره به هلك څنګه كېږي، حال دا چې په ما باندې بوډاوالى (زوړوالى) راغلى دى او زما ښځه شنډه ده؟! هغه وویل: همداسې الله كوي څه چې وغواړي 3|41|ويې ويل: اى زما ربه! زما لپاره څه نښه مقرره كړه، هغه وویل: ستا نښه دا ده چې ته به له خلقو سره خبرې نشې كولى خو په اشارې سره، او ته خپل رب ډېر یادوه او د ورځې په اخر او اول كې تسبیح (پاكي) بیانوه 3|42|او كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! یقینًا الله ته غوره كړې يې او ته يې پاكه كړې يې او د ټول عالَم په ښځو يې تا ته غوره والى دركړى دى 3|43|اى مریمې! د خپل رب فرمانبرداره شه او سجده كوه او له ركوع كوونكو سره ركوع كوه 3|44|دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله 3|45|كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي 3|46|او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې 3|47|هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي، حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیداكوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه،، نو هغه وشي 3|48|او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي 3|49|او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه نه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم په هغه څه چې تاسو يې خورئ او په هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ 3|50|په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 3|51|بېشكه الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو د هغه عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده 3|52|نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ په الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه په دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو 3|53|اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه له ګواهي كوونكو (د حق) سره ولیكه 3|54|او هغوى چلونه جوړ كړل او الله پټ تدبیر وكړ او الله له ټولو تدبیركوونكو نه غوره دى 3|55|كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى اوچا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه 3|56|پس هر چې هغه كسان دي چا چې كفر كړى دى، نو هغوى ته به زه په دنیا او اخرت كې ډېر سخت عذاب وركوم او د دوى لپاره به هیڅوك مددكوونكي نه وي 3|57|پاتې شو هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو هغوى ته به (الله) د هغوى اجر پوره وركړي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي 3|58|دا دي چې مونږ يې له ایتونو او له حكمته ډك نصیحت څخه پر تا لولو 3|59|بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د ادم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو 3|60|حق ستا د رب له جانبه دى، نو له شك كوونكو نه مه كېږه 3|61|نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو په دروغژنو به د الله لعنت ووایو 3|62|بېشكه همدا حق بیان دى او نشته هېڅ برحق معبود مګر يواځې الله دى او بېشكه يواځې الله ډېر غالب، ښه حكمت والادى 3|63|نو كه دوى وګرځېدل، نو یقینًا الله په فسادكوونكو ښه پوه دى 3|64|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو په دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو 3|65|اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه و نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ! 3|66|ګورئ! تاسو خصوصًا دغو په هغه خبره كې جګړه وكړه چې تاسو ته د هغې څه علم و، نو په هغه خبره كې ولې جګړه كوئ چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نشته؟ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ 3|67|ابراهیم نه یهودي و او نه نصراني۔ او لېكن حنیف (پوخ توحید والا) مسلمان و او له مشركانو څخه نه و 3|68|بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى 3|69|په اهل كتابو كې یوه ډله ستاسو د ګمراه كولو ارزو لري او هغوى يواځې خپل ځانونه ګمراه كوي او شعور نه لري 3|70|اى اهلِ كتابو! ولې د الله په ایتونو كافر كېږئ، حال دا چې تاسو (د هغو د حقانیت) ګواهي وركوئ؟ 3|71|اى اهلِ كتابو! ولې تاسو حق له باطل سره ګَډوَډ كوئ؟ او تاسو حق پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ 3|72|اوله اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې (بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دوى راوګرځي 3|73|او (د دې) یقین مه كوئ مګر د هغه چا لپاره چې ستاسو د دین متابعت يې كړى وي۔ (اى نبي!) ته ووایه: یقینًا اصل هدایت (او حق دین) خو د الله هدایت دى۔ (او د دې یقین هم مه كوئ) دا چې یو چا ته به د هغو (فضايلو) په مثل وركړى شي چې تاسو ته دركړى شوي دي، یا به دوى پر تاسو باندې د خپل رب په وړاندې غالبه شي، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله فراخۍ والا دى، ښه پوه دى 3|74|په خپلې مهربانۍ سره خاص كوي چا ته چې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى 3|75|او ځینې له اهلِ كتابو څخه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته ډېر مال امانت وركړي، نو تا ته به هغه (مال) بېرته ادا كوي او ځینې له دوى نه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته یو دینار (هم) امانت وركړې (نو) تا ته به هغه (دینار) بېرته نه ادا كوي مګر دا چې ته په (سر د) هغه مدام ولاړ اوسې، دا په دې چې یقینًا دوى ویلي دي چې پر مونږ باندې د اَمیانو (د حق) په باره كې هېڅ ګناه نشته او په الله باندې دروغ ورتپي، حال دا چې دوى پوهېږي 3|76|ولې نه! چا چې خپله وعده پوره كړه او پرهېزګاره شه، نو یقینًا الله پرهېزګاران خوښوي 3|77|بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري اونه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 3|78|او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو په هغه د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي 3|79|هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ 3|80|او نه (ورته) دا (حق حاصل دى) چې تاسو ته حكم دركړي چې تاسو ملايكو او نبیانو لره پروردګاران (خدایان) ونیسئ، ایا هغه به تاسو ته د كفر كولو حكم كوي وروسته له دې چې تاسو مسلمانان یئ؟ 3|81|او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا په هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: ایا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم 3|82|نو څوك چې له دې نه بعد وګرځېده، نو همدغه خلق فاسقان دي 3|83|ایا نو دوى د الله له دین نه غیر (بل دین) غواړي، حال دا چې خاص هغه (الله) ته غاړه ایښې ده، هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په خوښه، یا په ناخوښه، او خاص هغه ته به دوى ورګرځولى شي 3|84|ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى په الله او په هغه (كتاب) چې په مونږه نازل كړى شوى دى او په هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او) نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو 3|85|اوڅوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى 3|86|الله به داسې قوم څنګه په سمه لار روان كړي چې له خپل ایمان راوړو نه بعد (بیا) كافر شول، حال دا چې دوى ګواهي وركړې وه چې بېشكه دا رسول حق دى او دوى ته ښكاره معجزې (هم) راغلې وې او الله (داسې) ظالمو خلقو ته سمه لار نه ښَیي 3|87|دغه خلق، د دوى جزا دا ده چې یقینًا په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو، د ټولو (لعنت دى) 3|88|چې همېشه به وي په دې (لعنت) كې، له دوى نه به نه عذاب سپكولى شي او نه به دوى ته مهلت وركول كېږي 3|89|مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او دځان اصلاح وكړي، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 3|90|بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي 3|91|بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، نو كله به هم قبول نه كړى شي د هغوى له هېڅ یو تن نه ډكه ځمكه سره زر اګر كه هغه يې د ځان خلاصي په بدل كې وركړي، دغه كسان، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى او د دوى لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي 3|92|تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى 3|93|د خوراك ټول شیان د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه (شیان) چې اسرائیل (یعقوب) په ځان باندې بند كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل كړى شي، ته ووایه: نو تورات راوړئ، بيا هغه ولولئ، كه تاسو رښتوني یئ 3|94|نو هغه چا چې له دې نه بعد په الله باندې دروغ وويل، نو همدغه كسان ظالمان دي 3|95|ته ووایه: الله رښتیا وَیلي دي، پس د ابراهیم د ملت تابع شئ، چې حنیف (پوخ توحید والا) و او له مشركانو څخه نه و 3|96|بېشكه اول كور چې د خلقو لپاره جوړ كړى شوى دى، خامخا هغه دى چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي دى او د عالَمونو لپاره هدایت دى 3|97|په هغه كې ښې واضحې نښې دي، چې (یوه په كې) مقامِ ابراهیم دى او څوك چې په هغه (كور) كې داخل شي، (نو) هغه په امن شي، او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شه، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي پروا دى 3|98|(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله په ایتونو ولې كافر كېږئ، حال دا چې الله ستاسو په عملونو باندې ګواه دى 3|99|(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله له لارې نه هغه څوك ولې منع كوئ چې ایمان راوړي؟ تاسو په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوئ، حال دا چې تاسو ګواهان یئ او تاسو چې څه عمل كوئ، الله له هغه (عمل) نه كله هم غافل نه دى 3|100|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو په اهلِ كتابو كې د یوې ډلې خبره ومنئ (، نو) هغه به تاسو لره ستاسو له ایمان راوړو نه پس بیا كافران كړي 3|101|او تاسو څنګه كافر كېږئ، او تاسو چې یئ، تاسو ته د الله ایتونه تلاوت كېږي او په تاسو كې د هغه رسول (هم موجود) دى او چا چې په (دین د) الله منګولې ښخې كړې، نو په رښتیا سره هغه په نېغه لار روان كړى شو 3|102|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ 3|103|او تاسو د الله په رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې په غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ 3|104|او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي 3|105|او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې بېل بېل شول او هغو ته د واضحو دلايلو له راتلو نه پس (هم) په خپلو كې مختلف شول، او دغه خلق (چې دي)، د هغوى لپاره بېخي لوى عذاب دى 3|106|په هغې ورځ كې چې څه مخونه به تك سپین وي او څه مخونه به تك تور وي، نو هر چې هغه كسان دي چې د چا مخونه به تك تور وي، (هغوى ته به ویلى شي) ایا تاسو د خپل ایمان نه پس كافر شوي وَئ، نو عذاب وڅكئ د هغه كفر په بدل كې چې تاسو به كاوه 3|107|او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى مخونه به تك سپین وي، نو (هغوى) به د الله په مهربانۍ كې وي، دوى به په هغې كې همېشه وي 3|108|دا د الله ایتونه دي، چې مونږه يې تا ته په حقه سره لولو او الله په عالَمونو باندې د ظلم كولو اراده نه لري 3|109|او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او خاص د الله په طرف (ټول) كارونه ورګرځولى شي 3|110|تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي 3|111|دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي 3|112|په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندلى شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله په رسۍ او د خلقو په رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرف نه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه 3|113|دوى یو شان نه دي، په اهلِ كتابو كې یوه ډله ده قايمه، چې د شپې په ساعتونو كې د الله ایتونه تلاوت كوي او هغوى سجدې كوي 3|114|په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او په نېكیو كې له یو بل نه تلوار كوي او دغه كسان له صالحانو څخه دي 3|115|او هغوى چې څه نېكي هم وكړي، نو هیڅكله به هم د هغوى د دې (عمل) ناقدري ونه كړى شي او الله په پرهېزګارانو ښه پوه دى 3|116|بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي، او دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې همېشه وي 3|117|مثال د هغه شي چې دوى يې په دې دنیايي ژوند كې خرچ كوي د هغه باد په شان دى چې په هغه كې سخته یخني وي، د داسې خلقو فصل ته ورسي چې په خپلو ځانونو يې ظلم كړى وي، نو دا (باد) هغه (فصل) تباه كړي، او الله پر هغوى ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه 3|118|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له خپلو (مسلمانانو) نه غیر (بل څوك) رازدار دوست مه جوړوئ، دوى تاسو ته په نقصان رسولو كې هېڅ كمى نه كوي، دوى هر هغه څه خوښوي چې تاسو په تكلیف كې اچوي، یقینًا د دوى له خولو ځنې (كینه او) بغض ښكاره شوى دى او هغه (بغض) چې د دوى سینې يې پټوي (هغه) ډېر لوى دى، یقینًا مونږه تاسو لپاره ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي، كه چېرې یئ تاسو چې له عقل نه كار اخلئ 3|119|ګورئ! تاسو هغه خلق یئ چې له هغو (اهل كتابو) سره مینه كوئ او هغوى له تاسو سره مینه نه كوي او تاسو په ټولو كتابونو ایمان راوړئ او كله چې دوى له تاسو سره ملاقات وكړي، (نو) وايي: مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې يواځې شي، نو تاسو ته د غصې له وجې نه د ګوتو سرونه چیچي، (ورته) ووایه: په خپلې غصې سره مړه شئ، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي 3|120|كه چېرې تاسو ته څه ښېګڼه درورسېږي، نو هغه دوى لره خفه كوي او كه چېرې تاسو ته څه بدي (تكلیف) درورسیږي، نو دوى په هغې باندې خوشحالېږي او كه تاسو صبر وكړئ او (د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي، بېشكه چې الله د هغو كارونو چې دوى يې كوي، ښه احاطه كوونكى دى 3|121|او (یاد كړه هغه وخت) كله چې د ورځې په اوله حصه كې له خپل ټبره راووتلې، چې د جنګ لپاره دې مومنان په (خپلو) ځایونو باندې كېنول، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 3|122|كله چې له تاسو څخه دوه ډلو د دې اراده وكړه چې بې زړه (بُزدله) شي او الله د هغو دواړو دوست و، او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي 3|123|او خامخا په رښتیا سره الله په بدر كې ستاسو مدد كړى دى، حال دا چې تاسو ډېر كمزوري (او لږ) وئ، نو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 3|124|كله چې تا مومنانو ته ویل: ایا تاسو ته به دا كافي نه شي چې ستاسو رب په درې زره نازل كړى شويو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي! 3|125|ولې نه! كه تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ او هغوى پر تاسو باندې په خپل جوش سره په تېزۍ حمله وكړي، (نو) دا دى چې ستاسو رب به په پنځه زره علامې لرونكو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي 3|126|او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى 3|127|لپاره د دې چې هغه هلاك كړي یو ټولى د هغو كسانو چې كفر يې كړى دى، یا يې ذلیله (خواروزار) كړي، پس چې بېرته محرومه، نامراده لاړ شي 3|128|تا لپاره په دې كار كې هېڅ شى (اختیار) نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي 3|129|او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، هغه بخښنه كوي چا لپاره چې وغواړي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 3|130|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو سود مه خورئ چې څو چنده دوه ګونه كړى شوى وي او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 3|131|او له هغه اور نه ځان وساتئ چې د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى 3|132|او د الله او د رسول اطاعت كوئ، لپاره د دې چې په تاسو رحم وكړى شي، 3|133|او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى 3|134|هغه كسان چې انفاق كوي په اسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي 3|135|او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا په خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي غیر له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغې اصرار (كلكوالى) و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي 3|136|دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى 3|137|بېشكه له تاسو مخكې ډېرې طریقې (او پېښې) تېرې شوي دي، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟ 3|138|دا د خلقو لپاره بیان دى او د پرهېزګارانو لپاره لارښوونه او نصیحت دى 3|139|او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمژن كېږئ، په دې حال كې چې هم تاسو به غالبه یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ 3|140|كه چېرې تاسو ته څه زخم رسېږي، نو یقینًا (كافر) قوم ته (هم) د دې په شان زخم رسېدلى دى او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږه يې د خلقو په مینځ كې په وار سره اړوو رااړوو او لپاره د دې چې الله مومنان معلوم كړي او له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي 3|141|او لپاره د دې چې الله مومنان ښه پاك كړي او كافران ختم (او) نابوده كړي 3|142|ایا تاسو دا ګمان كوئ چې تاسو به جنت ته داخل شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله په تاسو كې هغه كسان نه دي معلوم (څرګند) كړي چې جهاد يې كړى دى، او د دې لپاره چې هغه صبر كوونكي معلوم كړي 3|143|او خامخا په رښتیا سره تاسو د مرګ ارزو كوله، له دې (مرګ) سره له مخامخ كېدو نه مخكې، نو یقینًا تاسو هغه ولیده، په داسې حال كې چې تاسو كتل 3|144|او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (، نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي 3|145|او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو 3|146|او ډېر پېغمبران (تېر شوي) دي چې د هغوى په ملګرتیا كې ډېرو رباني (خدايي) خلقو جنګ كړى دى، نو نه هغوى د هغه مصیبت په سبب سستي وكړه چې پر هغوى باندې د الله په لار كې راغلى و او نه يې كمزورتیا ښكاره كړه او نه ټیټ شول، او الله له صبركوونكو سره مینه كوي 3|147|او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه 3|148|نو الله هغوى ته ددنیا بدله او د اخرت ښكلى ثواب ورعطا كړ او الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي 3|149|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د كافر شویو كسانو خبره ومنئ (، نو) هغوى به تاسو (له دین نه) په شا وګرځوي، بیا به تاسو داسې شئ چې تاوانیان به یئ 3|150|بلكې الله ستاسو مددګار دى او هغه تر ټولو ښه مدد كوونكى دى 3|151|ژر ده چې مونږ به د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوو چې كافران شوي دي، په سبب د دې چې دوى له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې هغه (الله) په دې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، او د دوى استوګنځای اور دى او هغه د ظالمانو بد اوسېدنځای دى 3|152|او خامخا یقینًا الله تاسو ته خپله وعده رښتیا كړله، كله چې تاسو هغوى وژل د هغه (الله) په حكم سره، تر دې چې تاسو بې زړه شوئ او د كار په باره كې مو په خپلو كې اختلاف وكړ او نافرماني مو وكړه، وروسته له دې چې هغه (الله) تاسو ته هغه څه دروښودل چې تاسو خوښول، په تاسو كې ځینې هغه څوك دي چې دنیا غواړي او ځینې په تاسو كې هغه څوك دي چې اخرت غواړي، بیا هغه (الله) تاسو له هغوى نه واړولئ، د دې لپاره چې تاسو و ازمايي، او خامخا په رښتیا سره يې تاسو معاف كړئ، او الله په مومنانو باندې د لوى فضل كولو والا دى 3|153|كله چې تاسو په بره په منډه روان وئ او تاسو هیچا ته مخ هم نه را اړولو او رسول ستاسو شا ته تاسو ته اوازونه كول، نو (د دې) په بدل كې يې تاسو ته غم له پاسه غم دركړ، د دې لپاره چې تاسو غمژن نشئ په هغه شي چې له تاسو نه پاتې شو او نه په هغه شي چې تاسو ته درورسېده، او الله ستاسو په عملونو ښه خبردار دى 3|154|بیا يې له دغه غم نه پس پر تاسو باندې امن (اطمینان) نازل كړ، چې پركالي وه، چې ستاسو یوه ډله يې لاندې كړې وه او بله ډله وه چې یقینًا هغوى (فكرونو د) خپلو ځانونو غمژن كړي وو، په داسې حال كې چې هغوى په الله باندې ناحقه ګمان كاوه، د جاهلیت ګمان، هغوى ویل: ایا په دې كار كې مونږ له هم څه برخه شته؟ ته ووایه: بېشكه (د) كار ټول (اختیار) خاص الله لره دى، دوى په خپلو نفسونو كې هغه خبرې پټَوي، چې تا ته يې نه ښكاره كوي، دوى وايي: كه مونږ لره له دې كاره څه حصه وَى (، نو) مونږ به دلته نه وژل كېدلو، ۔ته (ورته) ووایه: كه چېرې تاسو په خپلو كورونو كې وَى (، نو) هغه كسان به خامخا خپلو د غورځېدو ځایونو ته راوتلي وو، د چا چې وژل كېدل لیكل شوي وو (او دا كار الله تعالٰی وكړ) د دې لپاره چې الله هغه څه و ازمايي چې ستاسو په سینو كې دي او ښه پاك كړي هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي او الله ښه عالم دى په هغو خبرو چې په سینو كې پرتې دي 3|155|بېشكه هغه كسان چې له تاسو نه په هغې ورځې كې (له جنګ نه) وګرځېدل (كله) چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، بېشكه همدا خبره ده چې شیطان دوى د خپلو ځينو (د ګناه د) عملونو په وجه ښُویولي وو، او خامخا یقینًا الله دوى ته معافي كړې ده، بېشكه الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى 3|156|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (، نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى 3|157|او قسم دى، خامخا كه تاسو د الله په لار كې ووژل شئ، یا مړه شئ (نو) خامخا د الله له طرفه نه بخښنه او رحمت ډېر غوره دى له هغو (مالونو) نه چې دوى يې جمع كوي 3|158|او خامخا كه چېرې تاسو مړه شئ، یا ووژل شئ، (نو) خامخا خاص د الله په طرف به تاسو راجمع كړى شئ 3|159|نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (، نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي 3|160|كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي 3|161|او له نبي نه دا نشي كېدلى چې هغه دې خیانت وكړي او چا چې خیانت وكړ، نو د قیامت په ورځ به له خیانت سره راځي، بیا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړى شي او پر هغوى به ظلم ونه كړى شي 3|162|ایا نو هغه څوك چې د الله د رضامندۍ پیروي كوي، د هغه كس په شان دى چې د الله له جانبه په (راغلي) غضب سره واپس شي؟ او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځای دى 3|163|د الله په نیز دوى د بېلو بېلو درجو (والا) دي او الله ښه لیدونكى دى هغو عملونو لره چې دوى يې كوي 3|164|خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو 3|165|ایا كله چې تاسو ته (په احد كې) یو مصیبت درورسېده، چې یقینًا تاسو د هغه دوه چنده (مصیبت كفارو ته) رسولى و، تاسو وویل: دا له كومه (راغى؟) ته ووایه: دا ستاسو د نفسونو له طرفه دى، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى 3|166|او تاسو ته چې څه مصیبت درورسېده، په هغې ورځې كې چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، نو (دا) د الله په حكم سره و او د دې لپاره چې هغه (الله) مومنان معلوم كړي 3|167|او د دې لپاره چې هغه (الله) هغه كسان معلوم كړي چې نفاق يې كړى دى او دوى ته وویل شو چې راځئ د الله په لار كې جنګ وكړئ، یا دفاع وكړئ، دوى ویل: كه چېرې مونږه په جنګ پوهېدلى، (نو) مونږ به خامخا ستاسو پیروي كړې وه، دوى په دغې ورځ كې ایمان ته د نژدې كېدو په نسبت كفر ته زیات نژدې وو، دوى په خپلو خولو سره هغه خبرې كوي چې په زړونو كې يې نشته، او الله په هغه څه ښه عالم دى، چې دوى يې پټوي 3|168|هغه كسان چې د خپلو وروڼو په باره كې يې وویل او خپله (له جنګ نه) ناست وو: كه چېرې هغوى زمونږ خبره منلې وى، (نو) نه به وژل كېدل، ته (ورته) ووایه: نو تاسو له خپلو ځانونو نه مرګ لرې كړئ كه چېرې تاسو رښتیني یئ 3|169|او د الله په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړیو ګمان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نیز هغوى ته رزق وركول كېږي 3|170|په دې حال كې چې ډېر خوشحاله دي په هغه شي باندې چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى او د هغو كسانو په باره كې ډېر خوشحالېږي چې له دوى نه وروسته دوى پسې لا نه دي وررسېدلي، دا چې په دوى باندې هېڅ وېره نشته او نه دوى غمژن كېږي 3|171|ډېر خوشحالېږي د الله له جانبه په نعمت او فضل سره او په دې چې بېشكه الله د مومنانو اجر نه ضائع كوي 3|172|هغه كسان، چې د الله او د رسول حكم يې ومانه، وروسته له دې چې دوى ته زخم (هم) رسېدلى و، په دوى كې د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړې ده او پرهېزګاره شوي دي بېخي لوى اجر دى 3|173|(دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل: زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى 3|174|نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى 3|175|بېشكه همدا خبره ده چې دغه شیطان دى، چې خپل دوستان وېروي، نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ 3|176|او تا لره دې هغه كسان غمژن نه كړي چې په كفر كې یو تر بله تلوار كوي، بېشكه دوى كله هم الله ته څه ضرر نشي رسولى، الله اراده لري چې د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه جوړه نه كړي او د دوى لپاره بېخې لوى عذاب دى 3|177|بېشكه هغه كسان چې د ایمان په بدله كې يې كفر اخيستى دى، دوى به كله هم الله ته څه ضرر ونه رسولى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 3|178|اوكافران شوي خلق دې له سره دا ګمان ونه كړي چې بېشكه مونږ چې دوى ته مهلت وركوو، دا دوى د ځانونو لپاره ډېر ښه دى، یقینًا خبره دا ده چې مونږ دوى ته مهلت د دې لپاره وركوو چې دوى په ګناه كې مخ په وړاندې لاړ شي او د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى 3|179|الله له سره داسې نه دى چې مومنان په هغه حال باندې پرېږدي په كوم باندې چې تاسو (اوس) یئ، تر دې چې ناپاك له پاكه بېل كړي، او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي او لېكن الله د خپلو رسولانو (له ډلې) نه غوره كوي چا لره چې وغواړي، نو په الله او د هغه په رسولانو باندې ایمان راوړئ او كه چېرې تاسو ایمان راوړ او پرهېزګاره شوئ، نو تاسو لپاره بېخي لوى اجر دى 3|180|اوهغه كسان، چې په هغه څه سره شومتیا (بخل) كوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى (دوى دې) له سره دا ګمان ونه كړي چې دا (شومتیا كول) د دوى لپاره ډېر ښه دي، بلكې دا د دوى لپاره ډېر بد دي، ژر ده چې د قیامت په ورځ به دوى ته هغه شى امېل كړى شي، چې په هغه سره دوى شومتیا كوله، او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې میراث دى او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى 3|181|خامخا یقینًا الله د هغو خلقو خبره واورېدله چې ويې ويل: بېشكه الله فقیر دى او مونږه غنیان یو، خامخا به مونږ لیكو د دوى دا خبره او نبیانو لره د دوى ناحقه وژل، او مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو سخت سوزوونكى عذاب وڅكئ 3|182|دا (عذاب) په سبب د هغه (بدعمل) دى چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلى دى، او ځكه چې یقینًا الله په بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى 3|183|(دوى) هغه كسان دي چې وايي: بېشكه الله مونږ ته حكم كړى دى چې مونږ به په هېڅ یو پېغمبر باندې ایمان نه راوړو تر هغه پورې چې هغه مونږ ته یوه داسې قرباني راوړي چې اور يې خوري۔، ته (ورته) ووایه: یقینًا تاسو ته له ما نه مخكې رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغه شى هم چې تاسو يې وایئ، بیا ولې تاسو هغوى قتل كړل؟ كه چېرې تاسو رښتیني یئ 3|184|نو كه دوى تا دروغژن وګڼي، نو یقینًا له تا نه مخكې (هم) رسولان دروغژن ګڼلى شوي دي، هغوى ښكاره دلیلونه راوړي وو او واړه كتابونه او رڼا كوونكى كتاب (يې راوړى و) 3|185|هر ساه لرونكى د مرګ (مزه) څكونكى دى او یقینًا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره در كړى شي، نو څوك چې له اور (د جهنم) نه لرې كړى شو او جنت ته داخل كړى شو، نو یقینًا هغه كامیاب شو او دنيايي ژوند يواځې د غولېدلو سامان دى 3|186|خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شئ او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واورئ، اوكه چېرې تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي 3|187|او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا (كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي 3|188|ته له سره ګمان مه كوه په هغو خلقو باندې چې په خپلو كړو (ناروا كارونو) باندې خوشحالېږي او خوښوي چې په هغو (نېكو) كارونو وستايل شي چې دوى نه دي كړي، نو ته د دوى په هكله له عذاب نه د خلاصي ګمان له سره مه كوه او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 3|189|او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 3|190|بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي 3|191|هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه 3|192|اى زمونږه ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته 3|193|اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو 3|194|اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې 3|195|نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضائع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده 3|196|(اى اورېدونكیه!) په ښارونو كې د كافرانو تلل راتلل دې تا تېر نه باسي (دوكه نه كړي) 3|197|(دا) ډېره لږه فايده ده، بیا د هغو اوسېدنځای جهنم دى او هغه بده استوګنه ده 3|198|خو هغه كسان چې له خپل رب نه ووېرېدل د هغوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي، چې د الله له طرف نه مېلمستیا ده، او هغه څه چې له الله سره دي (هغه) د نېكانو خلقو لپاره ډېر غوره دي 3|199|او بېشكه ځینې له اهلِ كتابو څخه خامخا هغه څوك دي چې په الله ایمان راوړي او په هغه (كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې دوى ته نازل كړى شوي دي، چې الله ته عاجزي كوونكي دي، د الله د ایتونو په بدل كې لږ قیمت نه اخلي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى 3|200|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ 4|1|اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې د یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په (نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى 4|2|او یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ او ناپاكه څیز د پاك په بدل كې مه اخلئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په یوځای كولو) مه خورئ، یقینًا دا له همېشه بېخي لویه ګناه ده 4|3|او كه چېرې تاسو وېرېدلئ له دې چې د یتیمانو په حق كې به انصاف ونه كړى شئ، بیا نو له (نورو) هغو ښځو سره نكاح وكړئ چې ستاسو خوښې وي، دوه دوه، یا درې درې، یا څلور څلور، نو كه تاسو وېرېدلئ چې انصاف به ونه كړى شئ، بیا نو له یوې (اصیلې ښځې) سره (نكاح وكړئ)، یا وینځه (واخلئ)، دا (طریقه) ډېره نژدې ده دې ته چې تاسو به ظلم ونه كړئ 4|4|او ښځو ته د هغوى مهرونه په خوشحالۍ سره وركړئ، بیا كه دوى تاسو ته له هغه (مهر) نه څه شى د زړه په خوشحالۍ سره دركړي، نو هغه خورئ، چې ښه خوندوَر حلال (او) بې ضرره دى 4|5|او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي، او له د غو (مالونو) نه تاسو هغوى ته خوراك وركوئ او جامه وركوئ او هغوى ته ښه خبره كوئ 4|6|او تاسو یتیمان ازمایئ تر هغه پورې چې دوى (حد د) نكاح ته ورسېږي، نو كه تاسو له هغوى نه څه هوښیارتیا معلومه (محسوسه) كړه، بیا نو هغوى ته خپل مالونه وروسپارئ، او تاسو دا (د یتیمانو مالونه) په اسراف سره او جلتۍ سره مه خورئ، چې دوى به لوى شي (نو وابه يې خلي) او څوك (د یتیم ولي) چې مالداره وي، نو هغه دې (له دې ماله) ځان ښه بچ ساتي او څوك چې فقیر وي، نو هغه دې له دستور سره سم خوري، بیا چې كله هغوى ته خپل مالونه وركوئ، نو په دې (وركړه) باندې ګواهان ونیسئ او الله كافي دى، چې ښه حساب اخيستونكى دى 4|7|د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، له هغه (مال) نه چې لږ وي، یا ډېر وي، مقرر كړى شوې برخه ده 4|8|او كله چې (د میراث) تقسیم ته خپلوان او یتیمان او مسكینان حاضر شي، نو له هغه (مال) نه دوى ته (هم څه) وركړئ او دوى ته ښه خبره وكړئ 4|9|او هغه كسان دې ووېرېږي چې كه چېرې دوى له خپل ځان (له مرګ) نه وروسته كمزوري بچي پرېږدي، (نو) دوى به په هغو باندې وېرېږي، نو لازم ده چې له الله نه دې ووېرېږي او سمه نېغه خبره دې وكړي 4|10|بېشكه هغه كسان چې د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري، یقینًا همدا خبره ده چې هغوى په خپلو خېټو كې اور خوري او ژر ده چې لمبې وهونكي اور كې به داخل شي 4|11|الله تاسو ته ستاسو د اولاد په باره كې وصیت كوي (چې) د یو نر اولاد لپاره د دوه جینكو د حصې په مثل (حصه) ده، نو كه دوى (دوه يا) ددوو نه زياتې جينكۍ وي، نو د دوى لپاره دوه په درې برخې دي د هغه (مال) چې ده پرېښى وي او كه چېرې يواځې یوه جینۍ وي، نو د هغې لپاره نیم (مال) دى او د هغه (مړي) مور او پلار لپاره په دواړو كې د هر یو لپاره شپږمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغه (مړي) پریښى وي، كه چېرې د هغه (مړي) لپاره اولاد وي او كه د هغه اولاد نه وي او د هغه وارثان د هغه مور او پلار وي، نو د هغه د مور لپاره درېمه حصه ده، نو كه چېرې د هغه (مړي) لپاره وروڼه وي، نو د هغه د مور لپاره شپږمه حصه ده (دا) پس له (اداكولو د) وصیت نه، چې هغه (مړي) يې وصیت كړى وي یا له قرض نه، ستاسو پلرونه او ستاسو زامن (چې دي)، تاسو نه پوهېږئ چې په دوى كې تاسو ته د فايدې په لحاظ سره څوك ډېر نژدې دي، دا مقرره برخه ده د الله له جانبه، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 4|12|او تاسو لپاره (اى سړیو!) نیمه حصه ده له هغه (مال) نه چې ستاسو ښځې يې پرېږدي كه چېرې د هغوى اولاد نه وي، نو كه چېرې د هغوى اولاد وي، نو تاسو لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغوى يې پرېږدي، پس له (ادا كولو د) وصیت نه چې هغوى په دې سره وصیت كوي، یا له قرض نه، او د هغو (ښځو) لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو (سړي) يې پرېږدئ كه چېرې ستاسو اولاد نه وي، نو كه چېرې ستاسو لپاره وي، نو د هغو (ښځو) لپاره اتمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو يې پرېږدئ، پس له (اداكولو د) وصیت نه چې تاسو د هغه وصیت كوئ، یا له قرض نه او كه یو سړى، یا ښځه چې میراث ترې وړل كېږي، كلاله (بې پلاره او بې اولاده) وي او د هغه (یا د هغې) (مورنى) ورور، یا خور وي، نو په دې دواړو كې هر یو ته شپږمه حصه ده، بیا كه هغوى (د كلاله خویندې، وروڼه) له دې (شمېر) نه زیات وو، نو هغوى په درېمه حصه كې (ټول) شریك دي، پس له وصیته، چې د هغه وصیت كولى شي، يا له قرض نه، چې ضرر رسوونكى نه وي (بل ته په دې وصیت سره) دا د الله له جانبه وصیت دى، او الله ښه پوه، ښه تحمل ولا دى 4|13|دا د الله حدونه دي او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده 4|14|او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى 4|15|او ستاسو له ښځو ځنې چې كومې بدكاري (زنا) وكړي، نو تاسو پر هغوى باندې له خپلو (مسلمانانو) نه څلور (سړي) ګواهان ونیسئ، نو كه چېرې هغوى ګواهي ووايي، بیا دا ښځې په كورونو كې پابندې وساتئ تر هغه وخته پورې چې مرګ يې فنا كړي، یا الله د دوى لپاره بله لار راوباسي 4|16|او په تاسو كې چې كوم دوه كسان دا (بدكاري) كوي، نو هغوى دواړو ته تكلیف ورسوئ، بیا كه دوى توبه ووېسته او د ځان اصلاح يې وكړه، نو تاسو له دوى نه مخ واړوئ، بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى 4|17|اصل خبره دا ده چې په الله باندې د توبې د قبلولو حق د هغه چا لپاره دى، چې په ناپوهۍ سره ګناه كوي، بیا ډېر ژر توبه وباسي، نو دغه خلق دي چې الله د هغوى توبه قبلوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 4|18|او د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي: بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى 4|19|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو لپاره حلال نه دي چې ښځې په زورسره په میراث كې واخلئ او په دې غرض دوى مه منع كوئ (مه تنګوئ) چې تاسو (له دوى نه) له هغه (مال) نه څه برخه (بېرته) واخلئ چې تاسو دوى ته وركړى و مګر دا چې دوى ښكاره بدكار وكړي (نو بیا يې تنګولى شئ) او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي 4|20|او كه چېرې تاسو غواړئ چې د یوې ښځې په ځای بله ښځه بَدَله راولئ او تاسو په دوى كې یوې ته ډېرۍ مالونه وركړي وي، نو له هغه (مال) نه هېڅ شى هم مه اخلئ، ایا تاسو به هغه (مال) اخلئ په بهتان لګولوسره او په ښكاره ګناه سره؟ 4|21|او تاسو به هغه (مال) څنګه واپس اخلئ، حال دا چې په تحقیق سره تاسو له یو بل سره یو ځای شوي یئ او هغو (ښځو) له تاسو نه ډېره پخه وعده اخيستې ده! 4|22|او له كومو ښځو سره چې ستاسو پلرونو نكا ح كړى دى، تاسو له هغوى سره نكاح مه كوئ، لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه دا له همېشه د ډېرې بې حیایۍ او د (الله د) غضب كار دى او بده لار ده 4|23|حرامې كړى شوي دي پر تاسو باندې ستاسو میندې، او ستاسو لوڼه، او ستاسو خویندې او ستاسو تروریانې (د پلار خویندې) او ستاسو خاله ګانې (د مور خویندې) او ورېرې او خورځې او ستاسو هغه میندې چې تاسو ته يې تى دركړى دى او ستاسو رضاعي خویندې او ستاسو د ښځو میندې (سكه خواښې) او ستاسو پركټیانې، چې (عمومًا) ستاسو په پرورش كې وي، چې ستاسو له هغو ښځو نه (پیدا وي) چې تاسو ورسره كوروالى كړى وي او كه تاسو ورسره كوروالى نه وي كړى، نو (بیا) پر تاسو باندې څه ګناه نشته، او ستاسو د خپلو حقیقي زامنو ښځې (اینګوریانې) او دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ (په یو وخت كې دواړه په نكاح كې وساتئ) لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 4|24|او (پر تاسو باندې حرامې كړى شوي دي) مړوښې ښځې مګر (حرامې نه دي) هغه چې تاسو يې مالكان شئ (ستاسو وینځې شي) دا پر تاسو باندې (د) الله لازم كړى (قانون) دى او چې له دغو (ښځو) نه ماسِوا دي هغه تاسو لپاره حلالې دي، (په دې شرط) چې د خپلو مالونو په ذریعه يې غواړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ، بیا چې تاسو له هغوى نه د ښځه والي فايده واخيستله، نو هغوى ته خپل مهرونه وركړئ، چې مقرر شوي دي او (اى خاوندانو او ښځو!) پر تاسو باندې هېڅ حرج نشته په هغه څه كې چې له مقررولو (د مهر) نه پس تاسو په خپلو كې په هغه (كې په كمي، یا زیاتي) باندې راضي شئ، بېشكه الله له ازله په هر څه پوه، ښه حكمت والا دى 4|25|او په تاسو كې چې څوك له اصیلو مومنو ښځو سره د نكاح كولو مالي وَس نه لري، نو (نكاح دې وكړي) له هغو مومنو وینځو سره چې تاسو يې مالكان شوي يئ او الله ستاسو په ایمان ښه عالم دى، ستاسو ځینې له ځینو نورو دي، نو د هغو (وینځو) د مالكانو په اجازت سره له هغوى سره نكاح وكړئ او هغوى ته خپل مهرونه د دستور سره سم وركړئ، (په دې شرط) چې پاك لمنې وي، بدكارې نه وي او نه پټ یاران نیونكې وي، بیا چې كله دوى مړوښې شوي، نو كه بدكاري (زنا) يې وكړه، نو په دوى باندې د اصیلو ښځو د سزا نیمايي (سزا) ده، دا (له وینځې سره د نكاح كولو اساني) په تاسو كې د هغه چا لپاره ده چې د زنا اندېښنه لري او كه تاسو (له وینځې سره له نكاح نه) صبر وكړئ (نو دا) تاسو لپاره غوره دي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 4|26|الله غواړي چې تاسو ته (حكمونه) ښه واضحه كړي او تاسو ته د هغو خلقو لارې وښیي چې له تاسو نه مخكې وو، او ستاسو توبه قبوله كړي (تاسو ته په خپل رحمت سره توجه وكړي) او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 4|27|الله غواړي تاسو ته توجه وكړي (په خپل رحمت سره) او هغه كسان، چې د خواهشاتو تابع كېږي، (هغوى) غواړي چې تاسو (له حقې لارې نه) ډېر زیات كاږه شئ، 4|28|او الله غواړي چې په تاسو تخفیف (اساني) راولي او انسان ډېر كمزورى پیدا كړى شوى دى 4|29|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په خپل مینځ كې د یو بل مالونه په باطله (ناحقه طریقه) مه خورئ مګر داچې تجارت وي، چې ستاسو په خپل مینځي رضامندۍ سره وي او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى 4|30|او چا چې دا (كارونه) وكړل، په دې حال كې چې زیاتي كوونكى او ظلم كوونكى و، نو ژر به مونږ دغه (كس) اور ته داخل كړو او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى 4|31|كه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو 4|32|او د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى 4|33|او د هر یو (سړي او ښځې) لپاره مونږ وارثان مقرركړي دي له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوانو پریښى وي او هغه كسان چې له هغوى سره ستاسو معاهده شوې ده، نو تاسو هغوى ته د هغوى حصه وركړئ، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى 4|34|سړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او په سبب د دې چې دوى (سړي) له خپلو مالونو نه انفاق كوي، نو نېكې ښځې اطاعت كوونكې دي او د الله په ساتنې سره پسې شا (د ځان او مال) حفاظت كوونكې دي، او هغه ښځې چې تاسو د هغوى له نافرمانۍ نه وېرېږئ، نو دوى ته نصیحت وكړئ او د ملاستې په ځایونو كې ترې نه جدا شئ او ويې وهئ، نو كه ستاسو خبره يې ومنله، نو (بیا) د دوى په خلاف بله لار مه لټوئ، بېشكه الله ډېر اوچت، ډېر لوى دى 4|35|او كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى 4|36|او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او د څنګ له ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي 4|37|هغه كسان چې شومتیا كوي او (نورو) خلقو ته د شومتیا كولو حكم كوي او هغه څه پټوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړي دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى 4|38|او (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى 4|39|او دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى 4|40|بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه (هم) ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي او هغه ته به له خپل جانب نه بېخي لوى اجر وركړي 4|41|نو څه حال به وي په هغه وخت كې كله چې مونږ له هر امت نه یو ګواه راولو او تا په دوى باندې (د) ګواه (په حیث) راولو 4|42|په دغه ورځ كې به هغه كسان ارزو كوي چې كافر شوي دي او د رسول نافرماني يې كړې ده، چې كاشكې په دوى باندې ځمكه (له پاسه نه) همواره كړى شي، او دوى به له الله نه هېڅ خبره (هم) نشي پټولى 4|43|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، تر هغه پورې چې تاسو پوه شئ په هغه څه چې تاسو يې وایئ او نه د جنابت په حالت كې، مګر دا چې لارَوي یئ، تر دې چې تاسو غسل وكړئ او كه تاسو بېماران یئ، یا په سفر یئ، یا په تاسو كې یو كس له اودس ماتي راشي، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ، پس د خپلو مخونو او (تر مړوندونو پورې د) لاسونو مسح وكړئ، بېشكه الله ډېر معافي كوونكى، ښه مغفرت كوونكى دى 4|44|ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي (د هغوى په حال نه یئ خبر شوي) چې هغوى ته څه حصه له كتابه وركړى شوې ده، چې هغوى ګمراهي اخلي او غواړي چې تاسو (هم حقه) لاره وركه كړئ 4|45|او الله ستاسو په دښمنانو ښه پوه دى او الله كافي دى كارساز او الله كافي دى مدد كوونكى 4|46|او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي او هغوى وايي: سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا مونږ واورېدل او مونږ نافرماني وكړه۔‘‘ وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ ’’او ته واوره، چې ته اورول شوى نه يې‘‘ اورَاعِنَا زمونږ رعایت وكړه د خپلو ژبو په تاوولو سره او په دین كې د طعن (او عیب) راوښكلو لپاره، او یقینًا كه دوى ویلي وى (چې) سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ’’مونږ واورېدل او اطاعت مو وكړ‘‘، او اِسْمَعْ ’’واوره‘‘، وَانْظُرْنَا ’’او مونږ ته وګوره‘‘، نو دا (كلام) به د هغوى لپاره ډېر غوره او ډېر درست ساتونكى و او لېكن الله د دوى د كفر په سبب په دوى لعنت كړى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق) 4|47|او اى هغو كسانو چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى! تاسو په هغه (كتاب) ایمان راوړئ چې مونږ نازل كړى دى، چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له تاسو سره دي، مخكې له دې چې مونږه څه مخونه محوه كړو، بیا دغه (مخونه) خپلو شاګانو ته ورواړوو، یا پرې مونږ لعنت وكړو، لكه څنګه چې مونږ لعنت كړى و د خالي د ورځې په ملګرو، او د الله كار (خامخا) پوره كړى شوى وي 4|48|بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك، یا كفر) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله 4|49|ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي چې د خپلو ځانونو تزكیه (ستاينه) كوي (داسې نه ده) بلكې الله پاكوي چا لره چې وغواړي، اوپه دوى به د كجورې د نري تار په برابر هم ظلم ونه كړى شي 4|50|ته وګوره دوى څنګه په الله باندې دروغ ورتپي او دا (دروغ) د ښكاره ګناه كېدلو لپاره كافي دي 4|51|ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې هغوى ته یوه برخه له كتابه وركړى شوې وه، چې هغوى (اوس) په بت او په شیطان (هم) ایمان راوړي او د كافر شوو كسانو (مشركانو) په باره كې وايي: دا (كفار) له مومنانو نه زیات، سمه لارموندونكي دي 4|52|دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه ومومې 4|53|ایا د دوى لپاره په بادشاهۍ كې څه برخه شته؟ (نشته او كه وَى) نو په دغه وخت كې به دوى خلقو ته نقیر (د كجورې د زړي داغ) هم نه وركوي 4|54|یا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړى دى، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه 4|55|نو له دوى نه ځینې هغه دي چې په ده يې ایمان راوړى دى او ځینې له دوى نه هغه دي چې له ده نه يې مخ اړولى دى، او د (كافرانو لپاره) جهنم كافي دى، چې لمبې وهونكى دى 4|56|بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 4|57|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو 4|58|بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 4|59|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې جګړه وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ۔ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى 4|60|ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعویٰ كوي چې دوى په هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي دا چې خپل منځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره 4|61|او كله چې دوى ته وویل شي هغه (قرآن) ته راشئ چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ، نو) ته به منافقان وینې چې له تا نه مخ اړوي، سخت مخ اړول 4|62|نو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې په الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو 4|63|دا هغه كسان دي چې الله پوهېږي په هغه څه چې د دوى په زړونو كې دي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او دوى ته نصیحت وكړه او دوى ته د دوى د نفسونو په باره كې ښه اثر كوونكې خبره وكړه 4|64|او نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم) بخښنه غوښتې وَى (، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و 4|65|پس داسې نه ده، ستاپه رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني 4|66|او كه په رښتیا مونږه په دوى باندې دا فرض كړي وَى چې خپل ځانونه قتل كړئ، یا له خپلو كورونو نه ووځئ (، نو) دا كار به نه و كړى مګر په دوى كې ډېرو لږو (خلقو) او كه په رښتیا دوى هغه كار كړى وَى د څه چې ورته نصیحت كېږي (، نو) دا به د دوى لپاره یقینًا ډېر غوره و، او د كلكوالي په لحاظ به ډېر سخت و 4|67|او په دغه وخت كې به یقینًا مونږه دوى ته له خپل جانبه ډېر لوى اجر وركړى و 4|68|او مونږ به یقینًا دوى په نېغه لار روان كړي وو 4|69|او څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلقو سره وي په چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي 4|70|دا د الله له جانبه (پېرزویَنه او) فضل دى او الله كافي دى، ښه پوه 4|71|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپلې وسلې واخلئ، پس (د جنګ لپاره) بېلې بېلې ډلې ووځئ، یا ټول په جمع ووځئ 4|72|او بېشكه په تاسو كې ځینې خامخا هغه دي چې ارومرو به (غزا ته په تلو كې) تاخیر كوي، او كه چېرې تاسو ته څه مصیبت ورسېږي (، نو) هغه وايي: یقینًا الله په ما باندې پېرزوینه وكړه، چې په دغه وخت كې زه له دوى سره حاضر نه وم 4|73|او كه چېرې پر تاسو باندې د الله له جانبه څه فضل وشي (، نو) دوى به خامخا (په داسې انداز كې) وايي ګویاكې ستاسو په مینځ كې او د هغه په مینځ كې هېڅ دوستي (او مینه) نه وه: كاشكې زه (هم) له دوى سره وَى، نو ډېره لویه كامیابي به مې حاصله كړې وَى 4|74|نو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (په دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو 4|75|او په تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې، هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه 4|76|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، هغوى د الله په لار كې جنګ كوي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى د طاغوت (شیطان) په لار كې جنګ كوي، نو تاسو د شیطان له دوستانو سره جنګ كوئ، بېشكه د شیطان چل (او مكر) له همېشه ضعیف دى 4|77|ایا تا هغه كسان نه دي كتلي، چې هغوى ته وویل شو: خپل لاسونه (له جنګ نه) بند وساتئ او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، نو كله چې پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول (، نو) ناڅاپه په دغه وخت كې په هغو كې یوه ډله له خلقو نه وېرېدله، له الله نه د وېرېدلو په شان، یا (له دې نه هم) زیات وېرېدل، او ويې ويل: اى زمونږه ربه! تا پر مونږ باندې جنګ كول ولې فرض كړل؟ ولې ته مونږ ته تر نژدې مودې پورې مهلت نه راكوې؟ ته (ورته) ووایه: د دنیا فايده ډېره لږه ده او اخرت ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې پرهېزګاره شو او په تاسو به د كجورې د هډوكې د نرى تار (قدرې) ظلم (هم) ونه كړى شي 4|78|تاسو چې په هر ځاى كې یئ، مرګ به تاسو رالاندې كړي، اګر كه تاسو په سختو مضبوط كړى شويو قلاګانو كې يئ، او كه چېرې په دوى څه خوشحالي راشي (، نو) وايي: دا د الله له جانبه ده او كه په دوى څه سختي راشي (، نو) وايي: (اى نبي!) دا ستا له طرفه ده۔، ته (ورته) ووایه: دا هر څه (خوشحالي او تكلیف) د الله له خوا دي، نو په دې قوم څه شوي دي چې نژدي نه دي چې په څه خبره پوه شي 4|79|تا ته چې څه خوشحالي هم دررسېدلې ده، نو د الله له جانبه ده او تا ته چې څه تكلیف هم دررسېدلى دى، نو (هغه) ستا د نفس له جانبه دى او (اى نبي!) ته مونږه د خلقو لپاره رسول لېږلى يې او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث) 4|80|چا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ او څوك چې (له اطاعت نه) وګرځېده، نو ته مونږه پر هغوى باندې څارونكى (نګهبان) نه يې لېږلى 4|81|او دوى وايي: (زمونږ كار ستا) خبره منل دي، نو كله چې ستا له خوا نه ووځي (، بیا) په دوى كې یوه ډله د شپې مشورې كوي، له هغې خبرې نه غیر چې دوى كوله، او الله لیكي هغه خبرې چې دوى يې د شپې تدبیر كوي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او په الله باندې توكل وكړه او الله كافي دى كارساز 4|82|ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له خوا وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و 4|83|او كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه خوره (نشر) كړي۔ او كه چېرې دوى هغه رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي۔ او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، خامخا تاسو به د شیطان تابعداري كړې وه۔ مګر لږو خلقو (به نه وه كړې) 4|84|نو ته د الله په لاره كې جنګ كوه، ته يواځې د خپل نفس په هكله ذمه وار ګرځولى شې او مومنانو ته ترغیب وركړه، كېدى شي چې الله د هغو كسانو جنګ بند كړي چا چې كفر كړى دى، او الله ډېر سخت دى د جنګ په لحاظ او ډېر سخت دى د سزا وركولو په لحاظ 4|85|چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به په دې سره (د ګناه) پیټى وي او الله له همېشه په هر شي باندې قدرت لرونكى دى 4|86|او كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا هم هغه ور وګرځوئ ۔، بېشكه الله د هرشي ښه حساب كوونكى دى 4|87|الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر يواځې هم دى دى، هغه به تاسو خامخا د قیامت ورځې ته راجمع كړي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته او له الله نه په خبره كې ډېر رښتینى څوك دى؟ 4|88|نو د منافقانو په باره كې په تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې 4|89|دوى خوښوي چې تاسو (هم) كافران شئ، لكه څنګه چې دوى كافران شوي دي، بیا به تاسو (ټول) یو شان شئ، نو تاسو له دوى نه هېڅ دوستان مه نیسئ تر هغه پورې چې دوى د الله په لار كې هجرت وكړي، نو كه دوى (د الله له لارې نه) وګرځېدل، نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځاى چې تاسو دوى ومومئ او تاسو له دوى نه مه هېڅ دوست نیسئ او نه مدد كوونكى 4|90|مګر هغه كسان چې د داسې قوم سره پیوند لري چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده (تړون) وي، یا هغوى تاسو ته راشي چې سینې يې له تاسو سره له جنګ كولو نه، یا له خپل قوم سره له جنګ كولو نه تنګې وي او كه الله غوښتلى (، نو) دوى به يې خامخا پر تاسو باندې زورور كړي وَى، بیا به دوى له تاسو سره خامخا جنګ كړى و، پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نوله تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ لاره نه ده ګرځولې 4|91|ژر دى چې تاسو به نور خلق ومومئ چې هغوى غواړي چې له تاسو نه په امن (او بېغمه) شي او له خپل قوم نه (هم) په امن شي، هر وخت چې فتنې (كفر او وراني) ته وبللى شي، (نو) په هغې كې نسكور پرېوځي، نو كه دوى له تاسو نه په ډډه نه شول، او تاسو ته يې سوله پېش نه كړله او خپل لاسونه يې (له جنګ) نه بند نه كړل، بیا نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځای چې تاسو دوى ومومئ او دغه خلق دي چې مونږ تاسو ته د دوى په خلاف (د جنګ كولو) ښكاره دلیل ګرځولى دى 4|92|او د هېڅ مومن لپاره دا حق نشته چې بل مومن قتل كړي مګر دا چې په خطا سره وي، او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي، وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي، نو كه چېرې هغه ستاسو د دښمن له قوم ځنې وي او دا (مقتول) مومن وي، بیا نو د یو مومن څټ ازادول دي، او كه چېرې له داسې قوم ځنې وي چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده وي، نو بیا دیت دى چې د هغه وارثانو ته به سپارلى شي او مومن څټ (غلام، وینځه) ازادول دي، نو چا چې (څټ) ونه مونده، نو پرله پسې دوه میاشتې روژې نیول دي، د الله له جانبه د توبې لپاره۔ او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى 4|93|او هغه څوك چې مومن په قصد (او ارادې) سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله په ده باندې غضب كړى دى او په ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى 4|94|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې په تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، ۔تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى 4|95|په مومنانو كې ناست خلق، چې تكلیف والا نه دي، (دوى) او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكي سره برابرېدلى۔ نه شي، الله په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په لويې مرتبې سره فضیلت وركړى دى، او له هر یو سره الله د ښې بدلې وعده كړې ده، او الله جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په ډېر لوى اجر سره غوره والى وركړى دى 4|96|چې د هغه (الله) له طرف نه مرتبې دي او بخښنه او مهرباني ده، او الله له همېشه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 4|97|بېشكه هغه كسان چې ملايكو د هغوى روحونه قبض كړل، په داسې حال كې چې په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وو، ورته وايي به: تاسو په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: مونږه په (هغې) ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو، ورته وبه وايي: ایا د الله ځمكه فراخه نه وه چې تاسو په هغې كې هجرت كړى وَى، نو دغه خلق (چې دي) د دوى اوسېدنځاى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى 4|98|مګر هغه (په رښتیا) كمزوري كړى شوي سړي او ښځې او ماشومان، چې نه د هېڅ حیلې وَس لري او نه څه لاره مومي 4|99|نو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته معافي وكړي او الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه بخښونكى دى 4|100|او چا چې د الله په لار كې هجرت وكړ (، نو) هغه به په ځمكه كې د اوسېدو ډېر ځایونه او فراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره وځي، چې الله ته او د هغه رسول ته هجرت كوونكى وي، بیا مرګ دى رالاندې كړي، نو یقینًا د ده اجر په الله باندې ثابت شو، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 4|101|او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه كافران له همېشه ستاسو ښكاره دښمنان دي 4|102|او كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي، نو دوى دې ستاسو شا ته شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، كافران شوي خلق دا ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي۔ او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى 4|103|بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى 4|104|او تاسو د (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى 4|105|بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه 4|106|او له الله نه بخښنه غواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 4|107|او ته د هغو كسانو له طرفه جګړه مه كوه چې له خپلو ځانونو سره خیانت كوي، بېشكه الله له هغه چا سره مینه نه كوي چې ډېر خاين، سخت ګناهګار وي 4|108|دوى پټول كوي له خلقو نه او له الله نه پټول نه كوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه (الله) يې نه خوښوي، او الله هغو عملونو لره چې دوى يې كوي، راګېروونكى دى 4|109|واورئ! دا تاسو خلق یئ چې د دوى له طرفه مو په دنيايي ژوند كې جګړه وكړه، نو د قیامت په ورځ به له الله سره د دوى له طرفه څوك جګړه كوي؟ یا څوك به د دوى لپاره كارساز جوړېږي؟ 4|110|او هر څوك چې څه بد عمل وكړي یا په خپل ځان ظلم وكړي، بیا له الله نه بخښنه وغواړي (، نو) الله به ډېر بخښونكى، بيحده رحم كوونكى ومومي 4|111|او هر څوك چې څه ګناه وكړي، نو بېشكه هم دا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې كوي، او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى 4|112|او هر څوك چې څه خطا وكړي، یا څه ګناه، بیا د هغې تور په (بل) بې ګناه پورې كوي، نو یقینًا هغه د غټ تهمت او ښكاره ګناه بار پورته كړ 4|113|او كه په تا باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى (، نو) خامخا په دوى كې یوې ډلې اراده كړې وه چې تا ګمراه كړي او دوى نه ګمراه كوي مګر خپل ځانونه، او تا ته هېڅ قسمه ضرر نشي دررسولى۔ او الله په تا باندې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) نازل كړى دى او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې، او په تا باندې د الله فضل ډېر لوى دى 4|114|هېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوك چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوك چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو 4|115|او هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى 4|116|بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك، كفر) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره 4|117|دوى له هغه (الله) نه غیر نه بلي مګر ښځې (ښځ نومي بتان) او دوى نه بلي مګر سركښه شیطان لره 4|118|الله په هغه لعنت كړى دى او هغه (شیطان) وویل: زه به خامخا لازمًا ستاپه بنده ګانو كې یوه مقرره برخه راګېروم 4|119|او زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به خامخا لازمًا هغوى په ارزوګانو كې اچوم او زه به خامخا لازمًا هغوى ته حكم كوم، بیا به هغوى خامخا د څارویو غوږونه څیروي او زه به خامخا هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل 4|120|هغه (شیطان) دوى ته وعدې وركوي او په ارزوګانو كې يې اچوي او شیطان دوى ته وعدې نه وركوي مګر د دوكې (چل ول) 4|121|دغه خلق دي چې د دوى استوګنه جهنم دى او دوى به له هغه نه هېڅ خلاصى ونه مومي 4|122|او هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟ 4|123|نه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كار سازى او نه څوك مدد كوونكى 4|124|او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي او كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او په دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم (هم) نه كېږي 4|125|او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و۔ او هغه د ابراهیم د ملت تابع شي، چې يواځې حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى 4|126|او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى 4|127|او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتویٰ دركوي او هغه (حكم هم شته) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې او د دې په باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ۔ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى 4|128|او كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى 4|129|او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د ښځو په مینځ كې انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نومه كګېږئ (یوې خوا ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 4|130|او كه دواړه له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى 4|131|او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږه هغو كسانو ته كلك حكم كړى دى چې له تاسو مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم، چې له الله نه ووېرېږئ او كه تاسو كفر وكړئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله له همېشه غني (او) ښه ستايل شوى دى 4|132|او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى كارساز 4|133|كه هغه وغواړي تاسو به فناكړي اى خلقو! اونور خلق به راولي۔ او الله په دې باندې ښه قادر دى 4|134|څوك چې داسې دى چې د دنیا بدله غواړي، نو له الله سره د دنیا او اخرت دواړو بدله ده او الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 4|135|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! شئ تاسو قايم اوسېدونكي په انصاف باندې، ګواهي كوونكي د الله لپاره، اګر كه (دا ګواهي) ستاسو د خپلو ځانونو، يا مور او پلار او نژدې خپلوانو په خلاف وي، كه هغه (كس) مالداره وي، یا غریب وي، نو الله د دې دواړو ډېر خیرغوښتونكى دى، نو تاسو (له حق نه) د اوړېدلو لپاره د خواهشاتو پیروي مه كوئ او كه تاسو ژبې كږې كړئ، یا مخ واړوئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى 4|136|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په الله ایمان راوړئ او د هغه په رسول او په هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او په هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره 4|137|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړ، بیا دوى كافر شول، بیا يې ایمان راوړ، بیا كافر شول، بیا دوى په كفر كې ښه مخ په وړاندې لاړل (، نو) الله كله هم داسې نه دى چې دوى ته بخښنه وكړي او نه داسې دى چې دوى به په (نېغه) لاره روان كړي 4|138|منافقانو ته زېرى وركړه چې بېشكه د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 4|139|هغه كسان چې له مومنانو نه غیر كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى 4|140|او یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ تر دې چې هغوى له دې نه علاوه (په نورو) خبرو كې مشغوله شي، بېشكه تاسو په دغه وخت كې د هغوى په شان یئ، بېشكه الله منافقانو او كافرانو ټولو لره په جهنم كې راجمع كوونكى دى 4|141|هغه (منافقان) چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له جانبه تاسو ته فتح حاصله شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسوسره ملګري نه وو؟ او كه چېرې د كافرانو لپاره څه برخه وي، (بیا كافرو ته) دوى وايي: ایا مونږ په تاسو غالب شوي نه وو او (ایا) مونږ تاسو له مومنانو نه بچ نه كړئ، نو الله به ستاسو په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي۔ او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي 4|142|بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوى مګر ډېر ل 4|143|دوى د دې (كفر او اسلام) په مینځ كې زړه نازړه دي، نه (سم) د دوى په طرف دي او نه (سم) د هغوى په طرف دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره څه لار ونه مومې 4|144|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان مه نیسئ، ایا تاسو غواړئ چې د الله لپاره د خپل ځان په خلاف ښكاره دلیل ثابت كړئ 4|145|بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې 4|146|مګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او په (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي 4|147|الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى 4|148|الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 4|149|كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى 4|150|بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ په ځینو ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي 4|151|دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى 4|152|او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 4|153|اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته په دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، پس دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى (معبود) ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه 4|154|او مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله 4|155|نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق) 4|156|او په سبب د دوى د كفر كولو او په مریم باندې د بېخي لوى تهمت ویلو 4|157|او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى 4|158|بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 4|159|او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې په ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي 4|160|نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه 4|161|او (په سبب) د دوى د سود اخيستلو، حال دا چې دوى له دې نه منع كړى شوي وو، او (په سبب) د دوى په ناحقه خوړلو د خلقو مالونو لره، او مونږه په دوى كې د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى 4|162|خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي په هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق، خامخا به مونږ دوى ته ډېر لوى اجر وركړو 4|163|بېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږه وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته۔ او مونږه داود ته زبور وركړى و 4|164|او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې 4|165|او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 4|166|لېكن الله ګواهي كوي په هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه 4|167|بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره 4|168|بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به په نېغه لار روان كړي 4|169|مګر په لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى 4|170|اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 4|171|اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلو (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ (يواځې) د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبوددى (زه) هغه لره پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز 4|172|هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك چې مقرب دي۔ او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي 4|173|نو هر چې هغه كسان دي چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى 4|174|اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده 4|175|نو هر چې هغه كسان دي چې په الله يې ایمان راوړو او په (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي 4|176|دوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته د ’’كلاله‘‘ په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، د هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خوېندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او الله په هر شي ښه عالم دى 5|1|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! (خپل) لوظونه پوره كړئ، تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي، سوا له هغو نه چې تاسو ته به ولوستى شي، په دې حال كې چې تاسو د احرام په حالت كې ښكار لره حلال ګڼونكي نه یئ، بېشكه الله فیصله كوي د څه چې اراده وكړي 5|2|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله د شعائرو (د دین د نښو) بې حرمتي مه كوئ او نه د عزتمنې میاشتې، او نه د حرم د قربانۍ، او نه د حرم د غاړكۍ والا څارويو او نه عزتمن كورته د اراده لرونكو خلقو، چې د خپل رب فضل او رضامندي لټوي او كله چې تاسو حلال (بې احرامه) شئ، نو بیا تاسو ښكار كوئ او له یو قوم (سره) بغض دې تاسو زیاتي كولو ته راپورته نه كړي، له دې وجې چې تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي وئ۔ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى 5|3|پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق او نافرماني ده، نن ورځ كافر شوي خلق ستاسو د دین (له ختمولو) نه ناامېده شول، نو تاسو له دوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ، نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو، نو څوك چې په سخته لوږه كې مجبور شو، په دې حال كې چې ګناه ته مايل كېدونكى نه وي، بیا نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 5|4|دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړې وي، چې ښكاري جوړونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو په هغه د الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر ژر حساب كووونكى دى 5|5|نن ورځ تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شول او د هغو كسانو ذبیحه چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده۔ او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى، او (تاسو لپاره حلالې دي) پاك لمنې مومنې ښځې او پاك لمنې ښځې د هغو خلقو ځنې چې هغوى ته له تاسو نه مخكې كتاب وركړى شوى دى۔ كله چې تاسو دغو (ښځو) ته د هغوى مهرونه وركړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ او نه په پټه سره یاران نیونكي یئ او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي 5|6|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ) او كه چېرې تاسو د جنابت په حالت كې یئ، نو ځان ښه پاك كړئ (غسل وكړئ) او كه چېرې تاسو بېماران یئ، یا په سفر كې یئ، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي نه راغى، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، او لېكن غواړي چې تاسو ښه پاك كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 5|7|او تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو باندې شوي دي او د هغه هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى 5|8|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله لپاره (په حق باندې) مضبوط ولاړ اوسئ، چې په انصاف سره ګواهي كوونكي یئ او د یو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه كړي چې تاسو عدل ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقویٰ ته ډېر نژدې دى او له الله نه ووېرېږئ، بیشكه الله ښه خبر دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ 5|9|الله له هغو كسانو سره وعده كړې ده چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، چې د هغوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى 5|10|او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي 5|11|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي 5|12|او یقینًا یقینًا، الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه۔ او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږ ي، نو چا چې په تاسو كې له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو 5|13|نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ په دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه الله نېكي كوونكي خوښوي 5|14|او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت وركړى شوى و د هغه (لویه) برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او الله به ژر دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول 5|15|اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى 5|16|چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه (الله) په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي 5|17|یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه (الله) چې څه وغواړي پیدا كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 5|18|او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه (الله) چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا چې ته وغواړي عذاب وركوي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي 5|19|اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى) یقینًا تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 5|20|او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه و وركړي 5|21|اى زما قومه! تاسو هغه پاكې ځمكي ته داخل شئ چې الله تاسو لپاره لیكلې ده او په خپلو شاګانو بېرته مه ګرځئ (ګنې) نو تاوانیان به شئ 5|22|دوى وویل: اى موسٰی! بېشكه په دغې (پاكې ځمكه) كې ډېر زورور خلق دي او بېشكه مونږ به كله هم دغې ته داخل نشو ترهغه پورې چې دوى د هغې نه ووځي، نو كه دوى د هغې نه ووتل، نو بېشكه مونږ (هغې ته) ننوتونكي یو 5|23|وویل دوه سړیو له هغو كسانو نه چې (د الله نه) وېرېدل، (او) الله په هغو دواړو انعام كړى و: تاسو په دوى باندې په دروازه كې (حمله كوونكي) داخل شئ، نو كله چې تاسو هغې ته ننوتئ، نو بېشكه تاسو غالبه یئ او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ 5|24|هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هیڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب دې لاړ شي، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ خو بس همدلته ناست یو 5|25|وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله 5|26|وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه 5|27|او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي 5|28|كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم 5|29|بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده 5|30|نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه 5|31|نو الله یو كارغه راولېږه، چې ځمكه يې كنستله، د دې لپاره چې هغه (قاتل) ته وښیي چې څنګه هغه د خپل ورور جثه (كالبوت) پټه كړي، هغه وویل: هۍ افسوس! ایا زه د دې كارغه په شان له كېدو نه هم عاجزه شوم، چې د خپل ورور جثه مې پټه كړې وى، نو له پښېمانه كېدونكو څخه شو 5|32|له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي 5|33|بېشكه اصل خبره همدا ده چې څوك چې د الله او د هغه له رسول سره جنګ كوي او په ځمكه كې د وراني كولو كوشش كوي، د هغوى سزا دا ده چې دوى دې قتل كړى شي، یادې په دار كړى شي، یا دې د دوى لاسونه او پښې ادلې بدلې پرې كړى شي، یا دې دوى له (دغې) ځمكې نه وشړل شي، دا د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى 5|34|مګر هغه كسان چې توبه وباسي مخكې له دې نه چې تاسو په دوى باندې قابو ومومئ، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 5|35|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هغه ته قرب (نژدې والى) ولټوئ او تاسو د هغه په لار كې جهاد كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 5|36|بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى كه د ځمكې ټول دولت د دوى شي او له دغې (دولت) سره د دې هومره (نور هم)، د دې لپاره چې دا د قیامت د ورځې د عذاب په بدله كې وركړي (، نو) دا (فدیه) به له دوى نه قبوله نه كړى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 5|37|دوى به غواړي چې له اور نه ووځي، حال دا چې دوى له هغه نه وتونكي نه دي او د دوى لپاره دايمي (همېشنى) عذاب دى 5|38|او غل او غله، نو تاسو د دوى لاسونه د دوى د كړي عمل په بدله كې پرې كړئ، چې د الله له جانبه عبرتناكه سزا ده او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 5|39|نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 5|40|ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 5|41|اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى او له هغو خلقو څخه چې یهودیان دي، دوى د دروغو ډېر اورېدونكي (قبلوونكي) دي، د هغو نورو خلقو لپاره ډېر اورېدونكي دي چې تا ته نه دي راغلي، دوى خبرې بدلوي وروسته له دې نه چې هغه په خپلو ځایونو كې (ثابتې) شي، دوى وايي كه چېرې تاسو ته دا دركړى شي، نو هغه واخلئ، او كه چېرې تاسو ته هغه در نه كرى شي، نو بیا ځان وساتئ او هغه څوك چې الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې الله د دوى د زړونو دپاكولو اراده نه ده كړې، د همدوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د همدوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى 5|42|دوى د دروغو ډېر اورېدونكي دي او د حرامو ډېر خوړونكي دي، نو كه چېرې دوى تا ته راشي، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه، یا له دوى نه مخ واړوه او كه چېرې ته له دوى نه مخ واړوې، نو دوى به تا ته هیڅكله هم هېڅ شى ضرر در ونه رسولى شي، او كه چېرې ته فیصله كوې، نو د دوى په مینځ كې په انصاف سره فیصله وكړه، بېشكه الله له انصاف كوونكو سره مینه كوي 5|43|او دوى (د زنا په باره كې) فیصله تا ته څنګه راوړي؟! حال دا چې له دوى سره تورات دى، چې په هغه كې (د دې په باره كې) د الله حكم دى، بیا دوى له دې (ستا له فیصلې) نه بعد بېرته ګرځي او دغه خلق له سره مومنان نه دي 5|44|بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي 5|45|او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د ده لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي 5|46|او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و 5|47|او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي 5|48|او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه 5|49|او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه ډېر په خلقو كې خامخا فاسقان دي 5|50|ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي! 5|51|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي 5|52|نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې 5|53|او مومنان به (د حیرانتیا په سبب) وايي: ایا دا هغه خلق دي چې په الله يې ډېر پاخه قسمونه خوړلي وو چې بېشكه دوى خامخا له تاسو سره دي، د دوى عملونه ضائع شوي دي، نو دوى تاوانیان شول 5|54|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى 5|55|ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغه رسول دى او هغه كسان دې چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي 5|56|او څوك چې د الله او د هغه له رسول او مومنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم د الله ډله غالبه كېدونكې ده 5|57|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه كسان دوستان مه جوړوئ چې ستاسو دین يې ټوقې او لوبې ګرځولى دى، له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او مه كفار (دوستان جوړوئ) او له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ 5|58|او كله چې تاسو لمانځه ته اواز كوئ (، نو) دوى هغه ټوقې او لوبې وګرځوي، دا ځكه چې بېشكه دوى داسې خلق دي چې هېڅ عقل نه لري 5|59|(اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حد نه وتونكي) دي 5|60|ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي 5|61|او كله چې دوى تاسو ته راشي (، نو) دوى وايي: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې یقینًا دوى له كفر سره داخل شوي وو او یقینًا له هغه (كفر) سره ووتل او الله ډېر ښه پوه دى په هغو خبرو چې دوى پټولې 5|62|او ته به په دوى كې ډېر خلق ویني چې په ګناه او ظلم كې او په خپلې حرام خورۍ كې منډې وهي، خامخا بد دى هغه كار چې دوى كاوه 5|63|الهي خلق او عالمان دوى (یهودیانو) لره له خپلو د ګناه له ویناوو نه او له خپلې حرام خورۍ نه ولې نه منع كوي؟ خامخا بد دى هغه كار (د خاموشۍ) چې دوى كاوه 5|64|وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي او د دې وینا په سبب دې په دوى لعنت وشي۔، بلكې د هغه دواړه لاسونه خلاص دي، څنګه چې وغواړي انفاق كوي او خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته ستا د رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشي او كفر لازمًا ورزیات كړي او مونږه د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او بغض واچاوه، هر كله چې دوى د جنګ لپاره اور بلوي (، نو) الله هغه مړ كړي او دوى په ځمكه كې د وراني لپاره منډې وهي او الله وراني كوونكي نه خوښوي 5|65|او كه یقینًا اهل كتابو ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى (، نو) لازمًا به مونږه له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي وى او خامخا به مونږه دوى د نعمتونو جنتونو ته داخل كړي وو۔ 5|66|او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (، نو) خامخا دوى به خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځ لارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي 5|67|اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي 5|68|ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر لازمًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه 5|69|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان، او نصرانیان دي، هر چا چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي 5|70|خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (، نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله 5|71|او دوى دا ګڼله چې هېڅ ازمېښت به نه كېږي، نو ړانده شول او كاڼه شول، بیا الله دوى ته (په رحمت سره) توجه وكړه، بیا په دوى كې ډېر خلق ړانده شول او كاڼه شول او الله ښه لیدونكى دى هغه څه لره چې دوى يې كوي 5|72|خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله همدا د مریمې زوى مسیح دى، حال دا چې مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته 5|73|خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي 5|74|ایا دوى ولې الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 5|75|نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو۔، ته وګوره مونږه څنګه دوى ته ایتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي 5|76|ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې تاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفع او همدا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 5|77|ته (ورته) ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې ناحقه زیاتى مه كوئ او د هغه قوم د خواهشاتو پیروي مه كوئ چې له دې نه مخكې ګمراه شوي دي او هغوى ډېر خلق ګمراه كړي دي او له نېغې لارې نه بې لارې شوي دي 5|78|په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل 5|79|دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه، خامخا بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه 5|80|ته به په دوى كې ډېر (داسې) وینې چې له هغو كسانو سره دوستي كوي چې كافر شوي دي، خامخا بد دى هغه شى چې د دوى لپاره د دوى نفسونو مخكې لېږلى دى، دا چې الله دوى ته په غصه شو او دوى به په عذاب كې همېشه وي 5|81|او كه چېرې دوى په الله او په نبي او په هغه څه چې ده ته نازل كړى شوي دي ایمان لرلى (، نو) دوى به هغه (كافران) دوستان نه وو جوړ كړي او لېكن په دوى كې ډېر خلق فاسقان دي 5|82|خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي 5|83|اوكله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې له اوښكو به بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه 5|84|او مونږ لره څه دي چې په الله به ایمان نه راوړو او په هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي 5|85|نو الله دوى ته د دوى د وینا په بدل كې داسې جنتونه وركړل چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا د نېكي كوونكو بدله ده 5|86|او هغه كسان چې كافر شوي دي او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري (دوزخيان) دي 5|87|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه پاكیزه څیزونه مه حراموئ چې ستاسو لپاره الله حلال كړي دي او له حد نه مه تېرېږئ، بېشكه الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي 5|88|او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ 5|89|الله تاسو په خپلو قسمونو كې په لغو (قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو په هغو قسمونو نیسي چې تاسو پاخه خوړلي وي، نو د ده كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې په خپلو كورنیو خوروئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (د غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دا) ونه موندل، نو (د هغه په ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 5|90|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 5|91|یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟ 5|92|او تاسو د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول اطاعت كوئ او ځان بچ كړئ، نو كه چېرې تاسو وګرځېدلئ، نو پوه شئ چې یقینًا زمونږ د رسُول په ذمه خو بس ښكاره رسَول (تبلیغ كول) دي 5|93|هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه څه كې چې هغوى خوړلي دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي 5|94|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! الله به خامخا لازمًا تاسو په یو شي سره ازمايي چې له ښكاره به وي، چې ستاسو لاسونه او ستاسو نېزې به هغه ته رسېږي، د دې لپاره چې الله معلوم كړي هغه چا لره چې له هغه نه په نا لېدلو وېرېږي، نو چا چې له دې نه بعد زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 5|95|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ، او په تاسو كې چې چا هغه قصدًا قتل كړ، نو (په هغه) جزا (لازمه) ده د هغه څاروي په مثل (څاروى) چې ده وژلى دى، په تاسو كې دوه عدل والا كسان به د دې فیصله كوي، چې كعبې ته رسېدونكې قرباني به وي، یا (د ده په ذمه) كفاره ده چې مسكینانو ته خوراك وركول دي، یا د دې په برابر روژې نیول دي، د دې لپاره چې د خپل كار سزا وڅكي، الله د هغه څه معافي كړې ده چې مخكې تېر شوي دي او څوك چې بیا راوګرځي، نو الله به له هغه نه انتقام واخلي او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى 5|96|ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ 5|97|كعبه، چې د عزت كور دى، الله د خلقو د قیام سبب ګرځولې ده او د عزت میاشت او د حرم قرباني او امیل والا څاروي، دا د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په (هر) هغه څه چې په ځمكه كې دي او دا چې یقینًا الله په هر شي ښه پوه دى 5|98|تاسو پوه شئ چې بېشكه الله سخت عذاب والا دى او دا چې بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 5|99|د رسُول په ذمه نشته مګر يواځې (د حق) رسَول، او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو يې پټوئ 5|100|ته ووایه: ناپاك او پاك سره برابر نه دي اګر كه تا د ناپاكو ډېروالى په تعجب كې واچوي، نو اى د خالص عقل خاوندانو! تاسو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 5|101|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (، نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (، نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى 5|102|یقینًا له تاسو نه مخكې یو قوم د دغه خبرو پوښتنه كړې وه، بیا دوى په هغو (يا په سبب د هغو سره) كافر شول 5|103|الله نه ده مقرره كړې هېڅ بحیره او نه سايبه او نه وصیله او نه حام، او لېكن هغه كسان چې كافر شوي دي دوى په الله باندې دروغ تپي او د دوى اكثره نه پوهېږي 5|104|او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه نه په هېڅ شي پوهېږي او نه هدایت موندونكي وي 5|105|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو د خپل ځان بچ كول لازم دي، تاسو ته هغه څوك ضرر نشي دررسولى چې ګمراه شوي دي، كله چې تاسو (پخپله) په نېغه لار یئ، خاص د الله په طرف ستاسو د ټولو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول 5|106|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانوګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي۔، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به په الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو 5|107|نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور كسان به د دوى په ځاى ودرېږي هغه چې پر هغوى د حق دعویٰ وشوه چې (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو 5|108|دا (خبره) ډېره نژدې ده دې ته چې دوى به ګواهي په صحیح طریقې سره وكړي، یا به دوى ووېرېږي چې (د دوى) قسمونه به د هغوى له قسمونو نه پس رد كړى شي۔ او تاسو له الله نه وېرېږئ او اَورئ، او الله فاسقو خلقو ته نېغه لار نه ښیي 5|109|هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې 5|110|كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یادكړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به د خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب، او حكمت او تورات او انجیل وښوده، او كله چې تا به زما په حكم سره له خټې نه د مرغۍ د شكل په شان (شكل) جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تابه زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو 5|111|او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې په ما او زما په رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته په دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو 5|112|كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ هغه (عیسٰی) وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ 5|113|هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو 5|114|د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته په مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نخښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې 5|115|الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه لره نازلوونكى یم، نو په تاسو كې چې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه هغه لره عذاب وركوونكى یم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته هم هغه (شان) عذاب نه وركوم 5|116|او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ، وویل (عیسٰی) زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې په هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم په هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې 5|117|ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم ترڅو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه په دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې 5|118|كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې 5|119|الله وفرمایل: دا ورځ ده چې رښتينو ته به د هغوى رښتیا ویل فايده وركوي، د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې تل ترتله وي، الله له دوى نه راضي دى او دوى له هغه نه راضي دي، همدا ډېره لویه كامیابي ده 5|120|خاص د الله لپاره ده بادشاهي د اسمانونو او د ځمكې او د هغه څه چې په دغو كې دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 6|1|ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي، چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، او پیدا كړې يې دي تیارې او رڼا، بیا (هم) هغه خلق چې كافر دي، له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي 6|2|دى همهغه ذات دى چې تاسو يې له خَټې نه پیدا كړئ، بیا يې یو وخت مقرر كړ او مقرر وخت له هغه سره (لیك) دى، بیا (هم) تاسو شك كوئ 6|3|او په اسمانونو كې او په ځمكه كې هم هغه الله دى، هغه ستاسو په پټو (حالاتو) او ستاسو په ښكاره (حالاتو) پوهېږي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ 6|4|او دوى ته د خپل رب له ایتونو څخه هېڅ یو ایت نه راځي مګر دا چې دوى له هغه نه مخ اړونكي دي 6|5|پس یقینًا دوى د حق تكذیب وكړ، كله چې دوى ته راغى، نو ژر به دوى ته د هغه څیز خبرونه راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله 6|6|ایا دوى نه دي كتلي (نه دي خبر شوي) چې له دوى نه مخكې څومره (ډېر) امتونه مونږ هلاك كړي دي، چې مونږه هغوى ته په ځمكه كې ښه قوت وركړى و، دومره (قوت) چې تاسو ته مونږ (هومره) نه دى دركړى او مونږ پر هغوى باندې پرله پسې ورېدونكى باران ورولى و او داسې وَلې مونږه جاري كړې وې چې له هغوى نه ښكته بهېدلې، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په سبب هلاك كړل او له هغوى نه بعد مونږه نور خلق پیدا كړل 6|7|او كه چېرې مونږه په تا باندې په كاغذ كې (لیكلى) كتاب نازل كړ، بيا دوى په هغه خپل لاسونه (هم) لګولي وى، (نو) خامخا كافر شويو كسانو به ویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو 6|8|او دوى وویل: په ده باندې مَلَك ولې نه دى نازل كړى شوى؟ او كه مونږه مَلَك نازل كړى وى (نو) لازمًا به معامله فیصله كړى شوې وه، بیا به دوى ته مهلت نه وركول كېدى 6|9|او كه چېرې مونږ دا (رسول) مَلَك ګرځولى وَى (، نو) خامخا مونږ به هغه سړى جوړ كړى و او خامخا مونږه به دوى په هغه شبه كې اچولى، په كومه شبه كې چې (اوس) پراته دي 6|10|او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا ګانې شوي دي، نو هغو كسانو لره چې په دوى پورې يې مسخرې كړې وې؛ هغه شي راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله 6|11|ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟ 6|12|ته ووایه: هغه څه د چا دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؟ ته ووایه: د الله دي، هغه په خپل ځان باندې رحمت لازم كړى دى، خامخا لازمًا به هغه تاسو د قیامت په ورځ راجمع كوي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي 6|13|او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې ارام كوي په شپه كې او په ورځ كې او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 6|14|ته ووایه: ایا زه (بل) ولي (مددګار) ونیسم، له هغه الله نه غیر چې د اسمانونو او ځمكې پیداكوونكى دى او هغه خوراك وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه زه چې یم، ما ته حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه 6|15|ته ووایه: بېشكه زه د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم، كه د خپل رب نافرماني وكړم 6|16|هغه څوك چې له هغه نه په دغې ورځ كې دغه (عذاب) واړول شو، نو یقینًا په هغه يې رحم وكړ او دا څرګنده كامیابي ده 6|17|او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 6|18|او هم دى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او هم دى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى 6|19|ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى۔ او ما ته دا قرآن وحي كړى شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسېدلى، ایا بېشكه تاسو خامخا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ 6|20|هغه كسان چې هغوى ته مونږ كتاب وركړى دى، هغوى، دى (داسې) پېژني لكه څنګه چې خپل زامن پېژني، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي 6|21|او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى 6|22|او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟ 6|23|بیا به نه وي د دوى (بله) بهانه مګر دا چې دوى به ووايي: قسم په الله چې زمونږ رب دى! مونږ مشركان نه وو 6|24|ته وګوره څنګه دوى په خپلو ځانونو باندې دروغ وویل او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به په دروغه جوړول 6|25|او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې تا ته غوږ نیسي او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې اچولې دي چې په دې (قرآن) پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼ والى (اچولى دى) او كه دوى هره نښه وویني، (بيا هم) دوى په هغې ایمان نه راوړي، تر دې چې كله دوى تا ته راشي، چې له تا سره جګړه كوي (، نو) هغه كسان چې كافر شوي دي وايي: نه دى دا (قرآن) مګر د مخكېنو خلقو باطلې قصې 6|26|او دوى له ده نه منع كول كوي او له ده نه لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري 6|27|او كه ته ووینې كله چې دوى پر غاړه د اور ودرولى شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې 6|28|بلكې دوى ته هغه څه ظاهر شول چې دوى مخكې پټول او كه چېرې دوى (دنیا ته) واپس كړى شي (، نو) لازمًا به دوى هغه شي ته راوګرځي، له څه نه چې دوى منع كړى شوي وو، او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي 6|29|او دوى وايي: نه دى دا (ژوند) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوند دى او مونږ به كله هم بیا راژوندي نه كړى شو 6|30|او كه چېرې ته ووینې كله چې دوى د خپل رب په وړاندې ودرولى شي (، نو) هغه به وفرمايي: ایا دا (ژوند) رښتیا نه دى؟ دوى به ووايي: ولې نه! قسم دى زمونږ په رب، هغه به وفرمايي: نو تاسو عذاب وڅكئ د هغه كفر په سبب چې تاسو كاوه 6|31|یقینًا هغه كسان تاوانیان شوي دي چا چې د الله ملاقات دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي 6|32|او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ 6|33|یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجن كوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دورغژن نه ګڼي او لېكن ظالمان د الله له ایتونو نه انكار كوي 6|34|او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه راغلي دي 6|35|او كه چېرې په تا باندې د دوى مخ اړول ګران وي، نو كه ته طاقت لرې د دې چې په ځمكه كې سُرنګ ولټوې، یا اسمان ته كومه زینه، بیا ته دوى ته څه نښه (معجزه) راوړې، (نو داسې وكړه) او كه الله غوښتلى لازمًا به يې دوى په نېغه لار باندې جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه 6|36|یقینًا همدا خبره ده چې هغه كسان (حق) قبلوي چې اوري، او (كافران مړي دي) مړي به الله راژوندې كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ورګرځولى شي 6|37|او دوى وايي: ولې په ده باندې كومه معجزه د خپل رب له جانبه نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه الله په دې قادر دى چې معجزه نازله كړي او لېكن د دوى اكثره خلق نه پوهېږي 6|38|او نشته دى هېڅ یو په ځمكه كې خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب كې هېڅ شى نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي 6|39|او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي 6|40|ته (دوى ته) ووایه: ما خبر كړئ كه چېرې په تاسو د الله عذاب راشي، یا په تاسو قیامت راشي، ایا تاسو به له الله نه غیر (بل څوك) بلئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ 6|41|بلكې تاسو به خاص هغه بلئ، نو هغه به كه وغواړي هغه (تكلیف) لرې كړي د څه لپاره چې تاسو هغه بلئ او تاسو هغه هېروئ چې تاسو يې (له الله) سره شریكان جوړوئ 6|42|او یقینًا یقینًا مونږ پېغام لېږلى و له تا نه مخكې امتونو ته، بیا مونږ هغوى په سختیو اوتكلیفونو سره ونیول، د دې لپاره چې هغوى عاجزي وكړي 6|43|نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى كول 6|44|نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړى شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، نو ناګهانه دوى ناامېده شول 6|45|نو د هغه قوم بېخ پرې كړى شو چې ظلم يې كړى و او ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، چې د عالَمونو ښه پالونكى دى 6|46|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته (واپس) راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي 6|47|ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق 6|48|او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي 6|49|او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې وكړ، دوى ته به د هغې نافرمانۍ په سبب عذاب رسېږي چې دوى كوله 6|50|ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي كولى شي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ ایا نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ 6|51|او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، چې د دوى لپاره له هغه نه غير نه څوك دوست شته او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي 6|52|او ته هغه كسان مه شړه چې خپل رب سبا او بېګاه بلي، چې د هغه (الله) مخ غواړي، په تا باندې د هغوى د حساب نه هېڅ شى نشته او نه پر هغوى باندې ستا له حسابه څه شى شته، نو كه ته دوى وشړې، نو شې به ته له ظالمانو څخه 6|53|او همدارنګه مونږ د دوى ځینې په ځینو (نورو) سره ازمایلي دي، د دې لپاره چې دوى ووايي: ایا داخلق دي چې الله په دوى باندې زمونږ له مینځه احسان كړى دى، ایا الله په شكر ګذارو باندې ښه پوه نه دى! 6|54|او كله چې تا ته هغه كسان راشي چې زمونږ په ایتونو ایمان لري، نو ته ووایه: په تاسو دې سلام وي، ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي، چې یقینًا شان دا دى څوك چې په تاسو كې په ناپوهۍ سره بدي وكړي، بیا له هغې نه پس توبه وباسي او اصلاح وكړي، نو بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 6|55|او همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، او د دې لپاره چې د مجرمانو لاره ښه واضحه شي 6|56|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه منع كړى شوى یم له دې نه چې زه د هغو (څیزونو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غير بلئ، ته ووایه: زه ستاسو د خواهشاتو پیروي نه كوم، (كه ومې كړه، نو) یقینًا زه به په د غه وخت كې ګمراه شوى یم اونه به یم زه له نېغه لار موندونكو نه 6|57|ته ووایه: بېشكه زه په هغه ښكاره دلیل باندې یم چې زما د رب له جانبه دى او تاسو د هغه تكذیب كړى دى، ما سره هغه شى نشته چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ، نشته دى حكم مګر خاص د الله لپاره، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى 6|58|ته ووایه: یقینًا كه ما سره هغه شى وَى چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ (، نو) لازمًا به زما او ستاسو په مینځ كې خبره فیصله كړى شوې وه او الله په ظالمانو باندې ښه عالم دى 6|59|او خاص له هغه (الله) سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه په دغو عالم دى او هغه عالم دى په هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي 6|60|او هم هغه ذات دى چې تاسو په شپه كې وفات كوي او هغه پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې د ورځې كوئ، بیا به هغه تاسو په هغې (ورځې) كې راژوندي كوي، د دې لپاره چې ټاكلى وخت پوره كړى شي، بیا به خاص د هغه په طرف ستاسو واپسي وي، بیا به هغه تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو كول 6|61|او هم هغه غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى، او پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) رالېږي، تر هغه پورې چې كله په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي (، نو) زمونږ استازي يې وفات كړي او هغوى هېڅ تقصیر (كمى) نه كوي 6|62|بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى، اګاه شئ، خاص د هغه لپاره حكم كول دي، او هغه تر ټولو حساب كوونكو ډېر تېز دى 6|63|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته د وچې او سمندر له تیارو نه څوك خلاصى دركوي، چې تاسو هغه بلئ په زارۍ سره او په پټه سره، (او وایئ) كه چېرې هغه (الله) مونږ ته د دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ارومرو له شكر كوونكو څخه شو 6|64|ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته له دې نه نجات دركوي او له هر غم نه (هم)، بیا (هم) تاسو شرك كوئ 6|65|ته (دوى ته) ووایه: هم هغه قادر دى په دې خبره باندې چې تاسو باندې ستاسو له پاسه نه عذاب راولېږي، یا ستاسو د پښو له لاندې طرف نه، یا تاسو د بېلو، بېلو ډلو په جوړولو سره ګډوَډ كړي او په ځینو باندې د ځینو نورو (د) جنګ (مزه) وڅكي، ته وګوره مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، د دې لپاره چې دوى پوه شي 6|66|او ستا قوم د دې (قرآن) تكذیب وكړ، حال دا چې همدا حق دى، ته (ورته) ووایه: زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم 6|67|د هر یو خبر لپاره مقرر وخت دى او ژر به تاسو پوه شئ 6|68|او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونوكې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له ظالمو خلقو سره مه كېنه 6|69|او په پرهېزګاره كسانو باندې د دوى (عبث بحث كوونكو) له حسابه څخه هېڅ شى نشته او لېكن (د هغوى په ذمه) نصیحت كول دي، د دې لپاره چې دوى (هم)  پرهېزګار شي 6|70|او ته هغه كسان پرېږده چې خپل دین يې لوبه او تماشه ګرځولى و او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) وو او ته په دې (قرآن) سره نصیحت كوه، چې كوم نفس د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك (نه) كړى شي، چې د هغه (نفس) لپاره له الله نه پرته نه څوك دوست شته او نه سفارشي او كه دا (نفس) فدیه وركړي، هر قسمه فدیه (، نو) دا به له هغه نه قبوله نه كړى شي، دا هغه كسان دي چې د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك كړى شوي دي، د دوى لپاره ډېرې ګرمې اوبه څښاك دى او ډېر دردوونكى عذاب دى، په سبب د هغه كفر چې دوى به كاوه 6|71|ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په خپلو شاګانو وګرځولى شو، وروسته له دې نه چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې هغه شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دا نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، هم هغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم كړى شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو 6|72|او دا چې تاسو لمونځ قايموئ او له هغه (الله) نه وېرېږئ او دى همغه ذات دى چې خاص هغه ته به تاسو ورټولولى شئ 6|73|او دى همغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه سره پیدا كړي دي او (یاده كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به ووايي: موجود شه! نو هغه به موجود شي، هم د هغه وینا حقه ده، او خاص د هغه لپاره حكومت دى په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، (هغه) د پټو او ښكاره (څیزونو) عالم دى او هم هغه ښه حكمت والا، ښه خبردار دى 6|74|او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان معبودان نیسي، بېشكه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم 6|75|او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو څخه شي 6|76|بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم 6|77|بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (، نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو څخه شم 6|78|نو كله چې هغه لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ دا تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل: اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ 6|79|بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه 6|80|او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل: ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغه ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له هغه (الله) سره شریكان جوړوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، ایا نو ولې تاسو نصیحت نه منئ 6|81|او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو (له الله سره) شریكان كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې بېشكه تاسو له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې د هغه په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ 6|82|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي 6|83|او دا زمونږ دلیل دى چې هغه مونږه ابراهیم ته وركړى و د هغه د قوم په مقابله كې، مونږ درجې اوچتوو چا لره چې مونږ وغواړو، بېشكه ستا رب، ښه حكمت والا، ښه پوه دى 6|84|او مونږ هغه ته اسحٰق او یعقوب عطا كړ، مونږ هر یو ته هدایت كړى و، او له ده نه مخكې نوح ته مونږ هدایت كړى و او د هغه په اولاد كې داود او سلیمان، او ایوب او یوسف او موسٰی او هارون ته (هم) اوهمدارنګه مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو 6|85|(او هدایت كړى و مونږ) زكریا، او یحیٰی او عیسٰی او الیاس ته، (دوى) هر یو له صالحانو څخه دي 6|86|او اسمٰعیل، او اَلیسَع او یونس او لوط ته، او (دوى) هر یو مونږه په ټولو عالَمونو باندې غوره كړي دي 6|87|او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و 6|88|دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې دوى شرك كړى وَى (، نو) خامخا به له دوى نه ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى كول 6|89|دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دې سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دې سره كفر كوونكى نه دي 6|90|دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت 6|91|او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى! كله چې دوى وویل: الله په انسان باندې هېڅ شى نه دى نازل كړى، ته (ورته) ووایه: هغه كتاب چا نازل كړى دى چې موسٰی راوړى و، چې رڼا او هدایت دى د خلقو لپاره؟ چې تاسو يې پاڼه پاڼه كوئ، چې هغه (ځینې) ښكاره كوئ او ډېرې پټوئ، او تاسو ته هغه علم دركړى شو چې نه پرې تاسو پوهېدلئ او نه ستاسو پلاران، ته ووایه: الله (نازل كړى دى) بیا ته دوى په خپلو باطلو بحثونو كې پرېږده چې لوبې كوي 6|92|او دا كتاب دى، چې مونږ نازل كړى دى، بركتي دى او د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د دې لپاره چې ته د مكې خلق او د هغې ګېرچاپېره خلق ووېروې او هغه كسان چې په اخرت ایمان لري، دوى په ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې هم دوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي 6|93|او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي كړى شوې ده! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي كړى شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او وئ تاسو چې د ده له ایتونو څخه مو تكبر كاوه 6|94|او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو۔ او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوٰی كوله چې بېشكه دوى په تاسو كې شریكان دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل 6|95|بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، هم دغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ 6|96|د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي 6|97|او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي 6|98|او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانت ځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي 6|99|او دى همغه ذات دى چې له اسمان نه يې اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په هغو سره د هر شي زرغونه راوښكلې ده، بیا مونږ له هغې (زرغونې) څخه شینكى راوښكلى دى، چې له دې (شینكي) نه مونږ پر يو بل سَورې دانې راوباسو او له كجورې څخه د هغې له كڅوړو نه نژدې وږي، او د انګورو باغونه او زیتون او انار چې له یو بل سره (څه) مشابه وي او (څه) مشابه نه وي، تاسو د هغې مېوې ته وګورئ كله چې مېوه ونیسي او د هغې پخوالي ته، بېشكه په دې كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان لري 6|100|او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې هغه (الله) دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې، د هغه (الله) لپاره زامن او لوڼه له ځانه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي 6|101|د اسمانونو او ځمكې بې له نمونې پیدا كوونكى دى، د هغه لپاره به اولاد څرنګه وي، حال دا چې د هغه لپاره هېڅ ښځه نشته، او هغه، هر شى پیدا كړى دى او هغه په هر شي باندې ښه عالم دى 6|102|همدا الله ستاسو رب دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى 6|103|سترګي د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كولى شي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى 6|104|یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دي او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم 6|105|او همدارنګه مونږ ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى ووايي: تا لوستل زده كړي دي او د دې لپاره چې مونږه دا ښه بیان كړو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي 6|106|ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر هم هغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه 6|107|او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى نه يې ګرځولى او نه يې ته په دوى باندې نګران 6|108|او تاسو هغو ته كنځلې مه كوئ چې دوى يې له الله نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، الله ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عمل ښايسته كړى دى، بیا خاص د خپل رب په طرف د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول 6|109|او دوى قسمونه وخوړل په الله باندې خپل پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته معجزه راشي، نو خامخا لازمًا به په هغې ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې معجزې له الله سره دي او تاسو په دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دا (معجزه) چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي 6|110|او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي 6|111|او كه یقینًا مونږ دوى ته ملايك نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي 6|112|او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان دښمنان ګرځولي وو، چې د دوى ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي 6|113|او د دې لپاره چې دې (دروغو) ته د هغو خلقو زړونه مايل شي چې په اخرت ایمان نه راوړي او د دې لپاره چې دوى دا خوښ كړي او د دې لپاره چې دوى هغه (ګناهونه) وكړي چې دوى يې كوونكي دي 6|114|ایا نو زه له الله نه سِوا حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې هم هغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكوڅخه مه كېږه 6|115|او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته، او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 6|116|او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي 6|117|بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د هغه د لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى 6|118|نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي، كه چېرې تاسو یئ چې د هغه په ایتونو ایمان لرونكي یئ 6|119|او په تاسو څه دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا هغه (الله) تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغه نه چې تاسو هغه ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه په زیاتي كوونكو ښه پوه دى 6|120|او تاسو ښكاره ګناه او پټه ګناه پرېږدئ، بېشكه هغه كسان چې ګناه كوي، ژر ده چې دوى ته به سزا وركړى شي د هغو (ګناهونو) په سبب چې دوى كولې 6|121|او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې په هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق (نافرماني) دى اوبېشكه شیطانان يقينًا خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ 6|122|ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى كول 6|123|او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري 6|124|او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي۔، الله ښه عالم دى په هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى كاوه 6|125|نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، د هغه سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي 6|126|او دا ستا د رب لار ده، چې نېغه ده، یقینًا مونږ ایتونه واضحه بیان كړي دي، د هغه قوم لپاره چې نصیحت اخلي 6|127|د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى كول 6|128|او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! یقینًا تاسو له انسانانو څخه ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، وبه وايي (دوى ته الله) ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى 6|129|او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان په ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول 6|130|اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي دا چې بېشكه دوى كافران وو 6|131|دا (د رسولانو لېږل) د دې لپاره (دي) چې ستا رب د ظلم په وجه د كلیو هلاكوونكى نه دى، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ناخبره وي 6|132|او د هر چا لپاره درجې دي له هغو اعمالو نه چې دوى كړي دي، او ستا رب له هغو عملونو نه چې دوى يې كوي؛ كله هم غافل نه دى 6|133|او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ 6|134|بېشكه هغه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي، خامخا راتلونكى دى او تاسو كله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ 6|135|ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي 6|136|او دوى د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي 6|137|او همدارنګه د ډېرو مشركانو لپاره د هغوى شریكانو د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هغوى دوى هلاك كړي او د دې لپاره چې په دوى باندې خپل دین ګډوډ كړي او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته پرېږده دوى او هغه چې دوى دروغ جوړوي 6|138|او دوى وايي چې دا ځینې څاروي او فصلونه دي چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دی)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي، په هغه (الله) باندې د دروغو تپلو لپاره، ضرور به هغه (الله) دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول 6|139|او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ په ښځو باندې حرام كړى شوي دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به هغه (الله) دوى ته د خپل (دې) بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى 6|140|یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې خپل اولادونه يې قتل كړل، چې (دوى) بېوقوفان وو (او) بې پوهې وو او حرام يې كړل هغه څه چې الله دوى ته وركړي وو، په الله باندې د دروغو تپلو لپاره، یقینًا دوى ګمراه شول او دوى هدایت موندونكي نه وو 6|141|او دا (الله) هغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې په خپلو كې یو شان وي او غیر متشابه (هم) وي۔، تاسو د هغو له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغه حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي 6|142|او (پیدا كړي يې دي) په څارویو كې بار وړونكي او وړوكي (، نو) تاسو له هغو ځنې خورئ چې الله تاسو ته دركړي دي او تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى 6|143|(الله پیدا كړي دي حلال) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ 6|144|او (پیدا كړي يې دي) له اوښانو نه دوه (نر او ښځه) او له غوایانو نه دوه (نر او ښځه) ته ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (اوښې او غوا) رحمونه په هغو مشتمل وي، ایا تاسو حاضر وَئ كله چې الله تاسو ته د دې وصیت كاوه، نو له هغه چا نه لوى ظالم (بل) څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، د دې لپاره چې بې له علمه خلق ګمراه كړي، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي 6|145|(اى نبي!) ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري سِوا له هغه نه چې مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، پس بېشكه هغه پلیتي ده، یا نافرماني وي چې په هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 6|146|او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ هر نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو 6|147|نو كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته ووایه: ستاسو رب د فراخه رحمت والا دى او د هغه عذاب له مجرم قوم نه بېرته نه ګرځول كېږي 6|148|ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ 6|149|ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا په نېغه لار روان كړي وى 6|150|ته ووایه: تاسو خپل هغه ګواهان راولئ چې د دې خبرې ګواهي كوي چې بېشكه الله دا (څیزونه) حرام كړي دي، نو كه هغوى ګواهي وركړي، نو ته له دوى سره ګواهي مه وركوه او ته د هغو خلقو په خواهشاتو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي او هغوى له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي 6|151|ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له وجې مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ هغه چې په دغو كې ظاهر دي او هغه چې پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره دا، (حكم) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو عقل وچلوئ 6|152|او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ 6|153|او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ 6|154|بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره په هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب په ملاقات ایمان راوړي 6|155|او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 6|156|دا چې تاسو ونه وایئ چې یقینًا همدا خبره ده چې زمونږ نه په مخكېنو دوه ډلو باندې كتاب نازل كړى شوى و، او بېشكه مونږ د هغوى له لوستلو نه یقینًا ناخبره وو 6|157|یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې په مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى لازمًا به مونږ له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى اعراض كاوه 6|158|دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي، په كومه ورځ كې چې ستا د رب ځینې نښې راشي (نو) هېڅ نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ (هم) انتظار كوونكي یو 6|159|بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى كول 6|160|څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دى او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او په دوى به ظلم نه كېږي 6|161|ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و 6|162|ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي 6|163|د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه ترټولو مسلمانانو اول یم 6|164|ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (دګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه 6|165|او دا (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى 7|1|الف، لام، ميم، صاد 7|2|(دا) كتاب دى چې تا ته نازل كړى شوى دى، نو د ده په وجه دې ستا په سینه كې څه تنګي نه وي، د دې لپاره (نازل كړى شوى دى) چې ته د ده په ذرېعې سره (خلق) ووېروې او د مومنانو لپاره نصیحت دى 7|3|تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ، تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ 7|4|او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى د شپې ویده وو، یا په غرمه كې ارام كوونكي وو 7|5|نو نه وه د دوى دعوٰی (بلنه) كله چې په دوى زمونږ عذاب راغى، مګر دا چې دوى وویل: بېشكه مونږ ظالمان وو 7|6|نو خامخا لازمًا به مونږ له هغو خلقو نه تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو 7|7|نو خامخا لازمًا به مونږ دوى ته په علم سره بیان وكړو او مونږ (څه) غايب خو نه وو 7|8|او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي 7|9|او هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې سپك وختل، نو دغه خلق هغه دي چې دوى خپلو ځانونو ته تاوان رسولى دى، په سبب د دې چې دوى زمونږ له ایتونو سره ظلم كاوه 7|10|او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند اسباب پیدا كړي دي، تاسو بېخي ډېر لږ شكر وباسئ 7|11|او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل، بیا مونږ ملايكو ته وویل: د ادم لپاره سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه سِوا له ابلیس نه، هغه له سجده كوونكو څخه نه و 7|12|وویل (الله): ته څه شي منع كړې، چې سجده دې ونه كړه كله چې ما تا ته حكم وكړ؟ وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى 7|13|(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه كوز شه، پس تا ته دا حق نشته چې ته په دې (جنت) كې تكبر وكړې، نو ته وځه، بېشكه ته له ذلیلو څخه يې 7|14|وویل (ابلیس چې اى الله!) ته ما ته مهلت راكړه، تر هغې ورځې پورې چې خلق به راژوندي كولى شي 7|15|وویل (الله): بېشكه ته له مهلت وركړى شويو څخه يې 7|16|(ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم 7|17|بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې 7|18|وویل (الله): وُځه ته له دې ځاى نه، چې بدحاله غمجن كړى شوى، رټلى شوى يې، یقینًا په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه (، نو) خامخا لازمًا به زه له تاسو ټولو نه جهنم ډكوم 7|19|او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (، ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ 7|20|نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي۔ او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه 7|21|او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو څخه یم 7|22|نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې ایا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وویلي چې بېشكه شیطان تاسو دواړو لپاره ښكاره دښمن دى؟ 7|23|دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو 7|24|وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او تاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي 7|25|(الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكلى كېږئ 7|26|اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي 7|27|اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور او پلار له جنت نه وښكل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل د شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغه قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي 7|28|او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (، نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ 7|29|ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ 7|30|یوې ډلې ته يې هدایت كړى دى او بله ډله (يې ګمراه كړې ده) چې په هغو باندې ګمراهي ثابته شوې ده، بېشكه دوى له الله نه سِوا شیطانان (د ځان) دوستان نیولي وو او دوى دا ګمان كاوه چې بېشكه همدوى نېغه لار موندونكي دي 7|31|اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) واخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي 7|32|ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي 7|33|ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله هغه (الله) هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ 7|34|او د هر امت لپاره یوه نېټه ده، نو كله چې د دوى نېټه راشي، دوى به نه یوه ګړۍ تاخیر كوي او نه به دوى ړومبى كېږي 7|35|اى د ادم اولاده! كه لازمًا تاسو ته له هم ستاسو نه رسولان راشي، چې تاسو ته زما ایتونه بیانوي، نو هغه څوك چې پرهېزګاره شو او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي 7|36|او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى او له هغو نه يې سركشي (لويي) كړې ده، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 7|37|نو د هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي؟ دغه كسان دي چې دوى ته به له لیكل شوي (عمر، رزق وغیره) نه خپله برخه ورسېږي، تر دې چې كله دوى ته زمونږ استازي راشي، چې دوى مړه كوي (، نو ورته) وايي به: چېرته دي هغه معبودان چې تاسو به له الله نه غیر بلل؟ هغوى به ووايي: هغه له مونږ نه ورك شول، او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وكړي دا چې بېشكه دوى كافران وو 7|38|(ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دا كسان چې دي مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ 7|39|د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول 7|40|بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلې دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو 7|41|د دوى لپاره له جهنم څخه فرش دى او د دوى له پاسه به (د اور) اغوستنى وي او همدارنګه مونږ ظالمانو ته سزا وركوو 7|42|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه د وَس مطابق، دغه كسان د جنت ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 7|43|او مونږ به راوباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، د هغو له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې د هغه الله لپاره دي چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځولى شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول 7|44|او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي دا چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى دا اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى 7|45|هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي او هم دوى د اخرت منكر دي 7|46|او د دواړو په مینځ كې پرده ده او د اَعراف له پاسه به كسان وي چې دوى به هر یو (له جنتیانو او دوزخیانو نه) په خپلو علامو سره پېژني او دوى به جنتیانو ته اواز وكړي دا چې په تاسو دې سلام وي، دوى هغه (جنت) ته داخل شوي نه دي او دوى (د جنت) طمع لري 7|47|او كله چې د دوى سترګې د دوزخیانو په طرف واړولى شي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! مونږ له ظالم قوم سره مه یو ځاى كوه 7|48|او د اَعراف ملګري به داسې سړیو ته اواز وكړي چې دوى به يې په خپلو نښو سره پېژني، دوى به (ورته) وايي: تاسو ته نه خو ستاسو ډلې فايده درورسوله او (نه) هغه چې تاسو به تكبر كاوه 7|49|ایا دا هغه كسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې الله به دوى ته رحمت ونه رسوي (دوى ته ویل شوي دي چې) تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ 7|50|او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي دا چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوئ كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي 7|51|هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ هېر كړو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه 7|52|او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي 7|53|دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول 7|54|بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى 7|55|تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي 7|56|او تاسو په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، او تاسو هغه (الله) رابلئ په وېرې سره او په طمع سره، بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى 7|57|او دى همغه ذات دى چې هواګانې لېږي، چې د هغه له رحمت نه وړاندې زېرى وركوونكې وي، تر دې چې كله دا (هواګانې) درنې ورېځې راپورته كړي (، نو) مونږ هغه مړ ښار ته روانوو، نو مونږ په دې سره اوبه نازلوو، نو په هغو سره هر قسمه مېوې راوباسو، همدارنګه به مونږ مړي راوباسو، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ 7|58|او پاكیزه ښار، د هغې زرغونه د خپل رب په حكم سره راوځي او هغه (ځمكه) چې خرابه (ښوره) وي (د هغې زرغونه) نه راوځي مګر ناقصه، همدارنګه مونږ ایتونه بیا، بیا بیانوو د هغه قوم لپاره چې شكر وباسي 7|59|یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه په تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم 7|60|د هغه د قوم سردارانو وویل: بېشكه مونږ تا لازمًا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو 7|61|هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ ګمراهي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم 7|62|زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او ستاسو خیرخواهي كوم او زه د الله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ 7|63|ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى په داسې سړي چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي او د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ او د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 7|64|نو هغوى دا دروغژن وګاڼه، نو مونږ هغه ته او هغو كسانو ته چې له ده سره په كشتۍ كې وو، نجات وركړ او هغه كسان مو غرق كړل چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي وو، بېشكه هغوى ړانده خلق وو 7|65|او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ! 7|66|د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا په تا ګمان كوو له دروغجنو څخه 7|67|هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ بېوقوفي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم 7|68|زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او زه ستاسو لپاره خیرخواه، امانت دار یم 7|69|ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى په داسې سړي باندې چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي، او تاسو هغه وخت رایاد كړئ كله چې يې تاسو له نوح نه پس خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړئ او تاسو ته يې په تخلیق كې زیات فراخ والى دركړ، نو تاسو د الله نعمتونه یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 7|70|هغوى وویل: ایا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې تهٔ مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې 7|71|هغه وویل: یقینًا پر تاسو باندې د خپل رب له جانبه عذاب او غضب ثابت شو، ایا تاسو زما سره په هغو نومونو كې جګړه كوئ چې هغه تاسو پخپله او ستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم 7|72|نو مونږ هغه (هود) ته او هغو كسانو ته چې له ده سره يې ایمان راوړى و، په خپل رحمت سره نجات وركړ او د هغو كسانو جرړه (بېخ) مو غوڅه كړه چا چې زمونږ ایتونه دروغ ګڼلي وو او هغوى له سره مومنان نه وو 7|73|او ثمودیانو ته مو د هغوى ورور صالح (لېږلى و)، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راغلې ده۔، دا د الله اوښه ده ستاسو لپاره، چې نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك كوي او دې ته تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو لره به ډېر دردوونكى عذاب ونیسي 7|74|او تاسو هغه وخت یاد كړئ چې هغه (الله) تاسو له عادیانو نه پس خلیفګان (ځاى ناستي، نايبان) جوړ كړئ او تاسو ته يې په ځمكه كې ځاى دركړ، چې تاسو د دې (ځمكې) په نرمو هوارو ځایونو كې هسكې ماڼۍ جوړوئ او تاسو غرونه د كورونو لپاره توږئ (كنئ)، نو تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، چې فسادیان شئ 7|75|د هغه په قوم كې تكبر كوونكو مشرانو هغو كسانو ته وویل چې كمزوري كړى شوي وو، هغه چا ته چې له دوى څخه يې ایمان راوړى و: ایا تاسو پوهېږئ چې بېشكه صالح د خپل رب له جانبه رالېږل شوى (رسول) دى؟ هغو (كمزورو) وویل: بېشكه مونږ په هغه څه ایمان لرونكي یو چې په هغه سره هغه (صالح) رالېږل شوى دى 7|76|تكبر كوونكو كسانو وویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو پرې ایمان راوړى دى، كفركوونكي یو 7|77|نو هغوى د اوښې پړكي پرې كړل او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل: اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې 7|78|نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول دوى په خپلو كورونوكې پړمخې مړه پراته 7|79|نو هغه له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام درورساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ 7|80|او (لېږلى و مونږ) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسو داسې بدكار كوئ چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس له تاسو نه هغه (بدكار) ته ړومبـى شوى نه دى 7|81|بېشكه تاسو د شهوت (پوره كولو) لپاره سړیو ته ورځئ، په دې حال كې چې له ښځو بېلېږئ، بلكې تاسو له حد نه تېرېدونكى قوم یئ 7|82|او د هغه د قوم (بل) جواب نه و سِوا له دې نه چې دا خلق له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځان ډېر پاك ساتي 7|83|نو مونږ هغه ته او د هغه خاندان ته نجات وركړ؛ د هغه له ښځې نه سِوا، هغه په پاتې كېدونكو كې وه 7|84|او مونږ پر هغوى باندې ناشنا باران ووراوه، نو ته وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه و؟ 7|85|او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى، نو تاسو پېمانه او تول پوره كوئ او خلقو ته د هغوى شیان كم مه وركوئ او په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ 7|86|او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې په هغه (الله) ایمان راوړي او تاسو په هغې كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟ 7|87|او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې په هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى 7|88|د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! خامخا لازمًا به مونږ تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه وباسو، یا به تاسو خامخا لازمًا زمونږ دین ته راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو 7|89|یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې 7|90|او د هغه له قومه كافرو مشرانو وویل: یقینًا كه چېرې تاسو د شعیب تابعداري وكړه، بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له تاوانیانو څخه یئ 7|91|نو دوى زلزلې ونیول، نو دوى شول په خپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته 7|92|هغه كسان چې شعیب يې دروغجن ګڼلى و، (داسې هلاك شول) لكه چې دوى په دغو (كورونو) كې بېخي اباد نه وو، هغه كسان چې شعیب يې دورغجن ګڼلى و، هم هغوى تاوانیان وو 7|93|نو دى له هغوى نه وګرځېده او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغامونه درورسول او ستاسو خیرخواهي مې وكړه، نو زه څنګه په كافر قوم باندې افسوس وكړم 7|94|او مونږه په هېڅ یو كلي كې هېڅ یو نبي نه و لېږلى مګر دا چې مونږ به د هغه (كلي) اوسېدونكي په سختۍ او تكلیف كې ونیول، د دې لپاره چې دوى (الله ته) زاري وكړي 7|95|بیا مونږ د بدۍ په ځاى خوشحالي په بدل كې وركړه، تر دې چې دوى ډېر شول او ويې ويل: یقینًا زمونږ پلرونو ته (هم) زمونږ په شان تكلیف او خوشحالي رسېدلې وه، نو مونږه دوى ناڅاپه راونیول او دوى شعور نه لاره 7|96|او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې د اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول 7|97|ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب د شپې راشي، په داسې حال كې چې دوى ویده وي 7|98|ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب په څاښت كې راشي، په داسې حال كې چې دوى لوبې كوي 7|99|ایا نو دوى د الله له مكر (پټ تدبير) نه بې وېرې دي، پس د الله له مكر نه يواځې تاواني خلق بې وېرې كېږي 7|100|او ایا څرګنده شوې نه ده هغو كسانو ته چې د ځمكې له (مخكينو) اوسېدونكو نه وروسته دوى د هغې وارثان ګرځي دا چې كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به دوى ته د دوى د ګناهونو په وجه سزا وركړې وَى او مونږ به د دوى په زړونو باندې مهر ولګوو، بیا به دوى (هېڅ) نه ویني 7|101|دغه كلي دي چې مونږ يې تا ته څه خبرونه بیانوو، او یقینًا یقینًا دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو دوى كله هم داسې نه وو چې په هغه څه ایمان راوړي د څه چې يې مخكې تكذیب كړى و، همدارنګه الله د كافرانو په زړونو باندې مهر لګوي 7|102|او مونږ په دوى كې د زیاترو هېڅ وعده نه ده موندلې (چې دوى پرې وفا كړې وي) او بېشكه مونږ د دوى زیاتره لازمًا نافرمان (وعده ماتوونكي) موندلي دي 7|103|بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغه سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى په دې (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟ 7|104|او موسٰی وویل: اى فرعونه! بېشكه زه د رب العلمین له جانبه رسول یم 7|105|ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ولېږه) 7|106|وویل (فرعون) كه چېرې تا كومه نښه راوړې وي، نو هغه راوړاندې كړه، كه چېرې ته له رښتینو څخه يې 7|107|نو هغه خپله اَمسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه ښكاره اژدها وه 7|108|او خپل لاس يې راوښكه، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپین و 7|109|د فرعون د قوم مشرانو وویل: بېشكه دا خامخا ډېر پوه جادوګر دى 7|110|دا غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو څه حكم كوئ 7|111|(خلقو) وویل: ته ده ته او د ده ورور ته مهلت وركړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه 7|112|چې تا ته هر ښه پوه جادوګر راولي 7|113|او جادوګر فرعون ته راغلل، ويې ويل: بېشكه زمونږ لپاره به لازمًا اجرت وي كه چېرې همدا مونږ غلبه موندونكي شو 7|114|(فرعون) وویل: هو! یقینًا لازمًا تاسو به له مقربینو څخه یئ 7|115|(جادوګرو) وویل: اى موسٰی! یا ته (امسا) وغورځوه او یا به همدا مونږ (خپلو رسيو او امساګانو لره) غورځوونكي یو 7|116|ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ 7|117|او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول 7|118|نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول 7|119|نو دوى (ساحران) په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپك وګرځېدل 7|120|او (جادوګر) وغورځول شول، په دې حال كې چې سجده كوونكي وو 7|121|ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ 7|122|د موسٰی او د هارون په رب 7|123|فرعون وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا لازمًا یو مكر (سازش) دى چې تاسو په دې ښار كې (دا) مكر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له دې (ښار) نه د هغه اوسېدونكي وباسئ، نو ژر به تاسو پوه شئ 7|124|خامخا لازمًا به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادلې بدلې غوڅې كړم، بیا به خامخا لازمًا تاسو ټول په دار كړم 7|125|وویل (جادوګرو): بېشكه مونږ د خپل رب په طرف بېرته ورتلونكي یو 7|126|او ته بدې نه ګڼې زمونږ نه (هېڅ عمل) سوا له دې نه چې مونږ د خپل رب په ایتونو ایمان راوړى دى، كله چې دا (ایتونه) مونږ ته راغلل، اى زمونږه ربه! ته پر مونږ باندې صبر راتوى كړه او مونږ ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمانان یو 7|127|او د فرعون د قوم مشرانو (فرعون ته) وویل: ایا ته موسٰی او د هغه قوم د دې لپاره (ازاد) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى وكړي او تا او ستا معبودان پرېږدي، وویل (فرعون): ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو 7|128|موسٰی خپل قوم ته وویل: تاسو له الله نه مدد وغواړئ او صبر كوئ، بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى 7|129|(بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟ 7|130|اویقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د میوو په كم والي سره نیولي وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني 7|131|نو كله چې به په دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: هم زمونږ لپاره دا ده او كه چېرې په دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو؛ نیوله، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي 7|132|او دوى به (موسٰی ته) ویل: ته چې مونږ ته هر قسمه نښه راوړې؛ د دې لپاره چې په هغې سره ته په مونږه جادو وكړې، نو مونږه په تا باندې كله هم ایمان راوړونكي نه یو 7|133|نو مونږه په دوى باندې (وار په وار) طوفان، او ملخان او سپږې او چیندخې او وینه راولېږله، چې بېلې بېلې نښې وې، بيا هم هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرم قوم وو 7|134|او كله چې په دوى باندې عذاب راپرېوت (، نو) ويې ويل: اى موسٰی: ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه په هغه څه سره چې له تا سره يې وعده كړې ده، یقینًا كه ته زمونږ نه عذاب لرې كړې، مونږ به خامخا لازمًا په تا ایمان راوړو او خامخا لازمًا به له تا سره بني اسرائیل ولېږو (خوشې كړو) 7|135|نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ تر هغې مودې پورې چې دوى هغې ته رسېدونكي وو، ناڅاپه به دوى وعده ماته كړه 7|136|نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس په سمندر كې مو غرق كړل، ځكه چې یقینًا هغوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و او له هغو نه غافله وو 7|137|او مونږه هغه خلق چې ضعيفه كولى شول د ځمكې د مشرقي اړخونو او د هغې د مغربي اړخونو وارثان وګرځول، هغه (اړخونه) چې مونږ په هغو كې بركت اچولى دى، او ستا د رب ډېره ښه كلمه په بني اسرائیلو باندې تمامه شوه، د دوى د صبر كولو په سبب او مونږه تباه كړې هغه (ودانۍ) چې فرعون او د هغه قوم به جوړولې او هغه چې دوى به لوړولې 7|138|او مونږه بني اسرائیل په سمندر پورې اېستل، نو دوى په داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو په عبادت قايم وو، وویل (بني اسرائیلو:) اى موسٰی! مونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ 7|139|بېشكه دا خلق (چې دي) تباه دى هغه (دین) چې دوى په هغه كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي 7|140|(موسٰی) وویل: ایا زه تاسو ته له الله نه سِوا معبود ولټوم، حال دا چې هغه (الله) تاسو په عالمونو باندې غوره كړي یئ 7|141|او كله چې مونږ تاسو ته له فرعونیانو نه نجات دركړ، چې تاسو ته به يې سخت عذاب دررساوه، چې ستاسو زامن به يې وژل او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و 7|142|او مونږ له موسٰی سره د دېرشو شپو وعده وكړه او مونږ هغه په لسو (نورو) سره پوره كړې، نو ستا د رب ټاكلې موده څلوېښت ورځې پوره شوه، او موسٰی خپل ورور هارون ته وویل: ته زما په قوم كې زما نايب جوړ شه او اصلاح كوه او د ورانكارو د لارې پیروي مه كوه 7|143|او كله چې موسٰی زمونږ ټاكلي وخت ته راغى او خپل رب يې ورسره خبرې وكړې، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، وویل: (رب:) ته به ما (په دنیا كې) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه په خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو ژر ده چې ته به ما ووینې، نو كله چې خپل رب يې غر ته تجلي وكړه (، نو) هغه يې ذرې ذرې وګرځاوه او موسٰی بېخوده پرېوتلو، نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، ما تا ته توبه وښكله او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم 7|144|وویل: (الله:) اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه 7|145|او مونږ د هغه لپاره په تختیو كې له هر شي نه نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه، نو ته دا په قوت سره ونیسه او خپل قوم ته حكم وكړه چې د دې په غوره (احكامو) عمل وكړي، ژر به زه تاسو ته د فاسقانو استوګنه وښیم 7|146|عنقریب به زه له خپلو ایتونو نه هغه كسان واړوم چې په ځمكه كې ناحقه تكبر كوي او كه دوى هره نښه وویني (، بیا هم) په هغې ایمان نه راوړي او كه چېرې دوى د هدایت لار وویني (، نو) هغه خپله لار نه غوره كوي، او كه چېرې د ګمراهۍ لار وویني (، نو) هغه خپله لار ګرځوي، دا ځكه چې یقینًا دوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى دى، او دوى له هغو نه غافله وو 7|147|او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، د هغوى عملونه برباد شول، دوى ته به بدله نه وركول كېږي مګر د هغو كارونو چې دوى به كول 7|148|او د موسٰی قوم د هغه (له تلو) نه پس د خپلو كالیو (زیوراتو) نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه لپاره د سخي اواز و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دا (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو 7|149|او كله چې دوى پښېمانه شول او پوه شول چې یقینًا دوى ګمراه شوي دي، ويې ويل: كه چېرې زمونږ رب پر مونږ رحم ونه كړي او مونږ ته بخښنه ونه كړي (، نو) مونږ به خامخا ضرور له تاوانیانو څخه شو 7|150|او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: بد دى هغه چې له ما نه وروسته تاسو زما ځاى ناستى كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه 7|151|(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږه په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې 7|152|بېشكه هغه كسان چې سخى يې (معبود) نیولى دى، ژر به دوى ته د خپل رب له جانبه غضب ورسېږي او په دنيايي ژوند كې ذلت او همدارنګه مونږ بهتان تړونكو ته سزا وركوو 7|153|او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 7|154|او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي 7|155|او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، وویل (موسٰی:) اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، تا به دوى مخكې هلاك كړي و او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې پر مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او په نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې 7|156|او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، وویل (الله:) زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شي لره راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ په ایتونو ایمان لري 7|157|هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه چې په دوى وو، نو هغه كسان چې په ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازله كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي 7|158|ته ووایه: اى خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د الله (رالېږل شوى) رسول یم، هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، ژوندي كول كوي او مرګ وركوي، نو تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې په الله او د هغه په كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ 7|159|او د موسٰی په قوم كې یو ډله ده چې په حقه سره لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي 7|160|او مونږ دغه بني اسرائیل بېل بېل كړل دولس قبیلې، ډلې ډلې او مونږ موسٰی ته وحي وكړه، كله چې له هغه نه خپل قوم اوبه وغوښتې، چې ته په خپلې امسا سره كاڼى ووهه، نو له هغه نه دولس چینې جاري شوې، تحقیق ټولو خلقو خپل خپل ګودر وپېژنده او مونږه پر هغوى باندې وریځ سيورى كړه او پر هغوى باندې مو ’’مَنْ‘‘ او ’’سَلْوٰی‘‘ نازل كړل، تاسو د هغو پاكیزه څیزونو نه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او دوى پر مونږ ظلم نه و كړى او لېكن دوى خاص په خپلو ځانونو ظلم كاوه 7|161|او كله چې دوى ته وویل شول چې تاسو په دې كلي كې اوسئ او له دې (كلي) نه خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه شي، او تاسو وایئ: وبخښه (زمونږ ګناهونه) او په دروازه كې سجده كوونكي داخل شئ، مونږ به ستاسو ګناهونه وبخښو، ژر به مونږ نېكي كوونكو ته نور زیات (ثواب) وركړو 7|162|نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه 7|163|او ته له دوى نه د هغه كلي په باره كې تپوس وكړه چې د سمندر په غاړه و، كله چې به دوى د خالي په ورځ له حد نه تېرېدل، كله چې به دوى ته د دوى د خالي په ورځ خپل كبان ښكاره راتلل، او په هغې ورځ كې چې دوى به په خالي كې نه وو داخل (، نو) دوى ته به نه راتلل، همدارنګه مونږه دوى ازمایو، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله 7|164|او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: ولې تاسو داسې قوم ته نصیحت كوئ چې الله د هغه هلاكوونكى دى، یا هغه ته ډېر سخت عذاب وركوونكى دى؟ هغوى وویل: خپل رب ته د عذر وړاندې كولو لپاره او د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي 7|165|نو كله چې دوى هغه (دین) پرېښوده چې په هغه سره ورته نصیحت شوى و، مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې له بدۍ نه يې منع كوله او په ډېر سخت عذاب سره مو هغه كسان راونیول چې ظلم يې كړى و، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله 7|166|نو كله چې دوى سركشي وكړه له هغه څه نه چې ترې منع شوي وو، مونږ دوى ته وویل: تاسو ذلیله شادوګان شئ 7|167|او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې خامخا ضرور به په دوى باندې د قیامت د ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به سخت عذاب رسوي، بېشكه ستا رب خامخا ډېر تېز عذاب والا دى او بېشكه هغه خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 7|168|او مونږه دوى په ځمكه كې بېل بېل كړل، څو ډلې، ځینې له دوى نه نېكان دي او ځینې له دوى نه راكم دي، او مونږ دوى په نعمتونو او تكلیفونوسره وازمایل، د دې لپاره چې دوى راوګرځي (الله ته) 7|169|نو له دوى نه وروسته داسې نالايقه خلق د دوى ځاى ناستي شول، چې د كتاب وارثان شول، چې د دې ډېر خسیسې (دنیا) سامان اخلي او (بیا هم) وايي: ژر به مونږ ته بخښنه وشي او كه چېرې دوى ته د دې په مثل سامان راشي (، نو) هغه (هم) اخلي، ایا له دوى نه په كتاب كې پخه وعده نه وه اخيستل شوې چې دوى به په الله باندې نه وايي مګر حقه خبره او دوى هغه (احكام) لوستي وو چې په هغه (كتاب) كې وو، او د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو ولې له عقل نه كار نه اخلئ 7|170|او هغه كسان چې كتاب ښه ټینګ نیسي او لمونځ قايموي، بېشكه مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو 7|171|او كله چې مونږ د دوى له پاسه غر راپورته كړ، ګویا كې هغه سايبان دى، او دوى یقین وكړ چې بېشكه دا په دوى راپرېوتونكى دى، تاسو په قوت سره ونیسئ هغه (تورات) چې مونږ تاسو ته دركړى دى او یاد كړئ هغه څه چې په دې كې دي، د دې لپاره چې تاسوپرهېزګاره شئ 7|172|او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغوى له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ ګواهي وكړه، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږه له دې نه غافله وو 7|173|یا دا و (نه) وایئ چې بېشكه خبره دا ده چې شرك زمونږ پلرونو كړى و مخكې، او مونږ له هغوى نه وروسته (د هغوى) اولاد وو، ایا ته به مونږ په هغه څه سره هلاكوې چې باطل پرستو كړي دي؟ 7|174|او همدارنګه مونږ په تفصیل سره ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى راوګرځي (له تقلیده) 7|175|او ته دوى ته د هغه كس خبر ولوله چې مونږ هغه ته خپل ایتونه وركړي وو، نو دى له هغو نه ووتلو، نو شیطان د هغه پسې شو، نو له ګمراهانو څخه شو 7|176|او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي 7|177|د مثال له مخې هغه قوم بد دى چې زمونږ د ایتونوتكذیب يې كړى دى او دوى به خاص په خپلو ځانونو ظلم كاوه 7|178|چا ته چې الله هدایت په نصیب كړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې هغه (الله) يې ګمراه كړي، نو همدغه خلق تاوانیان دي 7|179|او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي 7|180|او خاص د الله لپاره ترټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو دى په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه (الله) په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به دوى ته د هغو عملونو سزا وركړى شي چې دوى به كول 7|181|او له هغو كسانو څخه چې مونږ پیدا كړي دي؟ یوه ډله ده چې په حقه سره نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي 7|182|او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو يې تكذیب كړى دى؛ ژر به مونږ دوى له داسې لوري په تدریج سره راونیسو چې دوى به نه پوهېږي 7|183|او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما تدبیر (چل) ډېر مضبوط دى 7|184|ایا دوى فكر نه دى كړى، چې د دوى په ملګري پورې هېڅ لیونتوب نشته، نه دى هغه مګر یو ښكاره وېروونكى 7|185|ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت كې غور نه دى كړى او په هغه كې چې الله څه شى هم پیدا كړى دى او په دې كې چې كېدى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى په كومه خبره ایمان راوړي؟ 7|186|هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او هغه (الله) دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي 7|187|دوى له تا نه د قیامت په باره كې سوال كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغه علم زما له رب سره دى، په خپل وخت يې نه ظاهروي مګر هغه، دا (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، په تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي 7|188|ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه په غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي 7|189|همدغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې هغه (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو د له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو 7|190|نو كله چې هغه (الله) (نو) دوى ته روغ بچى وركړ، دوى د هغه (الله) لپاره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغو نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي 7|191|ایا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا كاوه شي 7|192|او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي 7|193|او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره برابره ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه یئ 7|194|بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ 7|195|ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره هغوى تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا ما سره چل وكړئ، پس ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ 7|196|بېشكه زما مدد كوونكى هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي 7|197|او هغه خلق چې تاسو يې له هغه (الله) نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه د خپلو ځانونو سره مدد كولى شي 7|198|او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى نه اوري او ته به دوى وینې چې تا ته ګوري، په داسې حال كې چې لیدل نه كوي 7|199|ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو عادت راخپل كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه 7|200|او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه وغواړه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 7|201|بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، نو ناڅاپه دوى لېدونكي وي 7|202|او د دوى وروڼه دوى لره په ګمراهۍ كې راكاږي، بیا دوى هېڅ كمى نه كوي 7|203|او كله چې ته دوى ته څه نښه رانه وړې، دوى وايي: ولې دې له خپله ځانه غوره نه كړه، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې زه د هغه څه پیروي كوم چې ما ته د خپل رب له جانبه وحي كېږي، دا ستاسو د رب له جانبه د پوهنې دلايل دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان لري 7|204|او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه ښه اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 7|205|او ته خپل رب سبا او بېګاه په خپل زړه كې یادوه په عاجزۍ او وېرې سره او له اوچت اواز نه ټیټ د خبرو (په انداز) كې او له غافلانو څخه مه كېږه 7|206|بېشكه هغه كسان چې له خپل رب سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او د هغه پاكي بیانوي او خاص هغه ته سجده كوي 8|1|دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او د رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ 8|2|بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي 8|3|هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي 8|4|همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى 8|5|لكه څنګه چې ته خپل رب له خپله كوره په حقه سره راوېستلى وې، او بېشكه یوه ډله له مومنانو څخه خامخا بدګڼونكې وه (په دې كار ناخوښه وو) 8|6|دوى له تا سره په حقه خبره كې جګړه كوله وروسته له هغه چې ښه ښكاره شوه، ګویاكې دوى مرګ ته بېول كېږي، په داسې حال كې چې دوى ویني 8|7|او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دا تاسو لپاره ده او تاسو (دا) خوښوله چې بېشكه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي 8|8|د دې لپاره چې حق څرګند ثابت كړي اوباطل ښكاره باطل كړي (د باطل باطلوالى ښكاره كړي) اګر چې مجرمان (دا) بدې وګڼي 8|9|كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه مدد كوونكى یم له تاسو سره په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي 8|10|او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 8|11|كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن لپاره، او پر تاسو باندې يې له اسمانه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي 8|12|كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو له دوى نه (هر بند او) ټولې ګوتې ووهئ 8|13|دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب وا لا دى 8|14|دا (دنيايي سزا ده) نو تاسو دا وڅَكئ او دا چې بېشكه د كافرانو لپاره د اور عذاب دى 8|15|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ 8|16|او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نویقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى 8|17|نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه د خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 8|18|دا (احسان لازم و) او دا چې بېشكه الله د كافرانو چلونو (سازشونو) لره ضعيفه كوونكى دى 8|19|كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفرته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى 8|20|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، په دې حال كې چې تاسو اورئ 8|21|او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل) 8|22|بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر كاڼه خلق دي، ګونګیان دي، هغه چې له عقل نه كار نه اخلي 8|23|او كه چېرې الله ته په دوى كې څه خیر (انابت) معلوم وَى (، نو) خامخا به يې دوى ته اورولي وَى او كه چېرې دوى ته يې (له انابته بغير) اورولي وَى، نو دوى به خامخا ګرځېدلي وو، په دې حال كې چې دوي به اعراض كوونكي وو 8|24|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه په مینځ كې حايل (ركاوټ) كېږي او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ 8|25|اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى 8|26|او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكېزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 8|27|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ 8|28|او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دى او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى 8|29|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى 8|30|او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله ترټولو بهتر تدبیر كوونكى دى 8|31|او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: تحقیق مونږ واورېده، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه دي 8|32|او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه 8|33|او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي 8|34|او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، حال دا چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي 8|35|او د بیت الله په خوا كې د دوى لمونځ نه و مګر شپیلي وهل او لاسونه ټكول (پړقول)، نو تاسو عذاب وڅَكئ په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه 8|36|بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلق) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى به جهنم ته ورجمع كولى شي 8|37|د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دى 8|38|ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې شوي دي او كه چېرې دوى راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلق طریقه (سنت) تېره شوې ده 8|39|او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پوري چې فتنه پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى منع شي، نو بېشكه الله په هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى 8|40|او كه چېرې دوى وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى 8|41|او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې واخلئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو، او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره۔، كه چېرې یئ تاسو چې په الله ایمان لرئ او په هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله مخامخ شوې۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 8|42|كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه۔ او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، خامخا به تاسو په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 8|43|كله چې الله تا ته ستا په خوب كې هغوى ښه لږ ښودل او كه چېرې تا ته يې هغوى ډېر زیات ښودلي وَى، (نو) تاسو به خامخا بې زړه شوي وى او تاسو به په خپل مینځ كې په دې كار كې خامخا جګړه كړې وَى او لېكن الله (ستاسو) ساتنه وكړه، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى 8|44|او كله چې يې تاسو ته هغوى، ستاسو له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي 8|45|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د كومې (كافرې) ډلې سره مخامخ شئ، نو ثابت قدم اوسئ او الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 8|46|او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى 8|47|او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي 8|48|او (یاد كړئ) هغه وخت چې شیطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته كړل او ويې ويل: نن ورځ پر تاسو باندې له خلقو څخه هیڅوك غالب راتلونكى نشته او بېشكه زه ستاسو ساتونكى یم، نو كله چې دواړه ډلې یو تربله مخامخ شوې، بېرته په منډه په شا لاړ او ويې ويل: بېشكه زه له تاسو بېزاره یم، بېشكه زه هغه څه وینم چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه زه له الله څخه وېرېږم او الله ډېر سخت عذاب والا دى 8|49|كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى 8|50|او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ 8|51|دا په سبب د هغه (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله په بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى 8|52|لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى 8|53|دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزوكړى وي تر هغه پورې چې هغوى هغه بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 8|54|لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او (دوى) ټول ظالمان وو 8|55|بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي 8|56|هغه كسان چې تا له دوى سره معاهده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپله عهد (تړون) ماتوي او دوى نه وېرېږي 8|57|نو كه كله هم ته دوى په جنګ كې ومومې، نو دوى ته په سزا وركولو سره هغه كسان تیت او پرك كړه چې د دوى وروسته دي، لپاره د دې چې دوى (وروستني خلق) نصیحت ومومي 8|58|او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نوته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي 8|59|او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى 8|60|او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژني، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او په تاسو به ظلم نه كېږي 8|61|او كه دوى (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 8|62|او كه دوى له تا سره د دوكې كولو اراده وكړي، نو بېشكه تا لپاره الله كافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط كړى يې 8|63|او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 8|64|اى نبي! تا لپاره او ستا پیروي كوونكو مومنانو لپاره الله كافي دى 8|65|اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي 8|66|اوس الله په تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (، نو) په دوه سوه به غالبه شي۔ او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (، نو) په دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى 8|67|د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه لپاره دې بندیان وي، تر هغه چې وینې توئ كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى 8|68|كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (، نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و 8|69|نو تاسو خورئ له هغه (ماله) چې تاسو په غنیمت اخيستى دى، چې حلال پاكیزه دى، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 8|70|اى نبي! ته هغو بندیانو ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (، نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 8|71|او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 8|72|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مرسته يې كړې ده، دغه كسان یو تر بله دوستان دي او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې نه دى كړى (، نو) تاسو لپاره د هغوى له دوستۍ نه هېڅ شى نشته تر هغه پورې چې دوى هجرت وكړي او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى 8|73|او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ دوى یو تر بله دوستان دي، كه تاسو دا (كارونه) ونه كړئ (، نو) په ځمكه كې به لویه فتنه او ډېر لوى ورانى جوړ شي 8|74|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى 8|75|او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى 9|1|(دا) د الله او د هغه د رسول له جانبه بیزاري او صاف ځواب دى، په مشركانو كې هغو كسانو ته چې تاسو ورسره عهد كړى و 9|2|نو (اى مشركانو!) تاسو په دغه ځمكه كې څلور میاشتې (په امن سره) ګرځئ او پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او دا چې یقینًا الله كافرانو لره رسواكوونكى دى 9|3|او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 9|4|مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي 9|5|نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ۔، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 9|6|او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي 9|7|د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو ترڅو پورې چې هغوى تاسو لپاره (په عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (په عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي 9|8|څنګه (كېدى شي د دوى لپاره عهد!) حال دا چې كه دوى پر تاسو باندې لاس بري شي (، نو بیا) دوى ستاسو په حق كې نه خپلولۍ ته ګوري او نه عهد ته، دوى تاسو په خپلو خولو سره راضي كوي او د دوى زړونه انكار كوي او د دوى اكثره فاسقان دي 9|9|دوى د الله د ایتونو (د پرېښودلو) په بدل كې لږ قیمت اخيستى دى، نو منع شوي دي د هغه له لارې نه، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه عمل چې دوى به كاوه 9|10|دوى د مومن په باره كې نه د خپلولۍ لحاظ كوي او نه د عهد، او همدغه كسان (له حد نه) تېرېدونكي دي 9|11|نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې او مونږ په تفصیل سره بیانوو ایتونه د هغه قوم لپاره چې پوهېږي 9|12|او كه دوى خپل قسمونه له خپل عهد نه پس مات كړل او ستاسو په دین كښی يې عیبونه راوېستل شروع كړل، بیا نو د كفر له امامانو (مشرانو) سره جنګ كوئ، بېشكه دوى (چې دي) د دوى لپاره هېڅ قسمونه نشته، د دې لپاره چې دوى منع شي 9|13|ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګیږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى په تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حق دار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ 9|14|له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى لره ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا وركړي 9|15|او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او الله چې په چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 9|16|ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لاتر اوسه الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او الله ښه خبردار دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ 9|17|د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي 9|18|د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې په الله او د اخرت په ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي 9|19|ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د الله په نیز برابر نه دي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي 9|20|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دي، اوهمدغه كسان كامیاب دي 9|21|دوى ته خپل رب له خپل جانب نه د رحمت او رضامندۍ او د داسی جنتونو زېرى وركوي چې د دوى لپاره به په هغو كې همېشنى نعمت وي 9|22|په دې حال كې چې په هغو كې به تل ترتله همېشه وي، بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډیر لوى اجر دى 9|23|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل پلرونه او خپل وروڼه دوستان مه نیسئ كه دوى كفر محبوب (او غوره) وګڼي په ایمان باندې، او په تاسو كې چې چا له دغو (كفارو) سره دوستي وكړه، نو همدغه كسان ظالمان دي 9|24|(اى پېغمبره!) (ته دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي 9|25|یقینًا یقینًا الله په ډېرو ځایونو كې ستاسو مدد كړى دى او د حنین په ورځ هم، كله چې خپل ډېر والي تاسو په تعجب كې اچولي وئ، بیا دا (ډېر والى) ستاسو هېڅ په كار رانغى او پر تاسو باندې ځمكه د هغې د ارتوالي باوجود تنګه شوه، بیا تاسو وګرځېدئ، په داسی حال كې چې شا كوونكي وئ 9|26|بیا الله خپل تسكین په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او داسې لښكرې يې نازلې كړې چې تاسو هغه نه وې لیدلې او كافر شويو خلقو ته يې عذاب وركړ او دا د كافرانو جزا ده 9|27|بیا به الله له دې نه بعد (په رحمت سره) رجوع وكړي په هغه چا چې يې وغواړي او الله ډېر بخښونكى، ښه حكمت والا دى 9|28|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 9|29|تاسو له هغو كسانو سره وجنګېږئ چې نه په الله ایمان راوړي او نه د اخرت په ورځ، او هغه څه ته حرام نه وايي چې الله او د هغه رسول حرام كړي دي او نه دینِ حق قبلوي، له هغو كسانو ځنې چې كتاب ورته وركړى شوى دى، تر دې چې دوى له خپله لاسه په داسې حال كې جزیه وركړي، چې دوى ذلیل وي 9|30|او یهودیانو وویل: عزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى، دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي! 9|31|دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي 9|32|دوى غواړي چې د الله رڼا په (پوكو د) خپلو خولو سره مړه كړي او الله انكار كوي مګر دا چې خپله رڼا پوره كړي اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي 9|33|دى هم هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي 9|34|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډیر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په باطلې طریقې سره یقینًا خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 9|35|په هغې ورځ چې د جهنم په اور كې به دغه (خزانې) ښې ګرمې كړى شي، بیا به په هغې سره د دوى تندي او د دوى اړخونه او د دوى شاګانې داغلى شي (او دوى ته به ویلى شي:) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره خزانه كړي وو، نو تاسو وڅَكئ هغه څه چې تاسو خزانه كول 9|36|بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى 9|37|اصل خبره دا ده چې تاخیر (د حرمت د یوې میاشتې بلې میاشتې ته) يواځې په كفر كې ډېر والى دى، په دې سره هغه كسان ګمراه كولى شي چې كافران شوي دي، دوى دغه (حرامه میاشت) یو كال حلاله ګڼي او یو كال هغه حرامه، د دې لپاره چې دوى د هغو (میاشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې دي، بیا حلالې كړي هغه (میاشتې) چې الله حرامې كړې دي، دوى ته خپل نا كاره عملونه ښايسته كړى شوي دي او الله كافر قوم ته هدایت نه كوي 9|38|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (، نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې په دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه 9|39|كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 9|40|كه تاسو د دغه (رسول) مرسته ونه وكړئ، نو یقینًا الله د هغه مدد كړى دى كله چې دې كافران شويو خلقو په داسې حال كې ووېست چې دویم د دوو و۔، كله چې هغوى دواړه په غار كې وو، كله چې هغه خپل ملګري ته ویل: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى، نو الله په هغه باندې خپل تسكین نازل كړ او هغه يې په داسې لښكرو سره مضبوط كړ چې تاسو هغه نه دي لیدلي، او د كافران شويو خلقو كلمه يې ترټولو ښكته كړه او د الله كلمه، همغه تر ټولو لوړه ده، او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى 9|41|تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ 9|42|كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى په الله قسمونه خوري كه زمونږ طاقت وى (، نو) ضرور به له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي 9|43|الله ته معاف كړې، د څه لپاره (او ولې) دې دوى ته (دپاتې كېدلو) اجازت وركړ؟ تر هغه پورې چې تا ته هغه كسان ښه ښكاره شوي وى چې رښتیا يې ویلي او تا دروغجن (هم) معلوم كړي وى 9|44|له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله په پرهېزګارانو ښه عالم دى 9|45|له تا نه اجازت يواځې هغه كسان غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري او د هغوى زړونه شكمن شوي دي، نو دوى په خپل شك كې حیرانه سرګردانه دي 9|46|او كه دوى (غزا ته) د وتلو اراده لرلى، نو ارومرو به دوى د دې (وتلو) لپاره د تیاري څه اسباب تیار كړي وو او لېكن الله د دوى پورته كېدل (د جهاد لپاره) نه و خوښ كړي، نو دوى يې په سست كولو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره 9|47|كه دوى په (لښكر د) تاسو كې وتلي وى (، نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ښه پوه دى 9|48|یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بدګڼونكي وو 9|49|په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: ما ته اجازت راكړه او ما په فتنه (ګمراهۍ) كې مه اچوه، خبردار شئ! هم دوى په فتنه كې غورځیدلي دي او بېشكه جهنم یقینًا كافرانو لره راګېروونكى دى 9|50|كه تا ته څه ښیګڼه درورسیږي (، نو) …دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت د رورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار (د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي 9|51|ته (دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، هم هغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي 9|52|ته (دوى ته) ووایه: تاسو زمونږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو تر ټولو غوره څیزونو كې د یو څیز، او مونږ ستاسو په باره كې انتظار كوو د دې چې الله تاسو ته عذاب درورسوي له خپل جانب نه، یا زمونږ په لاسونو سره، پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو 9|53|ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په رضا سره، یا (د اسلام) په زور سره، له سره به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان (كافران) یئ 9|54|او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي 9|55|نو تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته په دغو (څیزونو) سره په دنيايي ژوند كې عذاب وركړي او د دوى روحونه په داسې حال كې ووځي چې دوى كافران وي 9|56|او دوى په الله قسمونه خوري چې بېشكه دوى یقینًا له تاسو ځنې دي، حال دا چې دوى له تاسو څخه نه دي او لېكن دوى داسې قوم دى چې وېرېږي 9|57|كه دوى څه د پناه ځاى ومومي، یا غارونه، یا بل د ننوتلو ځاى (، نو) خامخا به دوى هغه ته وګرځي، په داسې حال كې چې دوى به منډې وهي 9|58|او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې د صدقاتو (د تقسیم) په باره كې په تا عیب لګوي، نو كه دوى ته له دې (صدقاتو) نه (څه) وركړى شي (نو) راضي كېږي او كه له دې نه ورته څه ورنه كړى شي (نو) سمدستي هماغه وخت غصه كېږي 9|59|او كه حقیقتًا دوى په هغه څه راضي شوي وى چې الله او د هغه رسول دوى ته وركړي دي او ویلي يې وى: زمونږ لپاره الله كافي دى۔، ژر به الله مونږ ته له خپله فضله راكړي او د هغه رسول (هم له بل غنیمت نه) بېشكه مونږ خاص الله ته رغبت كوونكي یو 9|60|بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره چې په دې باندې عامل (راټولوونكي) وي او د هغو لپاره د چا په زړونو كې چې الفت اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې (به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي، دغه مقرره (كړى شوې) فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 9|61|او په دوى كې ځینې هغه كسان دي چې نبي ته تكلیف رسوي او وايي: هغه (اورېدونكى) غوږ دى (هرڅه اوري او مني يې) ته ووایه: تاسو لپاره د خیر غوږ دى، په الله ایمان لري او په مومنانو باور كوي او په تاسو كې د هغو كسانو لپاره رحمت دى چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې د الله رسول ته تكلیف رسوي؛ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 9|62|تاسو لپاره دوى په الله قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو راضي كړي او الله او د هغه رسول زیات حقدار دي د دې چې دوى هغه راضي كړي، كه دوى ایمان راوړونكي وي 9|63|ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه شان دا دى چې څوك د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو (جزا د هغه دا ده چې) یقینًا هم د هغه لپاره د جهنم اور دى، چې په هغه كې به همېشه وي او همدغه ډېره لویه رسوايي ده 9|64|منافقان وېرېږي له دې نه چې په دوى باندې داسې سورت نازل كړى شي چې دې (مومنانو) ته د هغه څه خبر وركوي چې د دوي (منافقانو) په زړونو كې دي ته (ورته) ووایه: تاسو (دغه) استهزا مسخرې كوئ، بېشكه الله د هغه څه ښكاره كوونكى دى چې تاسو (ترې) وېرېږئ 9|65|او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟ 9|66|عذرونه (بهانې) مه جوړوئ، یقینًا تاسو له خپل ایمان راوړو نه وروسته كافران شوي یئ، كه مونږ په تاسو كې یوې ډلې ته معافي وكړو (، نو) بلې ډلې ته به عذاب وركړو، په سبب د دې چې هغوى په رښتیا مجرمان وو 9|67|منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې د ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نیكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) دي 9|68|الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله په دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى 9|69|(اى منافقانو! تاسو یئ) په شان د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، هغوى له تاسو نه د قوت په لحاظ ډېر سخت وو او د مالونو او اولادونو په لحاظ سره ډېر زیات وو، نو هغوى له خپلې برخې نه فايده واخيستله، بیا تاسو له خپلې برخې نه فايده واخيستله، لكه څنګه چې هغو كسانو د خپلې برخې نه فايده اخيستې وه چې له تاسو نه مخكې وو او تاسو هم په باطلو خبرو كې ښه داخل شوئ په شان د هغه (داخلېدلو) چې هغوى داخل شوي وو، دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت كې برباد شول او همدغه كسان تاوانیان دي 9|70|ایا دوى ته د هغو كسانو (د عذاب) خبر نه دى راغلى چې له دوى نه مخكې وو (یعنې) د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین والا او د چپه شويو كلیو (د قومِ لوط)، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو الله له سره داسې نه و چې پر دوى يې ظلم كړى وى او لېكن هغوى پخپله پر خپلو ځانونو ظلم كاوه 9|71|او مومن سړي او مومنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله په دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى 9|72|الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همیشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي۔ او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده 9|73|اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى 9|74|دوى په الله قسمونه خوري چې دوى (څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوى (په الله او د هغه په رسول، عیب ونه لګاوه مګر ځكه چې الله له خپل فضله دوى غنیان كړل او د هغه رسول (د غنیمتونه په تقسیم سره) نو كه دوى (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوى لپاره ډېر غوره وي او كه دوى وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي 9|75|او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (، نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرومرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو 9|76|نو كله چې هغه (الله) دوى ته له خپله فضله (مال) وركړ (، نو) په هغه (مال) يې بخل وكړ او وګرځېدل، په داسې حال چې اعراض كوونكي وو 9|77|نو هغه (الله) دوى ته د دې په نتیجه كې د دوى په زړونو كې داسې نفاق كېښود چې تر هغې ورځې پورې به وي چې له هغه (الله) سره ملاوېږي، په سبب د هغه چې دوى له الله سره د هغې خبرې مخالفت وكړ چې دوى له هغه سره وعده كړې وه او په سبب د دې چې دوى به دروغ ویل 9|78|ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى په پټو (نیتونو) او د دوى په پټو مشورو عالم دى او (دوى په دې نه دي پوه شوي) چې بېشكه الله په ټولو پټو خبرو ښه عالم دى 9|79|هغه كسان چې په نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او په هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دوى (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 9|80|ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي 9|81|وروسته پاتې كړى شوي خلق، له رسول الله نه شا ته، په خپلو كېناستو باندې خوشحاله شول او دوى بد وګڼل دا چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره كې جهاد وكړي او ويې ويل: تاسو په ګرمۍ كې (دې غزا ته) مه وځئ، ته ووایه: بېشكه د جهنم اور د ګرمۍ په لحاظ ډېر سخت دى، كه چېرې دوى پوهېدلى 9|82|نو دوى دې وخاندې (په دنیا كې) لږ او ودې ژاړي ډېر (په اخرت كې) (دا) جزا ده په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول 9|83|نو كه الله ته بېرته راوستې په دوى كې یوې ډلې ته، بیا دوى له تا نه (بلې غزا ته) د وتلو اجازت وغواړي، نو ته (ورته) ووایه: تاسو به له سره ونه وځئ (جهاد ته) زما سره، هیڅكله، او له سره به زما په ملګرتیا كې د كوم دښمن سره جنګ ونه كړئ، هیڅكله، بېشكه تاسو مخكې ځلې په ناسته راضي شوي وئ، نو (اوس) ناست اوسئ د وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، ماشومانو او عاجزو سړیو) سره 9|84|او په دوى كې چې كوم یومړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) په قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو 9|85|او تا دې په تعجب كې وانه اچوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، یقینًا الله همدا اراده لري چې دوى ته په دغو (مالونو او اولادونو) سره عذاب وركړي او روحونه يې ووځي، په داسی حال كې چې كافران وي 9|86|او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې په الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دوى كښی د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره 9|87|دوى په دې راضي شول چې د پاتې شويو (ښځو، ماشومانو) سره وي او د دوى په زړونو مهر لګول شوى دى، ځكه نو دوى نه پوهېږي 9|88|لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي 9|89|الله د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې همېشه اوسېدونكي به وي په هغو كې، همدغه ډېر لوى برى دى 9|90|او د اعرابو (بانډېسیانو) څخه عذر جوړونكي راغلل، د دې لپاره چې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړى شي او هغه كسان كېناستل چې الله او د هغه رسول ته يې دروغ ویلي وو، ژر به هغو كسانو ته، چې په دوى كې كافران شوي دي؛ ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي 9|91|هېڅ ګناه او جرم نشته په كمزورو او نه په مریضانو او نه په هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 9|92|او نه په هغو كسانو (څه حرج شته) چې هركله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى سترګې په اوښكو سره بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي 9|93|یقینا همداخبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو په هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي په دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي 9|94|دوى به تاسو ته عذرونه وړاندې كوي كله چې تاسو دوى ته بېرته راوګرځئ، ته (ورته) ووایه: تاسو عذرونه مه وړاندې كوئ۔، مونږ به له سره په تاسو باور ونه كړو، یقینًا مونږ، الله ستاسو له ځینو احوالو نه خبر كړي یو۔ او ژر ده چې الله او د هغه رسول به ستاسو عملونه وویني، بیا به تاسو د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته ورګرځولى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول 9|95|یقینًا دوى به تاسو ته په الله سره قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول 9|96|دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي 9|97|اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي له دې سره چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله په خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى 9|98|او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 9|99|او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نژدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نژدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 9|100|او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغه، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده 9|101|او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ دوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به دوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي 9|102|او (ځینې) نور (خلق) دي چې په خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به په دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 9|103|(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره تسكین دى او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 9|104|ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه له خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى 9|105|او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو په هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول 9|106|او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 9|107|اوهغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او له هغه د رسول سره جنګ كړى دى۔ او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي 9|108|ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه په تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي 9|109|ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، نو هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي 9|110|د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 9|111|بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى 9|112|(دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي۔ او ته مومنانو ته زېرى وركړه 9|113|د نبي او هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ روا نه دي چې د مشركانو لپاره مغفرت وغواړي اګر كه دغه (مشركان) د خپلولۍ والا وي، وروسته له دې نه چې دوى ته دا ښه ښكاره شوه چې یقینًا دوى د دوزخ والا دي 9|114|او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر آه كوونكى (په زړه نرم) ډېر تحمل والا و 9|115|او الله هیڅكله هم داسې نه دى چې یو قوم بې لارې كړي وروسته له دې چې دوى ته يې لاره ښودلې وي تر هغه پورې چې دوى ته هغه څه بیان كړي چې دوى ترې ځان وساتي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى 9|116|بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوندي كول كوي او هغه مړه كول كوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار 9|117|یقینًا یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې، په هغو كسانو باندې چې د تنګۍ په وخت كې يې د هغه متابعت وكړ، وروسته له دې چې قریب وه چې په دوى كې د یوې ډلې زړونه كاږه شي، بیا هغه (الله) په دوى باندې مهرباني وكړه، یقینًا هغه په دوى ډېرنرمي كوونكى، بې حده مهربان دى 9|118|او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په دوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او په دوى باندې خپل ځانونه (هم) تنګ شول او دوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم ده ته دى، بیا هغه (الله) په دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي۔، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى 9|119|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او له رښتینو سره ملګري شئ 9|120|د مدینې د خلقو لپاره او د دوى چاپېره د هغه چا لپاره چې اعرابیان دي، روا نه دي چې له رسول الله (ﷺ) نه شا ته پاتې شي او نه دا چې خپل ځانونه د هغه له ځان نه ښه او غوره وګڼي، دا ځكه چې یقینًا دوى چې دي، دوى ته نه څه تنده رسي او نه ستړي والى او نه لوږه د الله په لاره كې او نه دوى په كوم داسې ځاى قدمونه ږدي چې كفار په غصه كوي اونه رسي دوى دښمن ته په (هېڅ) رسېدلو سره (چې د هغوى وژل، بنديان كول او لوټ كول دي) مګر دوى ته په دې سره نېك عمل لیكلى شي، بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي 9|121|او نه دوى څه نفقه لګوي، نه وړه او نه لویه او نه څه میدان قطع كوي مګر د دوى لپاره (يې ثواب) لیكلى شي، د دې لپاره چې الله دوى ته د هغو بهترینو عملونو جزا وركړي چې دوى به كول 9|122|او مومنان داسې نه دي چې ټول له څېرمې ووځي، نو ولې نه وځي د دوى له هرې ډلې نه یو ټولګى؟ د دې لپاره چې دوى په دین كې ژوره پوهه پیدا كړي او خپل قوم ته انذار وركړي كله چې دوى ته راواپس شي، د دې لپاره چې دوى ووېرېږي 9|123|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له هغو كفارو سره وجنګېږئ چې تاسو ته نژدې دي او لازم ده چې دوى په تاسو كې سختي ومومي او تاسو پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارو ملګرى دى 9|124|او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د دوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې دوى ښه خوشالېږي 9|125|او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې مرض دى، نو دې (سورت) هغوى ته د هغوى له ګندګۍ سره ګندګي ور زیاته كړه او دوى مړه شول، په دې حال كې چې دوى كافران وو 9|126|او ایا دوى نه ګوري چې یقینًا دوى هر كال یو ځله، یا دوه ځله ازمايلى شي، بیا نه دوى توبه وباسي او نه دوى نصیحت اخلي 9|127|او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي د دوى ځینې ځینو (نورو) ته وګوري چې ایا تاسو څوك ویني؟ بیا واپس شي، الله د دوى زړونه ګرځولي دي، په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي 9|128|یقینًا یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ په ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى 9|129|نو كه چېرې دوى (د حق له قبلولو نه) وګرځي، نو ته ووایه: ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى۔ او هم هغه د عظیم عرش مالك دى 10|1|الف، لام، را، دا له حكمت نه د ډك كتاب ایتونه دي 10|2|ایا د خلقو لپاره دا تعجب دى چې مونږ په دوى كې یو سړي ته دا وحي وكړه چې ته خلق ووېروه او هغو كسانو ته زېرى وركړه چې ایمان يې راوړى دى چې یقینًا د دوى لپاره د خپل رب په نیز لویه رښتینې مرتبه ده۔ (نو) كافرانو وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادوګر دى 10|3|بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ 10|4|خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى په انصاف سره بدله وركړي او نېك عملونه يې كړي دي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه 10|5|هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ۔، الله دا (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي 10|6|بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي 10|7|بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او په دنيايي ژوند راضي شوي دي او په دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي 10|8|دغه كسان، د دوى استوګنه اور دى، په سبب د هغه چې دوى به كول 10|9|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي 10|10|د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى 10|11|او كه چېرې الله خلقو ته بدي جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نومونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي 10|12|او كله چې انسان ته تكلیف ورسېږي (نو) په خپل اړخ باندې (پروت)، یا ناست، یا په ولاړه مونږ بلي، نو كله چې مونږ له هغه نه د هغه تكلیف لرې كړو (نو داسې) تېرېږي لكه چې ده مونږ نه وو بللي (د) هغه تكليف (لرې كولو) ته چې ده ته ور رسېدلى و، همدارنګه له حد نه تېرېدونكو ته هغه عملونه ښايسته كړى شول چې دوى به كول 10|13|او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قرنونه (مخكیني خلق) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو 10|14|بیا مونږه له هغوى نه وروسته تاسو په ځمكه كې ځاى ناستي جوړ كړئ، د دې لپاره چې مونږ وګورو تاسو څنګه عمل كوئ 10|15|او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې د خپل ځانه تبدیلي وكړم۔، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم 10|16|ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (، نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغه تاسو په ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ 10|17|نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي، بېشكه شان دا دى چې مجرمان به خلاصى ونه مومي 10|18|او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله په هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي 10|19|او خلق نه وو مګر یو امت، بیا دوى مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي 10|20|او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نوتاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم 10|21|او كله چې مونږ په خلقو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په ایتونو كې مكر كوي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو جلت دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو مكر كوئ 10|22|هم هغه دى چې تاسو په وچه او بحر كې ګرځوي، تر دې چې كله تاسو په كښتیو كې (سواره) شئ، او دا (كښتۍ) له دوى سره په ښې (موافقې) هوا سره روانې شي او په دې سره دوى خوشحاله شي (، نو) په دې (كښتیو) باندې سخت تېز باد راشي او په دې (خلقو) باندې له هر ځایه چپې راشي او دوى یقین وكړي چې بېشكه دوى ګېر كړى شول (بیا) دوى الله بلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین (عبادت) خالص كوونكي وي (او وايي) یقینًا كه چېرې تا مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به هرومرو لازمًا له شكر كوونكو څخه شو 10|23|نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد كوي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو په هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول 10|24|بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمانه نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى په دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجوده نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي 10|25|او الله د سلامتۍ كور ته بلنه كوي او چا ته چې وغواړي هغه ته د نېغې لارې هدایت كوي 10|26|د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته) او د دوى مخونه به نه هېڅ تورګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي 10|27|او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 10|28|او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان په خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه 10|29|نو الله ښه كافي ګواه دى زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې، بېشكه شان دا دى چې مونږ ستاسو له عبادته یقینًا ناخبره وو 10|30|په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول 10|31|ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ! 10|32|نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟ 10|33|همدارنګه ستا د رب كلمه په هغو كسانو باندې چې فسق يې كړى دى، ثابته شوه چې یقینًا دوى ایمان نه راوړي 10|34|ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟ 10|35|ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو په تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟ 10|36|او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي 10|37|او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه پرته په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته 10|38|ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ 10|39|بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى۔، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟ 10|40|او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى 10|41|او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ 10|42|او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته په غور سره غوږ نیسي، ایا نو ته كڼو ته اورول كولى شي اګر كه دوى عقل هم ونه لري؟ 10|43|او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته ګوري، ایا نو ته ړندو ته لار ښودلى شي اګر كه هغوى لیدل هم نه كوي 10|44|بېشكه الله په خلقو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلق پر خپلو ځانونو ظلم كوي 10|45|او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو 10|46|او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږه يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي 10|47|او دهر امت لپاره یو رسول و، نو كله چې به د هغوى رسول راغى د هغوى په مینځ كې به په انصاف سره فیصله وكړى شوه، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېده 10|48|او دوى وايي: دا وعده كله ده كه چېرې تاسو رښتیني یئ؟ 10|49|ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یو نېټه ده (، نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى نه یوه ګړۍ وروسته كېږي اونه مخكې كېږي 10|50|ته (دوى ته) ووایه: تاسو خبر راكړئ! كه چېرې په تاسو د هغه عذاب د شپې راشي، یا د ورځې، (نو) څه دى هغه (عذاب) چې مجرمان يې په تلوار غواړي؟ 10|51|ایا بیا به تاسو په دې (عذاب) ایمان راوړئ كله چې واقع شي؟ ایا اوس (ایمان راوړئ چې عذاب نازل شو؟)!، حال دا چې یقینًا تاسو وئ چې د دغه (عذاب) به مو جلتي كوله 10|52|بیابه ظالمانو ته وویل شي: تاسو د همېشه والي عذاب وڅكئ، تاسو ته سزا نه دركولى شي مګر په سبب د هغه (عمل) چې تاسو به كاوه 10|53|او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې ایا دا حق دى؟ ته (ورته) ووایه: هو! پخپل رب مې دې قسم وي چې بېشكه دغه خامخا حق دى او تاسو (له الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ 10|54|او كه چېرې يقينًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېږي 10|55|اګاه شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، اګاه شئ! بېشكه د الله وعده حقه ده او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي 10|56|هغه ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د هغه په طرف به تاسو ورګرځولى شئ 10|57|اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى 10|58|ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي 10|59|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبرراكړئ! هغه رزق چې الله تاسو لپاره نازل كړى دى، نو تاسو له هغه نه څه حرام او څه حلال ګرځولى دى، ته (ورته) ووایه: ایا الله تاسو ته د دې اجازت (خبر) دركړى دى، یا تاسو په الله پورې دروغ تړئ؟ 10|60|او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي 10|61|او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې اونه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي 10|62|اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي 10|63|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي 10|64|د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ بدلول نشته، همدغه ډېر ستر برى دى 10|65|او د دوى وینا دې تا غمژن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 10|66|خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي 10|67|دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري 10|68|دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟ 10|69|ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي 10|70|په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ دوى ته ډېر سخت عذاب ورڅكوو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه 10|71|او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ 10|72|نو كه تاسو وګرځېدئ، پس ما له تاسو نه هېڅ مزدوري نه ده غوښتې، زما اجر يواځې په الله دى او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه 10|73|پس هغوى د ده تكذیب وكړ، نو مونږ ده ته او هغه چا ته چې له ده سره په بېړۍ كې (سواره) وو، نجات وركړ او مونږ دوى خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړل او هغه كسان مو غرق كړل چا چې زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و، نو ته وګوره د وېرول شویو انجام څنګه و؟ 10|74|بیا مونږ له ده نه بعد خپلو قومونو ته نور رسولان ولېږل، نو هغوى ته يې څرګند دلیلونه راوړل، پس دوى داسې نه وو چې په هغه څه يې ایمان راوړى وى چې له دې نه مخكې يې د هغه تكذیب كړى و، همدارنګه (په دې وجه) مونږ د زیاتي كوونكو په زړونو مهر لګوو 10|75|بیا مونږ له دوى نه بعد موسٰی او هارون ولېږل په ښكاره معجزو سره فرعون او د هغه سردارانو ته، نو هغوى تكبر وكړ او دوى مجرمان خلق وو 10|76|پس كله چې زمونږ له خوا نه دوى ته حق راغى، دوى وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادو دى 10|77|موسٰی وویل: ایا تاسو حق ته (جادو) وایئ كله چې تاسو ته راغى، ایا جادو دا دى؟، حال دا چې جادوګر خو برى نه مومي 10|78|دوى وویل: ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږه د هغې (لارې) نه واړوي چې په هغې مونږ خپل پلرونه موندلي دي او په ځمكه كې تاسو دواړو ته لويي (غلبه) حاصله شي؟ او مونږه په تاسو دواړو ایمان راوړونكي نه یو 10|79|او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر) جادوګر راولئ 10|80|نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ 10|81|پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي 10|82|او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي 10|83|نو په موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و 10|84|او موسٰی وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو (داسې) یئ چې په الله مو ایمان راوړى دى، نو خاص په هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مسلمانان یئ 10|85|پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه 10|86|او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه 10|87|او مونږ موسٰی او د هغه ورور ته وحي وكړه دا چې تاسو د خپل قوم لپاره په مصر كې څه كوټې مقررې كړئ او خپلې كوټې قبله وګرځوئ او تاسو لمونځ قايموئ او ته مومنانو ته زېرى وركړه 10|88|او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى په زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني 10|89|ويې ويل: یقینًا ستاسو د دواړو دعا قبوله كړى شوه، لهذا سم ولاړ اوسئ او هیڅكله هم د هغو خلقو د لارې پیروي مه كوئ چې نه پوهېږي 10|90|اومونږه بني اسرائیل له بحر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره د دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو (ډوبېدو) راونیوه، ده وویل: ما ایمان راوړ په دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم 10|91|ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې 10|92|پس نن ورځ به مونږ ستا بدن په لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي 10|93|او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه 10|94|نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه 10|95|او هیڅكله هم مه كېږه له هغو كسانو څخه چې د الله د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ګنې شې به ته له تاوانیانو څخه 10|96|بېشكه هغه كسان چې ستا د رب خبره پرې ثابته شوې ده، دوى ایمان نه راوړي 10|97|اګر كه دوى ته هره نښه راشي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردناك عذاب وویني 10|98|نو ولې یو داسې كلى نه و چې ایمان يې راوړى وى، بیا هغه ته د هغه ایمان فايده رسولې وى۔ غير د یونس له قوم نه كله چې دوى ایمان راوړ (، نو) مونږ له دوى نه په دنيايي ژوند كې د رسوايۍ عذاب لرې كړو او دوى ته مونږ تر یو وخته پورې فايده وركړه 10|99|او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟ 10|100|او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) له الله سره او هغه (الله) عذاب په هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي 10|101|ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي 10|102|پس دوى انتظار نه كوي مګر په شان د هغو خلقو د بدو ورځو چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي، ته (ورته) ووایه: پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه (هم) له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم 10|103|بیا مونږ خپلو رسولانو ته نجات وركوو او همدارنګه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى، پر مونږ ثابته ده دا چې مونږ به مومنانو ته نجات وركوو 10|104|ته ووایه: اى خلقو! كه چېرې تاسوزما د دین په باره كې په شك كې یئ، نو زه خو د هغو څیزونو عبادت نه كوم چې تاسو يې له الله نه پرته (غير) عبادت كوئ او لېكن زه د هغه الله عبادت كوم چې تاسو وفات كوي او ما ته حكم كړى شوى دى دا چې زه شم له مومنانو څخه 10|105|او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه 10|106|او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته (دا) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې 10|107|او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 10|108|ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه دخپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم 10|109|او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى 11|1|الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي 11|2|دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم 11|3|او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم 11|4|خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 11|5|خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي په هغه څه چې دوى (يې) پټوي اوپه هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو په پټوخبرو (هم) ښه پوه دى 11|6|او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي 11|7|او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى۔ او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هرومرو لازمًا به هغه كسان ووايي چې كافران شوي دي: ۔ نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل) 11|8|او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (، نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: دغه (عذاب) لره څه شى ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (، نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې 11|9|او یقینًا كه چېرې مونږه انسان ته له خپل جانبه رحمت وروڅكوو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره وي 11|10|او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وروڅكوو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (، نو) ارومرو لازما به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، بېشكه هغه یقینًا ډېر خوشالېدونكى دى، ډېر فخر كوونكى دى 11|11|مګر هغه كسان چې صبر يې وكړ او نېك عملونه يې وكړل، دغه كسان (چې دي) د همدوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى 11|12|نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى يې او الله په هر شي باندې نګران دى 11|13|ایا دوى وايي چې دا يې له خپله ځانه جوړ كړى دى؟ ته (ورته) ووایه: نو تاسو د ده په مثل لس سورتونه راوړئ، چې له خپله ځانه جوړ كړى شوي وي او له الله نه غير چې څوك كولى شئ راوغواړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ 11|14|نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟ 11|15|هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (، نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته خپل عملونه پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي 11|16|دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول 11|17|ایا نو هغه څوك چې د خپل رب له جانبه په څرګند دلیل باندې وي او د هغه له جانبه د ده پسې یو شاهد وي، او له ده نه مخكې د موسٰى كتاب و، چې پیشوا او رحمت و، دغه كسان په ده ایمان لري او له ډلو څخه چې څوك په ده سره كافر شو، نو اور د هغه د وعدې ځاى دى، نو ته د ده په باره كې په هېڅ شك كې مه كېږه، بېشكه هم دا ستا د رب له جانبه حق دى او لېكن اكثره خلق ایمان نه راوړي 11|18|او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، دغه كسان به د خپل رب په وړاندې پیش كړى شي، او ګمراهان به ووايي: دا هغه كسان دي چې په خپل رب يې دروغ تړلي وو۔، خبردار شئ! د الله لعنت په ظالمانو باندې دى 11|19|هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوي او له اخرت نه انكار كوونكي (هم) همدوى دي 11|20|دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، دوى اورېدل نشول كولى او نه دوى لیدل كول 11|21|دا هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به دروغ تړل 11|22|حقه خبره دا ده چې یقینًا هم دوى په اخرت كې تر ټولو زیات زیان كاران دي 11|23|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او خپل رب ته يې عاجزي كړې ده، دغه كسان د جنت صاحبان دي، دوى به په هغه كې همېشه وي 11|24|د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه په مثال كې برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟ 11|25|او یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، (ورته ويې ویل) بېشكه زه تاسو لپاره ښكاره وېروونكى یم 11|26|چې تاسو له الله نه غير (د هیچا) عبادت مه كوئ، بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې دردوونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم 11|27|نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلق دي، په سرسري فكر سره، تاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې ددروغجنو ګمان كوو 11|28|هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم په هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ 11|29|او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ 11|30|او اى زما قومه! له الله نه به ما څوك بچ كړي كه زه دوى وشړم؟ ایا نو تاسو نصیحت نه قبلوئ! 11|31|او زه تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه په غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم او نه زه د هغو كسانو په حق كې چې ستاسو سترګي يې سپك ګڼي دا وایم چې الله به دوى ته له سره څه خیر ورنه كړي، الله ښه عالم دى په هغو (خبرو) چې د دوى په نفسونو كې دي۔، بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یم 11|32|دوى وویل: اى نوحه! یقینًا تا زمونږ سره جګړه وكړه، نو زمونږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته كړه، لهذا ته مونږ ته هغه (عذاب) راوړه چې ته يې زمونږه سره وعده كوې، كه ته له صادقانو څخه يې 11|33|هغه وویل: يواځې الله هغه (عذاب) راولي كه ويې غواړي او تاسو عاجزه كوونكي نه یئ (الله لره) 11|34|او زما نصیحت تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت كولو اراده وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ 11|35|بلكې دوى وايي: ده له ځانه دا (قرآن) جوړ كړى دى، ته ووایه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي، نو خاص په ما باندې دى (انجام) زما (د) جرم او زه بري یم له هغو جرمونو نه چې تاسو يې كوئ 11|36|او نوح ته وحي وكړى شوه چې بېشكه شان دا دى چې ستا له قومه به (څوك هم) ایمان رانه وړي غير له هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، نو مه غمجن كېږه په هغو كارونو چې دوى يې كوي 11|37|او زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ د وحي مطابق بېړۍ جوړه كړه او د هغو كسانو په باره كې له ما سره خبرې مه كوه چې ظلم (شرك) يې كړى دى، بېشكه دوى غرقېدونكي دي 11|38|او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ 11|39|نو ژر به تاسو هغه څوك وپېژنئ چې ورته به داسې عذاب راشي چې هغه به رسوا كړي او په ده باندې به دايمي عذاب راكوز شي 11|40|تر هغه پورې چې كله زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، مونږ وویل: په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه دوه دوه سواره كړه او خپل اهل هم، (خو) له هغه چا نه پرته چې په هغه باندې خبرې سبقت كړى دى۔ او هغه څوك هم (سواره كړه) چې ایمان يې راوړى دى او له ده سره ایمان نه و راوړى مګر ډېرو لږو (خلقو) 11|41|او هغه وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 11|42|دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ۔، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه 11|43|هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه د غرق كړى شويو نه 11|44|او وویل شول: اى ځمكې! خپلې اوبه ونغړه (جذب كړه) او اى اسمانه! اوبه ورول بند كړه او اوبه كمې كړى شوې او كار پوره كړى شو او هغه (بېړۍ) په جودي غر ودرېده او وویل شول: لرې والى دې وي (له رحمت نه) د ظلم كوونكو خلقو لپاره 11|45|او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وكړ، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زما زوى زما له اهله دى او بېشكه هم ستا وعده حقه ده او ته ترټولو ښه فیصله كوونكى يې 11|46|ويې ويل: اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته له دې نه نصیحت كوم چې ته شې له جاهلانو نه 11|47|هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او په ما رحم ونه كړې (، نو) شم به زه له تاوانیانو نه 11|48|وویل شو: اى نوحه! كوز شه په سلامتۍ سره زمونږ له جانبه او سره د هغو بركتونو چې په تا باندې دي او په څو ډلو باندې له هغو ځنې چې له تا سره دي۔ او نورې ډلې دي چې ژر به مونږ هغوى ته نفع وركړو، بیا به هغوى ته زمونږ له جانبه ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي 11|49|دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه ته په دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى 11|50|او (مونږ لېږلى و) قومِ عاد ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر هېڅ حق معبود نشته، نه یئ تاسو مګر دروغ تړونكي 11|51|اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ 11|52|او اى زما قومه! له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي۔ او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي او تاسو (له ایمان او توبې نه) مخ مه ګرځوئ، په دې حال كې چې مجرمان یئ 11|53|هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل خدایان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ په تا ایمان راوړونكي نه یو 11|54|(ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ ځینې خدایانو څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ 11|55|غیر له هغه (الله) نه، نو تاسو ټول ما ته تدبیرونه جوړ كړئ، بیا ما ته مهلت مه راكوئ 11|56|بېشكه ما په الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب په نېغه لار دى 11|57|نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږلى شوى وم۔ او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو په ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى 11|58|او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (، نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ او مونږه دوى له ډېر سخت عذاب نه خلاص كړل 11|59|او دغه عادیان دي چې د خپل رب له ایتونو نه يې انكار كړى و او د هغه (الله) د رسولانو نافرماني يې كړې وه او د هر سركشه عنادي د حكم تابع شوي وو 11|60|او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګولى شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى 11|61|او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته۔، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړئ یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى 11|62|دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغه ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو 11|63|هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغه له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو به ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) زیات نه كړئ 11|64|اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو ډېر نژدې عذاب به مو ونیسي 11|65|نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او مړه يې كړه) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته 11|66|نو كله چې زمونږ (د عذاب) حكم راغى، مونږ صالح ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و په خپل رحمت سره خلاصى وركړ او د هغې ورځې له رسوايۍ نه، بېشكه ستا رب، هم هغه قوي، ډېر غالب دى 11|67|او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ چغې ونیول، نو سهار مهال په خپلو كورونو كې پړ مخې پراته شول 11|68|ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې له سره اوسېدلي نه وو، خبردار شئ! بېشكه ثمودیان په خپل رب سره كافران شوي وو، اګاه شئ! د ثمودیانو لپاره (د رحمت نه) لرې والى دى 11|69|او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل: (په تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (په تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت كړى شوى سخى 11|70|نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه رسېږي، نو دوى يې نا اشنا وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره وكړه، دوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو) 11|71|او د ده ښځه ولاړه وه، نو ويې خندل، نو مونږ دې ته اسحق زېرى وركړ او د اسحق نه پس د (لمسي) یعقوب (زېرى وركړ) 11|72|هغې وویل: اى زما تعجبه! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا یقینًا ډېر عجیبه شى (كار) دى 11|73|هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغه بركتونه دې په تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى 11|74|نو كله چې له ابراهیم نه وېره لاړه او ده ته زېرى راغى، (نو بیا يې) د لوط د قوم په حق كې زمونږ (رسولانو) سره بحث كاوه 11|75|بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر تحمل والا، آه كوونكى (په زړه ډېر نرم او الله ته) رجوع كوونكى دى 11|76|اى ابراهیمه! له دې نه تېر شه، بېشكه شان دا دى چې یقینًا ستا د رب حكم راغلى دى او بېشكه دوى چې دي، دوى ته داسې عذاب راتلونكى دى چې بېرته ګرځولى به نشي 11|77|او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى په دوى غمجن شو او د دوى په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده 11|78|او ده ته د ده قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟ 11|79|دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه ته خامخا په هغه كار پوهېږې چې مونږ يې غواړو 11|80|ويې ويل: كاشكې واقعي ما ته ستاسو په مقابله كې قوت حاصل وى یا مې ډېر مستحكم پناه ځاى (خپل قوي قوم) ته پناه وړى شوى 11|81|(ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته (شا ته) نه ګوري، ستا له ښځې نه پرته، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟ 11|82|نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغه لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو 11|83|ستا د رب په نیز په نښه كړى شوي وو، او د ظالمانو (د مكې له مشركانو) نه هغه (كاڼي یا ښارونه) ډېر لرې نه دي 11|84|او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چا پېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم 11|85|او اى زما قومه! تاسو پېمانه او تله په انصاف سره پوره وركوئ او خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، فساد كوونكي 11|86|د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم 11|87|هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر تحمل والا، ډېر پوه يې 11|88|هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه یم په ښكاره دلیل باندې د خپل رب له جانبه او ما ته يې له خپله جانبه ډېر ښكلى رزق راكړى وي (نو زه يې ولې نافرماني وكړم) او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وكړم (او راشم) هغه كار ته چې تاسو له هغه نه منع كوم، زه يواځې اصلاح كول غواړم، څومره چې زما وس وي او زما توفیق يواځې دالله په مدد سره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هغه ته رجوع كوم 11|89|او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې تاسو ته په مثل د هغه (عذاب) ورسېږي چې د نوح قوم یا د هود قوم یا د صالح قوم ته رسېدلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى 11|90|او تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى 11|91|دوى وویل: اى شعیبه! مونږ په ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى (چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به ته خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې 11|92|هغه وویل: اى زما قومه! ایا زما خپلوان پر تاسو باندې له الله نه ډېر عزتناك (او مخور) دي او تاسو دا (الله) ګرځولى دى خپل وروسته، شا ته غورځول شوى، بېشكه زما رب په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه احاطه كوونكى دى 11|93|او اى زما قومه! تاسو په خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم 11|94|او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (، نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه او هغه كسان چې ظلم يې كړى و چغې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته 11|95|ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې نه وو اوسېدلي، اګاه شئ (د الله له رحمت نه) لرې والى دى مدین ته لكه څنګه چې ثمودیان لرې (او هلاك) شول 11|96|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو (نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و 11|97|فرعون او د هغه سردارانو ته، نو دغه (سرداران) د فرعون د حكم تابع شول، حال دا چې د فرعون حكم له سره درست نه و 11|98|د قیامت په ورځ به د خپل قوم په مخكې شي، نو اور ته به يې داخل كړي او بد ځاى د ورتلو دى چې (دوى هغه ته) وروستلى شي 11|99|اوپه دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ (هم)، بد دى هغه انعام چې (دوى ته) وركولى شي 11|100|دا د كلیو له خبرونو ځنې دي چې دا مونږ تا ته بیانوو، ځینې په دوى كې ولاړ دي او (ځینې يې) رېبل شوي دي 11|101|او مونږ په دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل 11|102|او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي‰ 11|103|بېشكه په دغو (ذكر شوو قصو) كې خامخا (د عبرت) لویه نښه ده د هغه چا لپاره چې د اخرت له عذاب نه وېرېږي، دا داسې ورځ ده چې په دې كې به خلق جمع كولى شي او دا داسې ورځ ده چې حاضري به ورته وشي 11|104|او مونږ دا (ورځ) نه وروسته كوو مګر د معلومې نېټې (د پوره كېدلو) لپاره 11|105|په كومه ورځ چې (د هغه قیامت هیبت) راشي (نو) هېڅ نفس به د هغه (الله) له اجازت نه پرته خبرې نه كوي، نو ځینې به په دوى كې بدبخته وي او (ځینې به) نېك بخته وي 11|106|نو هر چې هغه كسان دي چې بدبخته شوي دي، نو (د جهنم) په اور كې به د دوى لپاره په هغه كې (د خره په شان) سختې اوچتې رمباړې او ټیټې نرمې رمباړې وي 11|107|په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زمهریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي 11|108|او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا (وركړه) ده 11|109|نو ته په هېڅ شك كې مه كېږه د هغو په باره كې چې دا خلق يې عبادت كوي، دوى عبادت نه كوي مګر لكه څنګه چې پخوا د دوى پلرونو عبادت كاوه او بېشكه مونږ هرومرو دوى ته د دوى برخه كامله، بې له نقصانه پوره وركوونكي یو 11|110|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي 11|111|او بېشكه هره ډله (د مومنانو او كافرانو) كله چې وخت راشي (په قيامت كې، نو) خامخا لازماً به دوى ته د دوى رب د خپلو عملونو پوره پوره جزا (بدله) وركړي، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې دوى يې كوي ښه خبردار دى 11|112|نو ته په استقامت (او ثابت) اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم كړى شوى دى او هغه څوك هم چې له تا سره يې توبه وېستلې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى 11|113|او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايلېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي 11|114|او ته لمونځ قايموه د ورځې په دوه طرفونو كې او د شپې په څه ګړیو كې، بېشكه نېكۍ بدۍ لرې كوي، دا د ذكر كوونكو (نصیحت قبلوونكو) لپاره نصیحت دى 11|115|او ته صبر كوه، پس بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي 11|116|نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې منع كولى يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغوى ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو 11|117|او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي (مومنان) وي 11|118|او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي 11|119|مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي۔او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم 11|120|او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو 11|121|او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو په خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو 11|122|او تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم انتظار كوونكي یو 11|123|او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته بېرته ګرځولى شي (د بنده ګانو) كار ټول، نو ته د ده عبادت كوه او په ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ 12|1|الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي 12|2|بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ 12|3|مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) بیانوو په دې سبب چې مونږ تا ته دا قرآن وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې 12|4|(یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو 12|5|(یعقوب) وویل: اى زما بچوړیه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى 12|6|او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو (خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى 12|7|یقینًا یقینًا په یوسف او د هغه په وروڼو كې د تپوس كوونكو لپاره ډېرې نښې دي 12|8|كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى 12|9|تاسو یوسف قتل كړئ یا هغه په كومې (لرې نامعلومه) ځمكه كې وغورځوئ چې ستاسو لپاره د خپل پلار مخ خالص (او وزګار) شي او له دې (كاره) وروسته به تاسو نېك خلق شئ 12|10|په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي) 12|11|دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث دى تا لره چې ته مونږ په یوسف باندې امینان نه ګرځوې، حال (دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو 12|12|ته مونږ سره سبا دا ولېږه چې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو 12|13|هغه وویل: بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا (اراده) غمجنوي چې تاسو دا بوځئ او زه له دې نه وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ 12|14|هغوى وویل: قسم دى كه ده لره لیوه وخوري، حال دا چې مونږه یوه قوتناكه ډله یو (، نو) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا تاوانیان (او هلاكېدونكي) یو 12|15|نو كله چې دوى هغه بوته او په دې يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده (یوسف) ته وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې) 12|16|او دوى خپل پلار ته په بېګاه (تیاره) كې راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره) 12|17|ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پرېښوده، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو 12|18|او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ 12|19|او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې و نښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل: اى زما خوشحالۍ! دا یو هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله په هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول 12|20|او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو 12|21|او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته۔، امېد دى چې دا به مونږ ته فايده راورسوي یا به دا مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله په خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي 12|22|او كله چې هغه خپل قوت ته ورسېده (، نو) مونږ هغه ته حكم او علم وركړ او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو 12|23|او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل: هله، ته زر راشه! هغه وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي 12|24|او یقینًایقینًا هغې ده ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ د غوره كړى شو بنده ګانو څخه دى 12|25|او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا د اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي كړى شي یا (د هغه لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى 12|26|هغه وویل: هم دې له ما نه د بدكارۍ غوښتنه كړې ده، او د هغې د كورنۍ یو شاهد شاهدي وركړه (داسې چې) كه د ده كمیس له مخامخ اړخ نه څېرې كړى شو ى وي، نو هغې رښتیا ویلي دي او دا له دروغجنانو څخه دى 12|27|او كه د ده كمیس له شا اړخ نه څیرې كړى شوى وي، نو دې دروغ ویلي دي او هغه (یوسف) له رښتینو څخه دى 12|28|نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولید چې د شا اړخ نه څیرې كړى شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى 12|29|اى یوسفه! د دې خبرې نه مخ واړوه او (اى ښځې) ته د خپلې ګناه لپاره مغفرت وغواړه، بېشكه هم ته له خطا كارانو ځنې وې 12|30|او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغه د دې د زړه پرده څیرې كړې ده، بېشكه مونږ خامخا هغه په ښكاره ګمراهۍ كې وینو 12|31|نو كله چې هغې د دوى مكر واورېده (، نو) دوى ته يې پېغام ولېږه او د دوى لپاره يې مجلس تیار كړ او په دوى كې يې هرې یوې ته چاړه وركړه او هغې (ده ته) وویل: دوى ته راووځه، نو كله چې دوى هغه ولیده (، نو) ډېر لوى ښايسته يې ومونده او خپل لاسونه يې پرې كړل او ويې ویل الله ته پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا نه دى مګر ډېر عزتمن مَلك 12|32|هغې وویل: دا هماغه (زلمى) دى چې تاسو زه د ده (له ده سره د مینې) په باره كې ملامته كړې ومه او یقینًا یقینًا ما له ده نه د ده د ځان غوښتنه كړې وه، نو ده ځان وساته او قسم دى كه ده هغه كار ونه كړ چې زه يې ده ته حكم كوم (، نو) خامخا هرومرو به دى بندي كړى شي او خامخا هرومرو به دى شي له ذلیلانو نه 12|33|هغه وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه 12|34|نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 12|35|بیا دوى (عزیز او د هغه كسانو) ته ښكاره شوه (صلاح يې وكړه)، وروسته له دې چې دوى (د یوسف د پاكۍ) نښې ولېدې، چې دوى به دا خامخا هرومرو تر یو وخته پورې بندي كړي 12|36|او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو 12|37|(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي 12|38|او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي 12|39|اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى 12|40|تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ، همدا سم دین دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي 12|41|اى د زندان دواړو ملګرو! هر چي په تاسو كې یو دى، نو هغه به په خپل مالك شراب ورڅښوي او پاتې شو بل، نو هغه به په دار كولى شي، نو مرغان به د ده له سر نه (غوښې) خوري، هغه كار فیصله شوى دى چې تاسو د هغه په باره كې (له ما نه) تعبیر پوښتئ 12|42|او هغه كس ته يې وویل چې په هغه يې دا یقین و چې یقینًا دا په دې دواړو كې خلاصى موندونكى دى: ته ما د خپل مالك په نیز یاد كړه، نو شیطان له هغه نه خپل مالك ته (د یوسف) یادول هېر كړل، نو هغه په زندان كې څوكاله پاتې شو 12|43|او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاقې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ 12|44|هغوى وویل: (دا) ګډوډ (تخیلي) خوبونه دي او مونږ د خیالي ګډو وډو خوبونو په تعبیر باندې عالمان نه یو 12|45|او هغه كس وویل چې په هغو دواړو كې ده نجات موندلى و او له ډېرې مودې نه پس يې یاد شو: زه تاسو د دې (خوب) په تعبیرخبروم، نو تاسو ما (یوسف ته) ولېږئ 12|46|اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم د دې لپاره چې هغوى پوه شي 12|47|هغه وویل: تاسو به اوه كاله پرله پسې په ډېر كوشش سره كر كوئ، نو څه چې تاسو ورېبئ هغه (غله) په خپل وږې كې پرېږدئ، خو لږ له هغو نه چې تاسو يې خورئ 12|48|بیا به د دې (كلونو) نه پس ډېر سخت اوه (كاله) راځي چې هغه (غلې) به وخوري چې تاسو مخكې د دغو (كلونو) لپاره ذخیره كړي دي۔ مګر لږ شان له هغه نه چې تاسو يې ساتئ 12|49|بیا به له دې (كلونو) نه پس یو كال راځي چې په هغه كې به (په باران سره) د خلقو فریاد رسي وشي او په ده كې به دوى (مېوې) نچوړي 12|50|او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى په مكر او چل ښه پوه دى 12|51|هغه وویل: ستاسو څه حال (معامله) وه كله چې تاسو له یوسف نه د هغه د نفس غوښتنه كوله؟ هغوى وویل: الله ته پاكي ده، مونږ په هغه كې هېڅ بدي نه وه معلومه كړې، د عزیز ښځې وویل: اوس حقه (رښتیا) خبره ظاهره شوه، ما له هغه نه مطالبه كړې وه او بېشكه هغه یقینًا له رښتینو څخه دى 12|52|دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي) 12|53|او زه خپل نفس نه بري كوم، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 12|54|او باچا وویل: هغه ما ته راولئ چې زه يې د خپل ځان لپاره خالص كړم، نو كله چې يې له هغه سره خبرې وكړې، ويې ويل: بېشكه ته نن ورځ زمونږ په نیز د مرتبې خاوند، (او) امانتګر يې 12|55|هغه وویل: ته ما د ځمكې په خزانو باندې مقرر كړه، بېشكه زه ښه ساتونكى، ښه پوه یم 12|56|او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې اقتدار وركړ، چې په دې (ځمكه) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه، مونږ خپل رحمت رسوو چا ته چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو 12|57|او یقینًا د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ایمان يې راوړ او پرهېزګاري يې كوله 12|58|او د یوسف وروڼه راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو 12|59|او كله چې هغه دوى ته د دوى د سفر اسباب تیار كړل، ويې ويل: تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم 12|60|نو كه چېرې تاسو هغه ما ته رانه وسته، بیا نو ستاسو لپاره زما سره هېڅ پېمانه نشته او (بیا) تاسو ما ته مه رانژدې كېږئ 12|61|هغوى وویل: مونږ به د هغه په هكله د هغه له پلاره په كوښښ سره غوښتنه كوو او بېشكه مونږ خامخا (دا كار) كوونكي یو 12|62|او هغه خپلو ځلمیو ته وویل: د هغوى پنګه (سرمايه) د هغوى په بارونو كې كېږدئ۔، د دې لپاره چې دوى هغه وپېژني، كله چې دوى خپل اهل ته واپس لاړ شي، د دې لپاره چې دوى واپس راشي 12|63|نو كله چې دوى خپل پلار ته بېرته وګرځېدل، ويې ويل: اى زمونږ پلاره! زمونږ نه يوه پېمانه منع كړى شوې ده، نو ته زمونږ سره زمونږ ورور ولېږه چې پېمانه راواخلو او بېشكه مونږ خامخا د ده حفاظت كوونكي یو 12|64|هغه وویل: ایا زه تاسو په ده باندې امینان كړم مګر په شان د هغه چې ما تاسو له دې نه مخكې د ده په ورور باندې امینان ګرځولي وئ، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى 12|65|او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه ډېره اسانه پېمانه ده 12|66|هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى په هغه څه چې مونږ يې وایو 12|67|او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص د الله لپاره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي 12|68|او كله چې دوى ننوتل له هغه ځایه چې دوى ته يې خپل پلار حكم كړى و، هغه له دوى نه د الله (له فيصلې) نه هېڅ شى نشو لرې كولى، مګر دا د یعقوب په زړه كې یو حاجت و چې هغه يې ادا كړ، او بېشكه هغه یقینًا د علم خاوند و، په سبب د دې چې مونږ هغه ته تعلیم وركړى و او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي 12|69|او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته په هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى كول 12|70|نو كله چې هغه، دوى ته د دوى سامانونه تیار كړل (، نو) د څښلو جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود، بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو خامخا غله یئ 12|71|هغوى وویل او دوى ته يې مخ راواړوه: تاسو څه شى ورك كړى دى؟ 12|72|هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم 12|73|هغوى وویل: قسم په الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو غله نه یو 12|74|هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو غله وئ؟ 12|75|دوى وویل: د هغه جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى، همدارنګه مونږ ظالمانو ته جزا وركوو 12|76|نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى په بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى 12|77|هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (هم) غلا كړې ده۔، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: تاسو د مرتبې په لحاظ ډېر بد يئ او الله ښه عالم دى په هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ 12|78|دوى وویل: اى عزیزه! بېشكه د ده ډېر زوړ عمرخوړلى پلار دى، نو ته د ده په ځاى پر مونږ كې یو تن ونیسه، بېشكه مونږ تا له احسان كوونكو ځنې وینو 12|79|هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ (بل څوك) ونیسو، غير له هغه كس نه چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو 12|80|نو كله چې دوى له هغه نه نا امېده شول (، نو یوې خوا ته) بېل شول، په دې حال كې چې مشوره كوونكي وو، د دوى مشر وویل: ایا تاسو په دې پوه نه یئ چې یقینًا ستاسو پلار له تاسو نه د الله پخه وعده اخيستې ده او له دې نه مخكې چې تاسو د یوسف په باره كې څه تقصیر كړى دى، نو زه خو به هیڅكله هم له دې ځمكې ونه خوځم تر هغه پورې چې ما ته زما پلار اجازت راكړي، یا الله زما لپاره فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى 12|81|تاسو خپل پلار ته بېرته لاړ شئ، نو (ورته) ووایئ، اى زمونږ پلاره! بېشكه ستا زوى غلا كړې ده او مونږ ګواهي نه ده كړې مګر په هغه څه چې مونږ پرې پوه شوي یو۔ او مونږ د پټ كار ساتونكي نه وو 12|82|او ته له هغه كلي نه تپوس وكړه، چې مونږ په كې وو۔ او له هغې قافلې نه (هم) چې مونږ په هغې كې راغلو۔ او بېشكه مونږ لازمًا رښتیا ویونكي یو 12|83|هغه وویل: بلكې تاسو لپاره ستاسو نفسونو یو كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى، امېد دى چې الله به ما ته هغوى ټول راولي، بېشكه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حكمت والا دى 12|84|او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له قهره) ډك و 12|85|هغوى وویل: په الله قسم دى چې ته به همېشه یوسف یادوې، تر هغه پورې چې ته په وېلې كېدو سره مرګ ته قریب شې یا ته د هلاكېدونكو نه شې 12|86|هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپل واړه او لوى غم شكایت الله ته كوم، او زه د الله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ 12|87|اى زما زامنو! تاسو لاړ شئ، نو د یوسف او د هغه د ورور لټون وكړئ او د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه شان دا دى چې د الله له رحمت نه نه نا امېده كېږي مګر كافر قوم 12|88|نو كله چې دوى په هغه ورننوتل، دوى وویل: اى عزیزه! مونږ ته او زمونږ كورنۍ ته سختي رسېدلې ده او مونږ ناقصه (كمه) پنګه راوړې ده، نو ته مونږ ته پوره پېمانه راكړه او پر مونږ صدقه وكړه، بېشكه الله خیرات كوونكو ته بدله وركوي 12|89|ويې ويل: ایا تاسو په هغه فعل عالمان یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره كړى و، كله چې تاسو ناپوهان وئ؟ 12|90|هغوى وویل: ایا یقینًا ته چې يې، په رښتیا هم ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه شان دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي 12|91|هغوى وویل: قسم په الله چې یقینًا په رښتیا سره الله ته پر مونږ باندې غوره كړى يې او بېشكه مونږ خامخا خطا كار وو 12|92|هغه وویل: نن ورځ پر تاسو باندې هېڅ ملامتي نشته، الله دې تاسو وبخښي او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى 12|93|تاسو زما دا كمیس یوسئ، نو دا زما د پلار په مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو، سره له خپل اهله ټول ما ته راشئ 12|94|او كله چې قافله (د مصر له حدودو) ووتله، د هغوى پلار وویل: بېشكه زه چې یم خامخا د یوسف خوشبويي محسوسوم كه چېرې تاسو ما ته د بوډاوالي د كم عقلۍ نسبت ونه كړئ (نو زما تصدیق به وكړئ) 12|95|(ده ته حاضرینو) وویل: بېشكه ته چې يې، خامخا په خپلې پخوانۍ خطا كې پروت يې 12|96|نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده په مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده۔، هغه (یعقوب) وویل: ایا ماتاسو ته نه و ویلي؟ بېشكه زه (د الله په ښودنې سره) په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ 12|97|هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو 12|98|هغه وویل: عنقریب به زه تاسو لپاره له خپل رب نه بخښنه وغواړم، بېشكه هغه، هم هغه، ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 12|99|نو كله چې دوى په یوسف ورننوتل، نو خپل مور او پلار يې خپل ځان ته رانژدې كړل او ويې ويل: تاسو مصر ته داخل شئ، په داسې حال كې چې په امن كې به يئ۔ كه الله وغواړي 12|100|او خپل مور او پلار يې (له ځان سره) په تخت باندې پورته كړل، او دوى (ټول) ده ته پرېوتل سجده كوونكي۔ او ده وویل: اى زما پلار جانه! دا زما د هغه خوب تعبیر دى چې مخكې (مالېدلى) و، یقینًا هغه زما رب رښتیا وګرځاوه، او یقینًا هغه په ما احسان وكړ كله چې يې زه له جېل نه راووېستم او تاسو يې له میرې (صحرا) نه راوستئ، وروسته له دې چې شیطان زما او زما د وروڼو په مینځ كې جګړه غورځولې وه، بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى 12|101|اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه 12|102|دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه‰ 12|103|او زیاتره خلق، اګر كه ته (د دوى په ایمان راوړلو) حرص وكړې (بیا هم) هېڅكله ایمان راوړونكي نه دي 12|104|او ته له دوى نه په دې (تبلیغ د قرآن) باندې هېڅ اجر نه غواړې، نه دى دا مګر د ټولو خلقو لپاره (د الله له جانبه) نصیحت 12|105|او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي 12|106|او د دوى زیاتره په الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي 12|107|ایا نو دوى په امن كې شوي دي له دې نه چې په دوى باندې د الله له عذاب نه پټوونكې (راګېرونكې) برخه راشي، یا په دوى باندې ناڅاپه قیامت راشي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي 12|108|ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم 12|109|او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، چې د كلیو (ښارونو) اوسېدونكي وو، ایا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې لیدلي يې وى چې د هغو (مجرمو) كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې (له شرك او كفر نه) ځان ساتي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ 12|110|تر هغه پورې چې رسولان به نا امېده شول او هغو (خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دوى (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (، نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى 12|111|یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاو لپاره ښه عبرت دى۔، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (په الله او د هغه په رسول) ایمان لري 13|1|الف، لام، ميم، را، دا د كتاب ایتونه دي او هغه (كتاب) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى او لېكن زیاتره خلق ایمان نه راوړي 13|2|الله هغه ذات دى چې اسمانونه يې پورته كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې برقرار شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب په ملاقات یقین وكړئ 13|3|او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه او نهرونه جوړ كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره لازمًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي 13|4|او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي۔ او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې د عقل نه كار اخلي 13|5|او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې (وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي 13|6|او دوى له تا نه د نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى 13|7|او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازله كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى 13|8|الله پوهېږي په هغه څه چې هره ښځه يې (په خپله خېټه كې) اوچتوي او په هغه څه چې رحمونه يې كموي او په هغه څه چې زیاتوي يې او هر شى له هغه سره په اندازې سره دى 13|9|د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى 13|10|یو شان دي، په تاسو كې چې څوك خبره پټوي او څوك چې يې څرګندوي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى 13|11|د ده لپاره له مخې نه او د ده له شا نه نوبت په نوبت یو د بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي۔، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله په یو قوم د بدۍ اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته 13|12|دى همغه ذات دى چې تاسو ته برېښنا د وېرولو او طمع دركولو لپاره درښیي او درنې ورېځې پیدا كوي 13|13|او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى 13|14|خاص د هغه لپاره حق بلل دي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي غځونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې نه دي او د كافرانو دعا نه ده مګر بېخي په تاوان كې ده 13|15|او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه 13|16|ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا۔، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى 13|17|هغه له بره نه اوبه نازلې كړې، نو خوړونه په خپلې اندازې سره وبهېدل، نو سیلاب اوچت شوى ځګ راپورته كړ او له هغو څیزونو نه هم چې دوى پرې په اور كې د ګاڼې، یا سامان جوړولو لپاره بلول كوي، د دې په مثل ځګ وي۔، همدارنګه الله (مثال د) حق او باطل بیانوي، نو هر چې ځګ دى، نو هغه بې كاره لاړ شي او هر چې هغه څیز دى چې خلقو ته فايده رسوي، نو هغه په ځمكه كې پاتې كېږي، همدارنګه الله مثالونه بیانوي 13|18|هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د ده په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى 13|19|ایا نو هغه څوك چې په دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي 13|20|هغه كسان چې د الله وعده پوره كوي او پخه وعده نه ماتوي 13|21|او هغه كسان چې هغه څه وصل كوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او له خپل رب څخه وېرېږي او له بد حساب نه وېره كوي 13|22|او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى 13|23|چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى هم چې صالح وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه۔ او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي 13|24|(او وايي به) ستاسو د صبر كولو په سبب دې پر تاسو باندې سلام وي، نو (دا) د اخرت ښه انجام دى 13|25|او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته۔ او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان چې دي د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده 13|26|الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى په دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان) 13|27|او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازله كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي 13|28|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! د الله په ذكر سره زړونه مطمئن كېږي 13|29|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى او ښه استوګنځاى دى 13|30|همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (قرآن) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص په هم ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زما بېرته ورتله دي 13|31|او كه بېشكه قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستلى شي۔ (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و۔ او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي 13|32|او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟ 13|33|ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه عمل چې هغه كړى دى (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره وينا سره (تش په خولې، بې دلیله دوى شریكان كوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته 13|34|شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي 13|35|د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغه له لاندې ولې بهېږي، د هغه مېوې همېشنۍ دي او د هغه سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى 13|36|او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او (د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخه نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته په دې سره حكم شوى دى چې زه د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغه طرف ته بلنه كوم او خاص هم ده ته زما ورتله دي 13|37|او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (، نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى 13|38|او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره۔، د هرې یوې مودې لپاره یو لیك دى 13|39|الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى 13|40|او كه لازمًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو په تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي 13|41|ایا دوى نه ګوري چې یقینًا مونږ ځمكې ته راځو چې د هغې له اطرافو نه يې كموو او الله حكم كوي، هیڅوك د هغه د حكم رد كوونكى نشته او هغه ډېر ژر حساب كوونكى دى 13|42|او تحقیق هغو (كافرانو) مكر كړى و چې له دې (كافرانو) نه مخكې وو، نو خاص الله لره دي پټ تدبیرونه ټول، هغه پوهېږي په هغه څه چې هر نفس يې كوي، او كافران به ژر پوه شي چې د چا لپاره د اخرت ښه انجام دى 13|43|او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى 14|1|الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته 14|2|چې الله دى، هغه چې خاص د هغه لپاره دي څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كافرانو ته له ډېر سخت عذاب نه هلاكت دى 14|3|هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي 14|4|او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى 14|5|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو معجزو سره لېږلى و چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دې كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي 14|6|او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و 14|7|او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (، نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى 14|8|او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى 14|9|ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغوى عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه په هكله چې تاسو مونږ هغه ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو 14|10|د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې هغه تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي۔، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان بشر، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو تاسو مونږ ته ښكاره دلیل (معجزه) راوړئ 14|11|دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان بشر، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې په چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره۔ او لازم ده چې خاص په الله باندې مومنان توكل وكړي 14|12|او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به په الله توكل نه كوو، حال دا چې هغه مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ په هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې خاص په الله باندې توكل كوونكي توكل وكړي 14|13|او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو 14|14|او خامخا ضرور به مونږ له دوى نه پس تاسو په دغه ځمكه كې واوسوو، دغه (د ظالمانو هلاكول او د نېكانو اوسول حق دي) د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېږي اوزما له وعید نه وېرېږي 14|15|او هغوى (رسولانو) فتح وغوښته او هر متكبر سركشه نامراده شو 14|16|چې د هغه په وړاندې جهنم دى او په هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي 14|17|چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي 14|18|حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي۔، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده 14|19|ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي (، نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي 14|20|او دغه (كار) په الله باندې هېڅ ګران نه دى 14|21|او دوى به ټول الله ته ظاهر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به خامخا تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته 14|22|او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریاد رسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې۔، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 14|23|او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره۔ او د دوى پیشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي 14|24|ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي 14|25|خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي۔ او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي 14|26|او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي 14|27|الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي 14|28|ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته راكوز كړو 14|29|چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي او هغه داستوګنې بد ځاى دى 14|30|او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي 14|31|ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي 14|32|الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مسخرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي 14|33|او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي 14|34|او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى 14|35|او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته 14|36|بېشكه دوى (بتانو) له خلقو څخه ډېر زیات (خلق) ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې 14|37|اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د ځینو خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي 14|38|اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې په هغه څه چې مونږ يې پټوو او په هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او په الله باندې هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې 14|39|ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسمعیل او اسحق رابخښلى دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى 14|40|اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوې او زما په اولاد كې هم، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې 14|41|اى زمونږ ربه! ته ما وبخښې او زما مور او پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب قايمېږي 14|42|او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي 14|43|چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي 14|44|او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى۔: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته 14|45|او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه ښكاره شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو 14|46|او یقینًا هغوى خپل مكر (او فریب) ښه په كوشش سره وكړ، حال دا چې د دوى مكر الله سره دى، او د دوى مكر داسې نه و چې د هغه په وجه به غرونه زايل شي 14|47|نو ته هیڅكله هم په الله باندې له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف كوونكي ګمان مه كوه، بېشكه الله ډېر غالب، (او) انتقام والا دى 14|48|(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته چې یو دى، ډېر غالب دى، مخامخ ودرېږي 14|49|او ته به په دغې ورځ كې مجرمان وینې چې یو له بل سره به زولنو كې تړلى شوي وي 14|50|د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي 14|51|د دې لپاره چې الله بدله وركړي هر نفس ته د هغه څه چې ده كړي دي، بېشكه الله ډېر ژر حساب والا دى 14|52|دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق ووېرول شي او د دې لپاره چې دوى په دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي 15|1|الف، لام، را، دغه د كتاب او د واضح قرآن ایتونه دي 15|2|ډېر ځلې به ارزو كوي هغه كسان چې كافران شوي دي چې كاش چې دوى مسلمانان وى 15|3|ته دوى پرېږده چې خوري او فايده اخلي او امېدونه يې غافله كړي، نو ژر ده چې دوى به پوه شي 15|4|او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و 15|5|هېڅ امت له خپل وخت نه نه مخكې كېږي او نه وروسته كېږي 15|6|او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر نازل كړى شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې 15|7|ولې ته مونږ ته ملايك نه راولې! كه چېرې ته له رښتینو څخه يې 15|8|(اى خلقو واورئ!) مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي 15|9|بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو 15|10|او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې د ړومبنیو خلقو په ډلو كې (رسولان) لېږلي وو 15|11|او دوى ته به هېڅ یو رسول نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې 15|12|همدارنګه مونږ دا خبره د مجرمانو په زړونو كې ننباسو 15|13|دوى په ده ایمان نه راوړي او یقینًا د پخوانیو (كافرو) طریقه تېره شوې ده 15|14|او كه مونږ په دوى باندې له اسمان نه كومه دروازه پرانستلې وى، بیا دوى په هغې كې تل ختلى 15|15|دوى به خامخا ویل چې همدا خبره ده چې زمونږ سترګې تړل شوې دي، بلكې مونږ جادو كړى شوي خلق یو 15|16|او یقینًا یقینًا مونږ په اسمان كې برجونه پیدا كړي دي او مونږ هغه د كتونكو لپاره ښايسته كړى دى 15|17|او مونږ هغه ساتلى دى له هر شیطان ویشتل شوي نه 15|18|مګر هغه (شیطان) چې اورېدل شوې خبره غلا كړي، نو په هغه پسې شي یوه ښكاره شعله 15|19|او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى 15|20|او مونږ تاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ 15|21|او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره 15|22|او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره خزانه كوونكي نه یئ 15|23|او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوندي كول كوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو 15|24|او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي 15|25|او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى 15|26|او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه 15|27|او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى 15|28|او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده 15|29|نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي 15|30|نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه 15|31|له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي 15|32|ويې ويل: اى ابلیسه! تا ته څه عذر دى چې ته له سجده كوونكو سره نه ملګرى كېږې؟ 15|33|هغه وویل: زه داسې نه یم چې بشر ته سجده وكړم چې تا هغه پیدا كړى دى له كړنګېدونكو وچو كودرو نه، چې له تورې سخا شوې خټې ځنې و 15|34|وفرمایل: (الله) نو ته ووځه له دې ځاى نه، پس یقینًا ته رټل شوى يې 15|35|او بېشكه په تا باندې د قیامت د ورځې پورې لعنت دى 15|36|هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته د هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې خلق به بیا ژوندي كولى شي 15|37|ويې ويل: پس یقینًا ته له مهلت وركړى شويو څخه يې 15|38|د معلوم وخت تر ورځې پورې 15|39|ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم 15|40|مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان 15|41|ويې فرمایل: دا لار ده چې تر ما پورې نېغه ده 15|42|بېشكه زما بنده ګان چې دي نشته تا لپاره په دوى باندې هېڅ غلبه مګر هغه چې ستا پیروي كوي له ګمراهانو څخه 15|43|او بېشكه جهنم، خامخا د دوى د ټولو د وعدې ځاى دى 15|44|د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه 15|45|بېشكه متقیان به په باغونو او چینو كې وي 15|46|تاسو دغو ته په سلامتۍ سره ننوځئ، په داسې حال كې چې په امن كې به یئ 15|47|او مونږ به وباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، په داسې حال كې چې وروڼه به وي، په تختونو به یو بل ته مخامخ ناست وي 15|48|دوى ته به په دغو (جنتونو) كې هېڅ تكلیف (ستړې والى) نه رسېږي او نه به دوى له دغو نه له سره وېستل شوي وي 15|49|ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم 15|50|او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى 15|51|او ته دوى ته د ابراهیم د مېلمنو په باره كې خبر وركړه 15|52|كله چې هغوى په ده ورننوتل، نو دوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو 15|53|هغوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ تا ته د ډېر پوه هلك زېرى دركوو 15|54|هغه وویل: ایا تاسو ما ته زېرى راكړ، سره له دې چې ما ته زوړوالى (بوډاوالى) را رسېدلى دى، نو تاسو په كومه وجه زېرى راكوئ؟ 15|55|هغوى وویل: مونږ تا ته په حقه سره زېرى دركړى دى، نو ته له ناامېدانو نه مه كېږه 15|56|هغه وویل: له ګمراهانو نه غیر (بل) څوك دى چې د خپل رب له رحمت نه به نا امېده كېږي! 15|57|هغه وویل: نو ستاسو (نور) څه مقصد دى، اى رالېږل شویو؟ 15|58|هغوى وویل: یقینًا مونږ د مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو 15|59|غیر له آل لوط نه، بېشكه مونږ خامخا هغوى ټولو ته نجات وركوونكي یو 15|60|(خو) د هغه له ښځې نه غير، مونږ دا فیصله كړې ده چې یقینًا هغه به لازمًا له وروسته پاتې كېدونكو څخه وي 15|61|نو كله چې د لوط آل ته رالېږل شوي (ملايك) راغلل 15|62|هغه وویل: بېشكه تاسو یو ناپېژندګلو خلق یئ 15|63|هغوى وویل: بلكې مونږ تا ته هغه (عذاب) راوړى دى چې دوى به په هغه كې شك كاوه 15|64|او مونږ تا ته حق راوړى دى او بېشكه مونږ یقینًا رښتيني یو 15|65|نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او ته د دوى شا ته ورپسې ځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته نه ګوري او ځئ هغه ځاى ته چې تاسو ته يې حكم كېږي 15|66|او مونږ هغه ته د دې كار فیصله وحي كړه چې یقینًا د دې خلقو بېخ پرې كېدونكى دى، په دې حال كې چې دوى به په سبا كې داخلېدونكي وي 15|67|او د ښار اوسېدونكي راغلل چې ډېره خوشحالي يې كوله 15|68|وویل (لوط): بېشكه دا زما مېلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ 15|69|او له الله نه ووېرېږئ او ما مه سپكوئ 15|70|هغوى وویل: ایا ته مونږ د خلقو (د پناه وركولو) نه نه وې منع كړى؟ 15|71|هغه وویل: دا زما لوڼه دي كه تاسو (له دوى سره نكاح) كوونكي یئ 15|72|ستا په عمر مې دې قسم وي! بېشكه دوى خامخا به خپلې مستۍ (نشه) كې سرګردان دي 15|73|نو دوى يو هیبت ناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې د لمرختو په وخت كې داخلېدونكي وو 15|74|نو مونږ د هغه (ښار) پورته طرف ښكته طرف وګرځاوه او په دوى باندې مونږ د كوتكاڼو كاڼي وورول 15|75|بېشكه په دې كې خامخا د پوهو، عبرت اخيستونكو لپاره نښې دي 15|76|او بېشكه دغه (ښاریه) خامخا په سمه (چلنده) لار كې پرته ده 15|77|بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا غټه نښه ده 15|78|او بېشكه شان دا دى چې د ځنګل والا یقینًا ظالمان وو 15|79|نو مونږ له هغوى نه انتقام واخيست او بېشكه دغه دواړه (ښارونه) په لویه ښكاره لار كې پراته دي 15|80|او یقینًا یقینًا حجر والاو د رسولانو تكذیب كړى و 15|81|او مونږ هغوى ته خپلې نښې ور (ښكاره) كړې وې، نو دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي وو 15|82|او دوى به له غرونو څخه كوټې توږلې، په دې حال كې چې په امن به وو 15|83|نو دوى یو هیبتناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې په سبا كې داخلېدونكي وو 15|84|نو د دوى په كار رانغلل هغه (شیان) چې دوى به حاصلول 15|85|او مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دې دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، نو ته (له دوى څخه) څنګ وكړه په ښكلو څنګ كولو سره 15|86|بېشكه ستا رب، هم دى ښه پیداكوونكى، بې حده علم والا دى 15|87|او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم) 15|88|او ته خپلې سترګې هغو شیانو ته مه ور اوږدې كوه (مه پورته كوه) چې مونږ په هغو سره فايده وركړې ده دغو خلقو ته، چې قسم قسم شیان دي او په دوى باندې مه غمګین كېږه او خپل وزر د مومنانو لپاره ښكته كړه 15|89|او ته ووایه: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ښكاره وېروونكى یم 15|90|(له داسې عذابه) لكه څنګه چې مونږ نازل كړى و په تقسیموونكو باندې 15|91|هغه كسان چې قرآن يې ټوټې ټوټې كړى و 15|92|نو قسم دى په رب ستا چې خامخا هرومرو به مونږ له دوى ټولو څخه تپوس كوو 15|93|د هغو كارونو په باره كې چې دوى به كول 15|94|نو ته ښه ښكاره بیان كړه هغه څه چې تا ته يې حكم كولى شي او له مشركانو نه مخ واړوه 15|95|بېشكه مونږ ستا لپاره استهزا كوونكو ته كافي شوي یو 15|96|هغه كسان چې له الله سره نور معبودان مقرروي (شریكوي) نو ژر به دوى پوه شي 15|97|او یقینًا یقینًا مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي 15|98|نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه 15|99|او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي 16|1|د الله حكم راغى، نو تاسو هغه په تلوار مه غواړئ، هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي 16|2|هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ 16|3|هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه اوچت دى له هغه چې دوى يې ورسره شریكوي 16|4|هغه، انسان له نطفې نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دغه (انسان) ښه ښكاره سخت جګړه كوونكى دى 16|5|او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ 16|6|او تاسو لپاره په دوى كې جمال (او ښايست) دى كله چې يې بېرته ماښام (كور ته) راولئ او كله چې يې د څر لپاره بوځئ 16|7|او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى 16|8|او اسونه او قچر او خره (يې پیدا كړي دي،) د دې لپاره چې تاسو په دغو باندې سواره شئ او د زینت لپاره او پیدا كوي هغه څه چې تاسو يې نه پېژنئ 16|9|او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو كې كږې دي او كه هغه غوښتلى (، نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و 16|10|دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، له هغو څخه مشروب دى او له هغو څخه ونې (واښه) هم دي چې په هغو كې تاسو (څاروي) څروئ 16|11|هغه په دې سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دوى كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي 16|12|او هغه مُسخَّره كړې ده تاسو لپاره شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ۔، او ستوري د هغه په حكم سره مسخر دي، بېشكه په دغو كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي 16|13|او (مسخر كړي يې دي) هغه څه چې تاسو لپاره يې په ځمكه كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې رنګونه يې مختلف دي، بېشكه په دوى كې یقینًا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې نصیحت قبلوي 16|14|دى همغه ذات دى چې سمندر يې مسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 16|15|او هغه په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ 16|16|او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي 16|17|ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟ 16|18|او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 16|19|او الله ته معلوم دي هغه څه چې تاسو يې پټوئ او هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ 16|20|او هغه كسان چې دوى يې له الله نه غیر بلي، هغوى هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیداكاوه شي 16|21|مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي 16|22|ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه منكر دي او دوى تكبر كوونكي دي 16|23|حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي 16|24|او كله چې دوى ته وویل شي: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ دوى وايي: د پخوانیو (خلقو) باطلې افسانې 16|25|د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي 16|26|یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونو ته له بنیادونو نه راغى، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل 16|27|بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده 16|28|هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبضوي، په داسې حال كې چې دوى په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، نو دوى به روغه (تسليمي) وړاندې كړي چې مونږ هېڅ بد عمل نه كاوه، ولې نه! بېشكه الله ښه پوه دى په هغو عملونو چې تاسو به كول 16|29|نو تاسو د جهنم په دروازه كې ننوځئ، په داسې حال كې، چې په ده كې به همېشه وئ، نو یقینًا د تكبر كوونكو استوګنه بده ده 16|30|او هغو كسانو ته به وویل شي چې تقوىٰ يې غوره كړې ده: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ هغوى به ووايي: خیر (يې نازل كړى دى). د هغو كسانو لپاره چې په دې دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ نېكه بدله ده او یقینًا د اخرت كور ډېر غوره دى او یقینًا ښه كور د متقیانو دى 16|31|چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي 16|32|هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول 16|33|دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى په خپلو ځانونو ظلم كاوه 16|34|نو هغوى ته د خپلو عملونو بدي ورسېدله او هغوى ګېركړل هغه څه چې دوى به ورپورې استهزا كوله 16|35|او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى دى: كه چېرې الله غوښتلې (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګې كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل 16|36|او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟ 16|37|كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مددكوونكي نشته 16|38|او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې مري، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه په هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي 16|39|لپاره د دې چې د دوى لپاره هغه شى ښه ښكاره كړي چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او لپاره د دې چې هغه كسان چې كفر يې كړى دى، پوه شي چې یقینًا دوى دروغژن وو 16|40|همدا خبره ده چې زمونږ وینا یو شي ته چې كله يې مونږ اراده وكړو؛ دا ده چې مونږ هغه ته وایو: وشه نو هغه وشي 16|41|او هغه كسان چې د الله لپاره يې هجرت كړى دى وروسته له دې چې ظلم پرې وكړى شو خامخا هرومرو به مونږ دوى ته په دنیا كې ښه ځاى وركړو او یقینًا د اخرت اجر تر ټولو لوى دى، كه چېرې وى دوى چې پوهېدى 16|42|هغه كسان چې صبر يې كړى دى او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي 16|43|او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ هغوى ته وحي كوله، نو تاسو له اهلِ علمو نه تپوس وكړئ كه چېرې تاسو یئ چې نه پوهېږئ 16|44|په ښكاره معجزو اوكتابونو سره او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلقو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي 16|45|ایا نو هغه كسان چې ناكاره مكرونه يې كړي دي؛ له دې نه په امن كې شوي دي چې الله دوى په ځمكه كې ډوب كړي یا دوى ته عذاب له داسې ځایه راشي چې دوى (پرې) نه پوهېږي 16|46|یا دوى ونیسي د خپلو ګرځېدو په وخت كې، نو دوى هیڅكله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي 16|47|یا دوى په وېره ونیسي، پس یقینًا ستاسو رب خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى 16|48|ایا دوى هغه ته نه دي كتلي چې الله كوم شى پیدا كړى دى چې د هغه سیوري له ښي اړخ او چپو اړخونو نه ګرځي، چې الله ته سجده كوونكي دي، په داسې حال كې چې دوى عاجزي كوونكي دي 16|49|او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي 16|50|دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم كاوه شي 16|51|او الله وویل: تاسو دوه معبودان مه نیسئ، همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى، نو تاسو خاص له ما نه ووېرېږئ 16|52|او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او عبادت خاص هم د ده لپاره دى، همېشه، ایا نو تاسو غير له الله نه (له بل چا نه) وېرېږئ؟ 16|53|او په تاسو چې څه نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو خاص هغه ته زاري كوئ 16|54|بیا كله چې هغه له تاسو نه تكلیف لرې كړي (، نو) ناڅاپه یوه ډله په تاسو كې له خپل رب سره شریكان جوړوي 16|55|د دې لپاره چې ناشكري وكړي د هغه څه چې مونږ دوى ته وركړي دي، نو تاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ 16|56|او دوى د هغه څه لپاره چې په هېڅ نه پوهېږي؛ برخه مقرروي په هغه څه كې چې مونږ دوى ته وركړي دي، قسم دى په الله چې خامخا له تاسو به هرومرو پوښتنه كېږي، د هغه څه په باره كې چې تاسو به دروغ تړل 16|57|او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، هغه پاك دى، او د دوى لپاره دي هغه څه چې دوى يې خوښوي 16|58|او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړى شي د هغه مخ تك تور شي، په دې حال كې چې له قهره ډك وي 16|59|له خلقو څخه پټ ګرځي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړى شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، یا هغه په خاورو كې ومنډي، خبردار شئ! بد دي هغه څه چې دوى يې فیصله كوي 16|60|د هغو كسانو لپاره چې په اخرت ایمان نه راوړي بد مثال دى او خاص د الله لپاره ترټولو لوړ مثال دى او هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 16|61|او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغه به د دې (ځمكې) په سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيانو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي 16|62|او دوى د الله لپاره هغه څه ثابتوي چې (پخپله) يې بد ګڼي او د دوى ژبې دروغ بیانوي چې بېشكه د همدوى لپاره تر ټولو ښه حالت دى، حقیقت دا دى چې بېشكه د همدوى لپاره اور دى او بېشكه همدوى تر ټولو مخكې لېږدول شوي دي 16|63|قسم دى په الله! یقینًا یقینًا مونږ امتونو ته له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو، نو شیطان دوى ته د دوى عملونه ښكلي كړل، نو نن ورځ همغه د دوى دوست دى او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 16|64|او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كړى دى۔ او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره چې ایمان لري 16|65|او الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې په هغو سره ځمكه راژوندۍ كړې ده د هغې له مرګ نه پس، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې اوري 16|66|او بېشكه تاسو لپاره په څارویو كې خامخا لوى عبرت دى، مونږ تاسو ته در څښوو ځینې له هغو څیزونو څخه چې د دوى په ګېډو كې دي د غوشايیو او وینې په مینځ كې خالص شیده (پۍ) چې د څښونكو لپاره له حلق نه په اسانۍ سره تېرېدونكي دي 16|67|او د كجورو او انګورو له مېوو څخه، تاسو له دغو نه نشه كوونكي او ښكلى رزق جوړوئ، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي 16|68|او ستا رب د شاتو مچیو ته په زړه كې واچوله چې په غرونو كې كورونه جوړ كړه او په ونو كې او په هغو كې چې خلق يې لوړ جوړوي 16|69|بیا ته خوره له هر قسمه مېوو څخه، نو ته ځه د خپل رب په لارو باندې چې اسانې دي، د دوى له خېټو نه مشروب راوځي چې رنګونه يې مختلف دي، په ده كې د خلقو لپاره شفا ده، بېشكه په دې كې لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي 16|70|او الله تاسو پیداكړي یئ، بیا به هغه تاسو وفات كوي او په تاسو كې ځینې هغه دي چې ډېر خوار ژوندون ته ورګرځولى شي، د دې لپاره چې له علم نه بعد په هېڅ شي پوه نشي، بېشكه الله ښه عالم، ښه قادر دى 16|71|او الله ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې په رزق كې غوره كړي دي، نو هغه كسان چې غوره كړى شوي دي هغوى خپل رزق لره ورګرځوونكي نه دي په هغو كسانو باندې چې دوى يې مالكان شوي دي، نو دوى په ده كې برابر دي؟ ایا نو د الله په نعمت سره دوى انكار كوي 16|72|او الله تاسو لپاره ستاسو له جنسه جوړې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې ستاسو له جوړو نه زامن او لمسي پیدا كړي دي او تاسو ته يې د پاكیزه څیزونو څخه روزي دركړې ده، ایا نو په باطل باندې دوى ایمان راوړي او د الله په نعمت سره دوى كفر كوي 16|73|او دوى له الله نه غیر د هغو څیزونو عبادت كوي چې د دوى لپاره اختیار نه لري د هېڅ رزق د اسمانونو او ځمكې نه د هېڅ شي او نه دوى طاقت لري 16|74|نو تاسو د الله لپاره مثالونه مه بیانوئ، بېشكه الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ 16|75|الله یو مثال بيانوي چې یو مملوك مريى دى چې په هېڅ شي قدرت نه لري او (بل) هغه څوك دى چې مونږ هغه ته له خپل جانبه ښكلى رزق وركړى دى، نو هغه له ده نه په پټه او ښكاره انفاق كوي، ایا دوى سره برابرېږي؟ ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي 16|76|او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، په هېڅ شي قدرت نه لري، په دې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، ایا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى 16|77|او خاص د الله لپاره دى غیب د اسمانونو او ځمكې۔، او د قیامت امر نه دى مګر په شان د رپ د سترګو، یا هغه زیات قریب دى (له دې نه هم) بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى 16|78|او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې په هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 16|79|ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مسخر كړى شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي 16|80|او الله تاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ سپك مومئ او د اقامت په ورځ هم او د هغو له وړیو او د هغو له وېښتانو او د هغو له وژغنو نه يې اسبابونه او تر یو وخته پورې د نفعې سامانونه (جوړ كړي دي) 16|81|او الله تاسو لپاره له هغو څیزونو نه چې ده پیدا كړي دي سیوري پيدا كړي دي او تاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګې هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ 16|82|نو كه دوى مخ واړوي، نو همدا خبره ده چې په تا باندې يواځې ښكاره رَسَوَل (تبليغ كول) لازم دي 16|83|دوى د الله نعمتونه پېژني، بیا له هغو نه انكار كوي او د دوى زیاتره كافران دي 16|84|او هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه یو ګواه راپورته كړو، بیا به هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى، اجازت نه وركولى شي او نه به له دوى نه د راضي كولو طلب كولى شي 16|85|او كله چې وویني هغه كسان چې ظلم يې كړى دى عذاب لره، نو له دوى نه به هغه سپك (كم) نه كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي 16|86|او كله چې مشركان خپل شریكان وویني، دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! دا زمونږ هغه شریكان دي چې مونږ به له تا نه غیر بلل، نو شریكان به دوى ته خبره وروغورځوي چې بېشكه تاسو یقینًا دروغجنان یئ 16|87|او مشركان به په دغې ورځې كې صلح الله ته وغورځوي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل 16|88|هغه كسان چې كفر يې كړى دى او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، مونږ به هغوى ته عذاب د عذاب له پاسه ورزیات كړو، په سبب د هغه چې دوى به فساد كاوه 16|89|او په هغې ورځې كې چې مونږ به په هر امت كې یو ګواه راپورته كړو د دوى په خلاف د همدوى له نفسونو نه او مونږ به تا په دوى باندې ګواه راولو او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې د هر شي لپاره واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره 16|90|بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته نصیحت كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ 16|91|او تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ او خپل قسمونه د هغو له پخولو نه بعد مه ماتوئ، حال دا چې تاسو الله په خپلو ځانونو كفیل (ضامن) ګرځولى دى، بېشكه الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ 16|92|او تاسو د هغې ښځې په شان مه كېږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مضبوطوالي نه پس بېرته اومه كول، په دې حال كې چې ټوټې ټوټې وي، تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه جوړوئ، په دې وجه چې وي یوه ډله، هغه ډېره زیاته له بلې ډلې څخه، همدا خبره ده چې الله تاسو په دې سره ازمايي او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو په هغه كې اختلاف كاوه 16|93|او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وى او لېكن هغه ګمراه كوي څوك چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او خامخا ضرور به له تاسو نه تپوس كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو به كول 16|94|او تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه مه جوړوئ، نو (ګنې) قدم به د هغه له ټېنګېدلو نه پس وښويېږي او تاسو به بدي وڅكئ، په سبب د هغه چې تاسو د الله له لارې نه بندول كړي دي او تاسو لپاره ډېر لوى عذاب دى 16|95|او تاسو د الله په عهد سره لږې پیسې مه اخلئ، بېشكه هغه څه چې د الله په نیز دي هغه تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ 16|96|هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختمېږي او څه چې له الله سره دي هغه باقي دي او خامخا ضرور به مونږ هغو كسانو ته په عوض كې د هغوى اجر وركړو چې صبر يې كړى دى د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول 16|97|چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول 16|98|نو كله چې ته قرآن لولې، نو د الله پناه وغواړه د رټل شوي شیطان نه (له شر) 16|99|بېشكه دا، نشته ده ته هېڅ غلبه په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او چې خاص په خپل رب باندې هغوى توكل كوي 16|100|همداخبره ده چې د ده غلبه په هغو كسانو باندې ده چې له ده سره دوستي كوي او په هغو كسانو باندې چې هغوى له هغه (الله) سره شریك جوړونكي دي 16|101|او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې بدل راوړو، او الله ښه پوه دى په هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايې: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي 16|102|ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره 16|103|او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده 16|104|بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو باندې ایمان راوړي، الله دوى ته هدایت نه كوي او دوى ته ډېر دردوونكى عذاب دى 16|105|خبره همدا ده چې دروغ هغه كسان تړي چې د الله په ایتونو باندې ایمان نه راوړي او همدغه خلق دروغجن دي 16|106|هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغه زړه په ایمان سره مطمئن وي۔ او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى 16|107|دا په سبب د دې چې بېشكه دوى دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره كړى دى او دا چې بېشكه الله كافر قوم ته هدایت نه كوي 16|108|دا همغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو او د دوى په غوږونو او د دوى په سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي 16|109|حقیقت دا دى چې بېشكه دوى په اخرت كې، همدوى تاوانیان دي 16|110|بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنه كې واچول شول، بیا يې جهاد كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 16|111|هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي 16|112|او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول 16|113|او یقینًا یقینًا دوى ته له همدوى ځنې رسول راغلى و، نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى عذاب ونیول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو 16|114|نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ 16|115|همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 16|116|او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دى او دا حرام دى، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي 16|117|ډېره لږه فايده ده، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 16|118|او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوی دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې په خپلو ځانونو يې ظلم كاوه 16|119|بیا بېشكه ستا رب هغو كسانو ته چې بدي يې په ناپوهۍ سره كړې ده، بیا يې له دې نه بعد توبه وېستله او اصلاح يې وكړه، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه بعد خامخا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 16|120|بېشكه ابراهیم یو امت و، د الله فرمان منونكى، حق ته مايله او نه و هغه له مشركانو څخه 16|121|د هغه د نعمتونو شكر كوونكى و، هغه يې غوره كړى و او هغه ته يې د نېغې لارې هدایت كړى و 16|122|او مونږ هغه ته په دنیا كې نېكي (او ښېګڼه) وركړې وه او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى 16|123|بیا مونږ تا ته وحي وكړه چې د ابراهیم د ملت پیروي وكړه چې حنیف و او له مشركانو څخه نه و 16|124|همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي په هغو كسانو مقرره شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه 16|125|ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه ستا رب (چې دى) هغه ښه پوه دى په هغه كس چې د هغه له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه پوه دى په لار موندونكو باندې 16|126|او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې تاسو ته په هغه سره عذاب دركړى شوى او البته كه تاسو صبر وكړئ، (نو) یقینًا دا د صبر كوونكو لپاره ډېر غوره دى 16|127|او ته صبر كوه او نه دى صبر ستا مګر په توفیق د الله سره او په دوى باندې مه غمژن كېږه او په زړه تنګۍ كې مه كېږه د هغو مكرونو په وجه چې دوى يې كوي 16|128|بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي 17|1|هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى۔ 17|2|او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو زما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ 17|3|اى د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو۔، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و 17|4|او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې قطعي حكم لېږلى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي 17|5|نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې د ډېر سخت جنګ والا (سخت جنګي خلق) وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده پوره كړى شوې 17|6|بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ په لحاظ بېخي زیات كړئ 17|7|كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مسلط كړل)، د دې لپاره چې ستاسو مخونه بد وران كړي او د دې لپاره چې جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، سخت هلاكول 17|8|نژدې دى چې ستاسو رب به په تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى 17|9|بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته هدایت كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نېك عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى 17|10|او دا چې بېشكه هغه كسان چې په اخرت باندې ایمان نه راوړي، مونږ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى 17|11|او انسان د شر دعا غواړي د خپلې خیر د دعا (په شان) او انسان له شروع نه ډېر تلوار كوونكى دى 17|12|او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه محوه كړه او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى 17|13|او هر انسان لره، مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه كې لازم كړى دى او د قیامت په ورځ به ده ته یو كتاب راوباسو چې ورسره به مخامخ شي، په داسې حال كې چې غوړېدلى به وي 17|14|ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى 17|15|چا چې نېغه لار ونیوله، نو همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان (د فايدې) لپاره نېغه لار نیسي او څوك چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې كېږي او هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي او مونږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو 17|16|او كله چې مونږ اراده وكړو چې یو كلى هلاك كړو (نو) مونږ د هغه (كلي) كبرجنو مالدارو ته حكم وكړو، نو هغوى په ده كې فسق وكړي، نو په هغه باندې خبره ثابته شي، بیا مونږ هغه هلاك كړو، سخت هلاك كول 17|17|او مونږ له نوح نه وروسته څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي! او ستا رب ښه كافي دى د خپلو بنده ګانو په ګناهونو باندې ښه خبردار، ښه لیدونكى 17|18|هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو۔، بیا مونږ د هغه لپاره جهنم مقرروو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي 17|19|او هغه څوك چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوشش كوي، د هغه لايق كوشش، په دې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلق، د دوى سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده 17|20|له هر یو سره مونږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره اوله دغو سره، او ستا د رب عطاء (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده 17|21|ته وګوره! څرنګه مونږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا اخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى 17|22|ته له الله سره بل معبود مه نیسه، نو (ګنې) ملامت كړى شوى، بې یارومددګار به كېنې 17|23|او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره لازمًا زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه 17|24|او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته په دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم 17|25|ستاسو رب په هغه څه ښه پوه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي۔ كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له شروع نه د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى 17|26|او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول 17|27|بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى 17|28|او كه چېرې ته له دوى نه اعراض كوې، د خپل رب له جانبه د رحمت د طلب لپاره چې ته يې امېد لرې، نو دوى ته ډېره اسانه خبره وایه 17|29|او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول (ګنې) نو ملامت كړى شوى، پښېمانه شوى به كېنې 17|30|بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى 17|31|او تاسو خپل اولاد د فقر له وېرې مه وژنئ، هم دا مونږ هغوى ته روزي وركوو او تاسو ته (هم) بېشكه د دوى وژل له شروع نه ډېره لویه ګناه ده 17|32|او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده 17|33|او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره او څوك چې ووژل شي، په دې حال كې چې مظلوم وي، نو یقینًا مونږ د هغه ولي (وارث) ته پوره غلبه وركړې ده، نو هغه دې په وژلو كې اسراف نه كوي، بېشكه دغه (وارث) مدد كړى شوى دى 17|34|او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه ترټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه عهد دى پوښتل شوى 17|35|او تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ او په ډېرې برابرې تلې سره تول كوئ دا (كار) تر ټولو غوره او د انجام په لحاظ تر ټولو ښه دى 17|36|او ته د هغه شي پیروي مه كوه چې تا ته د هغه علم نه وي، بېشكه غوږونه او سترګې او زړه، هر یو له دغو (درې واړو) دى د هغه په هكله تپوس كړى شوى 17|37|او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه بېخي څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته بېخي ونه رسېږې 17|38|دغه ټول كارونه (چې دي)، د دوى بدي ستا د رب په نیز له شروع نه ناخوښه ده 17|39|دا (ټول حكمونه) له هغو څخه دي چې ستا رب له حكمته څخه تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى 17|40|ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه د ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه خبره وایئ 17|41|او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى) 17|42|ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لاره لټولې وى 17|43|هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو خبرو نه چې دوى يې وايي ډېر لوى اوچتېدل 17|44|د هغه لپاره تسبیح وايي اوه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه د ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو په تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى 17|45|او كله چې ته قرآن لولې (، نو) مونږ ستا په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې چې په اخرت ایمان نه راوړي یوه پټه پرده پیدا كړو 17|46|او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې واچوو له دې نه چې دوى په ده پوه شي او د دوى په غوږونو كې كوڼوالى (پیداكړو)، او كله چې ته په قرآن كې يواځې خپل رب یاد كړې، نو دوى په خپلو شاګانو بېرته وګرځي، په داسې حال كې چې ترهېدونكي وي 17|47|مونږ ښه پوه یو په هغه (نیت) چې دوى په هغه سره اورېدل كوي، كله چې دوى تا ته غوږ ږدي او كله چې دوى پټې مشورې كوي، كله چې دا ظالمان وايي: تاسو پیروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې جادو پرې شوى دى 17|48|ته وګوره! دوى ستا په باره كې مثالونه څنګه بیان كړل، نو ګمراه شول، نو د سمې لارې استطاعت نه لري 17|49|او دوى وايي ایا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، ایا یقینًا مونږ به خامخا بیا راژوندي كړى شو په نوو پیدا كولو سره 17|50|ته ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه 17|51|یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په سینو كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ۔، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي 17|52|په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې 17|53|او ته زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبره دې وايي چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه شیطان د دوى په مینځ كې دښمني اچوي، بېشكه شیطان د انسان لپاره له شروع نه ښكاره دښمن دى 17|54|ستاسو رب په تاسو ښه پوه دى، كه هغه وغواړي (نو) په تاسو به رحم وكړي او كه هغه وغواړي (نو) تاسو ته به عذاب دركړي او ته مونږ په دوى باندې ذمه وار نه يې لېږلى 17|55|او ستاسو رب ښه عالم دى په هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و 17|56|ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو 17|57|دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې وېره ترې وكړى شي 17|58|او نشته هېڅ یو كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلاك كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب۔، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي 17|59|او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى د غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له دې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره 17|60|او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او مونږ هغه منظره چې مونږ تا ته وښووله نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه چې په قرآن كې پرې لعنت كړى شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي 17|61|او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه غیر له ابلیس نه، هغه وویل: ایا زه هغه چا ته سجده وكړم چې تا له خټې پېدا كړى دى 17|62|هغه وویل: ما ته خبر راكړه! دا سړى چې تا دا په ما باندې بهتر كړى دى، یقینًا كه تا زه د قیامت د ورځې پورې وروسته كړم (نو) زه به خامخا هرومرو د ده د اولادې بېخ وباسم، سوا له لږو څخه 17|63|(الله) وویل چې ځه! نو په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه، نو بېشكه جهنم ستاسو جزا ده، ډېره پوره جزا 17|64|او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه اوله دوى سره په مالونو او اولادونو كې شریك شه او دوى ته وعده وركړه، او شیطان دوى ته وعده نه وركوي مګر د دوكې 17|65|بېشكه زما بنده ګان چې دي، تالره پر هغوى باندې هېڅ غلبه نشته او ستا رب ښه كافي كارساز دى 17|66|ستاسو رب هغه دى چې تاسو لپاره په سمندر كې بېړۍ روانوي، د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل ولټوئ، بېشكه هغه په تاسو له شروع نه ډېر رحم كوونكى دى 17|67|او كله چې تاسو ته په سمندر كې سختي درورسېږي (، نو) هغه څوك (ستاسو له فكره) ورك شي چې تاسو يې بلئ مګر يواځې هغه (الله بلئ)، نو كله چې تاسو وچې ته بچ كړي (، نو) تاسو مخ اړوئ (له توحیده) او انسان دى ډېر ناشكره 17|68|ایا نو تاسو له دې نه په امان كې یئ چې هغه تاسو د وچې ځمكې په یوه خوا كې ډوب (ښخ) كړي، یا پر تاسو باندې كاڼي وروونكى سخت باد راولېږي (او) بیا تاسو د خپل ځان لپاره هېڅ ساتونكى ونه مومئ 17|69|یا تاسو له دې نه په امان كې یئ چې په دغه (سمندر) كې مو بېرته په دوهم ځلې واپس كړي، نو پر تاسو باندې ماتوونكى سخت باد راولېږي، نو تاسو د كفر كولو په سبب غرق كړي، بیا به تاسو د خپل ځان لپاره زمونږ په ضد راپسې ګرځېدونكى ونه مومئ 17|70|او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول 17|71|او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به ټول خلق (انسانان) سره له خپل امامه راوبلو، نو هغه څوك چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په خپل ښي لاس كې وركړى شو، نو دغه كسان به خپل كتاب (عمل نامه) لولي او په دوى به د كجورې د نري تار هومره ظلم (هم) نه كېږي 17|72|او څوك چې په دي (دنیا) كې ړوند و، نو هغه به په اخرت كې هم ړوند وي، او (د نجات) د لارې په لحاظ به ډېر بې لارې وي 17|73|او بېشكه شان دا دى چې دوى نژدې وو چې تا له هغه (قرآن) نه واړوي چې مونږ تا ته وحي كړى دى، د دې لپاره چې ته پر مونږ باندې له دې (قرآن) نه غیر راوتړې او په دغه وخت كې به دوى ته دوست نیولى وى 17|74|او كه ته مونږه (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى۔ (، نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى لږ څه مايله شي 17|75|(نو) په دغه وخت كې به خامخا مونږ په تا څكلى وى دوه چند عذاب د ژوندون (په دنیا كې) او دوه چنده عذاب د مرګ (په اخرت كې) بیا به ته د خپل ځان لپاره زمونږ په خلاف مدد كوونكى ونه مومې 17|76|او بېشكه شان دا دى چې دوى قریب وو چې تا خامخا له دې ځمكې نه وخوځوي، د دې لپاره چې تا له دې نه وباسي او په دغه وخت كې به دوى له تا نه وروسته درنګ (وخت) نه وى تېر كړى مګر ډېر لږ 17|77|(زمونږ) طریقه (ده) په هغه چا كې چې یقینًا مونږ له تا نه مخكې لېږلي وو د خپلو رسولانو ځنې، او ته به زمونږ طریقې لره هېڅ تبدیلېدل ونه مومې 17|78|ته لمونځ قايموه د لمر له زواله وورسته د شپې تر تیارې پورې او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ده ته حاضري كولى شي 17|79|او د شپې په څه حصه كې خوب پرېږده، چې تا لپاره دا زیاتي عبادت دى۔، امېد دى چې ستا رب به تا مقامِ محمود (ستايل شوي ځاى) ته پورته كړي 17|80|او ته ووایه: اى زما ربه! ته ما داخل كړه په رښتیا داخلولو سره او ته ما وباسه په رښتیا وېستلو سره او ته زما لپاره د خپل جانب نه یو قوت مددكوونكى مقرر كړه 17|81|او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى 17|82|او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان 17|83|او كله چې مونږ په (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل اړخ لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي 17|84|ته ووایه: هر كس په خپلې مناسب حالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى په هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى 17|85|او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم څخه (برخه) نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه 17|86|او یقینًا كه مونږ وغواړو (نو) خامخا ضرور به هغه (قرآن) بېرته یوسو چې مونږ تا ته وحي كړى دى، بیا به ته د خپل ځان لپاره په دې باره كې زمونږ په خلاف هېڅ وكیل (او كارساز) ونه مومې 17|87|خو د خپل رب له جانبه د مهربانۍ په وجه، بېشكه د هغه فضل په تا باندې ډېر لوى دى 17|88|ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول په دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (، نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي 17|89|او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیا بیا بیان كړى دى، نو زیاترو خلقو انكار وكړ غیر له كفر كولو نه 17|90|او دوى وویل: مونږ به په تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې 17|91|یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګور، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول 17|92|یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې 17|93|یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا په (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو۔، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى 17|94|او خلق د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: ایا الله یو انسان رسول رالېږلى دى! 17|95|ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو په ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له اسمان نه مَلك رسول رالېږلى وى 17|96|ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، ښه لېدونكى دى 17|97|او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كړو، چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو 17|98|„دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره 17|99|ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي په دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي۔ او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه 17|100|ته (دوى ته) ووایه: كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالكان شئ (نو) په دغه وخت كې به تاسو هرومرو امساك (بخل) وكړئ د لګېدلو (خرچ كېدو) له وېرې نه او انسان دى ډېر بخیل 17|101|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو ته له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه دوى ته راغى، نو هغه ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور په تا د جادو كړى شوي عقیده ساتم اى موسٰى! 17|102|ويې ويل: یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړي مګر داسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم 17|103|نو هغه (فرعون) اراده وكړه چې دوى له ځمكې نه وخوځوي، نو مونږ هغه او څوك چې له هغه سره وو ټول؛ غرق (ډوب) كړل 17|104|او د هغه (له هلاكت) نه وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: تاسو په دغه ځمكه كې اوسئ، نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول سره ګډ راولو 17|105|او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى۔ او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى 17|106|او (مونږه) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول 17|107|ته (دوى ته) ووایه چې تاسو په ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي 17|108|او وايي زمونږ رب ته پاكي ده، بېشكه زمونږ د رب وعده خامخا كېدونكې ده 17|109|او دوى په زنو نسكور پرېوځي، چې ژاړي او عاجزي يې (د قرآن اورېدل) ورته ورزیاته كړي 17|110|ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغه لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه 17|111|او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لپاره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره به بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله 18|1|ټولې ستاينې خاص د هغه الله لپاره دي چې په خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى 18|2|په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او هغو مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى 18|3|چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي 18|4|او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى 18|5|دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ 18|6|نو ښايي چې ته د دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى په دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي 18|7|بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى 18|8|او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو 18|9|ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟ 18|10|(یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه، نو ويې ويل: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې هدایت برابر كړه 18|11|نو مونږ د دوى په غوږونو خوب واچاوه، په غار كې څو كاله په شمېر 18|12|بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده 18|13|مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې په خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو 18|14|او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي 18|15|زمونږ دې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان ونیول، دوى په (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي! 18|16|او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي 18|17|او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي چپ اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست 18|18|او ته به په دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او چپ اړخ اړوو۔ او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى۔، كه ته په دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي 18|19|او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى، ۔ نورو وویل: ستاسو رب ښه عالم دى په هغې مودې چې تاسو تېره كړې ده، ۔ نو تاسو خپل یو تن له خپلو دې سپینوزرو سره ښار ته ولېږئ۔، نو هغه دې وګوري چې د دې (ښار) كوم یو كس د طعام په لحاظ ډېر پاكیزه دى، نو دى دې تاسو ته له هغه نه خوراك راوړي او نرمي او زیركي دې كوي او په تاسو دې هیڅوك له سره خبر نه كړي 18|20|بېشكه دوى كه په تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله 18|21|او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو دوى وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب په دوى ښه عالم دى، هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالبه شوي وو، مونږ به خامخا هرومرو په دوى باندې جومات جوړوو 18|22|ژر به دغه (خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي۔ او د دوى اتم د دوى سپى دى۔، ته ووایه: زما رب د دوى په شمېر ښه عالم دى، په دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق) ۔، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه 18|23|او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم 18|24|مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یادوه كله چې دې هېر شي، او ته ووایه امېد دى چې ما ته به زما رب لار ښوونه وكړي د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې 18|25|او دوى په خپل غار كې درې سوه كاله تېر كړل او نهه يې (پرې) ور زیات كړل 18|26|ته ووایه: الله ښه عالم دى په مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده۔، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه څه ښه لیدونكى او څه ښه اورېدونكى دى۔! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضاء) كې هیڅوك نه شریكوي 18|27|او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغه نه غیر به ته له سره پناه ځاى ونه مومې 18|28|او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغه مخ غواړي۔ او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې او ته د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغه زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغه كار له حد نه وتلى دى 18|29|او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (د ایمان) اراده وكړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (د كفر) اراده وكړې، نو هغه دې كافر شي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې چاپېره شوي دي۔ او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او دغه بد ځاى دى د اوسېدلو 18|30|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) بېشكه مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى 18|31|دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى 18|32|او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى 18|33|دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي اوهېڅ شى ترې نه نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده 18|34|او د ده لپاره نورې مېوې هم شته، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم 18|35|او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې په خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي 18|36|او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم 18|37|ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كافر شوى يې چې ته يې له خاورو پیداكړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې 18|38|لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې هم الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم 18|39|او كله چې ته خپل باغ ته داخل شوې تا دا ولې ونه ویل: مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړی، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې 18|40|نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان شي 18|41|یابه د ده اوبه وچې ډوبې شي، بیا به ته د دغو (ډوبو اوبو) په لټولو له سره ونه توانېږې 18|42|او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شه چې خپل ورغوي يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه لوېدلى و، او ده ویل: اى كاشكې ما د خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى 18|43|او د ده هېڅ داسې ډله نه وه چې له الله نه غیر يې دده مرسته كړې وى او نه دا پخپله بدله اخيستونكى (د ځان مدد كوونكى) و 18|44|په دغه وخت كې ټول د اختیار حق الله لره دى، هغه د ثواب په لحاظ ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه 18|45|او ته دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمان نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى 18|46|مال او زامن د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ غوره دي او د امېد په لحاظ ډېر ښه 18|47|او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نه ږدو 18|48|او دوى به خپل رب ته صف صف وړاندې كړى شي (او وبه ویلى شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو 18|49|او كتاب به كېښودلى شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه يې حساب كړې ده او دوى به خپل كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب په هیچا ظلم نه كوي 18|50|او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، دا له جناتو څخه و، د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه۔، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغه اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې دوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى 18|51|ما دغه (شیطانان) د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته نه دي حاضر كړي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم 18|52|او (یاده كړه) هغه ورځ چې وبه وايي (الله): تاسو زما هغو شریكانو ته اواز وكړئ چې تاسو به ګڼل، نو دوى به هغوى ته چغې ووهي، نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او د دوى تر مینځه به مونږ د هلاكت ځاى (دوزخ) وګرځوو 18|53|او مجرمان به اور وویني، نو یقین به وكړي چې بېشكه دوى په ده كې لوېدونكي دي او دوى به له دغه (اور) نه د په څنګ كېدلو ځاى ونه مومي 18|54|او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې د خلقو لپاره هر قسمه مثالونه مكرر بیان كړي دي، او انسان په جګړه كې تر هر شي زیات دى 18|55|او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې د خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي 18|56|او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېرونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړی۔ او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره ونیول 18|57|او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې ده ته دخپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى په زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى په ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي 18|58|او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي 18|59|او دغه كلي دي چې مونږ دوى هلاك كړل، كله چې دوى ظلم وكړ او مونږ د دوى هلاكت ته یوه نېټه ټاكلې وه 18|60|او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې 18|61|نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېركړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله 18|62|نو كله چې دوى (له دغه ځایه) تېر شول، خپل ځلمي ته يې وویل: ته مونږ ته زمونږ سبا نارى راوړه، بېشكه یقینًا مونږ له خپل دې سفره له ستومانۍ سره مخامخ شو 18|63|هغه وویل: ایا ته خبر شوې كله چې مونږ لويې تېږې ته ځاى ونیوه، نو بېشكه ما هغه كب هېر كړ۔ او هغه له ما نه هېر نه كړ مګر شیطان چې زه هغه (تا ته) یاد كړم او هغه په سمندر كې خپله لاره ډېر عجیبه جوړه كړه 18|64|ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل 18|65|بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و 18|66|ده ته موسٰي وویل: ایا زه ستا تابع شمه په دې شرط سره چې ته به ما ته ښیې له هغه (علم) نه چې تا ته نېغه لار ښوول شوې ده 18|67|هغه وویل: بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې 18|68|او ته به څنګه په هغه كار صبر وكړې چې د علم په لحاظ تا د هغه احاطه نه ده كړې 18|69|هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم 18|70|هغه وویل: كه ته زما متابعت كوې، نو ته له ما نه د هېڅ شي په باره كې تر هغه پورې تپوس مه كوه چې زه تا ته د هغه ذكر شروع كړم 18|71|نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كشتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كشتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند (او ناروا) كار وكړ 18|72|هغه وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې 18|73|ده وویل: ته ما په هغه كار مه نیسه چې ما په هېره وكړ او ته په ما د دې كار په وجه سختي مه راچوه 18|74|نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ 18|75|هغه (خضر) وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره د صبر كولو طاقت بېخي ونه كړى شې 18|76|هغه (موسٰی) وویل: كه له دې نه بعد ما له تا نه د څه شي په باره كې پوښتنه وكړه، نو بیا ته ما د ځان مه ملګرى كوه، یقیناً ته زما له جانبه (حد د) عذر ته ورسېدې 18|77|بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (، نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغوى دوى دواړو ته د مېلمستیا وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو) خامخا په دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى 18|78|ده وویل: دا زما په مینځ كې اوستا په مینځ كې (د) بېلتون (وخت) دى۔، ژر به زه تا د هغو خبرو په حقیقت خبر كړم چې په هغو باندې تا د صبر كولو طاقت ونه كړى شو 18|79|هرچې كشتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كشتۍ به يې په زور سره اخيستله 18|80|او هر چې هلك و، نو د هغه مور او پلار مومنان وو، نو مونږ له دې ووېرېدو چې دى به هغوى په سركشۍ او كفر مجبوره كړي 18|81|نومونږ وغوښتل چې دوى ته د دوى رب (داسې) بدل وركړي (چې) د دغه (هلك) نه په پاكۍ كې غوره وي او (له دغه نه) په مهربانۍ كې ډېر نژدې وي 18|82|او پاتې شو دېوال۔، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښاركې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه۔ او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى۔، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى 18|83|او دوى له تا نه د ذوالقرنین په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه: ژر به زه تاسو ته د هغه په هكله څه احوال ولولم 18|84|بېشكه مونږ ده ته په ځمكه كې قدرت وركړى و او مونږ ده ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه 18|85|نو ده لاره ونیوله (او هغه اسباب چې مغرب ته يې ورساوه) 18|86|تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې (چینې) ته نژدې یو قوم ومونده۔، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! یا خو دا چې ته (دوى ته) عذاب وركړې او یا خو دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسي 18|87|ده وویل: هرچې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ ده ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به دى خپل رب ته بېرته بوتلى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب 18|88|او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به ده ته له خپله كاره اساني ووایو (پیدا كړو) 18|89|بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب چې مشرق ته يې ورساوه) 18|90|تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (، نو) دغه (لمر) يې ومونده چې په داسې قوم راخېژي چې مونږ دوى ته د دغه (لمر) نه لاندې كومه پرده نه وه ګرځولې 18|91|همداسې (حال) و۔ او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ په هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو 18|92|بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل) 18|93|تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (، نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) په خبره پوه شي 18|94|دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟ 18|95|ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته په هغو كې زما رب قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم 18|96|تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (، نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه په دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه توئ كړم 18|97|نو د دوى به طاقت نه وي چې په ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي 18|98|دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به د ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده 18|99|او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول 18|100|او په دغې ورځ به مونږ جهنم كافرانو ته راوړاندې كړو، ښه راوړاندې كول 18|101|هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشو كولى 18|102|ایا نو كافران شویو كسانو ګمان كړى دى چې دوى به له ما نه غير زما بنده ګان كارسازوونكي ونیسي (او بیا به يې هم زه نه په عذاب كوم، نه) بېشكه مونږ د كافرانو لپاره جهنم مېلمستیا تیار كړى دى 18|103|ته (دوى ته) ووایه: ایامونږ تاسو ته د اعمالو په لحاظ د تر ټولو زیاتو تاواني كسانو خبر دركړو؟ 18|104|دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، حال دا چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى عمل ښه كوي 18|105|هم دغه كسان دي چې د خپل رب په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر (او انكاري) شوي دي، نو د دوى عملونه برباد شول، نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو 18|106|دغه، د دوى بدله جهنم دى په سبب د دې چې دوى كافران شول او زما ایتونه او زما رسولان يې مسخره نیولي وو 18|107|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي 18|108|چې په دغو كې به تل وي، دوى به له دغو نه ګرځېدل (او تبدیلېدل) نه غواړي 18|109|ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره سیاهي وي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد هم راوړو 18|110|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي 19|1|كاف، ها، يا، عين، صاد 19|2|(دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې 19|3|كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز 19|4|ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر (مې) د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى 19|5|او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه 19|6|چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى 19|7|اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى 19|8|ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم 19|9|(الله) ورته وویل: هم داسې دي۔، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې 19|10|ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرره كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې 19|11|نو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ 19|12|اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و 19|13|او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي۔ او دى ډېر پرهېزګاره و 19|14|او له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و 19|15|او په ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى وزېږول شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي 19|16|او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و 19|17|نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح ولېږه، نو هغه دې ته خپل شكل د كامل سړي جوړ كړ 19|18|(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې 19|19|هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم 19|20|دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ بشر نه دى رارسېدلى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم 19|21|ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ دى د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت۔ او دغه یو فیصله شوى كار دى 19|22|نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو سره له ده یو لرې ځاى ته په څنګ شوه 19|23|نو دغې (مریم) لره د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى 19|24|نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه پیدا كړې ده 19|25|او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به په تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي 19|26|پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، پس كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره په ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره 19|27|نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راخيستى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بدكار كړى دى 19|28|اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه 19|29|نو هغې ده (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى 19|30|ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغه ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم 19|31|او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، ترڅو چې زه ژوندى یم 19|32|(او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى 19|33|او په ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه وزېږول شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم 19|34|دغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده په باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي 19|35|د الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده۔، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي 19|36|او بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده 19|37|نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى 19|38|دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي 19|39|او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي 19|40|بېشكه مونږ چې یو، هم دا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي 19|41|او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و 19|42|كله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى 19|43|اى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم 19|44|اى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان له رحمان نه نافرمان دى 19|45|اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې 19|46|هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې شه 19|47|ده وویل: په تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى 19|48|او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم 19|49|نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو 19|50|مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه 19|51|او په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و 19|52|او مونږ ده ته د طور غر له ښي اړخ نه اواز كړى و او مونږ دى قریب كړ، چې د راز خبرې مو ورسره كولې 19|53|او مونږ ده ته له خپل رحمته د ده ورور هارون وركړ، چې نبي و 19|54|او په كتاب كې اسماعیل یاد كړه، بېشكه دى د وعدې رښتینى و او رسول (او) نبي و 19|55|او ده به خپل اهل ته په لمانځه او زكات سره حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و 19|56|او په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و 19|57|او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى 19|58|دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې۔ او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به په دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول (نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي 19|59|نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي 19|60|مګر هغه څوك چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او په دوى به هېڅ شى ظلم نه كېږي 19|61|د تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه دى (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده 19|62|دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري غیر له سلام نه، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى 19|63|دغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځولو چې پرهېزګاره وي 19|64|او (جبریل وویل) مونږ نه راكوځېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغې چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي۔ او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى 19|65|(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده په عبادت ښه ټینګ اوسه۔، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې 19|66|او دغه (له بعث نه منكر) انسان وايي: ایا كله چې زه مړ شم خامخا عنقریب به زه بیا ژوندى را ایستلى شم 19|67|ایا دغه انسان نه یادوي چې بېشكه مونږ دى له دې نه مخكې پیدا كړى و، او دى هېڅ شى نه و 19|68|نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو 19|69|بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى 19|70|بیا خامخا مونږ په هغو خلقو ښه عالمان یو چې هغوى دغه (دوزخ) ته د داخلولو (او سوځولو) ښه لايق دي 19|71|او نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي 19|72|بیا به مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده او ظالمان (كافران) به په دغه (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو 19|73|او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستى شي، چې ښه واضح دي، (، نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده 19|74|او له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو 19|75|ته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى 19|76|او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي 19|77|ایا تا هغه كس لیدلى چې زمونږ په ایتونو باندې كافر شوى دى او وايي چې ما ته به (په اخرت كې) خامخا ضرور مال او اولاد راكول كېږي 19|78|ایا دى په غیبو خبر شوى دى، یا ده د رحمٰن په نیز كومه وعده اخيستې ده 19|79|داسې نه ده ضرور مونږ لیكو هغه څه چې دى يې وايي او ده ته به له عذابه وغځوو، غځول 19|80|او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي 19|81|او دوى له الله نه غیر (نور) معبودان ونیول، د دې لپاره چې دغه (معبودان) د دوى د عزت سبب شي 19|82|داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي 19|83|ایا ته نه ګورې چې مونږ شیطانان په كافرانو باندې راخوشې كوو، چې دوى تېزوي، تېزول 19|84|نو ته په دوى باندې (د عذاب په راتلو كې) تلوار مه كوه، بېشكه مونږ د دوى لپاره شمېرل كوو، شمېرل 19|85|(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه 19|86|او مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو 19|87|هغوى د شفاعت اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د رحمٰن په نيز يې وعده اخيستې ده 19|88|او دغه (كافران) وايي: رحمٰن د ځان لپاره اولاد نیولى دى 19|89|یقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه 19|90|نژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې 19|91|په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله 19|92|او رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي 19|93|نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي 19|94|یقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل 19|95|او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې 19|96|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي 19|97|پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې 19|98|او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې 20|1|طا، ها 20|2|مونږ قرآن په تا باندې د دې لپاره نه دى نازل كړى چې ته په سختۍ او مشقت كې پرېوځې 20|3|مګر (نازل كړى دى مونږ) نصیحت د هغه چا لپاره چې وېرېږي 20|4|(نازل كړى شوى دى) په نازلېدلو سره د هغه (الله) له جانبه چې ځمكه او ډېر اوچت اسمانونه يې پیدا كړي دي 20|5|رحمٰن په عرش باندې برقراره شو 20|6|خاص د ده لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او هغه څه چې د لوندې ځمكې نه لاندې دي 20|7|او كه ته خبره په جهر سره كوې، نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي 20|8|الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي 20|9|او ایا تا ته د موسٰی قصه (خبره) راغلې ده 20|10|كله چې ده اور ولیده، نو خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شئ، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه له هغه نه تاسو ته لګولې (بله) لمبه راوړم، یا به په اور باندې څه لار ښوونه (لار ښود) ومومم 20|11|نو كله چې دى دغه (اور) ته راغى، ده ته اواز وكړى شو چې اى موسٰی! 20|12|بېشكه زه چې یم، زه ستا رب یم، نو ته خپلې پڼې وباسه، بېشكه ته په مقدسه (سپېڅلې) وادۍ (دره) طُوٰی كې يې 20|13|او ته ما غوره كړى يې، نو ته هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي 20|14|بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه 20|15|بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي 20|16|نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (، ګنې) نو ته به هلاك شې 20|17|او اى موسٰی! ستا په ښي لاس كې څه شى دى؟ 20|18|ده وویل: دا زما امسا ده په دې زه تكیه لګوم، او په دې سره زه خپلو ګډو (بيزو) ته پاڼې څنډوهم، او زما لپاره په دې كې نور حاجتونه (او فايدې) هم دي 20|19|(الله) وویل: اى موسٰی! ته دا وغورځوه 20|20|نو ده دغه وغورځوله، نو ناڅاپه دغه (امسا) مار شو، منډې يې وهلې 20|21|(الله) وویل: ته دا راونیسه، او ته مه وېرېږه، ژر به مونږ دا خپل ړومبني شكل ته راوګرځوو 20|22|او ته خپل لاس خپل تخرګ ته پیوست كړه، دا به راووځي، چې تك سپین به وي، بې له عیب (او بیمارۍ) نه، په داسې حال كې چې دا بله نښه (او معجزه) ده 20|23|د دې لپاره چې مونږ تا ته د خپلو ترټولو لویو نښو ځنې (څه) وښیو 20|24|ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده 20|25|ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه 20|26|او ما ته زما كار اسان كړه 20|27|او زما له ژبې نه غوټه پرانیځه 20|28|چې دوى زما په خبره پوه شي 20|29|او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه 20|30|هارون، چې زما ورور دى 20|31|په ده سره ته زما مَلا قوي كړه 20|32|او دى زما په كار كې شریك كړه 20|33|د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو 20|34|او ستا ډېر ذكر وكړو 20|35|بېشكه هم ته زمونږ حال ښه لیدونكى يې 20|36|(الله) وویل: اى موسٰی! یقینًا تا ته ستا سوال دركړى شو 20|37|او یقینًا یقینًا مونږ په تا باندې یو ځل بل احسان كړى و 20|38|كله چې مونږ ستا مور ته الهام وكړ هغه چې (تا ته اوس) وحي كولى شي 20|39|چې ته (اى مورې د موسٰی) دا (موسٰی) په تابوت (صندوق) كې واچوه، بیا دغه (صندوق) په سیند كې وغورځوه، نو دغه (صندوق) لره دې سیند په ساحل كې وغورځوي، چې دغه (موسٰی) لره ونیسي زما دښمن او د ده دښمن او ما په تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي 20|40|كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي۔، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې۔ او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی! 20|41|او ته ما د خپل ځان لپاره تیار كړى يې 20|42|ته لاړ شه او ستا ورور دې هم، زما په معجزو سره او تاسو دواړه زما په ذكر (یاد) كې سستي مه كوئ 20|43|تاسو دواړه فرعون ته لاړ شئ، بېشكه هغه باغي شوى دى 20|44|نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وكړئ، ښايي چې دى پند واخلي، یا ووېرېږي 20|45|دواړو وویل: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ له دې نه وېرېږو چې دى به زمونږ سره زیاتى وكړي، یا به سركشي شروع كړي 20|46|(الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم 20|47|نو تاسو ده ته ورشئ، پس (ورته) ووايئ چې بېشكه مونږ ستا د رب رسولان یو، نو ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه، او ته دوى مه په عذابوه، په تحقیق مونږ تا ته ستا د رب له معجزې سره راغلي یو، او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي 20|48|بېشكه مونږ چې یو، یقینًا مونږ ته وحي كړى شوې ده چې بېشكه عذاب په هغه چا دى چې (د رسولانو) تكذیب كوي او (له اسلامه) مخ ګرځوي 20|49|ده (فرعون) وویل: اى موسٰی ستاسو د دواړو رب څوك دى؟ 20|50|ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده 20|51|(فرعون) وویل: د ړومبنو زمانو د خلقو څه حال دى؟ 20|52|ده وویل: د هغو علم زما له رب سره دى په یو كتاب كې، زما له رب نه څه ورَكېږي او نه ترې هېرېږي 20|53|هغه ذات چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې چلولې دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په دغو (اوبو) سره مونږ بېلا بېل (او) قسما قسم زرغونې را ایستلي دي 20|54|تاسو يې خورئ او خپل څاروي (په كې) څروئ، بېشكه په دغو (شیانو) كې د عقل والاو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي 20|55|له هم دې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یئ او په هم دې كې به مونږ تاسو ننه باسو، او بل كرت به مونږ تاسو راوباسو 20|56|او یقینًا یقینًامونږ ده ته خپلې ټولې نښې (او معجزې) وروښوولې، نو ده تكذیب وكړ او انكار يې وكړ 20|57|وویل: (فرعون) ایا ته مونږ ته راغلى يې اى موسٰی؟، د دې لپاره چې ته په خپل سحر (جادو) سره مونږ له خپلې ځمكې نه وباسې 20|58|نو مونږ به خامخا ضرور تا ته د دغه (سحر) په مثل سحر راوړو، نو ته زمونږ په مینځ كې او په خپل مینځ كې یوه وعده مقرره كړه چې نه به مونږ د هغې مخالفت كوو او نه ته۔، داسې ځاى چې مساوي (هوار) وي 20|59|ده وویل: ستاسو د وعدې وخت د زینت (او جشن) ورځ ده او دا چې خلق دې د څاښت په وخت كې راجمع كړى شي 20|60|نو فرعون وګرځېده، نو خپل مكر (او چل) يې راجمع كړ، بیا راغى 20|61|(موسٰی جادوګرو ته) وویل: تاسو هلاك شئ! په الله باندې دروغ مه تړئ (ګنې) نو هغه به تاسو په عذاب سره هلاك كړي، او په تحقیق نا امېده (او نامراد) شو هغه كس چې (په الله) يې دروغ وتړل 20|62|نو دغو (جادوګرو) په خپل كار كې په خپل مینځ سره جګړه وكړه او دغه پټه مشوره يې خفیه وساتله 20|63|دوى وویل: بېشكه چې دا دواړه خامخا ساحران (جادوګر) دي، دوى دواړه غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې (خاورې) نه په خپل سحر (جادو) سره وباسي او ستاسو ډېر غوره لار (د دين) ختمه كړي 20|64|نو تاسو خپل ټول چل مكر راجمع كړئ، بیا تاسو (میدان ته) راشئ صف صف، او یقینًا نن ورځ هغه څوك كامیاب دى چې غالب شو 20|65|ده وویل: اى موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول د هغه چا چې (امسا) غورځوي 20|66|ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي 20|67|نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله 20|68|مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې 20|69|او ته هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه لواړ (ښوى) تېر كړي چې دغو جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي 20|70|نو ساحران وغورځولى شول، سجده كوونكي، ويې ويل: مونږ د هارون او موسٰی په رب ایمان راوړ 20|71|(فرعون) وویل چې تاسو د ده تصدیق وكړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دى یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې سحر (جادو) ښودلى دى، نو زه به خامخا ضرور ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادل بدل پرې كوم او زه به خامخا ضرور تاسو د كجور په تنو كې په دار كوم او تاسو به خامخا ضرور پوه شئ چې په مونږ كې كوم یو د عذاب وركولو په لحاظ ډېر سخت دى او ډېر باقی پاتې كېدونكى دى (زه او كه موسٰی) 20|72|هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح درنه كړو په هغه باندې چې مونږ ته راغلى دى چې ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يواځې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې 20|73|بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره۔ او تل پاتې كېدونكى دى 20|74|بېشكه شان دا دى چې هغه څوك چې خپل رب ته راشي، په دې حال كې چې كافر وي، نو بېشكه د ده لپاره دوزخ دى، دى به په ده كې نه مري او نه به (ښه) ژوندون كوي 20|75|او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (، نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي 20|76|چې د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه د هغه چا بدله ده چې ځان يې (له شرك او كفر نه) پاك ساتلى وي 20|77|او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه) 20|78|نو فرعون سره له خپلو لښكرو په دوى پسې راغى، نو دوى لره له سمندر نه هغه شي لاندې كړل چې دوى يې لاندې كړل 20|79|او فرعون خپل قوم لره ګمراه كړ او نېغه لار يې ور ونه ښودله 20|80|اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل 20|81|تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه) 20|82|او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي 20|83|او ته څه شي راګړندى كړې له خپل قوم نه اى موسٰی! 20|84|ده وویل: دوى دغه دي په ما پسې راروان دي او زه تا ته جلت راغلم اى زما ربه! د دې لپاره چې ته راضي شې 20|85|(الله) وویل: نو بېشكه مونږ ستا قوم له تا نه وروسته وازمایه او سامري دوى ګمراه كړل 20|86|نو موسٰی خپل قوم ته راواپس شو، چې ډېر په غصه او غمجن و، ويې ويل: اى زما قومه! ایا تاسو سره ستاسو رب ډېره ښه وعده نه وه كړې، ایا نو په تاسو زمانه ډېره اوږده شوه، یا كه تاسو اراده كړې وه چې په تاسو باندې د خپل رب غضب راكوز شي، نو تاسو زما د وعدې خلاف ورزي وكړه 20|87|دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول 20|88|نو ده د دوى لپاره (له هغې كندې څخه) یو سخى چې جسد و؛ راووېست، چې د ده لپاره د سخي اواز و، نو دوى وویل: دا ستاسو معبود دى او د موسٰی معبود دى، پس هغه هېر كړى دى 20|89|(الله فرمايي) نو ایا دوى نه ګوري چې بېشكه شان دا دى چې دغه (سخى) دوى ته بېرته خبره نه راګرځوي او دى د دوى لپاره نه د ضرر اختیار لري او نه د نفعې 20|90|او یقینًا یقینًا هارون دوى ته د دې (موسٰی له راتلو) نه مخكې ویلي وو چې اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې تاسو په دې سره ازمایل شوي یئ، او ستاسو رب خو رحمٰن دى، نو تاسو زما پیروي وكړئ او زما د حكم اطاعت وكړئ 20|91|دوى وویل: مونږ به تل به په (عبادت) د ده محكم ولاړ اوسو، تر هغه پورې چې موسٰی مونږ ته بېرته راشي 20|92|(موسٰی چې راغى نو) ويې ويل: اى هارونه! ته څه شي منع كړى وې، كله چې تا دوى ولیدل چې ګمراه شول 20|93|چې تا زما پیروي ونه كړه، ایا نو تا زما د حكم نافرماني وكړه؟ 20|94|ده وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما سره، بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل 20|95|(موسٰی) وویل: نو ستا څه كار و اى سامري! 20|96|هغه وویل: ما هغه شى ولیده چې دوى هغه نه و لیدلى نو ما یو موټى (خاوره) راوخيسته د رسول له قدمه، نو هغه ما (د دغه سخي په خوله كې) وغورځوله او همداسې ما ته زما نفس (دا كار) ښايسته كړى و 20|97|ده وویل: نو ته ځه! پس بېشكه تا لره په ژوندن كې دا دي چې ته به وايې: (په ما) مه لګېږئ، او بېشكه تا لپاره د وعدې یو وخت دى چې له تا سره به د هغې وعدې هېڅ خلاف ونه كړى شي، او ته خپل هغه معبود ته وګوره چې ته په (عبادت) د ده باندې محكم ولاړ وې، مونږ به دى خامخا ضرور سوځوو، بیا مونږ دى په سمندر كې بادوو، بادول 20|98|بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو معبود هغه الله دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، ده د علم په لحاظ هر شى، راګېر كړى 20|99|هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى) 20|100|هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ (د عذاب) بار پورته كوي 20|101|چې تل به وي په دغه (عذاب) كې او دغه بد دى د دوى لپاره د بارولو په لحاظ 20|102|په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به (په دوهم ځل) وپوكل شي۔ او په دغې ورځ كې به مونږ مجرمان (كافران) راجمع كوو چې شین سترګي (تور مخې) به وي 20|103|دوى به په خپل مینځ كې پټې پټې خبرې كوي چې تاسو وخت نه دى تېر كړى (په دنیا كې) مګر لس شپې 20|104|مونږ ښه عالمان یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، كله چې په دوى كې د روش په لحاظ ډېر كامل وايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر یوه ورځ 20|105|او دوى له تا نه د غرونو په باره كې پوښتنه كوي، نو ته (ورته) ووایه چې زما رب به دغه (غرونه) تار په تار كړي، تار تار كول 20|106|نو دغه (ځمكه) به تش هوار ډاګ پرېږدي 20|107|چې ته به په دې كې نه ښكته والى وینې او نه څه اوچت والى 20|108|په دغې ورځ كې به دوى د بلونكي پیروي كوي، دغې (بلنې) ته به هېڅ كوږ والى نه وي، او ټول اوازونه به رحمٰن ته چوپ شي، نو ته به نه اورې مګر كشارى (د قدمونو) 20|109|په دغې ورځ كې به شفاعت فايده نه رسوي مګر هغه چا ته چې د هغه په حق كې رحمٰن اجازت وكړي او دغه (الله) د ده په خبره راضي شوى وي 20|110|دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى 20|111|او مخونه تل ژوندي، د ټول عالم انتظام كوونكي ذات ته ټیټ شول او تحقیق نامراده شو هغه كس چې (د) ظلم (بار) يې پورته كړ 20|112|او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه 20|113|او هم داسې مونږ دغه (كتاب) نازل كړى دى عربي قرآن، او مونږ په ده كې (ایتونه) له وعید ځنې بیا بیا راوړي دي، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي یا دغه (قرآن) دوى ته څه پند پیدا كړي 20|114|نو اوچت دى الله حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې 20|115|او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه هېر كړ او مونږ د ده پخه اراده ونه مونده 20|116|او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، ده انكار وكړ 20|117|نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځئ 20|118|بېشكه تا لپاره دا مقرر ده چې ته به په دې (جنت) كې نه وږى كېږې او نه به بربنډېږې 20|119|او دا چې بېشكه ته به نه په ده كې تږى كېږې او نه به دې ګرمي كېږي 20|120|نو ده ته شیطان وسوسه واچوله، ويې ويل: اى ادمه! ایا زه تا ته د تل ژوندي پاتې كېدلو ونه وښیم او داسې بادشاهي چې نه به ختمېږي 20|121|نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده 20|122|بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او هدایت يې وكړ (ده ته) 20|123|(الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي 20|124|او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو 20|125|دى به وايي: اى زما ربه! تا زه ولې ړوند راپاڅولم، حال دا چې زه (په دنیا كې) بینا وم 20|126|(الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې 20|127|او همداسې مونږ جزا وركوو هغه چا ته چې له حده ووت او د خپل رب په ایتونو يې ایمان رانه وړ او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى 20|128|ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي 20|129|او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه مخكې شوې ده (، نو) خامخا دغه (هلاكت د دوى) به لازم و، (او كه چېرې نه وى، مقرر شوې نېټه 20|130|نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه۔ او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې 20|131|او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي۔ د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو۔ او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى 20|132|او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى 20|133|او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي 20|134|او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو 20|135|ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده 21|1|خلقو ته د هغوى (د) حساب (وخت) ډېر نژدې شو، حال دا چې دوى په غفلت كې دي، مخ ګرځوونكي دي 21|2|دوى ته د خپل رب له جانبه هېڅ نوى نصیحت نه راځي مګر دوى هغه اوري، په داسې حال كې چې دوى لوبې (مسخرې پرې) كوي 21|3|په دې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) نه دى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، ایا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ 21|4|(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 21|5|بلكې دوى وايي: (دا قرآن) ګډوډ خوبونه دي، بلكې دا يې له خپل ځانه جوړ كړى دى، بلكې دا شاعر دى، نو دا دې مونږ ته لویه نښه (معجزه) راوړي، له څنګه چې ړومبني (پېغمبران په هغو سره) لېږل شوي وو 21|6|ایمان نه دى راوړى له دوى نه مخكې هېڅ یو داسې كلي، چې مونږ هغه هلاك كړى، ایا نو دوى به ایمان راوړي؟ 21|7|او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، نو تاسو د ذكر له خاوندانو (عالمانو) نه تپوس وكړئ كه تاسو نه پوهېږئ 21|8|او مونږ هغه (رسولان داسې) جسدونه نه ووګرځولي چې طعام به نه خوري او هغوى تل ژوندي پاتې كېدونكي نه وو 21|9|بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل 21|10|یقینًا يقینًا مونږ تاسو ته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو ذكر (او عزت) دى، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟ 21|11|او څومره ډېر كلي چې ظالم وو، مونږ مات (او ټوټې) كړي دي او له هغو نه پس مو نور خلق پیدا كړل 21|12|نو كله چې به يې زمونږ عذاب محسوس كړ، ناڅاپه به هغوى له دغو (كلیو) نه (په ډېره بيړه) تښتېدل 21|13|تاسو مه تښتئ، او واپس لاړ شئ هغو (نعمتونو) ته چې تاسو ته په هغو كې خوشحالي دركړى شوې وه او خپلو كورونو ته، د دې لپاره چې له تاسو نه پوښتنه وكړى شي 21|14|دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! بېشكه همدا مونږ ظالمان وو 21|15|نو تل به د دوى دغه چغه وه تر دې چې مونږ به دوى وګرځول رېبل شوي، مړه یخ پراته 21|16|او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو 21|17|كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وى 21|18|بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ 21|19|او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هغه څوك چې له هغه سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او نه ستومانه كېږي 21|20|هغوى شپه او روځ تسبیح وايي، نه څه وقفه كوي 21|21|ایا دوى له ځمكې نه نور معبودان نیولي دي چې هغوى ژوندي كول كوي؟ 21|22|كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي 21|23|له هغه نه پوښتنه نشي كېدى د هغه څه په باره كې چې هغه يې كوي او له دوى نه پوښتنه كېږي 21|24|ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي 21|25|او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ 21|26|او دوى (كافر) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي 21|27|له هغه (الله) نه په خبره كولو كې ړومبى والى نه كوئ او دوى خاص د هغه په حكم عمل كوي 21|28|هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي 21|29|او په دوى كې چې څوك ووايي چې بېشكه زه له هغه (الله) نه پرته معبود یم، نو دغه دى چې مونږ ده ته (د) جهنم جزا وركوو، همداسې مونږ ظالمانو ته جزا وركوو 21|30|ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل، او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى، ایا نو دوى ایمان نه راوړي؟ 21|31|او مونږ په ځمكه كې پاخه غرونه پیدا كړي دي چې په دوى باندې (دغه ځمكه) ونه خوځېږي او مونږ په دې كې لارې پیدا كړې دي، چې ارتې پراخه دي، د دې لپاره چې دوى لار ومومي 21|32|او مونږ اسمان محفوظ چت جوړ كړى دى او دوى (كفار) د هغه (اسمان) له نخښونه مخ ګرځوونكي دي 21|33|او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي 21|34|اومونږ له تا نه مخكې هېڅ یو انسان ته تل ژوندي پاتې كېدل نه دي مقرر كړي، ایا نو كه ته مړ شې، نو دوى به تل ژوندي پاتې كېدونكي وي؟ 21|35|هر یو نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ 21|36|او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي 21|37|انسان له تلواره پیدا كړى شوى دى، ژر به تاسو ته خپلې نښې وښيم، لهذا له ما نه ژر مطالبه مه كوئ 21|38|او دوى وايي: دغه وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟ 21|39|كه كافران شوي كسان په هغه وخت كې پوه شي چې له خپلو مخونو نه به اور نشي منع كولى او نه له خپلو شاګانو او نه به د دوى مرسته كولى شي 21|40|بلكې دا (قیامت) به په دوى ناڅاپه راشي، نو دوى به حیران كړي، بیا دوى د هغه د لرې كولو طاقت نه لري او نه به دوى ته مهلت وركاوه شي 21|41|او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزاګانې شوې دي، نو ګېر كړل هغو كسانو لره چې په دوى پورې به يې مسخرې كولې، هغه شي چې دوى به ورپورې استهزا كوله 21|42|(دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي 21|43|ایا د دوى لپاره نور معبودان شته چې زمونږ نه پرته دوى ساتي؟ هغوى د خپلو ځانونو د مرستې طاقت نه لري او نه دوى زمونږ (د عذاب) نه ساتل كېږي 21|44|بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟ 21|45|ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه تاسو يواځې په وحي سره وېروم او كاڼه بلنه نه اوري كله چې هغوى وېرولى شي 21|46|او كه یقینًا دوى ته ستا د رب له عذاب نه لږ تپ ورسېږي، (نو) دوى به خامخا لازمًا وايي: اى زمونږ هلاكته! بېشكه هم مونږ ظالمان وو 21|47|او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو 21|48|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى او هارون ته فرقان (حق او باطل سره بېلوونكى كتاب) او رڼا او د متقیانو لپاره ذكر (نصیحت) وركړى و 21|49|هغه كسان چې له خپل رب نه خشیت (وېره) كوي بې له ليدلو او دوى د قیامت څخه وېرېدونكي دي 21|50|او دا (قرآن) مبارك نصیحت دى چې مونږ دا نازل كړى دى، ایا نو تاسو له ده نه انكار كوونكي یئ 21|51|او یقینًا یقینًا مونږ ابراهیم ته د هغه هدایت له دې نه مخكې وركړى و او مونږ په هغه باندې پوه وو 21|52|كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: دا بتان، څه شى دى هغه چې تاسو دوى ته په عبادت ټینګ ولاړ یئ؟ 21|53|هغوى وویل: مونږ خپل پلرونه دوى ته عبادت كوونكي موندلي دي 21|54|هغه وویل: یقینًا یقینًا تاسو او ستاسو پلرونه په ښكاره ګمراهۍ كې یئ 21|55|هغوى وویل: ایا تا مونږ ته حق راوړى دى، یا ته له لوبو كوونكو څخه يې؟ 21|56|هغه وویل: بلكې ستاسو رب د اسمانونو او ځمكې رب دى۔ هغه (رب) چې دغه يې پیدا كړي دي او زه په دې باندې له ګواهانو ځنې یم 21|57|او په الله قسم دى چې هرومرو خامخا به زه ستاسو له بتانو سره یو چال چلوم وروسته له دې چې تاسو وګرځئ شاكوونكي 21|58|نو هغه، دغه (بتان) ټوټې ټوټې كړل د هغو له لوى نه غير (چې هغه يې پرېښود)، د دې لپاره چې هغوى همده ته رجوع وكړي 21|59|دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى 21|60|دوى وویل: مونږ له یو زلمي نه اورېدلي وو، چې دوى به يې (په سپكه) یادول، هغه ته ابراهیم ویلى شي 21|61|هغوى وویل: نو هغه د خلقو د سترګو په وړاندې راولئ، د دې لپاره چې هغوى (يې وویني او) ګواهي وكړي 21|62|ويې ويل: اى ابراهیمه! ایا تا زمونږ له معبودانو سره دا كار كړى دى؟ 21|63|هغه وویل: بلكې دا كار د دوى دې مشر (لوى بت) كړى دى، نو تاسو له دوى نه پوښتنه وكړئ كه دوى خبرې كوي 21|64|نو دوى خپلو نفسونو ته رجوع وكړه، بیا يې وویل: بېشكه هم تاسو ظالمان یئ 21|65|بیا دوى په خپلو سرونو نسكور كړى شول (ويې ویل:) یقینًا یقینًا ته پوه يې چې دا (بتان) خبرې نشي كولى 21|66|هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي 21|67|اُف په تاسو او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ 21|68|ويې ويل: دا وسوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ كه چېرې تاسو (څه) كوونكي یئ 21|69|مونږ وویل: اى اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې 21|70|او دوى له هغه سره د ضررناك مكر كولو اراده كړې وه، نو مونږه هم دوى بې حده تاوانیان وګرځول 21|71|او مونږ هغه ته او لوط ته نجات وركړ د هغې ځمكې په طرف چې مونږ په هغې كې د عالَمونو لپاره بركت اچولى دى 21|72|او مونږ هغه ته اسحق عطا كړ او یعقوب، زیاتي، او مونږه (دغه) هر یو نېكان ګرځولي دي 21|73|او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله۔ او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو 21|74|او لوط ته۔، مونږ هغه ته د فیصلې كولو قوت او پوهه وركړې وه او مونږ هغه ته له هغه كلي نه نجات وركړى و چې ناپاكه خبیث عملونه يې كول، بېشكه هغوى د بدۍ خلق (او) نافرمانه وو 21|75|او مونږ هغه (لوط) په خپل رحمت كې داخل كړ، یقینًا هغه له نېكانو څخه دى 21|76|او (یاد كړه) نوح، كله چې هغه له دې نه مخكې اواز وكړ، نو مونږ د هغه سوال قبول كړ، نو مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ 21|77|او مونږ د ده لپاره له هغه قوم نه انتقام واخيست چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى و، بېشكه هغوى بد خلق وو، نو مونږ دوى ټول غرق كړل 21|78|او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو 21|79|نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو 21|80|او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟ 21|81|او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو 21|82|او (مونږ تابع كړي وو) ځینې له شیطانانو څخه هغه چې د ده لپاره به يې غوپې وهلې او له دې نه غير نور كارونه به يې كول، او مونږ دوى لره (له وراني نه) ساتونكي وو 21|83|او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې 21|84|نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و او مونږ هغه ته د هغه كورنۍ او له هغوى سره د هغوى په مثل عطا كړل له خپل طرف نه د رحمت په وجه او د عبادت كوونكو لپاره د نصیحت په خاطر 21|85|او (یاد كړه) اسمعیل او ادریس او ذوالكفل، دغه هر یو له صبر كوونكو څخه دي 21|86|او مونږ دوى په خپل رحمت كې داخل كړل، بېشكه دوى له صالحانو څخه دي 21|87|او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم 21|88|نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو 21|89|او (یاد كړه) زكریا كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ: اى زما ربه! ما يواځې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې 21|90|نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كر او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو 21|91|او (یاده كړه) هغه (جینۍ) چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، نو مونږ په (ګرېوان د) هغې كې خپل ځینې روح پو كړ او مونږ هغه او د هغې زوى د خلقو لپاره لویه نښه وګرځول 21|92|بېشكه همدا ستاسو دین دى، چې یو دین دى او هم زه ستاسو رب یم، نو تاسو زما عبادت كوئ 21|93|او دوى خپل (د دين) كار په خپل مینځ كې ټوټې ټوټې كړ، دوى ټول خاص مونږ ته واپس راتلونكي دي 21|94|نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو 21|95|او حرام (ممتنع) دي په هغه كلي باندې چې مونږ هغه هلاك كړى وي دا چې په رښتیا به دوى بېرته نه راځي 21|96|تر هغه پورې كله چې یاجوج ماجوج پرانستل شي او دوى به له هرې لوړې نه ګړندي راكوزېږي 21|97|او حقه وعده به ښه رانژدې شي، نو قصه دا ده چې ناڅاپه د هغو كسانو سترګې به بوټې راوتلې پاتې وي چې كفر يې كړى دى (او وايي به:) اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ له دې نه په غفلت كې وو، بلكې مونږ ظالمان وو 21|98|بېشكه تاسو او هغه څه چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ؛ (ټول) د جهنم خشاك یئ، تاسو هغه ته ننوتونكي یئ 21|99|كه چېرې دوى (په رښتیا) معبودان وى (، نو) ده ته به نه وو داخل شوي او (دا) ټول به په هغه كې تل ترتله وي 21|100|په دغه (دوزخ) كې به د دوى چغې سوري وي او دوى په هغه كې (هېڅ) نه اوري 21|101|بېشكه هغه كسان چې هغوى ته زمونږ له جانبه سعادت مخكې فیصله شوى دى، دغه كسان له دغه (دوزخ) نه لرې كړى شوي دي 21|102|دوى به د هغه (دوزخ) اواز (هم) نه اوري او دوى به په هغو (نعمتونو) كې تل ترتله وي چې د دوى نفسونه يې غواړي 21|103|دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه 21|104|(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې۔، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (دا كار) كوونكي یو 21|105|او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي 21|106|بېشكه په دې (بیان) كې یقینًا د عبادت كوونكو خلقو لپاره كفایت دى 21|107|او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت 21|108|ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې ما ته وحي كولى شي چې یقینًا هم دا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟ 21|109|نو كه دوى وګرځېدل، نو ته (ورته) ووایه: ما تاسو په برابرۍ سره خبر كړي یئ او زه نه پوهېږم چې ایا نژدې دى، یا كه لرې دى هغه چې تاسو سره يې وعده كولى شي 21|110|بېشكه هغه (الله) په ښكاره خبره پوهېږي او په هغې هم چې تاسو يې پټوئ 21|111|او زه نه پوهېږم كېدى شي چې دا (تاخیر د عذاب) تاسو لپاره یو ازمېښت وي او فايده اخيستل وي تر یو وخته پوري 21|112|(رسول) وویل: اى زما ربه! په حق سره فیصله وكړه او هم زمونږ رب ډېر مهربان دى، مدد ترې غوښتل شوى په هغو خبرو چې تاسو يې بیانوئ 22|1|اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى 22|2|په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلقو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي 22|3|او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه جګړه كوي او د هر سركشه شیطان پیروي كوي 22|4|په باره د هغه كې (په ازل كې دا) لیكل شوي دي چې بېشكه شان دا دى چې هر څوك د ده سره دوستي وكړي، نو یقینًا دا (شیطان) دغه (خپل دوست) ګمراه كوي او ده ته د لمبې وهونكي عذاب لاره ښیي 22|5|اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات كولى شي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي 22|6|دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى 22|7|او دا چې یقینًا قیامت راتلونكى دى، چې په (راتلو د) هغه كې هېڅ شك نشته او دا چې بېشكه الله به بیا ژوندي راپورته كوي هر هغه چې په قبرونو كې دي 22|8|او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه جګړه كوي 22|9|په داسې حال كې چې خپل څنګ اړوي، د دې لپاره چې د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، د ده لپاره په دنیا كې رسوايي ده او مونږ به په ده د قيامت په ورځ د سوځوونكي اور عذاب وڅكوو 22|10|دا په سبب د هغو عملونو دي چې ستا دواړو لاسونو مخكې لېږلي دي او دا چې بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې له سره ظلم كوونكى نه دى 22|11|او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى 22|12|دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده 22|13|دا هغه (معبود) بلي چې یقینًا د هغه نقصان د هغه له نفع نه زیات نژدې دى، خامخا (هغه) بد دوست دى او خامخا بد ملګرى دى 22|14|بېشكه الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ داسې جنتونو ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، بېشكه الله كوي هغه چې اراده يې وكړي 22|15|هر څوك چې دا ګمان كوي چې الله به په دنیا او اخرت كې د دغه (رسول) له سره مدد ونه كړي، نو هغه دې اسمان ته یوه رسۍ اوږده كړي، بیا دې (هغه) غوڅه كړي، نو ودې ګوري چې ایا په رښتیا به د ده چل (او تدبیر) هغه شى ختم كړي چې دا يې په غصه كړى دى 22|16|او همدارنګه مونږ دا (قرآن) د څرګندو ایتونو په شكل كې نازل كړى دى او دا چې بېشكه الله هدایت كوي چا ته چې اراده وكړي 22|17|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان شوي او صابیان او نصرانیان او مجوس دي او هغه كسان دي چې شرك يې كړى دى، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى 22|18|ایا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلقو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي 22|19|دا دوه جګړه كوونكې (ډلې) دي چې د خپل رب په باره كې يې جګړه وكړه، نو هغه كسان چې كافران شوي دي د دوى لپاره به د اور جامي پرې كړى شي، د دوى د سرونو له پاسه به ګرمې ایشېدلې اوبه اچولى شي 22|20|(په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې (د دوى هم) 22|21|او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي 22|22|هر كله چې دوى له هغه (دوزخ) نه، له غم نه د وتلو اراده وكړي (، نو) بېرته به په هغه كې ورګرځولى شي (او ورته ویلى به شي:) د سخت سوځوونكي (اور) عذاب وڅَكئ 22|23|بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونه ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى ته به په هغو كې د سروزور باهوګان واچول شي او ملغلرې او د دوى لباس به په هغو (جنتونو) كې ورېښم وي 22|24|او دوى ته د پاكيزه خبرې ښوونه وشوه او د ستايل شوي (الله) د لارې هدایت ورته وشو 22|25|بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (، نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو 22|26|او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه 22|27|او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه 22|28|د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ 22|29|بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي 22|30|دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى۔ او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ 22|31|په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي 22|32|دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى 22|33|تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې تر یو مقرر وخته پورې ډېرې فايدې دي، بیا د دوى حلالځاى قدیم كور (بیت الله) ته دى 22|34|او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه 22|35|هغه كسان چې كله الله یاد كړى شي (نو) د دوى زړونه ووېرېږي او (زېرى وركړه) صبر كوونكو ته په هغو (سختیو) چې دوى ته رسېږي او لمونځ قايموونكو ته او هغو ته چې له هغه مال نه څه انفاق كوي چې مونږ دوى ته وركړى دى 22|36|او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره (سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 22|37|الله ته له سره نه رسېږي د دغو غوښې او نه د دغو وینې او لېكن هغه ته ستاسو تقوىٰ رسېږي، همداسې يې دغه تاسو لپاره تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ په هغې (طریقې) سره چې هغه تاسو ته ښوونه كړې ده او نېكي كوونكو ته زېرى وركړه 22|38|بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي 22|39|هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى 22|40|هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى 22|41|هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى 22|42|او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او ثمودیانو تكذیب كړى دى 22|43|او د ابراهیم قوم او د لوط قوم 22|44|او د مدین والاو، او د موسٰى تكذیب شوى دى، نو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بیا ما دوى ونیول، نو زما انكار كول څنګه وو؟ 22|45|نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي 22|46|ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره اورېدلى، نو بېشكه قصه دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېكن هغه زړونه ړندېږي چې په سینو كې دي 22|47|او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ 22|48|او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي 22|49|ته ووایه: اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې زه تاسو ته ښكاره وېروونكى یم 22|50|نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت روزي ده 22|51|او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي 22|52|او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (، نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 22|53|د دې لپاره چې هغه (الله) هغه شى چې شیطان يې غورځوي د هغو كسانو لپاره ازمېښت وګرځوي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او د هغوى لپاره چې زړونه يې سخت دي او بېشكه ظالمان خامخا په ډېر لوى مخالفت كې دی 22|54|او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى 22|55|او هغه كسان چې كافران شوي دي تل به د دغه (قرآن) په هكله به شك كې وي، تر دې چې په دوى قیامت ناڅاپه راشي، یا دوى ته د شنډې ورځې عذاب راشي 22|56|باچاهي په دغې ورځ كې خاص د الله لپاره ده، هغه به د دوى په مینځ كې فیصله كوي۔ نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د نعمتونو په جنتونو كې دي 22|57|او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان چې دي، د دوى لپاره رسوا كوونكى عذاب دى 22|58|او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى 22|59|خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى 22|60|(خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى 22|61|دغه په دې سبب چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 22|62|دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى 22|63|ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى 22|64|خاص هم دغه (الله) لره دي هر څه چې په اسمانونو كې دي او هر څه چې په ځمكه كې دي او بېشكه الله خامخا هم دى غني (بې پروا) ډېر ستايل شو ى دى 22|65|ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره۔، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى 22|66|او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى 22|67|د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې 22|68|او كه دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته وایه: الله پوه دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ 22|69|الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه 22|70|ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي 22|71|او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته 22|72|او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى۔، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى 22|73|اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي او كه مچ له دوى نه یو شى وتښتوي، دوى له هغه نه دغه (شى) نشي راخلاصولى، كمزورى دى دا طالب (د غیرالله عبادت كوونكى) او دغه مطلوب (باطل معبود) 22|74|دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دى 22|75|الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلقو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 22|76|هغه پوهېږي په هغه څه چې د دوى په وړاندي دي او په هغه څه چې د دوى وروسته دي، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ورګرځول كېږي 22|77|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع كوئ او سجده كوئ او د خپل رب عبادت كوئ او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 22|78|او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى 23|1|یقینًا مومنان كامیاب شول 23|2|هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي 23|3|او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي 23|4|او هغه چې هغوى د زكات ادا كوونكي دي 23|5|او هغه چې هغوى د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي 23|6|مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي 23|7|پس چا چې ولټولو سوا له دغو نه، نو دغه كسان، دوى له حد نه تېرېدونكي دي 23|8|او هغه چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي 23|9|او هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو مداومت (او حفاظت) كوي 23|10|هم دغه خلق وارثان دي 23|11|هغه چې د فردوس وارثان كېږي به۔، دوى به په هغه كې همېشه وي 23|12|او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى 23|13|بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې 23|14|بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله۔، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى 23|15|بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ 23|16|بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ 23|17|او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو له پاسه اوه لارې (اسمانونه) پیدا كړي دي او مونږ د مخلوق (له ټولو حالاتو) نه غافله نه یو 23|18|او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو 23|19|نو مونږ په دې (اوبو) سره تاسو لپاره د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي، چې تاسو ته په هغو (باغونو) كې ډېرې مېوې دي او له هم دغو (باغونو) نه تاسو خوراك كوئ 23|20|او هغه ونه (مو پیدا كړه) چې د طور سیناء نه راوځي؟ چې د خوړونكو لپاره د غوړو او انګولي سره زرغونېږي 23|21|او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي۔ او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ 23|22|دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى 23|23|ږلى و، نو هغه (ورته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ! 23|24|نو د هغه له قومه كافر شويو مشرانو وویل: نه دى دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر، دى غواړي چې پر تاسو باندې مشري (او برتري) حاصله كړي او كه الله غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړې وو، مونږ خو دا خبره (چې رسول بني ادم وي) زمونږ په هغو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو 23|25|نه دى دا (نوح) مګر داسې سړى چې په ده پورې لېونتوب نښتى دى، نو تاسو ده ته تر یو وخته انتظار كوئ 23|26|هغه وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زما تكذیب وكړ 23|27|نو مونږ هغه ته وحي وكړه داسې چې زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ له وحي سره سم بېړۍ جوړه كړه، نو كله چې زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، بیا نو ته په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه جوړه دوه دوه (نر او ښځه) داخل كړه او خپله كورنۍ هم (خو) له هغه چا نه غير چې په دوى كې په هغه باندې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او ته له ما سره د هغو كسانو په باره كې خبره مه كوه چې ظلم يې كړى دى، بېشكه دوى به غرق كولى شي 23|28|نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو 23|29|او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې 23|30|بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو 23|31|بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل 23|32|نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ! 23|33|او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ 23|34|او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ 23|35|ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (، نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟ 23|36|(له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي 23|37|نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو 23|38|دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو 23|39|هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم 23|40|(الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي 23|41|نو دوى یوې چغې په حقه سره ونیول، بیا نو مونږه دوى د سیلاب خس وخشاك كړل، نو د ظالم قوم لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى 23|42|بیا مونږ له دوى نه بعد نور قومونه (خلق) پیدا كړل 23|43|هېڅ یو امت د خپلې مقررې نېټې نه نه ړومبى كېدى شي او نه وروسته كېدى شي 23|44|بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي 23|45|بیا مونږ موسٰى او د هغه ورور هارون ولېږل په خپلو ایتونو (معجزو) او ښكاره دلیل سره 23|46|فرعون او د هغه ډلې ته، نو هغوى ډېره لويي وكړه او هغوى یو متكبر قوم وو 23|47|نو هغوى ویل: ایا مونږ به د خپل ځان په شان په دوه انسانانو باندې ایمان راوړو؟ حال دا چې د دې دواړو قوم زمونږ غلامان دي 23|48|نو هغوى د دې دواړو تكذیب وكړ، نو شول له هلاك كړى شويو نه 23|49|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، د دې لپاره چې دوى (بني اسرائیل) نېغه لار ومومي 23|50|او مونږ د مریمې زوى او د هغه مور (د خپل قدرت) لویه نښه ګرځولې وه۔ او مونږه دوى دواړه داسې هسكې (او نرمې څربې) ځمكې ته راوستل چې د قرار او پاكو صافو بهېدونكو اوبو والا وه 23|51|اى رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېك عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم 23|52|او بېشكه دا ستاسو دین دى، په داسې حال كې چې یو دین دى او زه ستاسو رب یم، نو تاسو له ما نه وېرېږئ 23|53|نو دوى (امتیانو) خپل (د دین) كار په خپل مينځ كې ټوټې ټوټې پرې كړ، هر یو حزب (ډله) په هغه (باطل دین) باندې چې له دوى سره دى، ډېر خوشحال دي 23|54|نو ته دوى تر یو وخته پورې په خپلې ګمراهۍ كې پرېږده 23|55|ایا دوى ګمان كوي چې بېشكه له مال او زامنو ځنې چې په څه سره مونږ د دوى مدد كوو 23|56|چې مونږ دوى ته په ښېګڼو (او اكرامونو) كې تلوار كوو؟ بلكې دوى نه پوهېږي 23|57|بېشكه هغه كسان چې دوى د خپل رب (د عذاب) له ډاره وېرېدونكي دي 23|58|او هغه كسان چې دوى د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي 23|59|او هغه كسان چې دوى له خپل رب سره شرك نه كوي 23|60|او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي 23|61|دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي 23|62|مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم او زمونږ سره كتاب دى چې حق بیانوي او په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي 23|63|بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي 23|64|تر هغه پورې چې كله مونږ د دوى متكبره مالداران په عذاب سره ونیسو (، نو) ناڅاپه دوى (بیا) فریاد كوي 23|65|نن ورځ فریاد مه كوئ، بېشكه تاسو سره به زمونږ له جانبه مدد ونه كړى شي 23|66|یقینًا زما ایتونه به په تاسو تلاوت كولى شول، نو تاسو به په خپلو پوندو بېرته ګرځېدئ 23|67|په دې حال كې چې كبر كوونكي به وئ په دې (قرآن، محمد یا كعبې) سره، چې د شپې قصې كوونكي به وئ، تاسو به (قرآن) پرېښوده 23|68|ایا نو دوى په دې وینا كې (چې قرآن دى) فكر نه كوي، یا دوى ته هغه څه راغلي دي چې د دوى پلرونو ته نه دي راغلي چې له دوى نه پخوا وو 23|69|یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي 23|70|ایا دوى وايي چې په ده لېونتوب دى، (داسې نه ده) بلكې هغه دوى ته حق (دین) راوړى دى او د دوى زیاتره حق لره بدګڼونكي دي 23|71|او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي 23|72|ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې؟ نو د خپل رب مزدوري ډېره غوره ده او هغه ترټولو غوره رزق وركوونكى دى 23|73|او بېشكه ته یقینًا دوى نېغې لارې ته بلې 23|74|او بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي له سمې لارې نه خامخا كاږه دي 23|75|او كه مونږ په دوى مهرباني كړې وى او هغه تكلیف مو لرې كړى وى چې په دوى دى (، نو) خامخا به دوى په خپله سركشۍ كې راټینګ شوي وو، په دې حال كې چې سرګردان به وو 23|76|او یقینًا یقینًا مونږ دوى په عذاب سره ونیول، نو (بیا هم) دوى نه خپل رب ته غاړه كېښوده او نه يې تضرع او زاري وكړه 23|77|تر دې چې كله مونږ په دوى باندې د ډېر سخت عذاب والا دروازه پرانستله ناڅاپه دوى په هغه كې نا امېده وو 23|78|او دغه (الله) هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، تاسو ډېر لږ شكر وباسئ 23|79|او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ 23|80|او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ! 23|81|بلكې وايي دوى په شان د هغې وینا چې پخوانیو (كافرو) ویلې وه 23|82|هغوى ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، ایا مونږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو 23|83|(بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي 23|84|ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ 23|85|دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ! 23|86|ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟ 23|87|دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ! 23|88|ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ 23|89|خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي. ته (ورته) ووایه: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟ 23|90|بلكې مونږ دوى ته حق راوړى دى او بېشكه دوى خامخا دروغجنان دي 23|91|الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي 23|92|چې په غیبو او ښكاره و عالم دى، نو ډېر اوچت دى هغه له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي 23|93|(اى نبي!) ته ووایه: اى زما ربه! كه چېرې خامخا ته ما ته هغه (عذاب) وښیې چې له دوى سره يې وعده كولى شي 23|94|اى زما ربه! نو ته ما په ظالم قوم كې مه شاملوه 23|95|او بېشكه مونږ خامخا قادر یو په دې چې تا ته هغه (عذاب) وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو 23|96|(اى نبي!) ته بدي دفع (لرې) كوه په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي، مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې بیانوي 23|97|او ته ووایه: اى زما ربه! زه په تا پورې پناه نیسم د شیطانانو له وسوسو نه 23|98|او زه په تا پورې پناه نیسم اى زما ربه! له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي 23|99|تر هغه پورې چې په دوى كې یو كس ته مرګ راشي (، نو بیا) به وايي: اى زما ربه! ته ما بېرته وګرځوه 23|100|د دې لپاره چې زه نېك عمل وكړم په هغه څیز كې چې ما (هلته په دنيا كې) پریښى دى، هېڅ كله هم نشي كېدى، بېشكه دا (بېرته تلل) یوه خبره ده چې دا د هغې ویونكى دى او د دوى په مخ كې برزخ دى تر هغې ورځې پورې چې دوى به بیا ژوندي راپورته كولى شي 23|101|نوكله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، نو نه به وي د دوى په مینځ كې هېڅ (فايده مند) نسبونه په دغې ورځ كې او نه به دوى له یو بل نه پوښتنه كوي 23|102|نو هغه څوك چې، د هغه تلې درنې شوې، نو همدغه خلق كامیاب دي 23|103|او هغه څوك چې، د هغه تلې سپكې شوې، نو دغه هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، په دوزخ كې به تل پراته وي 23|104|اور به د دوى مخونه سوځوي او دوى به په دغه (جهنم) كې بدمخي غونج تندي وي 23|105|ایا زما ایتونه به تاسو ته نه لوستل كېدل، نو تاسو به د هغو تكذیب كاوه 23|106|دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! پر مونږ باندې زمونږ بدبختي غالبه شوې وه او مونږ ګمراه قوم وو 23|107|اى زمونږ ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه، نو كه مونږ بیا (كفر ته) راوګرځېدو، نو بیا یقینًا مونږ ظالمان یو 23|108|وبه فرمايي: ذلیله خوار پراته اوسئ په ده كې او زما سره خبرې مه كوئ 23|109|بېشكه شان دا دى چې زما په بنده ګانو كې یوه ډله وه چې ویل به يې: اى زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې 23|110|نو تاسو به هغوى مسخره كړى شوي نیول، تر دې چې دوى له تاسو نه زما یاد (هم) هېر كړ او تاسو به پر هغوى پورې خندل 23|111|بېشكه زه چې یم، ما نن ورځ هغوى ته بدله وركړه، په سبب د هغه چې هغوى صبر كړى و، بېشكه هم هغوى كامیاب دي 23|112|وبه وايي: تاسو په ځمكه كې د كلونو په شمېر څومره وخت تېر كړى دى؟ 23|113|هغوى به ووايي: مونږ وخت تېر كړى دى یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه، نو له حسابګرو نه تپوس وكړه 23|114|وبه فرمايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر (د اخرت د عذاب په مقابله كې) ډېر لږ، كه چېرې په رښتیا تاسو یئ چې پوهېږئ 23|115|ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ 23|116|نو ډېر اوچت دى الله چې حق بادشاه دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، د عزتناك عرش رب دى 23|117|او هغه څوك چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي 23|118|او ته ووایه: اى زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته ترټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې 24|1|(دا) یو سورت دى چې مونږ دا نازل كړى دى او مونږ دا فرض كړى دى او مونږ په ده كې ښكاره ایتونه نازل كړي دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت واخلئ 24|2|هغه ښځه چې زنا يې كړي وي او هغه سړى چې زنا يې كړي وي، نو تاسو (اى قاضیانو او حاكمانو) په دغو دواړو كې هر یو سل دُرې ووهئ او تاسو دې د الله په دین كې (په حكم نافذولو كې) په دغو باندې زړه سوى ونه نیسي، كه یئ تاسو چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ او د دې دواړو سزا ته دې د مومنانو یوه ډله حاضره وي 24|3|زنا كار سړى نكاح نه كوي مګر له زناكارې، یا مشركې ښځې سره او زناكاره ښځه، له هغې سره نكاح نه كوي مګر زنا كار، یا مشرك سړى او په مومنانو باندې دغه (زنا او د زنا كارو سره نكاح) حرام كړى شوي دي 24|4|او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي 24|5|مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 24|6|او هغه كسان چې په خپلو ښځو تهمت ولګوي او له خپلو ځانونو نه غير نور د دوى لپاره څوك ګواهان نه وي، نو د دوى د یو ګواهي څلور ځلې د الله په نامه شاهدي كول دي چې بېشكه دا خامخا له رښتينو څخه دى 24|7|او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه په ده دې د الله لعنت وي كه دا له دروغجنو ځنې وي 24|8|او له هغې نه سزا دفع كوي دا چې هغه (ښځه) څلور ځلې د الله په نامه شاهدي وركړي چې بېشكه دغه (سړى) خامخا له دروغجنو ځنې دى 24|9|او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه د الله غضب دې په دې وي كه دا (سړى په دې تهمت لګولو كې) له رښتیا ویونكو ځنې وي 24|10|او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، ښه حكمت والا دى (نو تاسو به په دنیا كې معذب شوي وى) 24|11|بېشكه هغه كسان چې غټ دروغ يې راوړي دي، له هم تاسو نه یوه ډله ده، په دې (دروغو) د ځان لپاره د شر ګمان مه كوئ بلكې دا تاسو لپاره خیر دى، په دغو (بهتان ویونكو) كې د هر یو سړي لپاره هغه شى دى چې هغه ګټلى دى له ګناه نه او هغه كس چې د دغو (دروغو) لوى بار يې پورته كړى دى په دوى كې د ده لپاره ډېر لوى عذاب دى 24|12|كله چې تاسو دا (دروغ) واورېدل، نو ولې مومنو سړیو او مومنو ښځو په خپلو ځانونو باندې د خیر ګمان ونه كړ او دا يې ونه ویل چې دا ښكاره دروغ دي 24|13|ولې يې په دې (دروغو) باندې څلور ګواهان رانه وستل، نو كله چې يې څلور ګواهان رانه وستل، نو همدغه كسان د الله په نیز دروغجن دي 24|14|او كه چېرې پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى په دنیا او اخرت كې (، نو) خامخا به تاسو ته د هغو (دروغو) په سبب چې تاسو په هغه كې غوپه شوي وئ؛ ډېر لوى عذاب دررسېدلى و 24|15|كله چې تاسو دا (بهتان) په خپلو ژبو سره اخيسته او تاسو به په خپلو خولو سره هغه خبرې كولې چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نه و او تاسو به دا خبره اسانه ګڼله، حال دا چې هغه د الله په نیز ډېره لویه وه 24|16|او كله چې تاسو دا (بهتان) واورېده (، نو) ولې تاسو ونه ویلې: مونږ ته جايز نه دي چې په دې خبره باندې خوله وخوځوو، تا لره پاكي ده (اى ربه!) دا ډېر لوى بهتان دى 24|17|تاسو ته الله نصیحت كوي چې تاسو د دې په مثل كار ته هيڅكله هم ونه ګرځئ كه تاسو مومنان یئ 24|18|او الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 24|19|بېشكه هغه كسان چې خوښوي چې په مومنانو كې فاحشه (بدنامي) خوره شي، د دوى لپاره په دنیا او اخرت كې ډېر دردوونكى عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ 24|20|او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (نو په دنيا كې به ډېر رسوا شوي وى) 24|21|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ او چا چې د شیطان د قدمونو پیروي وكړه، نو بېشكه دا (شیطان) د بې حیایۍ او ناروا كارونو امر كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى (نو) په تاسو كې هیڅوك هیڅكله هم (د بهتان له ګناه نه) پاك شوى نه وى او لېكن الله پاكوي چا لره چې وغواړي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 24|22|او په تاسو كې دې د فضیلت او فراخۍ خاوندان له دې قسم نه خوري چې نه به وركوي (نفقه) خپلوانو او مسكینانو او د الله په لار كې هجرت كوونكو ته او دوى دې معافي وكړي او تېر دې شي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تاسو ته بخښنه وكړي او الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 24|23|بېشكه هغه كسان چې په پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو باندې تهمت لګوي په دوى باندې په دنیا او اخرت كې لعنت كړى شوى دى او د دوى لپاره لوى عذاب دى 24|24|په هغې ورځ چې په دوى باندې به خپلې ژبې او خپل لاسونه او خپلې پښې ګواهي كوي (د دوى) په هغو عملونو چې دوى به كول 24|25|په دغې ورځ كې به الله دوى ته د دوى حقه (لايقه) بدله پوره وركړي او دوى به پوه شي چې بېشكه الله، هم هغه ښكاره (او ثابت) حق دى 24|26|ناپاكې ښځې د ناپاكو سړیو لپاره دي او ناپاك سړي د ناپاكو ښځو لپاره دي او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاك سړي د پاكو ښځو لپاره دي، دغه (پاكان خلق) پاك او بري دي له هغو خبرو نه چې دوى (دروغجن) يې وايي او د دغو (پاكو خلقو) لپاره مغفرت او عزتناكه روزي ده 24|27|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو نه غیر نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ 24|28|نو كه تاسو په دې (كورونو) كې څوك ونه مومئ، نو تاسو هغو ته مه ننوځئ، تر دې چې تاسو ته اجازت دركړى شي او كه تاسو ته وویل شي چې بېرته وګرځئ، نو تاسو بېرته وګرځئ، دا تاسو لپاره ډېر پاكیزه دي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه عالم دى 24|29|پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې تاسو داسې كورونو ته داخل شئ چې د اوسېدنې نه دي (او) په هغو كې ستاسو څه سامان (منفعت) وي او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او هغه چې تاسو يې پټوئ 24|30|ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي 24|31|او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره يا د خپل خاوند د زامنو لپاره يا د خپلو وروڼو لپاره يا د خپلو ورېرونو لپاره يا د خپلو خورينو لپاره يا د خپلو ښځو لپاره يا هغه چا ته چې د دوى ښي لاسونه يې مالكان شوي دي، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وي له سړیو نه، یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي۔ او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهي، د دې لپاره چې معلوم كړى شي هغه څه چې دوى يې له خپل زینت ځنې پټوي او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 24|32|او په تاسو كې د بې واده خلقو (ښځې وي او كه سړي) نكاح كوئ، او په خپلو مریانو او وینځو كې د نېكانو صالحو (هم نكاح كوئ) كه چېرې (دغه ذكر شوي خلق) فقیران وي (نو) الله به دوى له خپله فضله غنیان كړي او الله د فراخۍ والا، ښه عالم دى 24|33|او هغه كسان دې خپل ځان (او عفت) وساتي چې (اسباب د) نكاح نه مومي تر هغه پورې چې الله دوى له خپله فضله غنیان كړي او ستاسو په مریانو وینځو كې چې څوك مكاتب والى غواړي، نو تاسو له هغوى سره مكاتبت وكړئ كه تاسو په دوى كې څه خیر معلوم كړئ او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى او تاسو خپلې وینځې په زنا مه مجبوروئ، كه دوى د ځان پاك ساتلو اراده لري، د دې لپاره چې تاسو د دنيايي ژوند سامان (او مال) طلب كړئ او څوك چې دوى مجبورې كړي، نو بېشكه الله (چې دى) په دوى باندې د (مالكانو له) زور نه پس ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 24|34|او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته څرګندوونكي ایتونه نازل كړي دي او حال د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي او نصیحت لپاره د متقیانو 24|35|الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى 24|36|په هغو كورونو (جوماتونو) كې چې الله حكم كړى دى چې پورته دې كړل شي او په دغو كې دې د ده نوم یادوه شي او په دغو (جوماتونو) كې د هغه پاكي بیانوي، د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې 24|37|(داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي 24|38|د دې لپاره چې الله دوى ته بدله وركړي ډېره ښكلې بدله د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى ته له خپل فضله اضافه وكړي او الله چا ته چې وغواړي، بې له حسابه رزق وركوي 24|39|او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي او په خپلې خوا كې الله ومومي، نو هغه به ده ته د ده حساب پوره وركړي، او الله ډېر ژر حساب والا دى 24|40|یا (د دوى عملونه) د هغو تیارو په شان دي چې په ژور سمندر كې دي، چې دغه (سمندر) یو موج (چپې) پټ كړى وي، د هغه له پاسه بل موج (چپه) وي (بیا) د هغه له پاسه ورېځ وي، تیاري دي چې د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه دي، كله چې دى خپل لاس راوباسي (، نو) نژدې نه دي چې دغه وویني او هر هغه څوك چې الله ده ته رڼا ورنه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ رڼا نشته 24|41|ایا ته نه وینې چې بېشكه الله چې دى، د هغه لپاره پاكي بیانوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي۔ او مرغان هم (تسبیح وايي)، په داسې حال كې چې د خپلو وزرو خواره كوونكي وي، هر یو (چې دى) یقینًا هغه (الله) د هغه په لمونځ او د هغه په تسبیح عالم دى، او الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي 24|42|او خاص د الله لپاره ده د اسمانونو او ځمكې بادشاهي، او خاص الله ته بېرته ورتله دي 24|43|ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله وریځې روانوي، بیا هغه په خپل منیځ كې یو ځاى كوي، بیا هغه لاندې باندې قط په قط كوي، بیا ته باران وینې چې د دې له مینځه راوځي او د اسمان له جانبه (د ورېځو) غرونه راكوزوي چې په هغو كې ځینې ږلۍ وي، نو هغه رسوي هغه چا ته چې يې وغواړي او اړوي يې له هغه چا نه چې يې وغواړي، نژدې وي چې د هغو د برېښنا پړق (چمك) نظرونه ختم كړي 24|44|الله شپه او ورځ اړوي را اړوي بېشكه په دغو كې د سترګو خاوندانو ته لوى عبرت دى 24|45|او په ځمكه ګرځېدونكى هر حیوان الله له اوبو څخه پیدا كړى دى، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ كوي او په دوى كې ځېنې هغه دي چې په دوه پښو تګ كوي او په دوى كې ځینې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله چې څه وغواړي پیدا كوي يې، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى 24|46|یقینًا یقینًا مونږه بیانوونكي ایتونه نازل كړي دي او الله چې چا ته وغواړي، نېغې لارې ته يې هدایت كوي 24|47|او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي۔ او دغه خلق له سره مومنان نه دي 24|48|او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي 24|49|او كه حق د دوى لپاره وي (نو بیا) ده (رسول) ته راځي، چې ګړندي فرمان منونكي دي 24|50|ایا د دوى په زړونو كې مرض دى، یا دوى شك كوي، یا دوى وېرېږي له دې نه چې الله او د هغه رسول به په دوى ظلم وكړي، بلكې همدغه خلق ظالمان دي 24|51|بېشكه د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي چې وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلق كامیاب (خلاصى موندونكي) دي 24|52|او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي 24|53|او دوى په الله قسمونه وخوړل، سخت پاخه قسمونه: خامخا كه ته دوى ته (جهاد ته د وتلو) امر وكړې (نو) دوى به خامخا ضرور وځي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو (د دروغو) قسمونه مه خورئ، (له تاسو مطلوب) نېك طاعت دى، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ 24|54|ته دوى ته ووایه: تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه دوى مخ واړوي، نو بېشكه همدا خبره ده چې په دغه (رسول) باندې هغه (د تبلیغ) بار دى چې پرې ایښودل شوى دى او پر تاسو باندې هغه بار دى چې په تاسو ایښودل شوى دى او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسول 24|55|الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي 24|56|او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د رسول اطاعت كوئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 24|57|ته له سره ګمان مه كوه په هغو كسانو چې كافران شوي دي چې په ځمكه كې (دوى مونږ لره) عاجزه كوونكي دي. او د دوى استوګنه اور دى، او هغه خامخا د ورتلو بد ځاى دى 24|58|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له تاسو نه دې هغه كسان چې تاسو يې مالكان يئ او هغه كسان چې له تاسو (ازادو) نه بلوغ ته نه دي رسېدلي، درې ځلې دې اجازت غواړي له سبا د لمانځه نه مخكې او كله چې تاسو په غرمه كې جامې وباسئ او د ماسختن له لمانځه نه پس۔، تاسو لپاره درې د پردې وختونه دي۔، د دغو (وختونو) نه غیر نه په تاسو ګناه شته او نه پر هغوى باندې، (دوى) ډېر ګرځېدونكي دي پر تاسو باندې، ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې۔، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 24|59|او كله چې ستاسو (ازاد) ماشومان بلوغ ته ورسېږي، نو دوى دې اجازت غواړي، لكه چې هغه كسان اجازت غواړي چې له دوى نه مخكې (بالغ شوي) دي، همداسې الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 24|60|او ډېرې زړې (له حیض او اولاد نه) ناستې ښځې هغه چې (د بوډاوالي په وجه) د نكاح امېد نه لري، نو پر هغوى باندې څه ګناه نشته چې خپلې جامې كېږدي، په داسې حال كې چې د زینت څرګندوونكې نه وي، او دا چې دوى (له دې نه هم) ځان وساتي، د دوى لپاره ډېره غوره دي، او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 24|61|په ړانده باندې حرج نشته او نه په ګوډ حرج (مشقت) شته او نه په ناروغه حرج شته او نه ستاسو په خپلو ځانونو باندې (حرج شته) چې تاسو له خپلو كورونو نه خوراك وكړئ، یا د خپلو پلرونو له كورونو نه، یا د خپلو میندو له كورونو نه، یا د خپلو وروڼو له كورونو نه، یا د خپلو خویندو له كورونو نه، یا د خپلو ترونو له كورونو نه، یا د خپلو پلرنۍ تروریانو له كورونو نه یا د خپلو ماماګانو له كورونو نه، یا د خپلو مورنۍ تروریانو له كورونو نه، یا له هغو (كورونو) نه چې تاسو د هغو د چابیو اختیارمن شئ، یا د خپلو دوستانو (له كورونو) نه۔، په تاسو هېڅ ګناه نشته چې تاسو یو ځاى خوراك وكړئ، یا بېل بېل، نو كله چې تاسو كورونو ته ننوځئ، نو په خپلو ځانونو سلام اچوئ، (دا) د الله له جانبه مباركه پاكیزه تحفه ده، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ 24|62|بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى۔ او كله چې دوى له هغه (رسول) سره په كوم جمع كوونكي كار (لكه، جمعه، جهاد، یا جرګه) وي، (نو پخپل سر) نه ځي، تر هغه پورې چې له هغه نه اجازت وغواړي، بېشكه هغه كسان چې له تا نه اجازت غواړي، دغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول ایمان لري، نو كله چې دوى له تا نه د خپلو ځینو كارونو لپاره اجازت وغواړي، نو په دوى كې چې چا ته وغواړې اجازت وركړه او د دوى لپاره له الله نه بخښنه وغواړه. بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 24|63|تاسو په خپل مینځ كې د رسول بلنه داسې مه ګرځوئ لكه ستاسو د ځینو بلنه ځینو نورو ته۔، یقینًا الله هغه كسان پېژني چې له تاسو نه كشېږي (یو یو، دوه دوه، پټ دباندې وځي)، په داسې حال كې چې یو له بله ځان سره پناه كوي، نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي 24|64|خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هر هغه څه دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، یقینًا هغه عالم دى په هغه حال چې تاسو په هغه یئ او په هغې ورځ (هم) چې تاسو به هغه ته بېرته بېول كېږئ، نو هغه به دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، او الله په هر شي باندې ښه عالم دى 25|1|ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په خپل بنده يې فرقان (قرآن) نازل كړى دى، د دې لپاره چې دى د خلقو لپاره وېروونكى شي 25|2|هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته، او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول 25|3|او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كاوه شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو 25|4|او كافران شویو خلقو وویل: نه دى دا مګر دروغ چې ده، له ځانه جوړ كړى دى او په ده باندې نورو خلقو د ده مرسته كړې ده۔، نو یقینًا دغو (كفارو) وكړ لوى ظلم او دروغ 25|5|او دوى وویل: (دا) د ړومبنیو خلقو باطلې قصې دي چې ده په چا لیكلي دي، نو هغه ده ته سبا او بېګاه لوستلى شي 25|6|ته (دوى ته) ووایه: دا (قرآن) هغه ذات نازل كړى دى چې عالم دى په هر پټ څیز باندې چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 25|7|او دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي 25|8|یا ده ته خزانه ولې نه غورځولى كېږي، یا ولې د ده لپاره داسې باغ نه كېږي چې دا له هغه نه خوراك كوي؟ او ظالمانو وویل: تاسو پيروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې سحر (جادو) پرې شوى دى 25|9|ته وګوره! دوى تا لپاره څنګه مثالونه بیانوي، نو ګمراه شول، نو دوى د (حقې) لارې (د موندلو) هېڅ طاقت نه لري 25|10|ډېر بركتناك دى هغه ذات چې كه وغواړي تا لپاره به د دغو (خزانو) نه غوره وګرځوي (یعنې داسې) باغونه چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او تا لپاره به بنګلې جوړې كړي 25|11|بلكې دوى د قیامت تكذیب وكړ او مونږ د هغه چا لپاره چې د قیامت تكذیب كوي؛ لمبې وهونكى اور تیار كړى دى 25|12|كله چې هغه (اور) دوى لره له ډېر لرې ځاى نه وویني، نو دوى به د هغه خوټكېدل او غورېدل واوري 25|13|او كله چې دوى په دغه (دوزخ) كې په تنګ ځاى كې وغورځول شي، په داسې حال كې چې له یو بل سره به په ځنځیرونو تړل شوي وي (، نو) دوى به په دغه ځاى كې مرګ ته چغې وهي 25|14|نن ورځ تاسو یو هلاكت (مرګ) ته چغې مه وهئ او (بلكې) تاسو ډېرو هلاكتونو ته چغې ووهئ 25|15|ته (دوى ته) ووایه: دغه (خیر) غوره دى، یا كه هغه د همېشه والي جنت چې متقیانو (پرهېزګارو) ته يې وعده وركړى شوې ده؟ دغه به د دوى لپاره بدله او د ورتلو ځاى وي 25|16|د دوى لپاره به په هغه كې هغه څه وي چې دوى يې غواړي، په داسې حال كې چې دوى به په كې تل وي، دا ستا د رب په ذمه غوښتل شوې وعده ده 25|17|او (یاده كړه) هغه ورځ چې هغه (الله) به راجمع كړي دوى او هغه څه چې دوى به يې له الله نه غیر عبادت كاوه، نو وبه وايي: ایا تاسو زما دغه بنده ګان ګمراه كړي وو، یا دوى پخپله (حقه) لاره وركه كړې وه؟ 25|18|دغه (معبودان) به ووايي: تالره پاكي ده، مونږ ته جايز نه ده چې مونږ له تا نه غیر دوستان ونیسو او لېكن تا دوى ته او د دوى پلرونو ته فايده (او ښه زندګي) وركړې وه، تر دې چې دوى ذكر (نصیحت) هېر كړ او دوى هلاكېدونكى قوم و 25|19|نو یقینًا (اى مشركانو!) دوى تاسو دروغجن كړئ په هغې خبره كې چې تاسو ویله، نو تاسو نه د (عذاب د) ګرځولو طاقت لرئ او نه د مدد كولو، او په تاسو كې هر هغه څوك چې ظلم وكړي! مونږ به هغه ته ډېر لوى عذاب وڅكوو 25|20|او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل او مونږه ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره ازمېښت ګرځولي دي (چې) ایا تاسو صبر كوئ (كه نه؟) او ستا رب له ازله ښه ليدونكى دى 25|21|او وویل هغو كسانو چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: پر مونږ باندې ملايك ولې نه نازلولى شي، یا (ولې) مونږ خپل رب نه وینو، یقینًا یقینًا دوى په خپلو نفسونو كې كبر وكړ، او له حده تېر شول، له حد نه ډېر لوى تېرېدل 25|22|(یاده كړه) هغه ورځ چې دوى به ملايك ویني، په دغې ورځ كې به د مجرمانو لپاره هېڅ زېرى (خوشالي) نه وي او وايي به (ملايك چې جنت) بند دى، ممنوع دى 25|23|او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو 25|24|جنتیان به په دغې ورځ كې د استوګنې په لحاظ غوره او د ارام ځاى په لحاظ ډېر ښه وي 25|25|او (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايك به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول 25|26|حقیقي بادشاهي به په دغې ورځ كې د رحمن لپاره وي، او وي به دغه په كافرانو ډېره سخته ورځ 25|27|او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى 25|28|اى زما هلاكته! كاشكې ما فلانكى سړى دوست نه وى جوړ كړى 25|29|یقینًا یقینًا هغه زه له ذكر (قرآن) نه ګمراه كړم، كله چې هغه (ذكر) ما ته راغى او شیطان انسان لره بې مدده پرېښودونكى دى 25|30|او رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم دا قرآن متروك ګرځولى دى 25|31|او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى 25|32|او كافران شویو خلقو وویل: په ده باندې قرآن ټول یو كرت ولې نه نازلاوه شي؟ همداسې (لږ لږ يې نازلوو) د دې لپاره چې په ده سره مونږ ستا زړه مضبوط كړو او مونږ ښه په ارام لوستى دى دا (قرآن په تا باندې) په ارام لوستل 25|33|او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر 25|34|هغه كسان چې جهنم ته به په خپلو مخونو جمع كولى شي، دغه كسان د ځاى په لحاظ تر ټولو بد او د لارې په لحاظ تر ټولو ګمراه دي 25|35|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او مونږ له هغه سره د هغه ورور هارون مددګار ګرځولى و 25|36|نو مونږ وویل: تاسو دواړه هغه قوم ته لاړ شئ چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، بیا مونږ هغوى (فرعونیان) هلاك كړل، سخت هلاكول 25|37|او (مونږ هلاك كړ) د نوح قوم، كله چې هغوى د رسولانو تكذیب وكړ، مونږ هغوى غرق كړل او مونږه دوى د خلقو لپاره (د عبرت) نشان وګرځول او مونږه د ظالمانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى 25|38|او (مونږ هلاك كړي دي) عادیان او ثمودیان او د كوهي والا او د دوى په مينځ كې ډېر زیات نور قومونه 25|39|او (په دوى كې) هر یو ته، مونږ هغه ته مثالونه بیان كړي وو او مونږ ټول هلاك كړل، بېخي هلاكول 25|40|او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره 25|41|او كله چې دوى تا وویني (، نو) دوى تا نه نیسي مګر ځاى د مسخرې (او وايي:) ایا دا هغه سړى دى چې الله، (په طور د) رسول رالېږلى دى؟ 25|42|بېشكه چې دى نژدې و چې مونږ خامخا له خپلو معبودانو نه بې لارې كړي كه مونږ په دوى ټینګ ودرېدلي نه وى۔ (الله فرمايي:) دوى به ژر پوه شي كله چې دوى عذاب ویني چې څوك له (حقې) لارې نه ډېر بې لارې دى 25|43|ایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې نګران يې 25|44|ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، یا له عقل نه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دوى د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي 25|45|ایا تا (د) خپل رب (قدرت) ته نه دي كتلي چې هغه سیورى څنګه غځولى دى او كه هغه غوښتلى (نو) هغه به يې خامخا ولاړ (ساكن) ګرځولى وى، بیا مونږ په هغه باندې لمر دلیل وګرځاوه 25|46|بیا مونږ هغه خپل طرف ته راټول كړ ډېر اسان راټولول 25|47|او دى هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه لباس او خوب (سبب د) ارام ګرځولى دى او ورځ يې د ګرځېدو وخت ګرځولې ده 25|48|او همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي 25|49|د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار راژوندى كړو او چې دا په څارویو او ډېر زیاتو انسانانو وڅښوو، چې زمونږ له مخلوق ځنې دي 25|50|او یقینًا یقینًا مونږ دا د دوى په مینځ كې په قسم قسم طریقو خورې كړې دي، لپاره د دې چې دوى نصیحت واخلي، نو زیاترو خلقو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه 25|51|او كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به خامخا هر كلي ته یو وېروونكى لېږلى و 25|52|نو ته د كافرانو اطاعت مه كوه او ته له دوى سره په دې (قرآن) سره جهاد كوه، ډېر لوى جهاد كول 25|53|او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى 25|54|او دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى 25|55|او دوى له الله نه غیر د هغه څه عبادت كوي چې دوى ته نه نفع رسولى شي اونه دوى ته ضرر رسولى شي او كافر د خپل رب په مخالفت كې (د شیطان) مدد كوونكى دى 25|56|او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى 25|57|ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ مزدوري (اجرت) نه غواړم خو (غواړم ایمان راوړل د) هغه كس چې غواړي چې د خپل رب په طرف لار ونیسي 25|58|او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى 25|59|هغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه 25|60|او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو رحمٰن ته سجده وكړئ، دوى وايي: رحمن څه شى دى؟ ایا مونږ به هغه څه ته سجده كوو چې ته يې مونږ ته حكم راكوې۔ او دا (رحمٰن ته د سجده كولو حكم) دوى ته منډه تېښته ورزیاته كړي 25|61|ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پیدا كړي دي او په ده كې يې چراغ (لمر) او رڼا كوونكې سپوږمۍ پیدا كړې ده 25|62|او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي 25|63|او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي او كله چې له دوى سره جاهلان خطاب (خبره) كوي (نو) دوى سالمه (درسته) خبره كوي 25|64|او هغه كسان دي چې خپل رب ته شپه تېروي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي او قیام كوونكي وي 25|65|او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى 25|66|بېشكه دا (جهنم) د قرار او استوګنې په لحاظ بد ځاى دى 25|67|او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي 25|68|او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي 25|69|د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې چې خوار او ذلیله به وي 25|70|مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 25|71|او هغه څوك چې توبه وباسي او نېك عمل وكړي، نو بېشكه دغه كس الله ته رجوع كوي، رجوع كول 25|72|او هغه كسان دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او كله چې په بېكاره كار تېرېږي (نو) عزت داره تېرېږي 25|73|او هغه كسان دي چې كله دوى ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وكړى شي (نو) په دې (ایتونو) باندې كاڼه او ړانده نه غورځېږي 25|74|او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه 25|75|دغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي 25|76|په داسې حال كې چې همېشه به وي دوى په دغه (جنت) كې، د قرار او استوګنې په لحاظ دا ښه ځاى دى 25|77|ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي 26|1|طا، سين، ميم 26|2|دا د واضح كتاب ایتونه دي 26|3|ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه 26|4|كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي 26|5|او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي 26|6|نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې 26|7|ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي 26|8|بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي 26|9|او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|10|او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي 26|11|چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)! 26|12|(موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي 26|13|او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه 26|14|او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي 26|15|(الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو 26|16|نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو 26|17|په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه 26|18|(فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو 26|19|او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې 26|20|(موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم 26|21|نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم 26|22|او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو 26|23|فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟ 26|24|هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ 26|25|هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟ 26|26|(موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى 26|27|(فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى 26|28|(موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ 26|29|(فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې 26|30|(موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم 26|31|(فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې 26|32|نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار 26|33|او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و 26|34|فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى 26|35|دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟ 26|36|هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه 26|37|چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي 26|38|نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول 26|39|او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟ 26|40|كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي 26|41|نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟ 26|42|ويې ويل: هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ! 26|43|دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ 26|44|نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل: د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو 26|45|نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو 26|46|نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو 26|47|ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ 26|48|چې د موسٰى او هارون رب دى 26|49|(فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم 26|50|هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو 26|51|بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو 26|52|او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي 26|53|نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل 26|54|(او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده 26|55|او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي 26|56|او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو 26|57|نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل 26|58|او له خزانو او ښو ځایونو نه 26|59|همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول 26|60|نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو 26|61|نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو 26|62|(موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي 26|63|نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله 26|64|او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل 26|65|اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو؛ ټولو ته نجات وركړ 26|66|بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل 26|67|بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو 26|68|او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|69|او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله 26|70|كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ 26|71|هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو 26|72|هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟ 26|73|یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟ 26|74|هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول 26|75|هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ 26|76|تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه 26|77|پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه 26|78|هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي 26|79|او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي 26|80|او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي 26|81|او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي 26|82|او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي 26|83|اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه 26|84|او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه 26|85|او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه 26|86|او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و 26|87|او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي 26|88|په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن 26|89|مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى 26|90|او جنت به (په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي 26|91|او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي 26|92|او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه 26|93|له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟ 26|94|نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم 26|95|او د ابلیس لښكرې، دوى ټول 26|96|دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي: 26|97|قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو 26|98|كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ 26|99|او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو) 26|100|نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته 26|101|او نه كوم مخلص دوست 26|102|نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه 26|103|بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو 26|104|او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|105|د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ 26|106|كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! 26|107|بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم 26|108|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|109|او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې 26|110|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|111|هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده 26|112|(نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي 26|113|نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ 26|114|او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم 26|115|زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى 26|116|دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې 26|117|هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ 26|118|نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي 26|119|نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو 26|120|بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل 26|121|بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده۔ او د دوى زیاتره مومنان نه وو 26|122|او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|123|عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ 26|124|كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! 26|125|بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم 26|126|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|127|او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې 26|128|ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ! 26|129|او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ 26|130|او كله چې تاسو نیول كوئ (، نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ 26|131|نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|132|او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ 26|133|هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره 26|134|او باغونو او چینو سره 26|135|بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم 26|136|هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه 26|137|نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو 26|138|او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو 26|139|نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو 26|140|او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|141|ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ 26|142|كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! 26|143|بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم 26|144|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|145|او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې 26|146|ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره 26|147|په باغونو او چینو كې 26|148|او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي 26|149|او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ 26|150|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ 26|151|او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ 26|152|هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي 26|153|هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې 26|154|ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې 26|155|او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى 26|156|او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي 26|157|نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول 26|158|نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو 26|159|او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|160|د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ 26|161|كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! 26|162|بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم 26|163|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|164|او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې 26|165|ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ 26|166|او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ 26|167|دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې 26|168|هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم 26|169|اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي 26|170|نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ 26|171|غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه 26|172|بیا مونږ هغه نور هلاك كړل 26|173|او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو) 26|174|بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو 26|175|او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|176|د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ 26|177|كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! 26|178|بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم 26|179|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 26|180|او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې 26|181|تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ 26|182|او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ 26|183|او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ 26|184|او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي 26|185|هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې 26|186|او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو 26|187|نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې 26|188|هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ 26|189|نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و 26|190|بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو 26|191|او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى 26|192|او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى 26|193|دا جبریل امین راكوز كړى دى 26|194|ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې 26|195|په ښكاره عربي ژبه كې 26|196|او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى 26|197|ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟ 26|198|او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى 26|199|بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو 26|200|همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى 26|201|دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني 26|202|نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي 26|203|بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟ 26|204|ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي 26|205|نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو 26|206|بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه 26|207|(نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه 26|208|او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو 26|209|د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو 26|210|او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى 26|211|او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري 26|212|بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي 26|213|نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه 26|214|او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه 26|215|او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي 26|216|نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ 26|217|او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې 26|218|هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته) 26|219|او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني) 26|220|بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 26|221|ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟ 26|222|دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي 26|223|دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي 26|224|او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي 26|225|ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي 26|226|او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي 26|227|غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي 27|1|طا، سين، دا د قرآن او څرګند (ښكاره بیانوونكي) كتاب ایتونه دي 27|2|هدایت او زېرى دى، د مومنانو لپاره 27|3|هغه چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او هم دوى په اخرت یقین كوي 27|4|بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي، دوى ته مونږ د دوى عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى سرګردانه دي 27|5|دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد عذاب دى، او دوى به په اخرت كې هم دوى تر ټولو تاوانیان وي 27|6|او بېشكه ته (چې يې) خامخا تا ته د ډېر حكمت والا، ښه علم والا (الله) له جانبه قرآن ښوولى (او عطا كولى) شي 27|7|(یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپلې ښځې ته وویل: بېشكه ما اور ولیده، زه به تاسو ته له دغه (ځاى) نه څه خبر راوړم، یا به تاسو ته بله كړى شوې لمبه راوړم، د دې لپاره چې تاسو تاوده شئ 27|8|نو كله چې دى هغه (اور) ته راغى، اواز وكړى شو۔، داسې چې بركتي كړى شوى دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې د ده (اور) چاپېره دى او پاكي ده الله ته چې رب العلمین دى 27|9|اى موسٰى! بېشكه شان دا دى چې هم زه الله یم، ښه غالب، ښه حكمت والا 27|10|او ته خپله امسا وغورځوه، نو كله چې هغه دا ولیدله چې خوځېږي، ګویا كې دغه (همسا) نرى سپین تېز مار دى، نو وتېښتېده چې شاكوونكى و او بېرته راونه ګرځېده۔، اى موسٰى، مه وېرېږه، بېشكه زه چې یم، له ما سره رسولان نه وېرېږي 27|11|خو هغه څوك چې ظلم يې كړى وي، بیا له بدۍ نه پس نېكي په بدل كې راوړي، نو بېشكه زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم 27|12|او ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، (نو) له بيمارۍ (او عیب) نه بغیر به تك سپین راووځي، (دا حساب دي) په نهو معجزو كې (چې ته ورسره لېږل شوى يې) فرعون او د هغه قوم ته، بېشكه دوى یو فاسق (نافرمانه) قوم دى 27|13|نو كله چې دوى ته زمونږ نښې (معجزې) راغلې، چې روښانه وې، (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى 27|14|او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟ 27|15|او یقینًا یقینًا مونږ داود او سلیمان ته (خاص) علم وركړى و او هغو دواړو وویل: ټوله ستاينه خاص د هغه الله لپاره ده چې مونږ ته يې په خپلو مومنو بنده ګانو كې په ډېرو زياتو باندې فضيلت راكړى دى 27|16|او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو او هغه وویل: اى خلقو! مونږ ته د الوتونكو (مرغانو) خبرې ښوول شوې دي او مونږ ته له هر څیز نه راكړه شوې ده، بېشكه دا، خامخا هم دغه ښكاره فضل دى 27|17|او د سلیمان لپاره د هغه لښكرې راجمع كړى شوې، چې له پېریانو او انسانانو او مرغانو څخه وې، بیا به د دوى (په ترتیب سره) ډلې جوړولى شوې 27|18|تر هغه پورې چې كله دوى د مېږانو په دره راغلل، (نو) یوې مېږۍ وویل: اى مېږانو تاسو خپلو استوګنو ته ننوځئ، چې تاسو سلیمان او د هغه لښكرې مات او چیت پیت نه كړي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي 27|19|نو دى د دې په خبره (اول) مسكى شو، چې خندا كوونكى و (ورپسې د خوشحالۍ په وجه) ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته الهام او توفیق راكړه چې زه ستا د هغو نعمتونو شكر وباسم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام (او پېرزو) كړي دي او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې، او ته ما په خپل رحمت سره په خپلو نېكو بنده ګانو كې داخل كړه 27|20|او د مرغانو لټونه يې وكړه، نو ويې ويل: ما له څه دي چې زه هدهد (ملاچرګك) نه وینم، بلكې كه هغه له غايب شویو ځنې دى؟ 27|21|خامخا هرومرو به زه ده ته سزا وركړم، ډېره سخته سزا، یا به خامخا ضرور دى حلال كړم، یا به ضرور هرومرو ما ته ښكاره دلیل راوړي 27|22|نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل: ما هغه خبره (په علم كې) ګېره كړې ده چې تا هغه ګېره كړې نه ده او زه تا ته له سبا (ښار) نه په یقیني خبر سره راغلى یم 27|23|بېشكه ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونكو) بادشاهي كوي او هغې ته له هر څیز څخه وركړه شوې ده او د هغې یو ډېر لوى تخت دى 27|24|ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه غیر لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي 27|25|چې دوى الله ته سجده ونه كړي، هغه چې په اسمانونو او ځمكه كې پټ څیزونه راوباسي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ 27|26|الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى 27|27|(سلیمان) وویل: ضرور به مونږ ګورو چې ایا تا رښتیا ویلي دي، یا ته له دروغ ویونكو ځنې وې؟ 27|28|ته زما دا لیك یوسه، نو ته دا دوى ته وروغورځوه، بیا ته له دوى نه مخ وګرځوه، نو وګوره چې دوى څه واپس كوي؟ 27|29|هغې وویل: اى سردارانو! بېشكه زه چې یم، ما ته یو ډېر عزتناك لیك راغورځول شوى دى 27|30|بېشكه دا د سلیمان له جانبه (راغلى) دى او بېشكه هغه (داسې) دى: د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى 27|31|دا چې تاسو زما په خلاف سركشي مه كوئ او تاسو ما ته راشئ مسلمانان (غاړه ایښودونكي) 27|32|هغې وویل: اى سردارانو! تاسو ما ته زما په (دغه) كار كې مشوره راكړئ، زه د كوم كار فیصله كوونكې نه یم تر هغه پورې چې تاسو ما ته حاضر شئ 27|33|هغوى وویل: مونږه د قوت والا او د ډېر سخت جنګ والا یو، او (نور) اختیار تا ته دى، نو ته وګوره چې ته څه حكم كوې؟ 27|34|هغې وویل: بېشكه بادشاهان (د هغوى لښكرې) چایان چې دي، كله چې دوى كوم كلي (ښار) ته داخل شي (نو) هغه خرابوي، او د هغه عزتمن اوسېدونكي ذلیله ګرځوي او دوى به هم همداسې كوي 27|35|او بېشكه زه دوى ته یوه ډالۍ لېږونكې یم، نو كتونكې یم چې په څه خبرې سره لېږل شوي استازي بېرته راځي 27|36|نو كله چې هغه (استازى) سلیمان ته راغى، (نو سلیمان ورته) وویل: ایا تاسو په مال سره زما مدد كوئ، نو هغه چې ما ته الله راكړى دى (هغه) ډېر غوره دى له هغه نه چې تاسو ته يې دركړى دى، بلكې تاسو په خپلې ډالۍ سره خوشالېږئ 27|37|ته هغوى ته بېرته لاړ شه، نو مونږ به خامخا هرومرو په دوى پسې داسې لښكرې بوځو، چې په دوى كې به له هغو سره د مقابلې هېڅ طاقت نه وي او مونږ به خامخا هرومرو دوى له هغه (ښاره) وباسو، په دې حال چې چې ذلیل به وي، خوار او سپك به وي 27|38|(سلیمان) وویل: اى (د دربار) مخورو! په تاسو كې به څوك ما ته د هغې تخت راوړي، مخكې له دې چې دوى ما ته راشي مسلمانان (غاړه اېښودونكي)؟ 27|39|په پېریانو كې ډېر سخت زورور وویل: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې ته له خپل ځاى نه پاڅېږي، او بېشكه زه په دغه (تخت) باندې خامخا قوي (او) امانتګر یم 27|40|وویل هغه كس چې له هغه سره د كتاب علم و: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې تا ته خپل نظر بیا راګرځي، نو كله چې يې هغه خپلې مخې ته برقرار (حاضر) ولید، ويې ويل: دا زما د رب له فضله ځنې دى، د دې لپاره چې هغه ما وازمايي چې زه شكر وباسم، یا ناشكري كوم او څوك چې شكر وباسي، نو هغه يواځې د ځان لپاره شكر وباسي او څوك چې ناشكري كوي، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى 27|41|ويې ويل: هغې ته خپل تخت نا اشنا كړئ چې وګورو ایا پېژني يې، یا كېږي له هغو كسانو نه چې نه يې پېژني 27|42|نو كله چې هغه راغله، (ورته) وویل شول: ایا ستا تخت همداسې دى؟ هغې وویل: ګویا كې دا همغه دى۔ او مونږ ته له دې (معجزې) نه مخكې (د توحید او نبوت) علم راكړى شوى و او مونږ غاړه ايښودونكي (مسلمانان) وو 27|43|او دا (د الله له عبادت نه) منع كړې وه هغه څیز چې دې يې له الله نه غیر عبادت كاوه، یقینًا هغه له كافر قوم ځنې وه 27|44|هغې ته وویل شول: ته دې صحن ته ننوځه، نو كله چې يې هغه ولیده، نو په هغه يې د ژورو اوبو ګمان وكړ او له خپلو دواړو پنډیو نه يې كپړه پورته كړه۔ هغه (سلیمان) وویل: بېشكه دا هوار ښویه صحن دى چې له شیشو نه (جوړ) دى، هغې وویل: بېشكه ما (مخكى) په خپل ځان ظلم كړى دى او ما له سلیمان سره خاص د الله رب العلمین لپاره اسلام راوړى دى 27|45|او یقینًا یقینًا مونږ ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح لېږلى و، په دې سره چې تاسو د الله عبادت كوئ، نو ناڅاپه هغوى داسې دوه ډلې وې چې په خپل مینځ كې جنګېدلې 27|46|هغه وویل: اى زما قومه! ولې تاسو په بدۍ (عذاب) سره تادي كوئ، مخكې له نېكۍ (توبې) نه، ولې تاسو له الله نه مغفرت نه غواړئ؟ د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 27|47|هغوى وویل: مونږ په تا او په هغه چا چې له تاسره دي؛ بدفالي نیولې ده۔، هغه وویل: ستاسو بدفالي د الله په نېز ده، بلكې تاسو داسې قوم یئ چې ازمایل كېږئ 27|48|او په ښار كې نهه (غټ شریر) سړي وو، چې په ځمكه كې به يې فساد كاوه او اصلاح به يې نه كوله 27|49|هغوى وویل: تاسو په الله قسم وخورئ چې خامخا هرومرو به په ده او د ده په ټبر د شپې حمله كوو، بیا به مونږ د ده ولي (وارث) ته خامخا ضرور (داسې) ووایو چې مونږ د ده هلاكت ته حاضر شوي نه یو او بېشكه مونږ یقینًا رښتیني یو 27|50|او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم تدبیر وكړ خاص تدبیر كول، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل 27|51|نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل 27|52|نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي 27|53|او مونږ نجات وركړ هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري يې كوله 27|54|او (یاد كړه) لوط كله چې ده خپل قوم ته وویل: ایا تاسو فاحشه (د لواطت قبیح كار) كوئ، حال دا چې تاسو وینئ 27|55|ایا بېشكه تاسو خامخا د خپل شهوت لپاره له خپلو ښځو نه غیر له سړیو سره بدكاري كوئ! بلكې تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ 27|56|نو د ده د قوم جواب نه و غیر له دې نه چې دوى وویل: تاسو د لوط خېلخانه له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځانونه ډېر پاك ساتي 27|57|نو مونږ نجات وركړ ده ته، او د ده كورنۍ ته د ده له ښځې نه غیر، مونږ هغه په باقي پاتې كېدونكو كې مقرر كړې وه 27|58|او مونږ په دوى باندې (د كاڼو) باران ووراوه، نو د وېرول شویو باران بد و 27|59|ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي 27|60|بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل۔، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ۔، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي 27|61|بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده۔، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي 27|62|بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور (او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ 27|63|بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي 27|64|بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ 27|65|ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه۔ او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي 27|66|بلكې د اخرت په باره كې د دوى علم بېخي ختم شوى دى۔، بلكې دوى د دغه (قیامت) په باره كې په شك كې دي، بلكې دوى له دغه (قیامت) نه ړانده دي 27|67|او كافران شویو كسانو وویل: ایا كله چې مونږه او زمونږ پلرونه خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا (ژوندي) راوښكلى شو؟ 27|68|یقینًا یقینًا له دې نه مخكې هم دا وعده مونږ ته او زمونږ پلرونه ته راكړى شوې ده۔، نه دي دغه (خبرې) مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې 27|69|ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د مجرمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟ 27|70|او ته په دوى غم مه كوه او په تنګۍ كې مه كېږه، د هغو مكرونو (فریبونو) په سبب چې دوى يې كوي 27|71|او دوى وايي: دا (د عذاب د نازلېدو) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ 27|72|ته (دوى ته) ووایه چې امېد دى چې په تاسو پسې به پیوست شي ځینې له هغه (عذاب) نه چې تاسو يې په جلتۍ غواړئ 27|73|او بېشكه ستا رب په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى اكثره شكر نه وباسي 27|74|او بېشكه ستا رب خامخا پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى (خلق) ظاهروي 27|75|او په اسمان او ځمكه كې هېڅ پټ پناه شى نشته مګر په واضح كتاب كې (لیك) دي 27|76|بېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي 27|77|او بېشكه دا (قرآن) یقینًا هدایت او رحمت دى، لپاره د مومنانو 27|78|بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې په خپل انصاف سره فیصله كوي، او همغه ډېر غالب، ښه علم والا دى 27|79|نو ته خاص په الله باندې توكل وكړه، بېشكه ته په ښكاره حق باندې يې 27|80|بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او ته كڼو ته (هم) اواز نشې رسولى، كله چې دوى مخ واړوي، په دې حال كې چې شا كوونكي وي 27|81|او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ايمان راوړي، نو هم دوى مسلمانان دي 27|82|او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانژدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلقو به زمونږ په ایتونو یقین نه كاوه 27|83|او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه (د مشرانو) یوه ډله راجمع كړو، له هغو نه چې زمونږ د ایتونو تكذیب كوي، نو دوى به منع كولى (یوځاى كولى) شي 27|84|تر دې چې كله دوى (محشر ته) راشي، وبه وايي (الله): ایا تاسو زما د ایتونو تكذیب كړى و، حال دا چې د علم په لحاظ سره تاسو د هغو احاطه نه وه كړې، ایا څه دي هغه چې تاسو عمل كاوه؟ 27|85|او په دوى باندې به (د عذاب) خبره ثابته شي، په سبب د هغه ظلم چې دوى كړى و، نو دوى به خبرې نشي كولى 27|86|ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې دوى په دې كې سكون (او ارام) وكړي او ورځ مو روښانه (ګرځولې ده) بېشكه په دغو كې خامخا ډېر دلیلونه (نښې) دی د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي 27|87|او (یاده كړه) هغه ورځ چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو سخت به ووېرېږي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي او دوى ټول به دغه (الله) ته عاجزه (او ذلیله) راشي 27|88|او ته به غرونه وینې، ته به په دوى د كلكو ولاړو ګمان كوې، حال دا چې دوى به د ورېځې د تېرېدلو په شان تېرېږي، (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ 27|89|هغه څوك چې یوه نېكي (د توحید كلمه) راوړي، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او دوى به د دغې ورځې د سختې وېرې نه په امان (امن والا) وي 27|90|او څوك چې یوه بدي (شرك) راوړي، نو د دوى مخونه به په اور كې نسكور وغورځولى شي، (او ورته ویلى به شي) تاسو ته جزا نه دركولى كېږي مګر (جزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول 27|91|بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم 27|92|او داچې د قرآن تلاوت وكړم، نو څوك چې په نېغه لار روان شو، نو بېشكه هغه يواځې د خپل ځان د فايدې لپاره په نېغه لار ځي او څوك چې ګمراه شو، نو ته ووایه: زه خو يواځې له وېروونكو څخه یم 27|93|او ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي، هغه به عنقریب په تاسو خپل دلیلونه (نښې) وویني، نو تاسو به هغه وپېژنئ او ستا رب له سره غافل نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ 28|1|طا، سين، ميم 28|2|دا د څرګند كتاب ایتونه دي 28|3|مونږ تا ته لولو د موسٰى او فرعون له خبرونو ځنې په حقه سره د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي 28|4|بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و 28|5|او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو 28|6|او چې مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو او چې فرعون او هامان او د دواړو لښكرو ته له دغو (بني اسرائیلو) نه هغه شى وښیو چې دوى به ترې وېرېدل 28|7|او مونږ د موسٰى مور ته وحي وكړه چې ته ده ته تى وركوه، نو كله چې په ده ووېرېدلې، نو دا په سیند كې وغورځوه او مه وېرېږه او غم مه كوه، بېشكه دا مونږ تا ته بېرته راوستونكي یو او مونږ دا له رسولانو له نه ګرځوونكي یو 28|8|نو دى ال فرعون ومونده (او اوچت يې كړ) د دې لپاره چې (عاقبتًا) د دوى لپاره دښمن او غم شي، بېشكه فرعون او هامان او د دواړو لښكرې (دوى ټول) خطا كوونكي وو 28|9|او د فرعون ښځې وویل: (دا هلك) زما او ستا د سترګو یخوالى دى، تاسو دا مه وژنئ، امېد دى چې دا به مونږ ته نفع راورسوي، یا به دا مونږ زوى ونیسو، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل 28|10|او د موسٰى د مور زړه (له صبره) بېخي خالي شو، بېشكه هغه قریب وه چې خامخا د ده اظهار وكړي كه چېرې مونږ د هغې زړه مضبوط كړى نه وى، د دې لپاره چې له باور كوونكو څخه شي 28|11|او هغې د هغه خور ته وویل: د ده (موسٰى) پسې برابره ځه، نو هغې به ده ته له لرې نه كتل، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېدل 28|12|او مونږ په ده باندې دايیګانې بندې كړې وې، له مخكې نه، نو هغې (د موسٰى خور) وویل: ایا زه تاسو ته داسې كورنۍ وښیم چې ستاسو لپاره د ده كفالت (او ساتنه) وكړي، په داسې حال كې چې هغوى به له ده سره ښېګڼه كوونكي وي 28|13|نو مونږ هغه خپلې مور ته بېرته راوسته، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غم ونه كړي او د دې لپاره چې پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده۔ او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي 28|14|او كله چې هغه خپل زور (ځوانۍ) ته ورسېده، او ښه برابر شه، مونږ هغه ته حكم (نبوت) او پوهه وركړه او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو 28|15|او هغه (دې) ښار ته د هغه (ښار) د اوسېدونكو د غفلت (خوب) په وخت كې داخل شو، نو ده په هغه كې دوه سړي وموندل چې له یو بل سره په جنګ وو، دا یو د ده له ډلې (بنی اسرائیلو) نه و او دا بل د ده له دښمنانو ځنې و۔ نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و۔، نو موسٰى هغه په سوك وواهه، نو هغه يې قتل كړ، ده وویل: دا د شیطان له كاره څخه دى، بېشكه هغه ښكاره ګمراه كوونكى دښمن دى 28|16|ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما په خپل ځان ظلم كړى دى، نو ته ما ته بخښنه وكړې، نو هغه ورته بخښنه وكړه، بېشكه هغه، هم هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 28|17|ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د هغه انعام چې تا په ما وكړ، نو زه به هېچرې د مجرمانو مددګار نشم 28|18|نو سبا يې كړ په ښار كې، په داسې حال كې چې وېرېدونكى و، (او) انتظار يې كاوه، نو ناڅاپه هغه كس چې پرون يې له ده نه مدد غوښتى و، ده ته نارې وهي، موسٰى ده ته وویل: بېشكه ته خامخا ښكاره ګمراه يې 28|19|نو كله چې ده اراده وكړه چې هغه كس ونیسي چې هغه د دوى دواړو دښمن دى، هغه وویل: اى موسٰى! ایا ته غواړې چې ما (هم) قتل كړې، لكه پرون چې دې یو نفس وژلى و، ته نه غواړې مګر دا چې په ځمكه كې زورور شې او ته نه غواړې چې ته له اصلاح كوونكو څخه شې 28|20|او د ښار تر ټولو لرې غاړې نه یو سړى راغى چې منډې يې راوهلې، ويې ويل: اى موسٰى بېشكه چې مشران ستا په باره كې مشورې كوي، د دې لپاره چې تا قتل كړي، نو ته وځه! بېشكه زه ستا له خیر غوښتونكو ځنې یم 28|21|نو موسٰى له دغه (ښار) نه ووت، په دې حال كې چې وېرېدونكى و (او) انتظار يې كاوه، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړې 28|22|او كله چې يې د مدین په طرف مخه كړه، ويې ويل: امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي 28|23|او كله چې د مدین اوبو ته ورسېده، نو د هغه (كوهي) په خوا كې يې د خلقو یوه ډله وموندله چې اوبه يې وركولې او له هغوى نه يې رابېرته دوه ښځې وموندلې چې خپل څاروي يې رامنع كول، ويې ويل: ستاسو څه معامله ده؟ هغوى وویل: مونږ (څارویو ته) اوبه نه وركوو تر هغه پورې چې شپانه بېرته (سره له ماله) لاړ شي او زمونږ پلار عمر خوړلى بوډا دى 28|24|نو (د) هغو (كنډك) ته يې اوبه وركړې، بیا سیوري ته وګرځېده، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم 28|25|نو په دغو دواړو كې یوه ده ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ كاوه، ويې ويل: بېشكه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته اجر (حق) دركړې د هغه عمل چې تا مونږ ته (زمونږ څاروي) اوبه كړي وو، نو كله چې هغه ده ته راغى او ده ته يې (خپله) قصه بیان كړه، ويې ويل: ته مه وېرېږه (اوس) ته له ظالم قوم نه خلاص شوى يې 28|26|په دواړو كې یوې وویل: اى زما پلار جانه! ته دا مزدور ونیسه، بېشكه ترټولو غوره په هغه چا كې چې ته يې مزدور نیسې، هغه دى چې ښه قوتناك او امانتګر وي 28|27|ويې ويل: بېشكه زه غواړم په خپلو دغو دوه لوڼو كې یوه تا ته په نكاح دركړم، په دې شرط چې ته به اته كاله زما مزدوري كوې، نو كه تا لس كاله پوره كړل، نو ستا له اړخه به (احسان) وي، او زه په تا باندې مشقت اچول نه غواړم، ژر ده چې ته به ما له نېكانو څخه ومومې، كه الله وغواړي (ان شاء الله) 28|28|ويې ويل: دا دى (عهد مقرر) زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې، په دغو دواړو نېټو كې چې كومه ما پوره كړه، نو په ما به (نور) هېڅ زیاتى نه وي، او څه چې مونږ وایو، الله پرې ګواه دى 28|29|نو كله چې موسٰى نېټه پوره كړه او له خپل اهل سره روان شو (، نو) د طور له جانبه يې اور ولیده، خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شي، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه تاسو ته له هغه نه څه خبر، یا د اور سكروټه (شغله) راوړم، د دې لپاره چې تاسو (پرې) تاوده شئ 28|30|نو كله چې دغه (اور) ته راغى (، نو) په مباركه ټوټه (قطعه) كې د ناو په ښې اړخ كې له ونې نه ورته اواز وكړى شو داسې چې اى موسٰى! بېشكه همدا زه الله رب العلمین یم 28|31|او داسې چې خپله امسا وغورځوه، نو كله چې يې هغه وليدله چې حركت كوي، ګویاكې نرى منګرى مار دى، (نو) مخ يې واړوه، په دې حال كې چې شاكوونكى (تښتېدونكى) و، او بېرته را ونه ګرځېده، اى موسٰى! مخ راواړوه او مه وېرېږه: بېشكه ته له امان موندونكو څخه يې 28|32|ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، را وبه وځي، په داسي حال كې چې بې له كوم عیبه به تك سپین وي او ته خپل څانګ خپل ځان ته راپېوست كړه، د وېرې له وجې نه، نو دغه دواړه ستا د رب له جانبه دلیلونه دي فرعون او د هغه سردارانو ته، بېشكه چې دوى فاسقان خلق دي 28|33|ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه ما له دوى نه یو نفس وژلى دى، نو زه وېرېږم چې دوى به ما ووژني 28|34|او زما ورور هارون چې دى، هغه له ما نه په ژبه كې ډېر فصیح دى، نو ته هغه زما سره مددګار ولېږه چې زما تصدیق كوي، بېشكه زه وېرېږم له دې نه چې دوى به زما تكذیب وكړي 28|35|ويې ويل: ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه۔ تاسو دواړه او څوك چې ستاسو پیروي كوي هم تاسو (ټول) به غالب وئ 28|36|نو كله چې دوى ته موسٰى زمونږ په څرګندو معجزو سره راغى، دوى وویل: نه دى دا مګر جادو (سحر)، چې په دروغو سره جوړ كړى شوى دى او مونږ دا خبره په خپلو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو 28|37|او موسٰى وویل: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې د هغه له جانبه په هدایت سره راغلى دى او په هغه چا چې د هغه لپاره به د اخرت ښه انجام وي، بېشكه شان دا دى چې ظالمان به برى نه مومي 28|38|او فرعون وویل: اى سردارانو! زه تاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم۔، نو اى هامانه! ته زما لپاره په خټې باندې اور بل كړه، پس زما لپاره یوه اوچته ماڼۍ جوړه كړه، كېدى شي چې زه د موسٰى معبود ته وخېژم او بېشكه زه دا له دروغجنانو ځنې ګڼم 28|39|او ده او د ده لښكرو په ځمكه كې ناحقه (تكبر او) اولويي وكړه او دا يې وګڼله چې یقینًا دوى به مونږ ته نه راګرځول كېږي 28|40|نو مونږ دا او د ده لښكرې راونیولې، نو مونږ دوى په درياب كې وغورځول، نو ته وګوره چې د ظالمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟ 28|41|او مونږه دوى داسې پېشوایان وګرځول چې اور ته بلنه كوي او د قیامت په ورځ به له دوى سره مرسته نه كولى شي 28|42|او په دې دنیا كې مونږ د دوى پسې لعنت ولګاوه، او د قیامت په ورځ به همدوى له خراب كړى شویو (بدمخي شویو) څخه وي 28|43|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، وروسته له هغه نه چې مونږ ړومبني امتونه هلاك كړل، په دې حال كې چې هغه د خلقو لپاره د بصیرتونو والا، او هدايت او رحمت دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني 28|44|او (اى نبي!) ته (د موسٰى) سره د مغربي (غره) خوا ته نه وې كله چې مونږ موسٰى ته د (نبوت د) كار وحي وكړه او ته له حاضرینو څخه نه وې 28|45|او لېكن مونږ ډېر امتونه پیدا كړل، نو په دوى خپل عمرونه اوږده شول۔ او ته په مدین والاو كې اوسېدونكى نه وې، چې تا هغوى ته زمونږ ایتونه لوستلى، او لېكن همدا مونږ (تا لره) لېږونكي یو 28|46|او ته د طور خوا ته نه وې كله چې مونږ اواز وكړ او لېكن (ته لېږلى يې مونږ) رحمت، د خپل رب له جانبه، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې له تا نه مخكې دوى ته كوم وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي 28|47|او كه دا نه وى چې دوى ته به څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو عملونو چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا به دوى وايي: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته كوم رسول ولې نه رالېږې، پس چې مونږ ستا د ایتونو تابع شو او شو له مومنانو څخه 28|48|نو كله چې دوى ته زمونږ له جانبه حق راغى، ويې ويل: ده ته په مثل د هغو (معجزو) ولې نه دي وركړى شوي چې موسٰى ته وركړى شوې دي؟ ایا دوى كافران شوي نه وو په هغو (معجزو) چې له دې نه مخكې موسٰى ته وركړى شوې وې؟ دوى وویل: دوه سحره دي، چې د یو بل مدد كوي، او دوى وویل: مونږ په هر یو سره كفر كوونكي یو 28|49|ته ووایه: تاسو د الله له خوا نه داسې كتاب راوړئ چې هغه د دې دواړو كتابونو نه زیات لار ښوونكى وي، چې زه د هغه پیروي وكړم، كه تاسو رښتیني یئ 28|50|نو كه دوى ستا خبره ونه منله، نو ته پوه شه چې دوى یقینًا يواځې د خپلو خواهشاتو پيروي كوي او له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى، چې د خپل خواهش پيروي كوي، بې له هدایته د الله له جانبه۔، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي 28|51|او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كلام پرله پسې لېږلى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي 28|52|هغه كسان چې مونږ هغوى ته له ده نه مخكې كتاب وركړى و، هغوى په ده باندې ایمان راوړي 28|53|او كله چې دوى ته ولوستى شي، دوى وايي: مونږ په ده باندې ایمان راوړى دى، بېشكه همدا زمونږ د رب له جانبه حق دى، بېشكه مونږ له ده نه مخكې هم مسلمانان وو 28|54|دغه كسان دي چې دوى ته به د دوى اجر دوه كرته وركاوه شي، په سبب د دې چې دوى صبر وكړ۔ او دوى په نېكۍ سره بدي لرې كوي، او ځينې له هغه مال نه چې مونږ دوى ته وركړى دى لګوي يې 28|55|او كله چې دوى بېكاره خبره واوري (، نو) له هغې نه مخ واړوي او وايي: زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او ستاسو لپاره ستاسو عملونه دي، په تاسو دې سلام وي، مونږ جاهلان نه غواړو 28|56|بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې 28|57|او دوى وايي: كه مونږ له تا سره د هدایت پیروي وكړو (نو) له خپلې ځمكې نه به وتښتول (ووېستل) شو، ایا مونږ دوى ته د داسې حرم تمكین نه دى وركړى چې د امن والا دى، ده ته د هر شي مېوې راوړلى (او وركولى) شي ښه رزق وركول، زمونږ له خوا نه، او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي 28|58|او مونږ څومره ډېر كلي هلاك كړي دي چې په خپل معيشت كې يې سركشي كړې وه، نو دغه د دوى كورونه دي چې له دوى نه پس په كې سكونت نه دى شوى مګر ډېر لږ او هم دا مونږ وارثان یو 28|59|او ستا رب له سره د كلیو هلاكوونكى نه دى، تر هغه پورې چې د هغو (كلیو) په اصل (مركزي ښار) كې یو رسول ولېږي چې دوى ته زمونږ ایتونه لولي، اومونږ د كلیو هلاكوونكي نه یو مګر په داسې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ظالمان وي 28|60|او تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو د دنيايي ژوند فايده او د هغه زینت دى، او هغه څه چې له الله سره دي، ډېر غوره او ښه باقي پاتې كېدونكي دي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ 28|61|ایا نو هغه څوك چې له هغه سره مونږ وعده كړې ده، ښه وعده، پس دى له هغې سره ملاقات كوونكى دى، د هغه چا په شان دى، چې مونږ هغه ته فايده وركړه د دنيايي ژوند فايده، بیا به هغه د قیامت په ورځ له حاضر كړى شویو څخه وي؟ 28|62|او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به هغه (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به ګڼل؟ 28|63|هغه كسان به ووايي چې پر هغوى باندې خبره ثابته شوې ده: اى زمونږه ربه! دا هغه كسان دي چې مونږ ګمراه كړي وو، مونږ دوى ګمراه كړل، لكه چې مونږ ګمراه شوي وو۔ مونږ (له دوى نه) ستا په طرف بېزاره كېږو، دوى زمونږ عبادت نه كاوه 28|64|او وبه ویل شي: تاسو خپل شریكان وبلئ، نو دوى به هغوى وبلي: نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او دوى به عذاب وویني (او تمنا به وكړي چې) كاشكې واقعتًا دوى (په دنیا كې) هدایت موندلى وى 28|65|او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: تاسو رسولانو ته څه جواب وركړى و؟ 28|66|نو په دغې ورځ به په دوى باندې خبرونه پټ شي، نو دوى به یو تربله پوښتنه نه كوي 28|67|نو پاتې شو هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو امېد دى چې دغه به له نجات موندونكو څخه وي 28|68|او ستا رب پیدا كوي هغه چې وغواړي او هغه انتخاب كوي، دوى ته هېڅ اختیار نشته، الله لره پاكي ده، او هغه اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي 28|69|او ستا رب پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى څرګندوي 28|70|او همدغه الله دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص هم ده لره ثنا ده په دنیا او اخرت كې، او خاص هم ده لره حكم دى، او خاص ده ته به تاسو بېرته بیولى شئ 28|71|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه شپه كړي (نو) له الله نه غیر بل څوك الٰه (معبود) دى چې تاسو ته رڼا راوړي؟ ایا نو تاسو نه اورئ؟ 28|72|ته (دوى ته) ووایه: ما ته خبر راكړئ، كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه ورځ كړي، نو له الله نه غیر بل څوك معبود دى چې تاسو ته هغه شپه راوړي چې تاسو په هغې كې ارام كوئ؟ ایا نو تاسو نه وینئ؟ 28|73|او خاص د خپل رحمت له وجې يې تاسو لپاره شپه او ورځ پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دغې (شپه) كې ارام وكړئ او د دې لپاره چې تاسو (په دغې ورځ كې) د هغه له فضله (څه) ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 28|74|او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: چېرته دي زما هغه شریكان چې تاسو به ګڼل؟ 28|75|او مونږ به له هر امت نه یو ګواه راوباسو، نو مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو خپل دلیل راوړئ، نو دوى به پوه شي چې بېشكه حق خاص د الله لپاره دى، او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل 28|76|بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي 28|77|او ته په هغه (مال) كې چې تا ته الله دركړى دى؛ د اخرت كور (جنت) لټوه، او له دنیا نه خپله برخه مه هېروه، او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى، او په ځمكه كې فساد مه غواړه، بېشكه الله فساد كوونكي نه خوښوي 28|78|هغه وویل: یقینًا دا خو ما ته راكړى شوى دى په هغه علم سره چې زما سره دى، ایا دى نه و پوه، چې بېشكه الله یقینًا له ده نه مخكې له امتونو څخه هغه څوك هلاك كړي دي چې هغه له ده نه په قوت كې زیات سخت وو، او په جمع (ډله) كې له ده نه ډېر وو، او له مجرمانو (كافرانو) نه به د خپلو ګناهونو په باره كې، تپوس نه كاوه شي 28|79|نو دى په خپل قوم باندې په زینت كې راووت، (نو) هغو كسانو وویل چې دنيايي ژوند يې غوښته: اى كاشكې چې مونږ له هم وى په شان د هغو (مالونو) چې قارون ته وركړى شوي دي، بېشكه دا خامخا د ډېرې لويې برخې خاوند دى 28|80|او هغو كسانو وویل چې علم ورته وركړى شوى و: په تاسو افسوس! د الله ثواب ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، او دغه خبره ښوولى نشي مګر صبر كوونكو ته 28|81|نو مونږ هغه او د هغه كور په ځمكه كې ننه اېست، نو بیا د ده لپاره له الله نه غیر هېڅ ډله نه وه چې د ده مدد يې كړى وى اونه و دى (پخپله) له بدل اخيستونكو څخه 28|82|او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د مرتبې تمنا كوله، چې ویل يې: تعجب دى! ځكه چې یقینًا الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او تنګوي يې۔، كه چېرې نه وى دا چې الله پر مونږ احسان وكړ، خامخا مونږ به يې هم (په ځمكه كې) ننه ایستي (ډوب كړي) وو، تعجب دى! ځكه چې یقینًا، كافران خلاصى نه مومي 28|83|دغه د اخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويي اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى 28|84|چا چې یوه نېكي راوړه، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او چا چې یوه بدي راوړه، نو جزا نشي وركولى هغو كسانو ته چې بدۍ يې كړي دي، مګر هغه چې دوى به څه عمل كاوه 28|85|بېشكه هغه (الله) چې په تا يې قرآن فرض (نازل) كړى دى یقینًا هغه تالره د وعدې ځاى ته بېرته بېونكى دى ۔، ته ووایه: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې نېكي يې راوړې ده او په هغه چا چې هغه په ښكاره ګمراهۍ كې دى 28|86|او تا امېد نه لاره چې تا ته به كتاب نازل كړى شي لېكن ستا د رب له جانبه د رحمت په وجه (نازل كړى شو)، نو ته له سره مه كېږه مددګار د كافرانو 28|87|او دوى (كافران) دې تا د الله له ایتونو نه هیچېرې وانه ړوي، وروسته له دې چې كله تا ته نازل كړى شول، او ته خپل رب طرف ته (خلق) بله، او هیچېرې مه كېږه له مشركانو څخه 28|88|او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله۔ (ځكه چې) د عبادت هېڅ لايق نشته مګر هغه دى، د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى۔ حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بوتلى شئ 29|1|الف، لام، ميم 29|2|ایا خلقو دا ګمان كړى دى چې دوى به په خپلې دې وینا پرېښودل شي چې: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى به نه ازمایل كېږي 29|3|او یقینًا یقینًا مونږ هغه كسان ازمایلي وو چې له دوى نه مخكې وو، نو خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني دي او خامخا ضرور به دروغجن معلوموي 29|4|بلكې ایا هغو كسانو ګمان كړى دى چې بد عملونه كوي چې دوى به زمونږ نه ړومبى (او خلاص) شي؟ بد دى هغه حكم (فیصله) چې دوى يې كوي 29|5|هر څوك چې د الله د ملاقات امېد لري، نو بېشكه د الله (د ملاقات) نېټه خامخا راتلونكې ده او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 29|6|او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم د خپل ځان لپاره جهاد كوي۔، بېشكه الله خامخا غني (ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه 29|7|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ له هغوى نه د هغوى ګناهونه ورژوو او خامخا ضرور به مونږ دوى ته د ترټولو غوره عملونو چې دوى به كول؛ بدله وركړو 29|8|اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار په باره كې د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى، او كه دوى دواړه په تا ډېر كوښښ وكړي، د دې لپاره چې ته زما سره هغه شى شریك كړې چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، خاص ما ته ستاسو بېرته راتلل دي، نو زه به تاسو په هغو عملونو خبر كړم چې تاسو به كول 29|9|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ دوى په (ډله د) صالحانو كې داخل كړو 29|10|او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو۔، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى 29|11|او خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (څرګندوي) چې ایمان يې راوړى دى او خامخا ضرور به منافقین معلوموي 29|12|او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو۔، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي 29|13|او خامخا ضرور به دوى خپل بوجونه پورته كوي او له خپلو بوجونو سره نور بوجونه (هم) او د قیامت په ورځ به خامخا ضرور له دوى نه د هغو (دروغو) تپوس كولى شي چې دوى له ځانه جوړول 29|14|او یقینًا یقینًا مونږه نوح خپل قوم ته (رسول) لېږلى و، نو هغه په دوى كې پنځوس كاله كم زر كاله تېر كړل، بيا دوى طوفان ونيول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو 29|15|نو مونږ هغه ته او د كشتۍ والاو ته نجات وركړ او مونږ د عالمونو لپاره دغه (كشتۍ، یا قصه) لویه نښه وګرځوله 29|16|او (یاده كړه قصه د) ابراهیم، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه نه وېرېږئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ 29|17|یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ 29|18|او (اى كافرانو!) كه تاسو تكذیب كوئ، نو یقینًا له تاسو نه مخكې امتونو هم تكذیب كړى دى، او د رسول په غاړه يواځې ښكاره پېغام رسونه ده 29|19|ایا دوى نه ویني چې الله څنګه اول كرت مخلوق پیدا كوي، بیا د هغو اعاده كوي، بېشكه دا (كار) الله ته ډېر اسان دى 29|20|ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى 29|21|هغه عذاب وركوي هغه چا ته چې وغواړي او رحم كوي په هغه چا چې وغواړي او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى كېږئ 29|22|او (اى خلقو!) نه یئ تاسو عاجزه كوونكي (د الله) په ځمكه او نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ دوست شته او نه مددګار 29|23|او هغه كسان چې د الله په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر شوي دي، دغه كسان زما له رحمت نه نا امېده شوي دي او دغه كسان دي چې د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 29|24|نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی 29|25|او ده وویل: یقینًا تاسو له الله نه غیر (دا) بتان يواځې د خپل مینځي دوستۍ لپاره نیولي دي، په دنيايي ژوند كې، بیا به د قیامت په ورځ ستاسو ځینې په ځینو نورو سره منكرېږي او ستاسو ځینې به په ځینو نورو لعنت وايي او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي 29|26|نو په ده باندې لوط ایمان راوړ او ده وویل: بېشكه زه خپل رب ته هجرت كوونكى یم، بېشكه هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 29|27|او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى 29|28|او (یاده كړه قصه د) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: بېشكه تاسو یقینًا غټه بدكاري كوئ، چې په عالمونو كې هیڅوك دې ته له تاسو نه ړومبى شوي نه دي 29|29|ایا خامخا تاسو یقینًا له سړیو سره بدكاري كوئ او لارې شكوئ او تاسو په خپل مجلس كې ناكاره كارونه كوئ، نو د ده د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګردا چې دوى وویل: ته په مونږه د الله عذاب راوله كه ته له رښتینو څخه يې 29|30|ده وویل: اى زما ربه! د فسادي قوم په مقابله كې ته زما مدد وكړه 29|31|او كله چې زمونږ استازيو ابراهیم ته زېرى راوړ (بیا يې ورته وویل:) بېشكه مونږ د دې كلي اوسېدونكو لره هلاك كوونكي یو، بېشكه د دغه (كلي) اوسېدونكي ظالمان دي 29|32|ده وویل: بېشكه په دغه (كلي) كې خو لوط دى، هغوى وویل: مونږ په هغه چا ښه عالمان یو چې په دغه كې دي، مونږ به خامخا ضرور هغه ته او د هغه اهل ته نجات وركوو۔ د هغه له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده 29|33|او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده 29|34|بېشكه مونږ د دې كلي په اوسېدونكو باندې له اسمانه عذاب نازلوونكي یو، په سبب د هغې نافرمانۍ (او بدكارۍ) چې دوى به كوله 29|35|او یقینًا یقینًا مونږ له دغه كلي نه یوه ډېره څرګنده نښه پرېښوده، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي 29|36|او (مونږ لېږلى و) مدین ته د هغوى ورور شعیب، نو ده وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ او د اخري ورځې امېد ساتئ او په ځمكه كې ورانكاري مه ګرځئ، په داسې حال كې چې فساد كوونكي یئ 29|37|نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته 29|38|او (هلاك كړي مو وو قوم د) عاد او ثمود او په تحقيق تاسو ته (د دوى هلاكول) د دوى له كورونو نه ښكاره شوي دياو دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړل، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړل (واړول)، حال دا چې دوى ښه بینا (او هوښیار) وو 29|39|او (مونږ هلاك كړ) قارون او فرعون او هامان او یقینًا یقینًا دوى ته موسٰى ښكاره معجزې راوړې وي، نو دوى په ځمكه كې لويي وكړه او دوى (زمونږ نه) ړومبى كېدونكی نه وو 29|40|نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه 29|41|د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دى، چې یو كور جوړ كړي، او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى۔ كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه) 29|42|بېشكه الله په هر هغه شي عالم دى چې دوى يې له هغه نه غیر بلي او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 29|43|او دغه مثالونه، مونږ دغه د خلقو لپاره بیانوو او په دوى نه پوهېږي مګر پوه خلق 29|44|الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده 29|45|ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه۔، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي۔ او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ 29|46|او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې۔ او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او (په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو 29|47|او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران 29|48|او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه 29|49|بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان 29|50|او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم 29|51|ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تاكتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي 29|52|ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي 29|53|او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو) خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري 29|54|او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى 29|55|په هغې ورځ كې چې دوى لره به عذاب پټ كاندې د دوى له پاسه نه او د دوى د پښو له لاندي، نه او دوى ته به ووايي: تاسو (د) هغه عمل (سزا) وڅَكئ چې تاسو به كاوه 29|56|اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه زما ځمكه فراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ 29|57|هر نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ 29|58|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي خامخا ضرور به مونږ دوى ته د جنت په داسې لوړو بالاخانو كې ځاى وركړو چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې تل به وي په دغو (بالاخانو) كې، دغه (جنت) د عمل كوونكو ښه اجر دى 29|59|هغه كسان چې صبر يې كړى دى او دوى خاص په خپل رب باندې توكل كوي 29|60|او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 29|61|او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟ 29|62|الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق فراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دى 29|63|او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري 29|64|او دا دنيايي ژوند نه دى مګر عبث او لوبې او بېشكه دار اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى 29|65|نو كله چې دوى په كشتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي 29|66|د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر (ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي 29|67|ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟ 29|68|او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ۔ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟ 29|69|او هغه كسان چې په (دین ز) مونږ كې كوشش كوي (، نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو او بېشكه الله خامخا د نېكي كوونكو ملګرى دى 30|1|الف، لام، ميم 30|2|رومیان مغلوب كړى شول 30|3|په ډېرې نزدې ځمكه كې، او دوى به د خپل مغلوب كېدو نه وروسته ژر غالب شي 30|4|په څو كلونو كې۔ خاص الله ته حكم دى له دې نه مخكې او له دې نه وروسته او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي 30|5|د الله په مدد، هغه مدد كوي چا ته چې وغواړي او همغه ښه غالب، ښه مهربان دى 30|6|وعده كول د الله، ۔الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي او لېكن د خلقو زیاتره نه پوهېږي 30|7|دوى د دنيايي ژوند په ظاهري (او سرسري شیانو) پوهېږي، په داسې حال كې چې دوى له اخرته هم دوى غافلان دي 30|8|ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره۔ او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي 30|9|ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو۔ هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه 30|10|بیا د هغو كسانو انجام، چې بد يې كړي وو، ډېر بد و، په دې سبب چې دوى د الله د ایتونو تكذیب كړى و او په دغو (ایتونو) پورې به يې استهزا كولې 30|11|الله اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به يې اعاده كوي، بیا به خاص هغه ته ورګرځولى شي 30|12|او په هغې ورځ چې قیامت قايم شي، مجرمان به ناامېده شي 30|13|او د دوى لپاره به د دوى په شریكانو كې هېڅ شفاعت كوونكي نه وي او دوى به له خپلو شریكانو نه منكران (كافران) شي 30|14|او په كومه ورځ چې قیامت قايم شي، په دغې ورځ به دوى بېل بېل شي 30|15|نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو دوى به په باغ (جنت) كې خوشالولى شي 30|16|او پاتې شو هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان به په عذاب كې حاضر كړى شوي وي 30|17|نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ 30|18|او خاص هغه لره ستاينئ دي په اسمانونو اوپه ځمكه كې او (تسبیح وايئ) د ورځې په اخره برخه كې او كله چې تاسو ماسپښین كوئ 30|19|هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ 30|20|او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ 30|21|او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي 30|22|او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره 30|23|او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري 30|24|او د هغه له نښو ځنې (دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته۔، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي 30|25|او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ 30|26|او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي 30|27|او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي۔ او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 30|28|هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) ایا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه۔، همداسې مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلئ 30|29|بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته 30|30|نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، ۔ (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي 30|31|په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي يئ او له هغه نه ووېرېږئ او لمونځ قايم كړئ او له مشركانو څخه مه كېږئ 30|32|له هغو كسانو څخه چې خپل دین يې تار په تار كړى دى او ډلې ډلې (پارټۍ پارټۍ) شوي دي، هره یوه ډله په هغه څه سره چې له دوى سره دي؛ ډېره خوشحاله ده 30|33|او كله چې خلقو ته ضرر ورسېږي (نو) دوى خپل رب بولي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي وي، بیا چې كله هغه (الله) له خپل جانبه په دوى رحمت وڅكوي، ناڅاپه په دوى كې یوه ډله له خپل رب سره شریكان نیسي 30|34|د دې لپاره چې دوى د هغه څه ناشكري وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي، نوتاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ 30|35|ایا مونږ په دوى باندې كوم د لیل نازل كړى دى، نو دغه (دليل دوى ته) د هغه شي خبرې كوي چې دوى به د دغه (الله) سره شريكاوه 30|36|او كله چې مونږ په خلقو خپل رحمت وڅَكوو (نو) دوى په هغه خوشحال شي او كه دوى ته څه سختي ورسېږي د هغو عملونو په سبب چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي (نو) ناڅاپه دوى ناامېده شي 30|37|ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه الله رزق فراخوي، چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغه كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان راوړي 30|38|نو ته رشته دار ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته، دغه د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دي چې د الله مخ غواړي، اوهمدغه خلق پوره كامیاب دي 30|39|او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ، نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي 30|40|الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي 30|41|په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي 30|42|ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، نو وګورئ چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، د هغوى اكثره مشركان وو 30|43|نو ته خپل مخ ډېر نېغ (سم) دین ته برابر او قايم وساته له دې نه مخكې چې هغه ورځ راشي چې د الله له جانبه هغې ته بېرته ګرځېدل (ګرځول) نشته، په دغې ورځ كې به خلق تار په تار (بېل بېل) شي 30|44|هر څوك چې كافر شو، نو په همده باندې (عذاب د) كفر د ده دى۔ او چا چې نېك عمل وكړ، نو دوى خاص د خپلو ځانونو لپاره فرشونه غوړوي (او ځایونه تیاروي) 30|45|د دې لپاره چې هغه (الله) هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ له خپله فضله بدله وركړي، بېشكه هغه (الله) له كافرانو سره مینه نه كوي 30|46|او د هغه (الله) له نښو ځنې دا دي چې هغه هواګانې رالېږي، چې زېرى وركوونكي دي، او د دې لپاره چې په تاسو له خپل رحمته ځینې (مزې)! وڅكوي او د دې لپاره چې كشتۍ د هغه په حكم سره روانې شي، او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله ولټوئ، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 30|47|اویقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې خپلو قومونو رسولان ته لېږلي وو، نوهغوى دوى ته په ښكاره معجزو سره راغلل، نو مونږه له هغو كسانو نه چې جرم (كفر) يې كړى و، انتقام (او بدل) واخيست او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي 30|48|الله هغه ذات دى چې هواګانې لېږي، نو هغه ورېځې پورته كوي، نو هغه (الله) دغه په بره كې څنګه چې وغواړي خوروي او دغه (ورېځې) ټوټه ټوټه لاندې باندې وګرځوي، بیا ته باران وینې چې د هغې (ورېځې) له مینځ نه راوځي، نو كله چې دغه (باران) هغه چا ته ورسوي چې هغه يې په خپلو بنده ګانو كې اراده كړې وي، ناڅاپه دوى ښه خوشحالي كوي 30|49|او یقینًا دوى مخكې له دې چې په دوى دغه (باران) نازل كړى شي، له دې نه مخكې خامخا نا امېده وو 30|50|نو ته د الله د رحمت نښو (او اشارو) ته وګوره، الله ځمكه د هغې له مرګ (وچ والي) نه وروسته څنګه ژوندۍ كوي، بېشكه دغه (الله) خامخا مړو لره ژوندي كوونكى دى او هغه په هر شي باندې قادر دى 30|51|او قسم دى كه مونږ (د دوى په فصلونو داسې ضرري) هوا را اولېږو، بیا دوى دغه (فصل) تك زېړ وویني، (نو) خامخا دوى به له دې نه بعد شي چې كفر به كوي 30|52|نو بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او نه ته كڼو ته بلنه اورولى شې، كله چې هغوى مخ واړوي، په داسې حال كې چې شا كوونكي وي 30|53|او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي، نو دوى مسلمانان دي 30|54|الله هغه ذات دى چې تاسو يې له ضعف نه پیدا كړئ، بیا يې له كمزورۍ نه بعد قوت پیدا كړ، بیا يې له قوت نه پس كمزوري او بوډاوالى (دوېښتو سپین والى) پیدا كړ، څه چې هغه وغواړي پیدا كوي، او همغه ښه عالم، ښه قدرت والا دى 30|55|او په هغې ورځ كې چې قیامت به قايم شي، مجرمان (كافران) به (په دې) قسم خوري چې دوى (په دنیا كې) له یو ساعت نه غیر نه دي پاتې شوي، همدارنګې به دوى ګرځولى شول 30|56|او هغه كسان به چې هغوى ته علم او ایمان وركړى شوى و، ووايي: یقینًا یقینًا تاسو د الله په كتاب كې د بعث (بیا راژوندي كولو) د ورځې پورې پاتې شوي یئ، نو دا د بعث، ورځ ده، او لېكن تاسو وئ چې نه پوهېدئ 30|57|نو په دغې ورځ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، د هغوى عذر فايده نه رسوي او نه به له دوى نه د معذرت كولو (او توبه اېستلو) غوښتنه كېږي 30|58|او یقینًا یقینًا مونږه خلقو ته په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، او قسم دى كه ته دوى ته كومه نښه (معجزه) راوړې (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي؛ خامخا ضرور وايي: تاسو نه يئ مګر باطل (او ناحق) ویونكي 30|59|همداسې الله د هغو كسانو په زړونو مهر لګوي چې نه پوهېږي 30|60|نو (اى نبي) ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده او تا دې له سره سپك نه كړي هغه كسان چې (په اخرت) یقین نه لري 31|1|الف، لام، ميم 31|2|دغه د حكمت لرونكي كتاب ایتونه دي 31|3|په داسې حال كې چې نېكي كوونكو لپاره هدایت او رحمت دى 31|4|هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات ادا كوي او په اخرت باندې هم دوى یقین كوي 31|5|دغه كسان په هدایت باندې دي د خپل رب له جانبه او همدغه كسان پوره كامیاب دي 31|6|او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې عبثې خبرې اخلي، د دې لپاره چې بې له علمه د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي او دغه (لاره) مَسخره جوړه كړي، دغه كسان چې دي، د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى 31|7|او كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) مخ وګرځوي، په داسې حال كې چې ډېر تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا له سره اورېدلي نه دي، ګویاكې د ده په دواړو غوږونو كې دروندوالى (كوڼوالى) دى، نو ته ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 31|8|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى اونېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د نعمتونو جنتونه دي 31|9|چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي (دغه وعده كړې ده) وعده د الله حقه او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 31|10|هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي. او په دغې (ځمكه) كې هر قسمه خوځنده (زنده سر) خواره كړي دي او مونږ له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغې (ځمكه) كې هر قسمه ښې عمده (غلې، ګياګانې) رازرغونې كړې 31|11|دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي 31|12|او یقینًا یقینًا مونږ لقمان ته حكمت وركړى و چې د الله شكر وباسه او هر چا چې شكر وكړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د ځان لپاره شكر كوي، او هر چا چې ناشكري وكړه، نو بېشكه الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى 31|13|او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په دې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى 31|14|اومونږ انسان ته د خپل مور او پلار (سره د نېكي كولو) په باره كې كلك حكم كړى دى، دى خپلې مور اوچت كړى و، په داسې حال كې چې سخته كمزورې وه، له پاسه د بلې كمزورۍ نه او د ده بېلول (د تي نه) په دوه كلونو كې وو، دا چې ته زما او د خپل مور او پلار شكر كوه، خاص ما ته بېرته راتله دي 31|15|او كه دوى (دواړه) په تا ډېر كوشش وكړي د دې چې ته زما سره هغه شى شریك كړه، چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، او په دنیا كې له دوى سره نېكه ملګرتیا كوه او ته د هغه چا د لارې پیروي كوه چې ما ته رجوع كوي، بیا خاص ما ته ستاسو بېرته راتله دي، نو زه به تاسو په هغو كارونو خبر كړم چې تاسو به كول 31|16|اى زما خوږه زویه! بېشكه دغه (د بدۍ او نېكۍ خصلت) چې دى، كه دغه د اوري د دانې په قدر وي، بیا دغه په یو كاڼې كې وي، یا په اسمانونو كې وي، یا په ځمكه كې وي، الله به هغه راوړي، بېشكه الله ډېر باریك بین، ښه خبردار دى 31|17|اى زما خوږه زویه! ته لمونځ قايموه او د نېكۍ حكم كوه او له بدۍ نه (ځان او خلق) منع كوه او صبر كوه په هغه (تكلیف) چې تا ته رسېږي. بېشكه دغه (كارونه) له اهمو كارونو څخه دي 31|18|او له خلقو نه خپل مخ مه ګرځوه، او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه الله نه خوښوي هر كبرجن (او) فخر كوونكى 31|19|او ته په خپل تګ كې میانه رو اوسه او خپل اواز څه ورو كړه، بېشكه چې په اوازونو كې تر ټولو بد (اواز) خامخا د خره اواز دى 31|20|ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي؛ پوره كړي دي او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې جګره كوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه 31|21|او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو د هغه (قرآن) پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى دوى وايي: (نه!) بلكې مونږ د هغې (لارې) پیروي كوو چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه شیطان دوى د دوزخ عذاب ته رابلل 31|22|او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په دې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي، او خاص الله ته د ټولو كارونو انجام دى 31|23|او هر څوك چې كافر شو، نو تا دې د هغه كافر كېدل غمګین نه كړي، خاص مونږ ته د دوى بېرته راتله دي، نو مونږ به دوى خبر كړو په هغو كارونو چې دوى به كول، بېشكه الله ښه عالم دى په هغو خبرو چې په سینو كې دي 31|24|مونږ به دوى ته لږه شان نفع وركړو، بیا به مونږ په زور سره دوى ډېر سخت عذاب ته راكاږو 31|25|او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړې دي (، نو) دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله۔، ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي ۔بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي 31|26|خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي۔، بېشكه الله، همغه ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى 31|27|او كه په رښتیا سره هره هغه ونه چې په ځمكه كې ده، قلمونه شي، په داسې حال كې چې (سیاهي شي) دغه (محیط) بحر، (بیا) د ده مدد نور اوه بحرونه وكړي (نو) د الله كلمات به خلاص نشي، بېشكه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى 31|28|نه دي ستاسو پیدا كول او نه بیا ژوندي راپاڅول مګر لكه د یوه نفس، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 31|29|ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي (په كار اچولي) دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى او دا چې بېشكه هغه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى 31|30|دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى، او دا چې بېشكه هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، باطل دي او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى 31|31|ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه كشتۍ په سمندر كې د الله په نعمت سره تګ كوي، د دې لپاره چې تاسو ته له خپلو نښو ځنې وښیي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره 31|32|او كله چې دوى لره د ورېځو په شان موج را لاندې (پټ) كړي (نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې دین خاص الله ته خالص كوونكي وي، نو كله چې هغه دوى ته وچې ته نجات وركړي، بیا نو په دوى كې ځینې په نېغه لاره ولاړ وي۔ او زمونږ له ایتونو (دلیلونو) نه انكار نه كوي مګر هر هغه چې ډېر عهد ماتوونكى، ډېر ناشكره دي 31|33|اى خلقو! تاسو د خپل رب تقوٰى غوره كړئ او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ پلار به د خپل اولاد په كار نشي راتلى او نه كوم اولاد شته چې هغه له خپل پلار نه څه شى (عذاب) دفع كوونكى دى۔، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو دنيايي ژوند دې تاسو له سره غره (دوكه) نه كړي اوتاسو دې د الله په باره كې لوى غره كوونكى (شیطان) له سره غره نه كړي 31|34|بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى 32|1|الف، لام، ميم 32|2|د دغه كتاب نازلول، چې په ده كې هېڅ شك نشته، د رب العالمین له جانبه دي 32|3|(بلكې) ایا دوى وايي چې ده (محمدﷺ) دا له خپله ځانه جوړ كړى دى، بلكې همدغه ستا د رب له جانبه حق دى، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې دوى ته له تا نه مخكې هېڅ وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى سمه لاره ومومي 32|4|الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا يې په عرش باندې استوا وكړه۔، ستاسو لپاره له هغه نه غیر نه هېڅ كارساز شته او نه شفاعت كوونكى، ایا نو تاسو پند نه اخلئ! 32|5|هغه د كار تدبیر كوي له اسمان نه ځمكې ته (د قیامت د ورځې پورې)، بیا به ده ته دغه (كار) په هغې ورځ كې خېژي چې د هغې مقدار زر كاله دى، له هغو (كلونو) نه چې تاسو يې شمېرئ 32|6|دغه (الله) د پټو او ښكاره و عالم دى، چې ښه غالب، بې حده مهربان دى 32|7|هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده هغه پیدا كړى دى، او د انسان تخلیق يې له خټې نه شروع كړى دى 32|8|بیا يې د هغه نسل د ضعیفو حقیرو اوبو له خلاصې نه پیدا كړ 32|9|بیا يې هغه برابر كړ او په هغه كې يې له خپله روحه ځنې پو كړل او د هغه لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ 32|10|او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو۔! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي 32|11|ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ 32|12|او كه ته ووینې كله چې مجرمان د خپل رب په وړاندې سركوزي وي (د خپلو سرونو ټیټوونكي وي او وايي به) اى زمونږه ربه! مونږ ولیده او مونږ واورېده، نو ته مونږ بېرته بوځه، چې مونږ نېك عمل وكړو، بېشكه مونږ (اوس) یقین كوونكي یو 32|13|او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم 32|14|نو تاسو (دا عذاب) وڅكئ په سبب د دې چې تاسو د خپلې دغې ورځې ملاقات هېر كړى و، بېشكه مونږ (هم) تاسو هېر كړئ، نو تاسو (اوس) دغه دايمي عذاب وڅكئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول 32|15|بېشكه زمونږ په ایتونو خو يواځې هغه كسان ایمان راوړي چې كله دوى ته په دغو (ایتونو) سره پند وركړى شي، نو پرېوځي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي وي او د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او دوى تكبر نه كوي 32|16|د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي 32|17|نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول 32|18|ایا هغه څوك چې مومن وي، د هغه چا په شان دى چې فاسق وي؟ دوى سره نه برابرېږي 32|19|هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو د دوى لپاره د استوګنې باغونه دي، د مېلمستیا په طریقه، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول 32|20|او پاتې شو هغه كسان چې فاسقان شوي دي، نو د دوى استوګنه اور دى، هر كله چې دوى اراده وكړي چې له دغه (اور) نه ووځي (نو) بېرته به په هغه كې واپس كړى شي او دوى ته به وویل شي چې تاسو د اور هغه عذاب وڅَكئ چې تاسو به د ده تكذیب كاوه 32|21|او مونږ به خامخا هرومرو په دوى د نژدې (لږ) عذاب نه وڅكوو، له ډېر لوى عذاب نه مخكې، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه اسلام ته) راوګرځي 32|22|او څوك دى لوى ظالم له هغه چا نه چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره پند وركړى شي، بیا هغه له دغو (ایتونو) نه مخ وګرځوي، بېشكه مونږ له مجرمانو نه انتقام اخيستونكي یو 32|23|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو ته د هغه (موسٰى) له ملاقات نه مه په شك كې كېږه او مونږ هغه د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و 32|24|او مونږ په دوى كې ځینې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې (خلقو ته) لار ښودنه كوله كله چې دوى صبر وكړ، او دوى زمونږ په ایتونو یقین كاوه 32|25|بېشكه همدغه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې فیصله كوي، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه 32|26|ایا دوى ته ښكاره شوې نه ده چې مونږ له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغو په (ورانو) استوګنو كې (تل) تېرېږي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي، ایا نو دوى نه اوري! 32|27|او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني 32|28|او دوى وايي: دغه فیصله به كله وي، كه تاسو رښتیني يئ؟ 32|29|ته (دوى ته) ووایه: د فیصلې په ورځ به كافران شویو كسانو ته د هغوى ایمان راوړل فايده ورنكړي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي 32|30|نو ته له دوى نه مخ واړوه او انتظار كوه، بېشكه دوى (هم) انتظار كوونكي دي 33|1|اى نبي! ته له الله نه ووېرېږه او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه۔، بېشكه چې الله له ازله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 33|2|او ته د هغه (حكم) پیروي كوه چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ (اى خلقو!) ښه خبردار دى 33|3|او ته په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كار جوړوونكى 33|4|الله د هېڅ یو سړي لپاره د هغه په دننه كې دوه زړونه نه دي پیدا كړي او هغه (الله) ستاسو هغه ښځې چې تاسو له هغو نه ظهار كوئ ستاسو میندې نه دي ګرځولي او هغه (الله) ستاسو په زامنو بلل شوي ستاسو (واقعي) زامن نه دي ګرځولي، دغه (درې خبرې) ستاسو (بېكاره) خبرې دي، په خپلو خولو سره، او الله حق وايي او هغه نېغه لار ښیي 33|5|تاسو دغه (په زامنو بلل شوي) د هغوى پلرونو ته منسوب كړئ۔، دغه (كار) د الله په نېز د انصاف والا دى، نو كه تاسو د هغوى پلرونه نه پېژنئ، نو دوى ستاسو وروڼه دي په دین كې او ستاسو دوستان دي، او په تاسو هېڅ ګناه نشته په هغه شي كې چې تاسو په كې خطا شئ۔ او لېكن (ګناه شته د) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 33|6|نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى۔ او د ده ښځې د دوى میندې دي او د خپلوۍ خاوندان (رشته داران) د الله په كتاب كې د دوى ځینې په ځینو نورو باندې له مومنانو او مهاجرینو نه زیات حق لرونكي دي، مګر دا چې تاسو له خپلو دوستانو سره څه نېكي وكړئ۔، دغه په كتاب كې لیكل شوي دي 33|7|او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته 33|8|د دې لپاره چې هغه (الله) له صادقانو نه د هغوى د صدق (رښتیاوو) په باره كې تپوس وكړي او هغه د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى 33|9|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو شوى دى، كله چې په تاسو لښكرې راغلې، نو مونږ پر هغوى باندې باد او داسې لښكرې راخوشې كړې چې تاسو نه لیدلې او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه لیدونكى دى 33|10|كله چې دوى په تاسو راغلل، ستاسو له بره اړخ نه او ستاسو نه له لاندې اړخ نه او كله چې سترګې كږې او زړونه چنغړكو ته ورسېدل او تاسو په الله ګمانونه كول، قسم قسم ګمانونه 33|11|په دغه ځاى (او وخت) كې مومنان وازمایلى شول او وخوځولى شول، ډېر سخت خوځول 33|12|او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې (وعده) 33|13|او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: اى د یثرب (مدینې) اوسېدونكو! تاسو لپاره (د استوګنې) هېڅ ځاى نشته، نو بېرته وګرځئ او په دوى كې يوه ډله له نبي نه د بېرته تللو اجازت غواړي، دوى وايي: بېشكه زمونز كورونه تش پراته دي، حال دا چې هغه تش نه دي پراته، دوى اراده نه لري مګر د تېښتې 33|14|او كه په دوى (دغه لښكرې) په دې (مدینه) كې راننه ایستى شي د دې له (ټولو) اړخونو نه، بیا له دوى نه د فتنې (د شرك او له مسلمانانو سره د جنګ) غوښتنه وكړى شي (، نو) دوى به خامخا دغه (كار) وكړي او دوى به په دې كې ځنډ ونه كړي مګر ډېر لږ 33|15|او یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره عهد كړى و، چې دوى به شاګانې وانه ړوي او د الله عهد دى چې (د ده باره كې) پوښتنه كېږي 33|16|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته به تېښته له سره نفع در ونه رسوي كه تاسو له مرګ، یا قتل نه وتښتئ او په دغه وخت كې به تاسو ته فايده درنه كړى شي مګر ډېره لږه 33|17|ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې تاسو به له الله نه بچ كړي كه هغه (الله) تاسو ته د تكلیف رسولو اراده وكړي، یا هغه په تاسو د مهربانۍ كولو اراده وكړي؟ او دوى به د خپل ځان لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كارساز ومومي او نه مدد ګار 33|18|یقینًا الله ته په تاسو كې (له جهاد نه) منع كوونكي معلوم دي او خپلو وروڼو ته دا ویونكي چې مونږ ته راشئ! او دوى جنګ ته نه راځي مګر ډېر لږ 33|19|په داسې حال كې چې پر تاسو باندې بخل كوونكي دي، نو كله چې وېره راشي (، نو) ته به دوى وینې چې تا ته به ګوري، په داسې حال كې چې د دوى سترګې به (داسې) چورلي، لكه هغه كس چې په هغه د مرګ په وجه بې هوشي راوستلى شوې وي، نو كله چې وېره لاړه شي (نو) دوى تاسو ته ضرر دررسوي په خپلو تېرو ژبو سره، په داسې حال كې چې د خیر (مالِ غنیمت) ډېر حریصان وي، دغو كسانو ایمان نه دى راوړى، نو الله د دوى عملونه برباد كړل او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى 33|20|دوى په لښكرو ګمان كوي چې دوى نه دي تللي، او كه دغه لښكرې (بیا) راشي (نو) دوى خوښوي چې كاشكې په رښتیا دوى بانډېسیان وى په اعرابو (صحرايي خلقو) كې، چې ستاسو د خبرونو په باره كې يې پوښتنې كولى، او كه دوى په تاسو كې وى نو دوى به جنګ نه و كړى مګر ډېر لږ 33|21|یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي 33|22|او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل: دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل 33|23|په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى و نو ځينې په دوى كې هغه دي چې پوره يې كړ خپل نذر (عهد) او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) تبدیلي نه ده كړې، هېڅ تبدیلي 33|24|د دې لپاره چې الله رښتینو ته د هغوى د رښتیاوو په سبب بدله وركړي او منافقانو ته عذاب وركړي كه يې وغواړي، یا په دوى رجوع وكړي، بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 33|25|او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند۔ او الله مومنان له جنګ نه وساتل۔او الله ډېر زورور، ښه غالب دى 33|26|او هغه (الله) هغه كسان چې د دوى مرسته يې كړې وه، چې له اهل كتابو ځنې وو، له خپلو قلاګانو نه راكوز كړل۔ او د دوى په زړونو كې يې وېره وغورځوله، (نو) یوه ډله تاسو وژله او بله ډله تاسو بندي كوله 33|27|او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى 33|28|اى نبي! ته خپلو ښځو ته ووایه! كه تاسو يئ چې دنيايي ژوند او د ده زینت غواړئ، نو راشئ چې زه تاسو ته څه فايده درورسوم او تاسو خوشې (ازادې) كړم، ډېر ښه ازادول 33|29|اوكه تاسو يئ چې الله او د هغه رسول او د اخرت كور (جنت) غواړئ، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو ښځو لپاره، چې تاسو يئ، ډېر لوى اجر تیار كړى دى 33|30|اى د نبي ښځو! په تاسو كې چې هر چا ښكاره بدكاري وكړه (نو) هغې ته به عذاب یو په دوه، دوچند كړى شي او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى 33|31|او په تاسو كې چې څوك د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او نېك عمل وكړي (، نو) مونږ به هغې ته د هغې اجر دوه ځله وركړو او مونږ د هغې لپاره ډېر د عزت رزق تیار كړى دى 33|32|اى د نبي ښځو! تاسو په (ډلو د) ښځو كې د هېڅ یوې (ډلې) په شان نه یئ كه تاسو پرهېزګاري وكړئ۔، نو تاسو په وینا كې نرمي مه كوئ، (ګنې) نو هغه كس به په طمع كې پرېوځي چې د هغه په زړه كې (د نفاق، یا بدكارۍ) مرض وي او تاسو هغه خبره كوئ چې مناسبه وي 33|33|او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ۔ او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ۔، بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، پاكول 33|34|او تاسو یادوئ هغه د الله ایتونه او حكمت چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله دى، ډېر باریك بین، ښه خبردار 33|35|بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى 33|36|او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل 33|37|او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى 33|38|په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار (د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله 33|39|هغه (نبیان) چې د الله پېغامونه رسوي او له هغه نه وېرېږي او له الله نه غیر له هیچا نه نه وېرېږي او الله ښه كافي دى حساب كوونكى 33|40|محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى 33|41|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله یادوئ، ډېر زیات یادول 33|42|او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله برخه او اخري برخه كې 33|43|دى همغه ذات دى چې په تاسو ’’صلاۃة‘‘ (شفقت) رالېږي او د هغه ملايك (هم)، د دې لپاره چې هغه تاسو له تیارو نه رڼا ته راوباسي، هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى 33|44|(د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى 33|45|اى نبي! بېشكه مونږ ته ګواه، او زېرى وركوونكى، او وېروونكى لېږلى يې 33|46|او الله ته د هغه په حكم سره، بلونكى او رڼا كوونكې ډیوه مولېږلى يې 33|47|او ته مومنانو ته زېرى وركړه په دې سره چې بېشكه د دوى لپاره د الله له جانبه ډېر لوى فضل دى 33|48|او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز 33|49|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له مومنو ښځو سره نكاح وكړئ، بیا دوى طلاقې كړئ، مخكې له دې چې تاسو هغو ته لاس وروړئ، نو تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ عدت نشته، چې تاسو به هغه شمېرئ، نوتاسو دوى ته څه فايده وركړئ او دوى خوشې كړئ، ډېر ښه خوشې كول 33|50|اى نبي! بېشكه مونږ تا لپاره ستا هغه ښځې حلالې كړې دي چې تا (هغو ته) خپل مهرونه وركړي دي او هغه ښځې (هم) چې ته يې مالك شوى يې له هغو (وینځو) نه چې الله تا ته (له كفارو نه) راګرځولي دي او (مونږ حلالې كړې دي) ستا د تره لوڼه او ستا د عمو (پلرنۍ تروریانو) لوڼه او ستا د ماما لوڼه او ستا د خاله ګانو (مورنۍ تروريانو) لوڼه، هغه چې له تا سره يې هجرت كړى دى، او (هغه) مومنه ښځه (هم)، كه چېرې هغه خپل ځان نبي ته وبخښي، كه نبي اراده وكړي چې دغه په نكاح واخلي، په داسې حال كې چې (دغه ښځه) له مومنانو نه غیر يواځې تا ته خاص (جايزه) ده، یقینًا مونږ ته هغه (حكم) معلوم دى چې مونږ په دوى باندې د خپلو ښځو او خپلو وینځو په باره كې فرض كړى دى، د دې لپاره چې په تا هېڅ حرج (او سختي) نه وي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 33|51|ته چې په دغو (ښځو) كې كومه غواړې بېرته (وروسته) كوې يې اوكومه چې غواړې ځان ته يې رانژدې كوې او هغه چې ته يې بیا غواړې له هغو نه چې تالرې كړي وي، نوپه تا هېڅ ګناه نشته دغه (حكم) ډېر نژدي دى چې د دوى سترګې به یخې شي او نه به غمجنې كېږي او دوى ټولې به په هغه راضي كېږي چې ته يې دوى ته وركوې او الله په هغو خبرو پوهېږي چې ستاسو په زړونو كې دي۔ او الله دى ښه عالم، ښه تحمل والا 33|52|د دغو (نهو ښځو) نه پس تا ته (نورې) ښځې حلالې نه دي او نه دا (حلال دي) چې ته د دوى په بدل كې نورې ښځې واخلې (راولې) اګر كه د هغوى حسن تا په تعجب كې اچوي، مګر (خو روا دي درته) هغه وېنځي چې ته يې مالك شي۔ او الله دى په هر شي باندې ښه نګران 33|53|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ۔ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي۔ او كله چې تاسو له دغو (پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ۔، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره۔ او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله۔، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى 33|54|كه چېرې تاسو كوم شى څرګند كړئ، یا هغه پټ كړئ، نو بېشكه الله په هر شي باندې ښه عالم دى 33|55|په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو (وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي۔ او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى 33|56|بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي۔، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل 33|57|بېشكه هغه كسان چې الله او د هغه رسول ته ایذا (او تكلیف) رسوي، الله په دوى لعنت كړى دى په دنیا او اخرت (دواړو) كې او د دوى لپاره يې سپكوونكى عذاب تیار كړى دى 33|58|او هغه كسان چې مومنو سړیو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار (او ناكرده ګناه) تكلیف رسوي، نویقینًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي 33|59|اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره (او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى 33|60|قسم دى كه دغه منافقان او هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د بدكارۍ) مرض دى او په مدینه كې بدې (تشویشناكې) اوازې ګډوونكي، منع نشي (نو) مونږ به خامخا ضرور تا په دوى مسلط كړو، بیا به دوى په دې كې له تا سره هَم جواره (په ګاونډ كې) پاتې نشي مګر ډېر لږ (وخت) 33|61|په داسې حال كې چې رټلي ترټل شوي به وي، هر چېرې چې وموندل شي (نو) وبه نیول شي او وبه وژلى شي ډېر بد وژل كېدل 33|62|دغه لاره د الله (اېښودل شوې) ده د هغو (منافقو) كسانو په باره كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي او ته به د الله لارې لره هېڅ تبدیلي ونه مومې 33|63|(اى نبي) خلق له تا نه د قیامت په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه د هغه (قیامت) علم يواځې الله سره دى، او ته څه شي پوه كړى يې؟ كېدى شي چې قیامت ډېر نژدې وي 33|64|بېشكه الله په كافرانو لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې سخت لمبې وهونكى اور تیار كړى دى 33|65|په داسې حال كې چې په ده كې به همېشه وي، تل ترتله، دوى به نه كوم دوست (كارسازى) مومي او نه مددګار 33|66|په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي۔، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى 33|67|او دوى به وايي: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ د خپلو مشرانو او د خپلو غټانو اطاعت كړى و، نو دوى زمونږ نه حقه لار وركه كړه 33|68|اى زمونږ ربه! ته دوى ته له عذابه دوه چنده وركړه او ته په دوى لعنت وكړه، ډېر لوى لعنت كول 33|69|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و 33|70|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره 33|71|هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي۔ او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل 33|72|بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان 33|73|(دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي۔ او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 34|1|ټول د كمال صفتونه يواځې هغه الله لره دي چې خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي۔ او خاص همده ته دي ټولې ستاينې په اخرت كې۔ او همدغه (الله) ښه حكمت والا، ښه خبردار دى 34|2|هغه پوهېږي په هر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه څه چې له دې نه راوځي او په په هر هغه څه چې له اسمان نه راكوزېږي او په هر هغه څه چې په ده كې پورته خېژي۔ او همدغه (الله) بې حده مهربان، ډېر بخښونكى دى 34|3|او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي۔ ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي۔ (هغه رب) چې د غیبو عالم دى۔، له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ۔ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي 34|4|د دې لپاره چې هغه (الله) بدله وركړي هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت رزق دى 34|5|او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې (د باطلولو) كوشش كوي، په دې حال كې چې (په خپل ګمان الله لره) عاجزه كوونكي وي۔، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره له بد عذاب نه ډېره دردونكې سزا ده 34|6|او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى، (دوى) هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى، همدغه حق ویني او دغه (قرآن) د ډېر غالب، ښه ستايل شوي (الله) لارې ته ښودنه كوي 34|7|او كافران شویو كسانو وویل: ایا مونږ تاسو ته داسې سړى وښیو چې تاسو ته خبر دركوي چې كله تاسو ذرې ذرې كړى شئ، پوره ذره ذره كېدل، (نو) بېشكه تاسو به خامخا په نوي تخلیق كې يئ (له نوي سره به پیدا كولى شئ) 34|8|ایا ده له ځانه په الله دروغ تړلي دي، یا په ده پورې لېونتوب دى۔ (داسې نه ده اى مشركانو!) بلكې هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري په عذاب او ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي 34|9|ایا دوى نه دې كتلي هغه څه ته چې د دوى په مخ كې دي او هغه څه ته چې له دوى نه وروسته دي۔ له اسمانه او ځمكې نه۔، كه چېرې مونږ وغواړو (نو) دوى به په ځمكه كې ورډوب كړو، یا به په دوى له اسمانه ټوټې راوغورځوو۔، بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا لویه نښه ده د هر رجوع كوونكي بنده لپاره 34|10|او یقینًا یقینًا مونږ داود ته له خپله جانبه لوى فضیلت وركړى و۔، اى غرونو! او مرغانو له ده سره تسبیح راوګرځوئ۔ او مونږ د ده لپاره اوسپنه پسته كړې وه 34|11|چې ته پوره ارتې زغرې جوړوه او د (كړیو) په اوبدلو (بوڼلو) كې اندازه كوه ۔او تاسو نېك عمل كوئ، بېشكه زه هغه كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى یم 34|12|او د سلیمان لپاره مو هوا (مسخر كړې وه) چې د هغې د ورځې د اولې حصې مزل یوه میاشت (لاره) وه او د هغې د ورځې د اخري حصې مزل (هم) یوه میاشت (لاره) وه او د ده لپاره مونږ د ویلې كړى شوې تانبې چینه وبهوله او (مسخر كړي مو وو) له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه۔ (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو 34|13|دوى (پېریانو) به د ده لپاره هغه څه جوړول چې ده به غوښتل، یعنې اوچتې قلاګانې، او تمثالونه او لګنونه، لكه تالابونه او په نغریو كلك پراته دېګونه۔، اى آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره۔ او زما په بنده ګانو كې شكر كوونكي ډېر لږ دي 34|14|نو كله چې مونږ په ده د مرګ حكم وكړ، نو دوى (پېریان هیچا) خبر نه كړل مګر د ځمكې چینجو چې د ده امسا يې خوړله، نو كله چې هغه (سلیمان په ځمكه) ولوېده (نو) پېریانو ته معلومه شوه چې بېشكه كه دوى په غیبو پوهېدلى (نو) په دغه سپكوونكي عذاب كې به نه و پاتې شوي 34|15|یقینًا یقینًا د سبا (خلقو) لپاره په خپلې استوګنې كې یوه لویه نښه وه (هغه دا چې د دوى) ښي او چپ اړخ ته دوه باغونه دي۔، تاسو د خپل رب له رزقه خورئ او د هغه شكر وباسئ ۔ (دا ښار) پاكیزه ښار دى او (ستاسو) رب دى ډېر بخښونكى 34|16|بیا دوى مخ واړلو (د نبیانو له دعوت نه) نو مونږ په دوى د بند زورور سېلاب راخلاص كړ او د دوى د دوه باغونو په ځاى مو دوى ته دوه داسې باغونه په بدل كې وركړل چې دواړه خاوندان د بې خونده مېوو او غزانو او څه لږ شى د بېرو وو 34|17|دغه، مونږ دوى ته سزا وركړه، په سبب د دوى د كفر كولو۔ او مونږ جزا نه وركوو مګر سخت ناشكري ته 34|18|او مونږه د دوى په مینځ كې او د هغو كلیو په مینځ كې چې مونږ په هغو كې بركت اچولى و۔ ښكاره (لارې ته نژدې) كلي جوړ كړل او د دغو (كلیو) په مینځ كې مونږ تګ راتګ په اندازه كړى و۔، تاسو ګرځئ په دغو (كلیو) كې، په شپو او ورځو، په داسې حال كې چې په امان به یئ 34|19|نو دوى وویل: اى زمونږ ربه! ته زمونږ د منزلونو په مینځ كې لرې والى پیدا كړه۔ او دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو مونږه دوى قصې (افسانې) وګرځول او مونږ دوى تار په تار كړل، پوره تار په تار كول، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي دهر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره 34|20|او یقینًا یقینًا ابلیس د دوى په باره كې خپل خیال رښتیا ومونده، نو دوى ټولو د هغه پيروي وكړه، مګر یوې ډلې، چې هغه مومنان دي 34|21|او د دغه (شیطان) لپاره په دغو (اهل سباوو) باندې هېڅ تسلط (او غلبه) نه وه مګر د دې لپاره چې مونږ معلوم (او بېل) كړو هغه څوك چې په اخرت ایمان لري له هغه چا نه چې هغه د دغه (اخرت) په باره كې په شك كې دى او ستا رب د هر شي ښه نګران دى 34|22|ته (دې مشركانو ته) ووایه: تاسو هغه (معبودان) وبولئ چې تاسو (هغه) له الله نه غیر (معبودان) ګڼلي دي، دوى د یوې ذرې اندازه اختیار (او مِلك) نه لري په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او د دوى لپاره په دغو دواړو كې هېڅ برخه (شركت) نشته، او نشته دغه (الله) ته له دوى نه هېڅ مددګار 34|23|او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي۔ تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره (هیبت) لرې كړى شي (نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى 34|24|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ته له اسمانونو اوځمكې نه څوك رزق دركوي؟ ته ووایه چې ’’الله‘‘ او بېشكه مونږ، یا تاسو خامخا په هدایت باندې یو، یا په ښكاره ګمراهۍ كې یو 34|25|ته (دوى ته) ووایه: له تاسو نه د هغو جرمونو په باره كې تپوس نه كېږي چې مونږ كړي دي او زمونږ نه پوښتنه نه كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو يې كوئ 34|26|ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى 34|27|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته هغه (معبودان) راوښیئ چې تاسو له هغه (الله) سره پیوست كړي دي، چې شریكان دي۔ (كله هم داسې نشي كېدى) بلكې همدغه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى 34|28|او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي 34|29|او دوى وايي: دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتيني یئ؟ 34|30|ته (دوى ته) ووایه: تاسو لپاره د داسې ورځې وعده ده چې تاسو به له هغې نه نه يوه ګړۍ وروسته كېږي او نه به تاسو ړومبى كېږئ 34|31|او كافران شویو كسانو وویل: مونږ به له سره په دې قرآن ایمان رانه وړو او نه په هغو كتابونو چې له ده نه مخكې دي۔ او كه ته ووینې كله چې ظالمان د خپل رب په وړاندې ودرول شوي وي، په داسې حال كې چې د دوى ځینې به ځینو نورو ته خبره اړوي (داسې) چې (په دنیا كې) ښه ضعیف كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: كه تاسو (مونږ لره د ایمان نه منع كوونكي) نه وى (، نو) یقینًا مونږ به مومنان وو 34|32|هغه كسان به ووايي چې تكبر يې كړى و، هغو كسانو ته چې ښه كمزور كړى شوي وو۔: ایا مونږه تاسو د هدایت نه بند كړي وئ، وروسته له دې چې كله هغه تاسو ته راغى! (داسې نه ده) بلكې تاسو (پخپله) مجرمان وئ 34|33|او كمزور كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: (داسې نه وه) بلكې (دا ستاسو) د شپې او ورځي مكر (او فریب) و، كله چې به تاسو مونږ ته حكم كاوه چې مونږ په الله سره كافران شو او د هغه لپاره مونږ شریكان پیدا كړو او دوى (ټول) به پښېماني پټه كړي۔ كله چې دوى عذاب وویني او مونږ به ځنځيرونه د كافران شویو كسانو په غاړو (څټونو) كې واچوو، ۔دوى ته بدله نه وركول كېږي مګر د هغو عملونو چې دوى به كول 34|34|او مونږ نه و لېږلى په كوم ښار كې هېڅ یو وېروونكى مګر هغه متكبره مَړو (مالدارو) خلقو به ویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ، كافران یو 34|35|او دوى به ویل: مونږ د مال او اولاد په لحاظ ډېر زیات یو او مونږ به په عذاب كولى نشو 34|36|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي 34|37|او نه دي ستاسو مالونه او نه اولاد هغه شى چې هغه تاسو مونږ ته رانژدې كړي، ښه رانژدې كول۔ مګر هغه څوك چې ایمان يې راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو دغه كسان دي چې د دوى لپاره دوه چنده بدله ده، په سبب د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى به (د جنت) په بالاخانو كې په امن وي 34|38|او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، چې (په خپل خیال مونږ ه لره) عاجزه كوونكي وي۔، دغه كسان په عذاب كې حاضر كړى شوي دي 34|39|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او د هغه لپاره يې تنګوي او تاسو چې څه شى هم لګوئ، نو هغه د دغه (څیز) عوض دركوي۔ او هغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى 34|40|او (یاد كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى ټول راجمع كړي، بیا به ملايكو ته ووايي: ایا دغو كسانو به خاص ستاسو عبادت كاوه؟ 34|41|هغوى (ملايك) به ووايي: تا لره پاكي ده، ته له دوى نه غیر زمونږ مولٰى (او كارساز) يې۔ بلكې دوى به د پېریانو عبادت كاوه، د دوى اكثره پر هغوى ایمان راوړونكي وو 34|42|نو نن ورځ ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره نه د هېڅ نفعې اختیار لري اونه د ضرر۔ اومونږ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، ووایو: تاسو د هغه اور عذاب وڅكئ چې تاسو به د هغه تكذیب كاوه 34|43|او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي (نو) دوى وايي: نه دى دا مګر یو داسې سړى دى چې غواړي چې تاسو د هغو (معبودانو له عبادت) نه منع كړي چې ستاسو پلرونو به يې عبادت كاوه۔ او دوى وايي: دا (قرآن) نه دى مګر خالص دروغ دي چې له ځانه جوړ كړى شوي دي او كافران شوي خلق د حق (قرآن) په باره كې وايي كله چې دوى ته راغى: نه دى دا مګر ښكاره جادو 34|44|حال دا چې مونږ دوى ته هېڅ كتابونه نه دي وركړي چې دوى يې لولي او نه له تا نه مخكې مونږ دوى ته هېڅ وېروونكى لېږلى دى 34|45|او هغو كسانو تكذیب كړى و، چې له دوى نه مخكې وو، حال دا چې دوى (د مكې كافران) نه دي رسېدلي لسمې برخې ته د هغه (قوت او قدرت) چې ما هغوى (مخكينو كافرانو) ته وركړى و، نو هغوى زمونږ د رسولانو تكذيب وكړ، بيا نو زما انكار څنګه و 34|46|ته (دوى ته) وایه: بېشكه زه تاسو ته يواځې دیوې خبرې وعظ كوم، دا چې تاسو خاص الله ته ودرېږئ، دوه دوه او یو یو، بیا ښه فكر وكړئ چې ستاسو په ملګري كې هېڅ لېونتوب نشته۔، نه دى دا مګر تاسو لره وېروونكى، د ډېر سخت عذاب نه مخكې 34|47|ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى 34|48|ته ووایه: بېشكه زما رب حق رالېږي۔ (هغه) د پټو خبرو ښه عالم دى 34|49|ته ووایه: حق راغى او باطل نه اول ځلې پیدا كول كولى شي او نه دوباره ژوندي كول كولى شي 34|50|ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې زه ګمراه شم، نو یقینًا يواځې د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږم او كه ما هدایت ومونده، نو په سبب د هغه كلام چې زما رب يې ما ته وحي كوي، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى 34|51|او كه ته ووینې كله چې دوى ووېرېږي، نو هېڅ خلاصى به نه وي او دوى به له ډېر نژدې ځایه ونیول شي 34|52|او دوى به ووايي: مونږ په دغه (الله) ایمان راوړى دى، او د دوى لپاره به د ډېر لرې ځاى نه نیول له كومه وي! 34|53|حال دا چې یقینًا دوى په ده سره له دې نه مخكې كافران شوي وو او دوى به بې له لیدلو ویشتل كول، له ډېر لرې ځایه 34|54|او پرده به واچول شي د دوى په مینځ كې او په مینځ د هغه شي كې چې دوى يې غواړي (او ارمان يې كوي) لكه چې د دوى له ملګرو (هم جنسو) سره (دا كار) كړى شوى و له دوى نه مخكې، بېشكه دوى په اضطراب اچوونكي شك كې وو 35|1|ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، ملايكو لره رسولان ګرځوونكى دى، (داسې ملايك) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په تخلیق كې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى 35|2|هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته۔ او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد۔، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 35|3|اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي۔، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ 35|4|او كه چېري دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له تا نه د مخكینو رسولانو هم تكذیب شوى دى، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځولى شي 35|5|اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي 35|6|بېشكه شیطان هم ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي 35|7|هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى 35|8|ایا نو هغه كس چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شي، پس هغه، دغه (بد عمل) ښه ویني۔، (ګڼي) نو بېشكه الله ګمراه كوي چا له چې وغواړي او هدایت وركوي چا له چې وغواړي، نو ستا نفس دې په (ګمراهۍ د) دوى د افسوس له وجې نه نه هلاكېږي۔، بېشكه چې الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي 35|9|او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي، پس هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي، بیا مونږ هغه (ورېځ) مړ ښار ته بوځو، بیا په هغې سره ځمكه راژوندۍ كړو، د هغې له مرګ نه پس، ۔ همداسې به وي بیا ژوندي پورته كول 35|10|هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت، همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي او هغه كسان چې ناكاره (بد) مكرونه جوړوي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او د دغو كسانو مكر، هم هغه باطل (او هلاك) دى 35|11|او الله تاسو له خاورې نه پیدا كړي يئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې تاسو جوړې جوړې (ښځه او خاوند) وګرځولئ۔ او نه حامله كېږي هېڅ یوه ښځه او نه زېږوي (بچي لره) مګر د هغه (الله) په علم سره او د هېڅ عمر اوږد كړى شوي عمر نه اوږدول كېږي او نه د هغه له عمر نه كمى كولى شي مګر (دا هر څه) په كتاب كې (ثابت) دي، بېشكه دغه (د عمر لنډول او اوږدول) الله ته ډېر اسان دي 35|12|او هغه دواړه بحرونه (سیندونه) سره نه برابرېږي۔ دا یو خوږ دى، ډېر خوږ، (تنده ماتوونكى) دى، د ده اوبه په اسانۍ سره تېرېدونكې دي او دا (بل) تریو (او) سخت تریخ دى، او تاسو له هر یو ځنې تازه غوښې خورئ اوتاسو هغه زیوارت راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دغه (سمندر) كې كشتۍ وینې، په داسې حال كې چې (اوبو لره) څیرونكې روانې وي، د دې لپاره چې تاسو د هغه (الله) له فضله ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 35|13|دغه (الله) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه په كار اچولي دي لمر اوسپوږمۍ، هر یو تر مقررې نېټې پورې روان دى، دغه الله ستاسو رب دى، خاص د ده لپاره بادشاهي ده۔ او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي 35|14|كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان 35|15|اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ۔، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى 35|16|كه هغه اراده وكړي (نو) تاسو به ختم كړي او نور نوى مخلوق به راولي 35|17|او دغه الله ته هېڅ ګران (او مشكل نه دي 35|18|او هېڅ پورته كوونكى د بل د ګناه بار نه پورته كوي او كه دروند بارى خپل بار ته (بل څوك) راوبولي (، نو) له هغه نه به هېڅ شى وانه خستى شي اګر كه د خپلوۍ والا هم وي۔، بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه كسان وېروې چې له خپل رب نه په غیبو سره خشیت (او وېره) كوي او لمونځ قايموي۔ او هغه څوك چې پاكي حاصلوي، نو همدا خبره ده چې هغه د ځان (د فايدې) لپاره پاكي حاصلوي اوخاص الله ته بېرته ورتله دي 35|19|او ړوند اولیدونكى (بينا) سره برابرېدى نشي 35|20|او نه هم تیارې او رڼا) 35|21|او نه هم سېورى او ګرم باد (یا تېز لمر) 35|22|او نه هم ژوندي او مړي۔، بېشكه الله اوروي هغه چا ته چې يې وغواړي او ته نشې اورولى هغه چا ته چې په قبرونو كې دي 35|23|نه يې ته مګر وېروونكى 35|24|بېشكه مونږ ته په حق (دین) سره لېږلى يې چې زېرى وركوونكى او وېروونكى يې او نه و هېڅ یو امت مګر په هغه كې یو وېروونكى تېر شوى دى 35|25|او كه چېرې دوى تا دروغجن وبولي، نو یقینًا (خپل انبیاء) دروغجن بللي وو هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، دوى ته د دوى رسولان په ښكاره دلیلونو سره، او په صحیفو سره او په روښانه رڼا كوونكي كتاب سره راغلي وو 35|26|بیا ما هغه كسان ونیول چې كافران شول، نو زما انكار څرنګه و؟ 35|27|ایا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي۔ او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي 35|28|او له خلقو او زنده سرو او څارویو څخه (داسې قسم دى چې) د دغو رنګونه سره مختلف دي هم داسې، بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې عالمان وېږېږي۔، بېشكه الله ښه غالب، ډېر بخښونكى دى 35|29|بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره۔، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي 35|30|د دې لپاره چې (الله) دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او دوى ته له خپله فضله زیات وركړي، بېشكه چې دغه (الله) ډېر بخښونكى، ښه قدردان دى 35|31|او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى 35|32|بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى 35|33|د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي 35|34|او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى 35|35|هغه (الله) چې مونږ ته يې له خپله فضله د اوسېدنې كور ته راوستو، چې مونږ ته په دغو كې نه څه تكلیف رارسېږي او نه مونږ ته په دغو كې ستوماني رارسېږي 35|36|او هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره د جهنّم اور دى، په دوى به نه (د بل مرګ) فیصله كېږي، پس چې دوى مړه شي او نه به له دوى نه د دغه (جهنّم) له عذاب نه كمى كولى شي، همداسې مونږ هر ډېر ناشكره (بې ایمانه) ته بدله وركوو 35|37|او دوى به په دغه (دوزخ) كې چغې سورې وهي، (وايي به:) اى زمونږه ربه! ته مونږ راوباسه، مونږ به نېك عمل وكړو غیر له هغه عمل نه چې مونږ به كاوه۔، او ایا مونږ تاسو ته دومره عمر نه و دركړى چې په هغه كې پند اخلي هر هغه څوك چې پند اخيستل غواړي، او تاسو ته وېروونكى هم راغلى و۔، نو تاسو (اوس عذاب) وڅكئ، پس د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته 35|38|بېشكه چې الله د اسمانونو او ځمكې د غیبو عالم دى۔، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه پوهېدونكى دى 35|39|دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې (د تېرو خلقو) خلیفګان جوړ كړئ، نو هغه څوك چې كافر شو، نو خاص په همده باندې د ده (د) كفر (ضرر) دى۔ او كافرانو ته د دوى كفر د خپل رب په نیز نه ورزیاتوي مګر غضب، او كافرانو ته د دوى كفر نه وزریاتوي مګر تاوان 35|40|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو خپل شریكان لیدلي دي هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ چې دوى له ځمكې څخه څه پیدا كړي دي۔، یا د دوى لپاره په اسمانونو كې څه شراكت (او برخه) شته؟ یا مونږ دوى ته څه كتاب وركړى دى، نو دوى له هغه نه په پاخه دلیل باندې (ولاړ) دي؟ ۔ بلكې ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو سره وعده نه كوي مګر د دوكې 35|41|بېشكه چې الله اسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي۔، بېشكه هغه (الله) دى، ښه تحمل والا، ډېر بخښونكى 35|42|او دوى په الله قسمونه وخوړل، خپل پاخه قسمونه، خامخا كه دوى ته كوم وېروونكى راغى (نو) دوى په خامخا ضرور په امتونو كې له هر یو نه ډېر هدایت موندونكي وي، نوكله چې دوى ته وېروونكى راغى، نو دوى ته يې زیاته نه كړه مګر تېښته 35|43|په ځمكه كې د لويي كولو لپاره او د ډېر بد مكر كولو لپاره، او ډېر بد مكر يواځې په خپل اهل (مكر كوونكي) چاپېره كېږي۔، نو دوى انتظار نه كوي مګر د ړومبنو خلقو د طریقې، نو ته به د الله طریقې لره له سره هېڅ تبدیلي ونه مومې او ته به د الله طریقې لره له سره څه ګرځول ونه مومې 35|44|ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وویني چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت و۔ او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى 35|45|او كه چېرې الله خلق نیولي وى په سبب د هغو (بدو عملونو) چې دوى كړي دي، نو د دې (ځمكې) په شا به يې هېڅ زنده سر (خوځنده) نه و پرېښى او لېكن دوى تر ټاكل شوې نېټې پورې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي، نو بېشكه الله خپلو بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى 36|1|يا، سين 36|2|قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى 36|3|بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې 36|4|په نېغه لار يې 36|5|(دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي 36|6|د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي 36|7|یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي 36|8|بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه)  تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي 36|9|او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته۔، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ ویني 36|10|او دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې، یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي 36|11|بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه 36|12|بېشكه مونږ، همدا مونږ مړي ژوندي كوو او مونږ هغه څه لیكو چې دوى يې مخكې لېږي او د دوى پاتې نښې (هم) او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى 36|13|او ته دوى ته د دغه كلي اوسېدونكي مثال وګرځوه، كله چې دوى ته رسولان راغلل 36|14|كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو 36|15|دوى وویل، تاسو نه يئ مګر زمونږ په شان انسانان۔ او رحمٰن هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر دروغ وایئ 36|16|دغو (رسولانو) وویل: زمونږ رب پوهېږي، بېشكه مونږ تاسو ته یقینًا (پېغمبران) راستول شوي یو 36|17|او زمونږ په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسونه 36|18|دغو خلقو وویل: بېشكه مونږ په تاسو سره بدفالي نیولې ده، قسم دى كه تاسو منع نشوئ (، نو) مونږ به خامخا ضرور تاسو سنګسار كړو او زمونږ له جانبه به تاسو ته خامخا ضرور ډېر دردوونكى عذاب درورسېږي 36|19|دغو (پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ 36|20|او د ښار تر ټولو لرې جانب نه یو سړى راغى، چې منډې يې وهلې، ويې ويل: اى زما قومه! تاسو د رسولانو پیروي وكړئ 36|21|تاسو د هغه چا پیروي وكړئ چې له تاسو نه څه اجر (او مزدوري) نه غواړي، په داسې حال كې چې دوى (پخپله) هدایت موندونكي دي 36|22|او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ 36|23|ایا زه له هغه (الله) نه غیر نور داسې معبوان ونیسم چې كه رحمٰن ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، (نو) له ما نه به د دوى سفارش هېڅ شى (ضرر) دفع (لرې) نه كړى شي او نه به ما دوى خلاص كړى شي 36|24|بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې یم 36|25|بېشكه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړى دى، نو تاسو (ټول) زما (دا خبره) واورئ 36|26|ده ته وویل شو: ته جنت ته ننوځه! ده وویل: اى كاشكې چې زما قوم پوه شي! 36|27|په هغه شي چې زما رب ما ته په هغه سره بخښنه وكړه او زه يې له عزتمنو څخه كړمه 36|28|او مونږ له هغه نه وروسته د ده په قوم باندې له اسمان نه هېڅ لښكر راكوز نه كړ او نه مونږ نازلوونكي وو 36|29|هغه (سزا) نه وه مګر یوه چغه، نو ناڅاپه دوى مړه یخ پخ پراته وو 36|30|اى افسوسه په بنده ګانو! دوى ته به نه راته كوم رسول مګر دوى به په هغه پورې استهزا كولې 36|31|ایا دوى نه ویني چې له دوى نه مخكې مونږ څومره امتونه هلاك كړي دي، چې یقینًا هغوى دوى ته بېرته نه راګرځي 36|32|او نه دي دا هر یو مګر ټول به زمونږ په وړاندې حاضر كړى شوي وي 36|33|او د دوى لپاره یوه لویه نښه مړه (وچه كلكه) ځمكه ده، چې مونږ هغه ژوندۍ كړه او له هغې نه مونږ دانې راووېستې، نو د دغو (دانو) ځنې دوى خوراك كوي 36|34|او مونږ په دغه (ځمكه) كې د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي او مونږه په دغه (ځمكه) كې چینې جاري كړي دي 36|35|د دې لپاره چې دوى د دغو (څیزونو) له مېوو نه خوراك وكړي، حال دا چې دغه (مېوې) د دوى لاسونو نه دي پیدا كړي، ایا نو دوى شكر نه وباسي 36|36|پاكي ده هغه ذات لره چې دغه ټولې جوړې يې پیدا كړي دي، له هغو څیزونو نه چې ځمكه يې زرغونوي او د دوى له نفسونو نه او له هغو څیزونو نه چې دوى يې نه پېژني 36|37|او د دوى لپاره لویه نښه شپه (هم) ده، مونږ له هغې نه ورځ راوباسو، نو ناڅاپه دوى په تیارو كې ننوتونكي وي 36|38|او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي 36|39|او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچ ډنډوركى 36|40|لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي 36|41|او د دوى لپاره لویه نښه داده چې بېشكه مونږ د دوى اولاد په ډكه بېړۍ كې سواره كړي دي 36|42|او د دوى لپاره مو د دغې (بېړۍ) په شان هغه څیزونه پیدا كړي دي چې دوى پرې سورېږي 36|43|او كه مونږ وغواړو (نو) دوى به غرق كړو، بیا به دوى لپاره نه هېڅ فریادرس وي او نه به دوى له غرقېدونه خلاصول كېږي 36|44|مګر (نه يې غرقوو) له خپل جانب نه د رحمت په سبب او تر یو وخته پورې د فايدې اخيستلو لپاره 36|45|او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ځان وساتئ له هغه (عذاب) نه چې ستاسو په مخكې دى او له هغه نه چې ستاسو شا ته (په اخرت كې) دى، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 36|46|او دوى ته د خپل رب له دلیلونو نه هېڅ دلیل نه راځي، مګر دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي دي 36|47|او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو له هغه (مال) نه ځینې ولګوئ چې الله تاسو ته دركړى دى، نو كافران شوي (د الله منكر) كسان هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: ایا مونږ هغه چا ته طعام وركړو چې كه الله غوښتلى (نو) هغه ته به يې طعام وركړى وى. نه یئ تاسو مګر په ښكاره ګمراهۍ كې 36|48|او دوى (كفار) وايي: (د قیامت) دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتیني یئ 36|49|دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې دوى به ونیسي، په داسې حال كې چې دوى به یو له بله سره جګړې كوي 36|50|نو نه به د وصیت كولو توان ولري او نه به خپل اهل ته بېرته ورشي 36|51|او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو ناڅاپه به دوى له قبرونو نه د خپل رب په طرف منډې وهي 36|52|دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو 36|53|دغه (پوكى) به نه وي مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به دوى ټول زمونږ په وړاندي حاضر كړى شوي وي 36|54|نو نن ورځ به په هېڅ یو نفس باندې هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او تاسو ته به بدله نه دركولى كېږي مګر هغه چې تاسو څه عمل كاوه 36|55|بېشكه د جنت والا نن ورځ په مشغولتیا كې دي، خوند اخيستونكي دي 36|56|دوى او د دوى ښځې په سیورو كې (ناست) دي، په تختونو باندې تكیه وهونكي دي 36|57|د دوى لپاره په دغو (جنتونو) ښې مېوې دي او د دوى لپاره هغه څه دي چې دوى يې غواړي 36|58|سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى 36|59|او (وبه ویل شي:) اى مجرمانو! تاسو نن ورځ بېل بېل شئ 36|60|اى بني ادمو! ایا ما تاسو ته كلك حكم نه و كړى، داسې چې تاسو د شیطان عبادت مه كوئ. یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى 36|61|او داسې چې تاسو زما عبادت كوئ، دا نېغه لار ده؟ 36|62|او یقینًا یقینًا ده (شیطان) په تاسو كې ډېر خلق ګمراه كړي دي، ایا نو تاسو داسې نه یئ چې عقل وچلوئ؟ 36|63|(منكرانو ته به په اخرت كې وویل شي:) دا هغه جهنم دى چې تاسو ته به يې وعده دركول كېده 36|64|تاسو ده ته په نن ورځ ننوځئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه 36|65|نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو، او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول 36|66|او كه مونږ غوښتلى (نو) د دوى سترګې به مو محوه (هوارې) كړې وى، نو دوى به (خپلې معلومې) لارې ته وړاندې شوي وى، بیا به دوى څنګه لېدله 36|67|او كه مونږ غوښتلى (نو) خامخا مونږ به دوى په خپلو ځایونو كې مسخ كړي وو، نو (بیا به) دوى نه د وړاندې تللو طاقت لاره او نه به بېرته ګرځېدلى وى 36|68|او هر هغه څوك چې مونږ هغه ته اوږد عمر وركړو (نو) هغه په تخلیق (ساخت) كې نسكور كړو، ایا نو دوى عقل مندي نه كوي 36|69|او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى 36|70|د دې لپاره چې دغه (قرآن، یا نبي) هغه څوك ووېروي چې ژوندى وي او د دې لپاره چې په كافرانو خبره ثابته شي 36|71|ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ له هغو څیزونو نه چې زمونږ لاسونو جوړ كړي دي، دوى لپاره څاروي پیدا كړي دي، بیا دوى د هغو مالكان دي 36|72|او مونږ دغه (څاروي) د دوى لپاره تابع كړي دي، نو په دغو كې ځینې د دوى سورلۍ دي او په دغو كې ځینې دوى خوري 36|73|او د دوى لپاره په دغو (څارویو) كې فايدې او مشروبونه دي، ایا نو دوى شكر نه وباسي؟ 36|74|او دوى له الله نه غیر نور معبودان ونیول، د دې لپاره چې دوى سره مدد وكړى شي 36|75|دغه (معبودان) د دوى د مدد كولو طاقت نه لري، په داسې حال كې چې دوى (مشركان) به دغو (معبودانو) ته حاضر كړى شوى لښكر وي 36|76|نو تا دې د دوى وینا غمژن نه كړي، بېشكه مونږ پوهېږو په هغه (حسد، كینه) چې دوى يې پټوي او په هغه (كفر، عناد) چې دوى يې څرګندوي 36|77|ایا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى 36|78|او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي 36|79|ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى 36|80|هغه ذات چې تاسو لپاره يې له شنې ونې نه اور پیدا كړى دى، نو ناڅاپه تاسو له دغې (شنې ونې) نه اور بلوئ 36|81|ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى 36|82|بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي 36|83|نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ 37|1|قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول 37|2|بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل 37|3|بیا د ذكر په لوستونكو باندې 37|4|چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى 37|5|چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى 37|6|بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي 37|7|او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى 37|8|دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي 37|9|د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى 37|10|غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې 37|11|نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي 37|12|بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي 37|13|او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي 37|14|او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي 37|15|او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو 37|16|ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟ 37|17|او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟ 37|18|ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ 37|19|پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري 37|20|او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده 37|21|دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه 37|22|(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه 37|23|له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ 37|24|او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي 37|25|په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟ 37|26|بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي 37|27|او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي 37|28|وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ 37|29|وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ 37|30|او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ 37|31|نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو 37|32|نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو 37|33|پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي 37|34|بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو 37|35|بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (، نو) دوى به تكبر كاوه 37|36|او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو 37|37|(داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى 37|38|بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ 37|39|او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول 37|40|لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان 37|41|دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده 37|42|چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي 37|43|د نعمتونو په باغونو كې 37|44|(چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ 37|45|په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي 37|46|چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي 37|47|نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي 37|48|او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي 37|49|ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي 37|50|نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي 37|51|په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و 37|52|ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟ 37|53|ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي 37|54|وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟ 37|55|نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني 37|56|وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې 37|57|او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم 37|58|ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو 37|59|زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو 37|60|بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى 37|61|د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي 37|62|ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه 37|63|بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده 37|64|بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي 37|65|د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي 37|66|پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي 37|67|بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي 37|68|بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي 37|69|بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي 37|70|نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي 37|71|او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي 37|72|او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو 37|73|نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟ 37|74|لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي) 37|75|او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو 37|76|او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ 37|77|او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله 37|78|او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله 37|79|په عالمونو كې دې په نوح سلام وي 37|80|بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو 37|81|بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و 37|82|بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل 37|83|او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى 37|84|(یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى 37|85|كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟ 37|86|ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟ 37|87|نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى 37|88|نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر 37|89|نو ويې ويل: بېشكه زه ناجوړه یم 37|90|نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو 37|91|نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟ 37|92|په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟ 37|93|نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و 37|94|نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې 37|95|ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ 37|96|‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي 37|97|دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ 37|98|نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل 37|99|او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي 37|100|اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي 37|101|نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ 37|102|نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې 37|103|نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه 37|104|او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه 37|105|یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو 37|106|بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و 37|107|او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو 37|108|او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې 37|109|دا چې سلام دې وي په ابراهیم 37|110|نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو 37|111|بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى 37|112|او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه 37|113|او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى 37|114|او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ 37|115|او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ 37|116|او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول 37|117|او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و 37|118|او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه 37|119|او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده 37|120|دا چې سلام دي وي په موسي او هارون 37|121|بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو 37|122|بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي 37|123|او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى 37|124|(یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ! 37|125|ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ 37|126|چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى 37|127|نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي 37|128|د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ) 37|129|او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې 37|130|چې په الیاسین دې سلام وي 37|131|بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو 37|132|بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى 37|133|او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى 37|134|(یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ 37|135|غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه 37|136|بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل 37|137|او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ 37|138|او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ 37|139|او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى 37|140|(یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده 37|141|نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې 37|142|نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و 37|143|نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و 37|144|(نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي 37|145|نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و 37|146|او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه 37|147|او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو 37|148|نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه 37|149|نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟ 37|150|یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو 37|151|خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي 37|152|الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي 37|153|ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې 37|154|په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟ 37|155|ایا تاسو نصیحت نه اخلئ 37|156|ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟ 37|157|نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ 37|158|او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب (د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي 37|159|الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي 37|160|لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي) 37|161|پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ 37|162|نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا) 37|163|غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى 37|164|او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى 37|165|او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو 37|166|او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو 37|167|او بېشكه چې خامخا دوى به ویل 37|168|كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى 37|169|(نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو 37|170|نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي 37|171|او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده 37|172|چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي 37|173|او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي 37|174|نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې 37|175|او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني 37|176|ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي 37|177|نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي 37|178|او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې 37|179|او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني 37|180|ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي 37|181|او سلام دې وي په رسولانو باندې 37|182|او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى 38|1|صاد، قسم دى په قرآن چې د نصیحت والا دى 38|2|بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي، په كبر او مخالفت كې دي 38|3|مونږه له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، نو هغوى به چغې وهلې، حال دا چې دغه وخت به د خلاصي نه و 38|4|او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى 38|5|ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى 38|6|او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه) 38|7|مونږ دغه (توحید) په وروستي دین (نصرانیت) كې نه دى اورېدلى. نه دى دا مګر له خپله ځانه نه جوړ كړى شوي دروغ 38|8|ایا زمونږ له مینځه په ده باندې ذكر (وحي، قرآن) نازل كړى شو! بلكې دوى زما د ذكر (قرآن) په هكله په شك كې دي بلكې لا تر اوسه دوى زما عذاب نه دى څكلى 38|9|ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟ 38|10|یا د دوى لپاره بادشاهي ده د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نو دوى دې په اسبابو كې وخېژي 38|11|(دغه) داسې لښكر ګوټى دى له لښكرو څخه، چې په دغه ځاى كې شكست وركړى شوى دى 38|12|تكذیب كړى و له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او فرعون چې د مېخونو والا و 38|13|او ثمودیانو او د لوط قوم او د ځنګل والاوو، همدغه ډلې دي 38|14|نه ده هره یوه (ډله) مګر چې د رسولانو تكذیب يې كړى دى، نو زما عذاب پرې ثابت شو 38|15|او دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې د هغې لپاره بېرته ګرځېدل نشته (وقفه نشته) 38|16|او دوى ویل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته زمونږ برخه ژر راكړه، د حساب له ورځې نه مخكې 38|17|ته د دوى په دغو خبرو صبر كوه او ته زمونږ بنده داود یاد كړه چې د قوت والا و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و 38|18|بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله 38|19|او مرغان مو (تابع كړي وو) په دې حال كې چې جمع كړى شوي به وو، هر یو به ده ته ښه رجوع كوونكى و 38|20|اومونږ د هغه باچاهي مضبوطه كړې وه او مونږ هغه ته حكمت او د غوڅې خبرې قوت وركړى و 38|21|او ایا تا ته د جګړه كوونكو خبر راغلى دى، كله چې هغوى په (دېوال د) عبادت خانې راوختل 38|22|كله چې دوى په داود ورننوتل، نو هغه له دوى نه ووېرېده، دوى وویل: ته مه وېرېږه! (مونږ یو) دوه جګړه كوونكې ډلې، زمونږ ځینو په ځینو نورو ظلم كړى دى، نو ته زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او زیاتى مه كوه او ته نېغې لارې ته زمونږ لار ښووونه وكړه 38|23|بېشكه دا زما ورور دى، د ده نهه نوي (یو كم سل) ګډې (مېږې) دي او زما یوه ګډه (مېږه) ده، نو ده وویل: ته ما د دې كفیل (مالك) وګرځوه او په خبرو كې يې په ما غلبه كړې ده 38|24|ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه 38|25|نو مونږ ده ته دغه (خطا) وبخښله، او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قربت دى او د ورتلو ښه ځاى دى 38|26|اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره 38|27|او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى 38|28|ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟ 38|29|(دغه قرآن) كتاب دى چې مونږه تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي 38|30|او مونږ داود ته سليمان عطا كړ، (هغه) ښه بنده و، بېشكه چې هغه ډېر رجوع كوونكى و 38|31|كله چې ده ته د ورځې په اخر كې هغه ګړندي خاص اسونه وړاندې كړى شول چې په درې پښو ودرېږي 38|32|نو ده ویل: بېشكه ما د دغه مال محبت محبوب ګڼلى دى د خپل رب د یاد په وجه، تر دې چې (دغه اسونه) په پرده كې پټ شول 38|33|تاسو دغه ما ته بېرته راولئ، نو شروع شو چې په پنډيو او څټونو يې لاس راښكه 38|34|او یقینًا یقینًا مونږ سلیمان وازمایه، او د ده په كرسۍ مو یو جسد وغورځاوه، بیا ده رجوع وكړه 38|35|ده وویل: اى زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه عطا كوونكى يې 38|36|نو مونږ د ده لپاره هوا مسخره كړه چې د ده په امر سره به چلېدله نرمه نرمه، چېرته چې به ده اراده وكړه 38|37|(مونږ تابع كړي وو د ده لپاره) پېریان هر ښه معمار او ښه غوټه وهونكى 38|38|او نور (پېریان) چې په ځنځيرونو كې له یو بل سره تړل شوي وو 38|39|دا زمونږ عطا ده، نو ته احسان كوه، يا يې وساته، بې له حسابه 38|40|او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قرب دى، او (په اخرت كې) د ورتلو ښه ځاى دى 38|41|او ته زمونږ بنده ایوب یاد كړه، كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې بېشكه ما ته شیطان ایذا او تكلیف رارسولى دى 38|42|ته (ځمكه) په خپلې پښې سره ووهه، دغه یخ غسلځاى دى، او د څښلو اوبه دي 38|43|او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره 38|44|او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و 38|45|او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو 38|46|بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي 38|47|او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي 38|48|او ته اسماعیل او الیسع او ذوالكفل یاد كړه، دغه هر یو د خیر او بهترۍ والا وو 38|49|دا پند دى، او بېشكه د متقیانو لپاره خامخا د ورتلو ښه ځاى دى 38|50|چې د همېشه استوګنې جنتونه دي، په داسې حال كې چې د دوى لپاره يې دروازې ښې پرانستې دي 38|51|په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي 38|52|او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي 38|53|دا (ثواب او نعمتونه) هغه څه دي چې تاسو ته يې د حساب د ورځې لپاره وعده دركولى شي 38|54|بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته 38|55|دغه (د مومنانو حال) دى او بېشكه د سركشانو لپاره خامخا د ورتلو ډېر بد ځاى دى 38|56|چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي، نو هغه بده بستره ده 38|57|دغه اېشېدلې اوبه او زوې دي، نو دوى دې دا وڅَكي 38|58|او بل (عذاب) دى له دغه قسم نه، څو قسمه 38|59|دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي 38|60|هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى 38|61|دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! چا چې مونږ ته دا راوړاندې كړى دى، نو ته هغه ته په اور كې عذاب دوه چنده ورزیات كړه 38|62|او دوى به ووايي: پر مونږ څه شوي دي چې مونږ هغه سړي نه وینو چې مونږ به هغوى له اشرارو (بدترو خلقو) ځنې شمېرل؟ 38|63|ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟ 38|64|بېشكه دغه خامخا حق دي، یعنې (دا) د دوزخیانو خپل مینځې جګړه كول 38|65|ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى 38|66|چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى 38|67|ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) ډېر لوى خبر دى 38|68|تاسو له ده نه مخ ګرځوونكي یئ 38|69|ما ته د ملَاِ اعلٰى (لوړ مجلس) په باره كې هېڅ علم نشته، كله چې دوى په خپل مینځ كې اختلاف كوي 38|70|ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم 38|71|كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم 38|72|نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ 38|73|نو ملايكو ټولو سجده وكړه 38|74|غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه 38|75|(الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ ایا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟ 38|76|هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى 38|77|(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې 38|78|او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى 38|79|هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي 38|80|الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې 38|81|د معلوم وخت تر ورځې پورې 38|82|ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم 38|83|مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي 38|84|الله وویل: پس حقه خبره دا ده، او زه حقه خبره كوم 38|85|چې خامخا ضرور به زه جهنم ډكوم له تا نه او له هغه چا نه چې په دوى كې ستا پیروي وكړي، له ټولو نه 38|86|ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم 38|87|نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت 38|88|او خامخا ضرور به تاسو څه وخت وروسته د ده په خبر عالمان شئ 39|1|د دې كتاب نازلول د الله له جانبه دي، چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 39|2|بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې 39|3|خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي 39|4|كه الله غوښتلى چې (د ځان لپاره) اولاد ونیسي، (نو) خامخا ده به له خپله مخلوقه هغه غوره كړي وى چې دا يې غواړي، هغه لره پاكي ده. هم دى الله دى چې یو (او) ډېر غالب دى 39|5|هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى 39|6|هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او تاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ 39|7|كه تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو نه ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو بېرته ورتله دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى 39|8|او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل جانب نه نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او الله لپاره شریكان مقرر كړي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې 39|9|ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له اخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري، ته ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي، بېشكه همدغه د خالصو عقلونو والا نصیحت اخلي 39|10|ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي 39|11|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه ما ته حكم راكړ شوى دى چې زه د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه (الله) لره دین خالص كوونكى يم 39|12|او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه تر ټولو اول مسلمان یم 39|13|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه كه د خپل رب نافرماني وكړم. د ډېرې لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم 39|14|ته (دوى ته) ووایه: زه خاص د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه لره خپل دین خالص كوونكى یم 39|15|نو تاسو له هغه نه غیر د څه شي چې غواړئ، عبادت وكړئ، ته ووایه: بېشكه نقصان كوونكي هغه كسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپلو ځانونو او خپل اهل ته تاوان رسولى دى. خبردار شئ، دغه (تاوان) همدغه ښكاره تاوان دى 39|16|د دوى لپاره به د دوى له پاسه د اور چوپالونه وي او د دوى له لاندې نه به هم چوپالونه وي. دغه (عذاب) دى چې الله په ده سره خپل بنده ګان وېروي، اى زما بنده ګانو! نو تاسو زما نه وویرېږئ 39|17|او هغه كسان چې له طاغوت نه يې ځان وساته، یعنې د هغو له عبادت كولو نه او الله ته يې رجوع وكړه، خاص د دوى لپاره زېرى دى، نو ته زما په بنده ګانو زېرى وكړه 39|18|هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل والا دي 39|19|ایا نو هغه څوك چې په هغه باندې د عذاب خبره ثابته شوې ده، ایا نوته هغه څوك خلاصولى شي چې په اور كې وي 39|20|لېكن هغه كسان چې له خپل رب نه وېرېږي خاص د دوى لپاره داسې بالاخانې دي چې د هغو له پاسه (نورې) ښې جوړې كړى شوي بالاخانې دي، چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، (دا) د الله كړې وعده ده، الله د وعدې مخالفت نه كوي 39|21|ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې دغه (اوبه) په ځمكه كې په چینو كې ننه ایستي دي، بیا هغه په دغو (اوبو) سره فصل راوباسي، په دې حال كې چې د هغه رنګونه مختلف وي، بیا هغه وچ شي، نو ته هغه (شین رنګى فصل) تك زېړ وینې، بیا دغه (فصل) لره هغه رژېدلى (مات شوى) وګرځوي، بېشكه په دغه كې د خالصو عقلونو والاو لپاره خامخا نصیحت دى 39|22|ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلي وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه، پس هلاكت دى هغو كسانو ته چې د هغوى زړونه د الله له ذكره سخت دي، دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي 39|23|الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، مكرر (او غبرګ) دى، چې له ده نه د هغو كسانو پوستكي ځیګ كېږي چې له خپل رب نه وېرېږي، بیا د دوى پوستكي او د دوى زړونه د الله ذكر ته نرم شي، دغه د الله هدایت دى، چې چا ته وغواړي په ده سره هدايت وركوي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك لار ښودونكى نشته 39|24|ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول 39|25|هغو كسانو تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، نو په دوى عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل 39|26|نو الله په دوى په دنيايي ژوند كې رسوايي وڅكوله او خامخا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى 39|27|او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي 39|28|په داسې حال كې چې دغه عربي (واضح) قرآن دى، د كوږوالي والا نه دى، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي 39|29|الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بدخویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي 39|30|بېشكه ته هم مړ كېدونكى يې او بېشكه دوى (هم) مړ كېدونكي دي 39|31|بیا بېشكه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې، یو تربله جګړه كوئ 39|32|نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟ 39|33|او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي 39|34|د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده 39|35|د دې لپاره چې الله له دوى نه هغه بدتر ګناهونه لرې (ختم) كړي چې دوى كړي دي او دوى ته د دوى اجر بدله وركړي، په سبب د هغو تر ټولو ښكلو عملونو چې دوى به كول 39|36|ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته 39|37|او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى؟ 39|38|او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي 39|39|ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم عمل كوونكى یم، نو ژر به تاسو وپېژنئ 39|40|هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راشي چې دا به وشرموي او په ده به دايمي عذاب نازل شي 39|41|بېشكه مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى د خلقو لپاره په حقه سره، نوهغه څوك چې په سمه لار روان شي، نو د خپل ځان لپاره يې نفع ده او هغه څوك چې ګمراه شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې دى د همدغه (ځان) په ضرر ګمراه كېږي او ته په دوى باندې له سره نګران نه يې 39|42|الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې (قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي 39|43|بلكې ایا دوى له الله نه غیر شفاعت كوونكي نیولي دي، ته (دوى ته) ووایه: ایا (دوى به شفاعت كوي!) اګر كه دوى په داسې حال كې وي چې نه د څه شي مالكان وي او نه عقل لري 39|44|ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ 39|45|او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه (الله) نه غیر دي (، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي 39|46|ته ووایه: اى الله د اسمانونو اوځمكې پیدا كوونكیه، د غیبو او د ښكاره وو عالِـمه، ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ كې فیصله كوې، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه 39|47|او كه په رښتیا سره د ظلم (شرك) كوونكو كسانو لپاره هغه څه چې په ځمكه كې دي، ټول مملوك شي او د دغه په مثل نور ورسره شي، نو دوى به خامخا د قیامت په ورځ كې له بدتر عذاب نه د خلاصي لپاره دغه فدیه وركړي. او دوى ته به د الله له جانبه هغه څه ښكاره شي چې دوى به يې ګمان هم نه كاوه 39|48|او دوى ته به د خپلو كړو عملونو بدۍ ښكاره شي او له دوى نه به هغه (عذاب) چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې 39|49|نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يواځې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي 39|50|یقینًا دغه خبره هغو كسانو (هم) كړې وه چې له دوى نه مخكې وو، نو د دغو كسانو هېڅ په كار رانغلل هغه (مالونه) چې دوى به ګټل 39|51|نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي 39|52|او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي 39|53|ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 39|54|او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه كولى شي 39|55|او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ 39|56|(تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: اى زما حسرته! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر (او كمى) كړى دى او یقینًا زه خامخا د استهزا كوونكو ځنې وم 39|57|یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى (، نو) زه به خامخا د پرهېزګارانو ځنې وى 39|58|یا به وايي كله چې عذاب ویني: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم 39|59|ولې نه! یقینًا تا ته زما ایتونه راغلي وو، نو تا د هغو تكذیب كړى و او تكبر دې كړى و او ته وې له كافرانو نه 39|60|او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته! 39|61|او الله به هغو كسانو ته چې ځان يې (له شرك نه) بچ ساتلى دى، د خپلې كامیابۍ (او فلاح) په وجه نجات وركړي، په داسې حال كې چې دوى ته به نه سختي رسېږي او نه به دوى غمجن كېږي 39|62|الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى 39|63|خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي 39|64|ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو! 39|65|او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې 39|66|بلكې ته خاص د الله عبادت كوه او اوسه له شكر كوونكو ځنې 39|67|او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي 39|68|او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران) 39|69|او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي 39|70|او هر نفس ته به د ده كړى عمل پوره وركړى شي او هغه (الله) ښه عالم دى په هغو عملونو چې دوى يې كوي 39|71|او كافران شوي كسان به دوزخ ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى دغه (دوزخ) ته راشي، (نو) د ده دروازې به پرانستل شي او دوى ته به د دغه (جهنم) نګرانان ووايي: ایا تاسو ته رسولان نه وو راغلي، چې له هم ستاسو نه وو، چې تاسو ته به يې ستاسو د رب ایتونه لوستل او تاسو به يې د خپلې دغې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: ولې نه! (راغلي وو) او لېكن د عذاب خبره په كافرانو باندې ثابته شوې وه 39|72|وبه ویل شي (دوى ته): تاسو د دوزخ په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال كې چې په دغه (دوزخ) كې به تل يئ، نو د تكبر كوونكو استوګنه بده ده 39|73|او هغه كسان به چې له خپل رب نه وېرېدل، جنت ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى ده ته راشي، په دې حال كې چې د ده دروازې به (له مخكې نه) پرانستل شوي وي او دوى ته به د دغه (جنت) نګرانان ووايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو پاك يئ، نو دغو ته داخل شئ، په داسې حال كې چې تل اوسېدونكي به یئ 39|74|او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر ښه دى 39|75|او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلقو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى 40|1|حا، ميم 40|2|د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى 40|3|د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي 40|4|د الله په ایتونو كې جګړې نه كوي مګر هغه كسان چې كافران شوي دي، نو په ښارونو كې د دوى تګ راتګ دې تا تېر نه باسي 40|5|له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم (او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو زما سزا وركول څنګه وو؟ 40|6|او همداسې ستا د رب خبره په هغو كسانو لازمه شوې ده چې كافران شوي دي، چې بېشكه دوى د اور ملګري دي 40|7|(له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته 40|8|اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې 40|9|او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده 40|10|بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه 40|11|(نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟ 40|12|دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو (نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى 40|13|دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې (حق ته) رجوع كوي 40|14|نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي 40|15|(دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه (بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي 40|16|له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى 40|17|نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى 40|18|او ته دوى له نژدې ورځې نه ووېروه كله چې زړونه به له چنغړكو سره وي، په داسې حال كې چې له غم نه به ډك وي، د ظالمانو لپاره به نه هیڅوك پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنله شي 40|19|هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي) 40|20|او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 40|21|ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو (او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و 40|22|دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله دوى ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى 40|23|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و 40|24|فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى 40|25|نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې 40|26|او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه (دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي 40|27|او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري 40|28|او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي (نو بیا خو به) تاسو ته د هغه (عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دا يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي 40|29|اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې 40|30|او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د ورځې له مثل نه وېرېږم 40|31|د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي 40|32|او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم 40|33|هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایت وركوونكى نشته 40|34|او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى 40|35|هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر (جز د) زړه باندې مهر لګوي 40|36|او فرعون وویل: اى هامانه! ته زما لپاره یوه ډېره اوچته ماڼۍ جوړه كړه، ښايي چې زه لارو ته ورسېږم 40|37|داسمانونو لارو ته، بیا د موسٰى الله له بره وګورم او بېشكه زه یقینًا دا دروغجن ګڼم او همداسې فرعون ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى و، او له (حقې) لارې نه منع كړى شوى و او د فرعون چل (او مكر) نه و مګر په تباهۍ كې 40|38|او هغه كس چې ایمان يې راوړى و، وویل: اى زما قومه! تاسو زما پیروي وكړئ چې زه تاسو ته د هدایت لاره وښیم 40|39|اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى 40|40|هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه وركولى شي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي 40|41|او اى زما قومه! په ما څه چل دى چې زه تاسو نجات (او خلاصي) ته راغواړم او تاسو ما اور ته رابلئ 40|42|تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم 40|43|حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما (د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي 40|44|پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى 40|45|نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېركړل 40|46|(د دوزخ) اور (چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كاوه شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ 40|47|او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه: بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه له اور ځنې څه برخه لرې كوونكي يئ؟ 40|48|هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و: بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده 40|49|او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي 40|50|دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې 40|51|بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي 40|52|په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى 40|53|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته هدایت (تورات) وركړى و او بني اسرائیلو ته مو كتاب میراث وركړ 40|54|په داسې حال كې چې د خالصو عقلونو والاو ته هدایت او پند و 40|55|نو (اى نبي) ته صبر وكړه! بېشكه د الله وعده حقه ده او د خپلې ګناه لپاره بخښنه وغواړه او د ورځې په اخره او اوله برخه كې د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه 40|56|بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 40|57|یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي 40|58|او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ 40|59|بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، په ده كې هېڅ شك نشته. او لېكن د خلقو اكثریت ایمان نه راوړي 40|60|او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي 40|61|الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې ارام حاصل كړئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر فضل كولو والا دى او لېكن د خلقو اكثریت شكر نه وباسي 40|62|دغه الله ستاسو رب دى چې د هر شي پیدا كوونكى دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر همدى دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ 40|63|همداسې به (له حق نه) ګرځولى كېدل هغه كسان چې د الله له ایتونو نه به يې انكار كاوه 40|64|الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى 40|65|هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي 40|66|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه له دې نه منع كړى شوى یم چې د هغو (معبودانو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، كله چې ما ته زما د رب له جانبه ښكاره دلیلونه راغلل او ما ته حكم شوى دى چې زه رب العالمین ته تسلیم شم 40|67|دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې د وینې له ټوټې نه: بیا هغه تاسو راوباسي، په داسې حال كې چې واړه (ماشومان) يئ، بیا (هغه ستاسو تربیت كوي)، د دې لپاره چې تاسو خپل قوت (او ځوانۍ) ته ورسېږئ، بیا (مو ژوندي ساتي) د دې لپاره چې زاړه (بوډاګان) شئ، او ځینې په تاسو كې هغه دي چې له دغه (وخت) نه مخكې وفات كولى شي. او (تاسو ساتي) د دې لپاره چې تاسو مقررې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ 40|68|دى همغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي 40|69|ایا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، كوم طرف ته دوى ګرځولى شي؟ 40|70|هغه كسان چې تكذیب كوي د كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو، پس ژر به دوى پوه شي 40|71|كله چې به د دوى په غاړو كې طوقونه او ځنځیرونه وي، چې دوى به راښكلى كېږي 40|72|په ډېرو ګرمو اوبو كې، بیا به دوى (د دوزخ) په اور كې سوځولى شي 40|73|بیا به دوى ته ویلى شي چې چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به شریكول 40|74|له الله نه غیر؟ دوى به ووايي: هغه زمونږ نه ورك شول، بلكې مونږ له دې نه مخكې هېڅ شى نه باله، همداسې الله كافرانو لره ګمراه كوي 40|75|دغه په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه خوشحالي (اولويي) كوله او په سبب د هغه چې تاسو به تكبر كاوه 40|76|تاسو د جهنم په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال چې په دغه (جهنم) كې به همېشه يئ، نو د متكبرینو استوګنځى بد دى 40|77|نو ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو كه خامخا مونږ تا ته ځینې د هغه (عذاب) وښیو چې مونږ يې دوى ته وعده وركوو، یا مونږ تا وفات كړو، نو هم مونږ ته به دوى بېرته راوستلى شي 40|78|او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي 40|79|الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې څاروي پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو په دوى كې په ځینو سورلي كوئ او په دوى كې ځینې تاسو خورئ 40|80|او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ 40|81|او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو نه انكار كوئ؟ 40|82|ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل 40|83|نو كله چې دوى ته د دوى پېغمبران په ښكاره دلیلونو سره راغلل، (نو) دوى به په هغه علم خوشالي (او لويي) شروع كړه چې له دوى سره و، او ګېرچاپېره به شو هغه څه چې دوى به په هغه پورې استهزاء كولې 40|84|نو كله چې به دوى زمونږ عذاب ولیده، دوى به وویل: مونږ په الله ایمان راوړى دى چې ایكي يواځې دى، او مونږ كافران شولو په هغه څیز چې مونږ به د هغه په سبب مشركان وو 40|85|نو دغه (كار داسې) نه و چې دوى ته د دوى ایمان راوړل نفع وركړې وي كله چې دوى زمونږ عذاب ولیده، (دا) ده ايښې طريقه د الله هغه طریقه چې د هغه په بنده ګانو كې تېره شوې ده او په دغه ځاى (او وخت) كې كافران تاوانیان شول 41|1|حا، ميم 41|2|(دغه) نازلول د ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكي له جانبه دي 41|3|داسې كتاب چې د ده ایتونه په تفصیل سره بیان شوي دي، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د هغه قوم لپاره چې پوهېږي 41|4|زېرى وركوونكى او وېروونكى دى، نو د دوى زیاترو مخ وګرځاوه، پس دوى (حق) نه اوري 41|5|او دوى وویل: زمونږ زړونه په پرده كې دي له هغه څه نه چې ته مونږ هغه ته بلې او زمونږ په غوږونو كې كوڼوالى دى اوزمونږ له مينځه او ستا له مینځه پرده ده، نو ته (خپل) عمل كوه، بېشكه مونږ هم (خپل) عمل كوونكي یو 41|6|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى 41|7|هغه كسان چې زكات نه ادا كوي او له اخرت نه هم دوى منكران (كافران) دي 41|8|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه قطع كېدونكى اجر دى 41|9|ته (دوى ته) ووایه: ایا په رښتیا تاسو خامخا كافران كېږئ په هغه ذات چې ځمكه يې په دوه ورځو كې پیدا كړه او تاسو د هغه لپاره شریكان جوړوئ. دغه خو رب العالمین دى 41|10|او دغه (الله) په دغې (ځمكه) كې د دې له پاسه غرونه كېښودل او په هغې كې يې بركت واچوه او په هغې كې يې د دې (د اوسېدونكو) روزي مقدره (په اندازه) كړه په څلورو ورځو كې، په داسې حال كې چې د تپوس كوونكو لپاره برابر دي 41|11|بیا يې د اسمان په طرف اراده وكړه، په داسې حال كې چې هغه یو لوګى و، نو هغه (الله) ده ته او ځمكې ته وویل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، يا په زور سره، دواړو وویل: مونږ په خوښې سره (فرمان منونكي) راځو 41|12|نو دغه يې په دوه ورځو كې اوه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي 41|13|نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو ته (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په مثل عذاب نه وېروم 41|14|كله چې دوى ته خپل رسولان د دوى له مخې او د دوى له شا نه راغلل او (ورته ويې ویل:) چې تاسو له الله نه غیر (د بل هیچا) عبادت مه كوئ. دوى وویل، كه زمونږ رب غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړي وى، پس بېشكه مونږ په هغه څه سره چې تاسو ورسره رالېږل شوي يئ، كفر كوونكي یو 41|15|نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل: په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه 41|16|نو مونږ په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې په دنيايي ژوند كې د رسوايي عذاب وڅكوو، او یقینًا د اخرت عذاب ډېر رسواكوونكى دى، په داسې حال كې چې د دوى به مدد نه كولى شي 41|17|او پاتې شول ثمودیان، نو مونږ دوى ته نېغه لار وښودله، نو دوى په هدایت باندې ړوندوالي ته ترجیح وركړه، نو دوى د سپكوونكي عذاب سختې چغې ونیول، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول 41|18|او مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري به يې كوله 41|19|او (یاده كړه) هغه ورځ چې د الله دښمنان به اور ته راجمع كولى شي، نو دوى به ډلې كولى (او تقسیمولى) شي 41|20|تر دې چې كله دوى ده ته (څنګه) راشي (، نو) په دوى باندې به د دوى غوږونه او د دوى سترګې او د دوى څرمنې ګواهي وركړي، د هغو كارونو چې دوى به كول 41|21|او دوى به خپلو څرمنو ته ووايي: تاسو ولې پر مونږ ګواهي وركړه؟ نو دغه (څرمنې) به ووايي: مونږ هغه الله ګویا كړو چې هر شى يې ګویا كړى دى. او دغه (الله) تاسو اول ځلې پیدا كړي یئ او خاص همده ته به بېرته ورګرځولى شئ 41|22|او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې نه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله په ډېرو هغو كارونو نه عالم كېږي چې تاسو يې كوئ 41|23|او دغه ستاسو هغه (خراب) ګمان دى چې تاسو به په خپل رب (دغه) ګمان كاوه، دغه تاسو هلاك كړئ، نو له تاوانیانو ځنې شوئ 41|24|پس كه دوى صبر وكړي، نو د دوى ځاى اور دى او كه دوى (دالله) رضا كول (او دنیا ته تلل) غواړي، نو دوى له قبول كړى شویو ځنې نه دي 41|25|او مونږ د دوى لپاره ملګري مقرر كړي دي، نو دغو (ملګرو) دوى ته هغه څیزونه ښايسته كړي دي چې د دوى مخې ته دي او د دوى وروسته دي او په دوى (د عذاب) خبره ثابته شوې ده په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې كوم پېریان او انسانان تېر شوي دي. بېشكه چې دوى تاوانیان وو 41|26|او كافران شوي كسان وايي: تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ 41|27|نو مونږ به په كافرانو شویو كسانو خامخا لازمًا ډېر سخت عذاب وڅكوو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته د هغو ټولو بدو عملونو بدله وركړو چې دوى به كول 41|28|دغه د الله د دښمنانو بدله ده، چې اور دى، د دوى لپاره په دغه (اور) كې د همېشه والي كور دى، په داسې حال كې چې (دغه) بدله ده، په سبب د هغه چې دوى زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه 41|29|او كافران شوي كسان به ووايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته هغه دوه تنه وښیه چې د پېریانو او انسانانو ځنې وو، چې مونږ دغه دواړه د خپلو قدمونو له لاندې كړو، د دې لپاره چې دغه دواړه د تر ټولو ښكته خلقو څخه شي 41|30|بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي (، نو) په دوى ملايك نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه 41|31|مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ 41|32|په داسې حال كې چې د ډېر بخښونكي، بې حده رحم كوونكي له جانبه مېلمستیا ده 41|33|او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېك عمل كوئ او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم؟ 41|34|او نېكي او بدي هیڅكله سره نه برابرېږي. ته په هغې طریقې سره جواب وركوه چې تر ټولو ښه وي، نو ناڅاپه به هغه كس چې ستا په مینځ كې او د هغه په مینځ كې دښمني وي، داسې شي ګویا كې هغه ستا ډېر مهربان دوست دى 41|35|او دا (خصلت) نه وركول كېږي مګر هغو كسانو ته چې صبر كوي او دا نه وركول كېږي مګر د ډېرې لويې برخې والا ته 41|36|او كه خامخا تا ته د شیطان له جانبه څه وسوسه راشي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 41|37|او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ 41|38|نو كه دوى تكبر وكړ، نو هغه څوك چې له الله سره دي، هغوى شپه او ورځ د ده پاكي بیانوي، په داسې حال كې چې نه ستړي كېږي 41|39|او د هغه له نښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو (نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړیو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 41|40|بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كاږه روان دي (او غلطې معناګانې كوي)، نو دوى پر مونږ پټ نه دي، ایا نو هغه څوك چې په اور كې غورځولى شي، ډېر غوره دى، یا هغه څوك چې د قیامت په ورځ (له عذاب نه) په امن كې راشي، څه چې ستاسو خوښ وي هغه كوئ، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى 41|41|بېشكه هغه كسان چې په ذكر (قرآن) سره كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى 41|42|باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى 41|43|تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى 41|44|او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته)  ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې دوى ته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي 41|45|او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو په دغه (كتاب) كې اختلاف وكړى شو او كه چېرې هغه كلمه نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى شوې ده، (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى. او بېشكه دوى د ده په هكله خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي 41|46|هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى 41|47|خاص همده ته د قیامت علم ورسپارلى شي۔ او هېڅ مېوې له خپلو غلافونو څخه نه راوځي او نه هېڅ یو ښځه حامله كېږي او نه (بچى) زېږوي مګر د دغه (الله) په علم سره۔ او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (رب) اواز وكړي چې (ستاسو په عقیده) زما شریكان چېرته دي۔؟ دوى به ووايي: مونږ ته خبر كړې چې (اوس) پر مونږ كې هیڅوك (د دې خبرې) ګواهي كوونكى نشته 41|48|او له دوى نه به هغه (معبودان) ورك شي چې له دې نه مخكې به دوى بلل او دوى به یقین وكړي چې د دوى لپاره د تېښتې هېڅ ځاى نشته 41|49|انسان د خیر له غوښتلو نه نه ستړى كېږي او كه ده ته شر (او تكلیف) ورسېږي، نو ډېر ناهېلى، ډېر نا امېده وي 41|50|او كه خامخا مونږ په ده له خپل جانب نه رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (، نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز خامخا تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو 41|51|او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي 41|52|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي 41|53|ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى 41|54|خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى 42|1|حٰمٓ 42|2|عٓسٓقٓ 42|3|(له شروع نه) هغه همداسې وحي كوي تا ته او هغو (پېغمبرانو) ته چې له تا نه مخكې وو، هغه الله چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 42|4|خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دى 42|5|اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 42|6|او هغه كسان چې له ده نه غیر يې نور كارسازان نیولي دي، الله په دوى ښه نګران دى۔ او ته په دوى باندې هېڅ ذمه وار نه يې 42|7|او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته۔، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي 42|8|او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې۔ او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار 42|9|ایا دوى له ده (الله) نه غیر كارسازان (او دوستان) نیولي دي، نو هم دغه الله كارساز دى۔ او هم دى مړي راژوندي كوي او هم دى په هر څیز باندې ښه قادر دى 42|10|او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم 42|11|(دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي۔ او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي۔، د هغه په مثل هېڅ شى نشته۔ او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 42|12|خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي۔، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې۔، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى 42|13|هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې۔، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي 42|14|او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده۔ (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى۔ اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي 42|15|نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه۔ او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړى شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى چې الله نازل كړى دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې ستاسو په مینځ كې انصاف وكړم۔، الله زمونږ رب دى او ستاسو رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي۔ (حق ښه واضح شو، نو زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مينځ كې هېڅ جګړه نشته۔، الله به مونږ ټول سره راجمع كړي۔ او خاص همده ته بېرته ورتلل دي 42|16|او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو۔، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى 42|17|الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم۔ او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي 42|18|دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري۔ او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي۔ او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى۔، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي 42|19|الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى 42|20|هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي 42|21|ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 42|22|ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى 42|23|دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي۔، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى 42|24|ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، ۔ نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي۔ او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى 42|25|او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ 42|26|او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى 42|27|او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي۔ او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى 42|28|او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي۔ او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى 42|29|او د ده له نښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځندهوو پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي۔ او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى 42|30|او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي 42|31|او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او د تاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار 42|32|او د هغه له نښو څخه په سمندر كې روانې بېړۍ دي، چې دغرونو په شان دي 42|33|كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي 42|34|یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي 42|35|او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته 42|36|پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي 42|37|او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي 42|38|او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ انفاق كوي 42|39|او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى (له هغو نه) انتقام اخلي 42|40|او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي 42|41|او یقینًا هغه څوك چې په خپل ځان له ظلم كېدو نه پس بدل واخلي، نو دغه كسان (دي چې) په دوى (د ملامتیا) هېڅ لار نشته 42|42|بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 42|43|او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي 42|44|او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته۔ او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟ 42|45|او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري۔ او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه۔، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي 42|46|او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته 42|47|تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته۔، په دغه ورځ كې به تاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي 42|48|نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي۔، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي۔ او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى 42|49|خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي۔ چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي 42|50|یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى 42|51|او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره۔، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى۔ 42|52|او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله۔، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو۔ او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي 42|53|د هغه الله لارې ته چې خاص هغه لره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي. اګاه شئ! خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځي 43|1|حا، ميم 43|2|قسم دى، په دغه روښانه كتاب 43|3|بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ 43|4|او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد خامخا ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى 43|5|ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ 43|6|او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي 43|7|او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې 43|8|نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال) تېر شوى دى 43|9|او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي 43|10|هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ 43|11|او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ 43|12|او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ 43|13|د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى۔ او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو 43|14|او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو 43|15|او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى 43|16|ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ 43|17|حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي 43|18|او ایا (دوى د الله لپاره مقرروي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویه ولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي 43|19|او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي 43|20|او دوى وايي: كه رحمٰن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى۔، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي 43|21|ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي 43|22|بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو 43|23|او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو 43|24|(دوى ته به د دوى نبي) وویل: او ایا اګر كه ما تاسو ته له هغې (لارې) نه زیاته سمه لاره راوړې وي چې تاسو په هغې باندې خپل پلرونه موندلي دي؟ دوى به ویل: بېشكه مونږ په هغه (دین) كفر كوونكي یو چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ 43|25|نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو ته وګوره د تكذیب كوونكو انجام څنګه و 43|26|او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ 43|27|غیر له هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینًا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي 43|28|او هغه (ابراهیم) دغه (د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي 43|29|بلكې ما دوى او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر هغه پورې چې دوى ته حق (قرآن) او ښكاره بیانوونكى رسول راغى 43|30|او كله چې دوى ته حق راغى دوى وویل: دا جادو دى، او بېشكه مونږ له ده نه انكار كوونكي یو 43|31|او دوى وویل: دا قرآن په دوه كلیو (ښارونو) كې په یو غټ سړي ولې نه نازلاوه شي؟ 43|32|ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي 43|33|او كه دا (خطره) نه وى چې خلق به ټول یوه ډله (كافران شي) نو مونږ به خامخا د هغه چا لپاره چې په رحمٰن كافران كېږي، د دوى كورونو ته به مو د سپینو زرو چتونه او داسې پوړۍ ګرځولې وى چې دوى به په هغو پاس ختلى 43|34|او د دوى د كوټو لپاره به مو (د سپینو زرو) دروازې او تختونه جوړ كړي وى چې دوى به په هغو تكیه وهلې 43|35|او له سرو زرو نه (دغه او نور زينتونه به مو وركړي وى) او نه دي دغه (ټول څیزونه) مګر د دنيايي ژوند سامان دى۔ او اخرت ستا د رب په نېز د متقیانو (پرهیزګارانو) لپاره دى 43|36|او هر هغه څوك چې د رحمٰن له ذكر نه ځان ړوند كړي (، نو) مونږ به په ده باندې یو شیطان مسلط كړو، نو هغه به له ده سره تل ملګرى وي 43|37|او بېشكه دغه (شیطانان) یقینًا دوى (خپل ملګري) له حقې لارې نه منع كوي او دوى ګمان كوي چې بېشكه دوى هدایت موندونكي دي 43|38|تر هغه پورې چې كله دا مونږ ته راشي (نو) وايي به: اى كاشكې! زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې د مشرق او مغرب هومره لرې والى وى، پس (دا) بد ملګرى دى 43|39|او كله چې تاسو ظلم كړى دى (نو) تاسو ته به نن ورځ دا خبره له سره نفع درنـكړي چې بېشكه تاسو (او شیطانان ټول) په عذاب كې سره شریك یئ 43|40|ایا نو ته به كڼو ته اورول وكړې، یا به ړندو ته لار ښوونه وكړې او هغه چا ته چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى؟ 43|41|نو كه تا مونږ لازمًا بوځو، نو بېشكه مونږ له دوى نه انتقام اخيستونكي یو 43|42|ایا مونږ تا ته خامخا هغه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كړې ده، نو بېشكه مونږ په دوى پوره قدرت لرونكي یو 43|43|نو ته په هغه (قرآن) منګلې ولګوه چې تا ته وحي كړى شوى دى، بېشكه ته په نېغه لار يې 43|44|او بېشكه دا (قرآن) تا لپاره او ستا د قوم لپاره ذكر (او نصیحت) دى۔ او ژر ده چې له تاسو نه به پوښتنه وكړى شي 43|45|او ته زمونږ له هغو رسولانو نه تپوس وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي۔، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې د دوى عبادت كولى شي 43|46|او یقینًا یقینًا مونږ موسی زمونږ له نښو سره فرعون او د هغه سردارانو ته لېږلى و، پس ده وویل: بېشكه زه د رب العلمین رسول یم 43|47|نو كله چې هغه دوى ته زمونږ په واضحو نښو سره راغى، ناڅاپه دوى په هغو (نښو) پورې خندل 43|48|او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي 43|49|او دوى (فرعونیانو) وویل: اى جادوګره! (عالمه!) ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه، د هغې وعدې په سبب چې تا سره يې كړې ده۔، بېشكه مونږ خامخا هدایت موندونكي یو 43|50|نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ، په هماغه وخت كې به دوى (وعده) ماتوله 43|51|او فرعون په خپل قوم كې اواز وكړ، ويې ويل: اى زما قومه! ايا د مصر باچايي زما نه ده؟ او دغه ولې چې زما له لاندې بهېږي؟ ایا نو تاسو نه وینئ 43|52|بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي 43|53|پس په ده باندې د سرو زرو بنګړي (وښي) ولې نه غورځول كېږي، یا له ده سره ملايك صف تړلي (پیوسته) ولې) نه راځي 43|54|نو خپل قوم يې بې وقوفه وګرځاوه، نو دوى د ده خبره ومنله، بېشكه دوى فاسقان خلق وو 43|55|نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (، نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل 43|56|نومونږ دوى پیشوایان او مثال وګرځول د وروستنیو خلقو لپاره 43|57|او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې 43|58|او ويې ويل: ایا زمونږ معبودان غوره دي، یا كه هغه؟ دوى تا ته دا (مثال) بیان نه كړ مګر د جګړې لپاره۔ بلكې دوى ډېر جګړه كوونكى قوم دى 43|59|دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ په ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و 43|60|او كه مونږ غوښتلي وى (نو) مونږ به ستاسو په ځاى په ځمكه كې ملايك پیدا كړي وى، چې خلیفګان شوي به وى 43|61|او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ۔، دا نېغه لار ده 43|62|او شیطان دې تا (له دې نېغې لارې نه) له سره وا نه ړوي، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى 43|63|او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل: (اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 43|64|بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ۔، دغه نېغه لاره ده 43|65|نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى 43|66|دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت چې په دوى به ناڅاپه راشي، او دوى به نه پوهېږي 43|67|په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي۔، غیر له متقیانو نه 43|68|اى زما بنده ګانو! نن ورځ په تاسو وېره نشته او نه به تاسو غمژن كېږئ 43|69|هغه كسان چې زمونږ په ایتونو يې ایمان راوړى دى او دوى مسلمانان وو 43|70|(دوى ته به ویلى شي:) تاسو جنت ته ننوځئ، تاسو او ستاسو ښځې، تاسو به خوشالولى شئ 43|71|په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي۔ او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ 43|72|او دغه هغه جنتونه دي چې تاسو ته د هغو عملونو په سبب په میراث كې دركړى شول چې تاسو به كول 43|73|تاسو لپاره په دغو كې ډېرې مېوې دي چې تاسو به له هغو ځنې خوراك كوئ 43|74|بېشكه مجرمان به د جهنم په عذاب كې تل پاتې كېدونكي وي 43|75|چې دغه (عذاب) به له دوى څخه نه كمولى شي او دوى به په دغه (عذاب) كې نا امېده اوسي 43|76|او مونږ په دوى ظلم نه دى كړى او لېكن هم دوى پخپله ظالمان وو 43|77|او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ 43|78|یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته حق راوړى و او لېكن ستاسو زیاتره حق لره بدګڼونكي دي 43|79|ایا بلكې دوى د یو كار پخه اراده كړې ده۔، نو بېشكه مونږ (هم) خپل (تدبیر) محكم كوونكي یو 43|80|ایا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه 43|81|ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې د رحمٰن لپاره اولاد وى، نو زه به (د هغه) ترټولو اول عبادت كوونكى وم 43|82|پاكي ده د اسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي 43|83|نو ته دوى پرېږده چې (په باطلو خبرو كې) غوټې وهي او لوبې كوي تر هغه پورې چې دوى د خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته به يې وعده وركولى شوه 43|84|او هم دى هغه دى ذات چې په اسمان كې معبود دى او په ځمكه كې (هم) معبود دى، او هم دى ډېر حكمت والا، ښه پوه دى 43|85|او ډېر بركت ناك دى هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او د هغه څه چې د دغو دواړو په مينځ كې دي او خاص له هغه سره د قیامت د علم دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى شئ 43|86|او هغه معبودان چې دوى يې له دغه (الله) نه غیر بلي؛ د شفاعت هېڅ اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د حق ګواهي يې وركړې وي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي 43|87|او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې دوى چا پیدا كړي دي (نو) دوى به خامخا ضرور ووايي: الله (پیدا كړي دي) نو كوم طرف ته دوى ګرځول كېږي؟ 43|88|او قسم دى د دغه (رسول) په دې وینا چې اى زما ربه! بېشكه زما دا قوم ایمان نه راوړي 43|89|نو ته له دوى نه مخ وګرځوه او ووایه: سلام۔، پس ژر به دوى پوه شي 44|1|حا، ميم 44|2|قسم دى په بیانوونكي كتاب 44|3|بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو 44|4|په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي 44|5|زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ (د رسولانو) لېږونكي وو 44|6|ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 44|7|چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي۔، كه تاسو یقین كوونكي يئ 44|8|نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي۔، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى 44|9|بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي 44|10|پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي 44|11|چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى 44|12|اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو 44|13|دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و 44|14|بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل: (دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى 44|15|بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو۔، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ 44|16|(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو 44|17|او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و۔ او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و 44|18|چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم 44|19|او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم 44|20|او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ 44|21|او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ 44|22|بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى 44|23|نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي 44|24|او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر 44|25|دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې 44|26|او فصلونه او ډېر د عزت ځاى 44|27|او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو 44|28|همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل 44|29|نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو 44|30|او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل 44|31|له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و 44|32|او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره (په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو) 44|33|او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و 44|34|بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي 44|35|نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو 44|36|نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ 44|37|ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو 44|38|او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو 44|39|مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره۔ او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي 44|40|بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده 44|41|هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي 44|42|لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى 44|43|بېشكه د زقوم ونه 44|44|د غټ ګناهګار خوراك دى 44|45|د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي 44|46|د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان 44|47|تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ 44|48|بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ 44|49|(ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې 44|50|بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه 44|51|بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي 44|52|په جنتونو كې 44|53|دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي 44|54|همداسې به وي۔ او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو 44|55|دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي 44|56|دوى به په دغو كې مرګ نه څكي۔ غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي 44|57|د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده 44|58|پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي 44|59|نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي 45|1|حا، ميم 45|2|د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 45|3|بېشكه په اسمانونو او ځمكه كې د مومنانو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي 45|4|او ستاسو په پیدا كولو كې او په هغه څه كې چې ده هر قسمه خوځنده خواره كړي دي۔؛ د هغه قوم لپاره نښې دي چې یقین كوي 45|5|او د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغه كې چې الله له اسمان (بره) نه رزق (باران) نازل كړى دى، بیا يې په هغه سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كړې ده او د هواګانو په بدلولو رابدلولو كې د هغو خلقو لپاره نښې دي چې له عقل نه كار اخلي 45|6|دغه د الله دلیلونه دي چې مونږ يې په حقه سره په تا لولو، نو دوى به د الله او د هغه له ایتونو نه وروسته په كومې خبرې ایمان راوړي؟ 45|7|د هر سخت دروغ تړونكي، سخت مجرم لپاره هلاكت دى 45|8|د الله ایتونه اوري چې په ده لوستل كېږي، بیا ښه كلكېږي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا (ایتونه) نه دي اورېدلي۔، نو ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 45|9|او كله چې دى زمونږ له ایتونو نه څه معلوم كړي، نو هغه مسخره ونيسي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى 45|10|د دوى مخې ته جهنم دى او د دوى كړي عملونه به د دوى هېڅ په كار رانشي او نه هغه چې دوى له الله نه غیر كارسازان نیولي وو۔ او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى 45|11|دا (قرآن) هدایت دى۔ او هغه كسان چې د خپل رب په ایتونو كافران شوي دي۔؛ د هغوى لپاره د ډېر دردوونكي عذاب سزا ده 45|12|الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كشتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ 45|13|او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي۔، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي 45|14|(اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري۔، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي 45|15|هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ 45|16|او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیلو ته كتاب او حكم او نبوت وركړى و او دوى ته مو پاكیزه څیزونه روزي كړي وو او مونږ دوى ته (د خپلې زمانې) په خلقو فضیلت وركړى و 45|17|او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه 45|18|بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي 45|19|بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى 45|20|دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي 45|21|ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي 45|22|او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كولى شي 45|23|ایا نو تا هغه كس لیدلى دى چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى او الله هغه په علم باندې ګمراه كړ او د هغه په غوږونو او د هغه په زړه يې مهر ولګاوه، او د هغه په سترګو يې پرده واچوله، نو ده ته به له الله نه بعد څوك هدایت وكړي۔، ایا نو تاسو پند نه اخلئ! 45|24|او دوى وايي: دغه (ژوندون) نشته مګر زمونږ دنيايي ژوند چې مړه كېږو او ژوندي كېږو او مونږ نه هلاكوي مګر زمانه۔ او دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته، دوى يواځې ګمانونه چلوي 45|25|او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي، (نو) د دوى دلیل نه وي مګر دا چې وايي: تاسو زمونږ (مړه) پلرونه راولئ كه تاسو رښتيني يئ 45|26|ته دوى ته ووایه: الله تاسو ژوندي كوي، بیا هغه تاسو مړه كوي بیا هغه تاسو د قیامت ورځې ته راجمع كوي چې په هغې كې هېڅ شك نشته او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي 45|27|او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او په هغه ورځ كې چې قیامت به قايم شي، په دغه ورځ كې به باطل پرستان تاوانیان شي 45|28|او ته به هر امت په ځنګنونو پروت وینې۔، هر امت به خپل كتاب (اعمالنامې) ته راوبللى شي۔، نن ورځ به تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول 45|29|دا زمونږ كتاب دى چې پر تاسو باندې په حقه سره ګواهي كوي۔، بېشكه مونږ هغه عملونه لیكل چې تاسو به (په دنیا كې) كول 45|30|نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو خپل رب به دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، هم دغه ښكاره كامیابي ده 45|31|او پاتې شو هغه كسان چې كافران شوي دي (نو دوى ته به وویل شي:) ایا نو تاسو ته زما ایتونه نه لوستل كېدل، بیا تاسو تكبر وكړ او تاسو مجرمان خلق وئ 45|32|او كله چې به (تاسو ته) وویل شو چې بېشكه د الله وعده حقه ده او قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته۔، تاسو به ویل: مونږ نه پوهېږو قیامت څه شى دى؟ مونږ خو بس یو ګمان كوو، ګمان كول او مونږ له سره یقین كوونكي نه یو 45|33|او دوى ته به د خپلو عملونو بدۍ ښكاره شي او دوى به ګېر كړي هغه (عذاب) چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې 45|34|او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته 45|35|دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ۔، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي 45|36|نو ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې د اسمانونو رب دى او د ځمكې رب دى، د عالمونو رب دى 45|37|او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى 46|1|حا، ميم 46|2|د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 46|3|مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره۔ او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي 46|4|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راكړئ چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ دوى په ځمكه كې څه پیدا كړي دي؟ یا دوى لره په (پیدا كولو د) اسمانونو كې څه شراكت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب راوړئ، یا له علمه څه باقي علامه۔، كه تاسو رښتيني یئ 46|5|او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي 46|6|او كله چې (ټول) خلق (د حساب لپاره په محشر كې) راجمع كړى شي دغه (معبودان) به د دوى دښمنان وګرځي او د دغو (عبادت كوونكو) له عبادت نه به منكر شي 46|7|او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستلى شي، په داسې حال كې چې ښه واضح دي (، نو) كافران شوي كسان د حق په باره كې وايي، كله چې دوى ته راغى: دا ښكاره جادو دى 46|8|بلكې ایا دوى وايي: ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې دا ما له ځانه جوړ كړى وي، نو تاسو زما لپاره له الله نه (د بچ كولو لپاره) د هېڅ شي اختیار نه لرئ، هغه په هغو خبرو ښه عالم دى چې تاسو په هغو كې لګیا يئ، هغه زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ښه كافي ګواه دى۔ او همدغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 46|9|ته (دوى ته) ووایه: زه په رسولانو كې اول (او نوى رسول) نه یم (بلكې له ما نه مخكې هم رسولان تېر شوي) او زه بېخي نه پوهېږم چې زما سره او تاسو سره به څه كولى شي، زه خو يواځې د هغه څه پیروي كوم چې ما ته وحي كولى شي او زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم 46|10|ته (دوى ته) ووايه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې دا (قرآن) د الله له جانبه وي او تاسو په ده سره كافران شوي یئ او د بني اسرائیلو یو ګواه د دې په مثل سره ګواهي كړې ده، پس هغه ایمان راوړ او تاسو لويي وكړه، بېشكه الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي 46|11|او كافران شویو كسانو د هغو كسانو په هكله وویل چې ایمان يې راوړى دى: كه چېرې دا (ایمان، قرآن) خیر (او غوره كار) وى، نو دوى به ده ته زمونږ نه مخكې شوي نه وو۔ او چونكه دغو (كافرانو) په دغه (قرآن) سره نېغه لاره ونه موندله، نو ځكه دوى به ضرور وايي: دا ډېر پخواني دروغ دي 46|12|حال دا چې له ده نه مخكې د موسٰی كتاب و، چې لار ښوونكى او رحمت و او دا (قرآن) یو تصدیق كوونكى كتاب دى، په داسې حال كې چې په عربي ژبه دى، د دې لپاره چې هغه كسان ووېروي چې ظلم یې كړى دى او نېكي كوونكو لپاره زېرى دى 46|13|بېشكه هغه كسان چې وايي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ودرېږي، نو په دوى به نه څه وېره وي او نه به دوى غمګین كېږي 46|14|دغه كسان د جنت ملګري دي، چې په ده كې به تل ترتله وي، (دوى ته به) بدله وركولى شي د هغو (نېكو) عملونو په سبب چې دوى به كول 46|15|او مونږ انسان ته له خپل مور او پلار سره د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى۔، د ده مور دى د سختۍ په حالت كې (په خېټه كې) پورته كړى او دى يې د سختۍ په حالت كې زېږولى دى او د ده حمل او له تي نه د ده، پرېكولو (غوڅولو، د دواړو) موده دېرش میاشتې ده، تر هغه پورې چې كله دى خپل قوت ته ورسېده او څلوېښتو كالو ته ورسېده، ده وویل: اى زما ربه! ته ما ته (الهام او) توفیق راكړه چې زه ستا د هغه نعمت شكر ادا كړم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام كړى دى او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې او ته زما په اولاد كې صلاحیت (او نېكي) كېږده، بېشكه ما تا ته توبه كړې ده او بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم 46|16|دغه كسان دي چې مونږ له دوى نه د دوى په عملونو كې تر ټولو ښه قبلوو او د دوى له ګناهونو نه تېرېږو، په داسې حال كې چې د جنت په ملګرو كې به وي (الله كړې ده) هغه رښتینې وعده چې له دوى سره یې وعده كولى شوه 46|17|او هغه سړى چې خپل مور او پلار ته يې وویل: تاسو دواړو ته دې خرابي وي (زه له تاسو دواړو زړه تنګى یم) ایا تاسو ما ته دا وعده راكوئ چې زه به (ژوندى) راوېستلى كېږم، حال دا چې له ما نه مخكې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي او هغو دواړو الله ته فریاد كاوه (او ورته ویل يې:) تا لره هلاكت دى، ایمان راوړه! بېشكه د الله وعده حقه ده۔، نو دى (په جواب كې) وايي: دا نه دي مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې 46|18|دغه هغه كسان دي چې په دوى باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي له پېریانو او انسانانو ځنې، بېشكه دوى تاوانیان وو 46|19|او د هرې یوې (ډلې) لپاره د دوى د كړو عملونو په سبب (بېلې بېلې) مرتبې دي، او د دې لپاره چې دوى ته د دوى عملونه پوره وركړي، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي 46|20|او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته پېش كولى شي (او ورته به وویل شي:) تاسو خپل خوندونه (او نعمتونه) په خپل دنيايي ژوند كې ختم كړي دي او تاسو له هغو نه فايده اخيستې ده، نو نن ورځ به تاسو ته د ذلت د عذاب بدله دركولى شي، په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه تكبر كاوه او په سبب د دې چې تاسو به نافرماني كوله 46|21|او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه۔، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم 46|22|دوى وویل: (اى هوده!) ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږ له خپلو معبودانو نه واړوې، پس ته پر مونږ هغه (عذاب) راوله چې ته يې مونږ ته وعده راكوې۔، كه ته له رښتینو ځنې يې 46|23|ده وویل: بېشكه همدا خبره ده چې (د عذاب د راتلو) علم خو له الله سره دى او زه تاسو ته هغه څه دررسوم چې په هغو سره زه رالېږل شوى یم او لېكن زه تاسو داسې قوم وینم چې له جهالت نه كار اخلئ 46|24|نو كله چې دوى هغه (عذاب) ولیده، چې د پلنې ورېځې په شكل كې د دوى میدانونو ته مخ كوونكى و، دوى وویل: دا پلنه ورېځ ده، پر مونږ باران وروونكې ده، (نو هود وویل) بلكې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو د ده تلوار كاوه، باد دى چې په ده كې دردوونكى عذاب دى 46|25|چې د خپل رب په حكم سره هر شى هلاكوي، نو دوى سبا ته داسې شول چې يواځې د دوى (خالي) كورونه لیدل كېدل، مونږ همداسې مجرم قوم ته بدله وركوو 46|26|او یقینًا یقینًا مونږ هغوى ته په هغو څیزونو كې دومره قوت (او قدرت) وركړى و چې تاسو ته مو په هغو كې قدرت نه دى دركړى او د هغوى لپاره مونږ غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي وو، نو له دوى نه د دوى غوږونو او نه د دوى سترګو او نه د دوى زړونو هېڅ شى (عذاب) دفع نه كړى شو، ځكه چې دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او دوى هغه (عذاب) راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې 46|27|او یقینًا یقینًا مونږ هغه كلي چې ستاسو چاپېره دي، هلاك كړل او مونږه ایتونه مكرر بیان كړي دي، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه) راوګرځي 46|28|نو د دوى مرسته هغو (معبودانو) ولې ونه كړه چې دغو (خلقو دوى) د تقرب لپاره له الله نه غیر معبودان ګرځولي وو، بلكې دغه (معبودان په دغه وخت كې) له دوى نه ورك شول او دغه د دوى غټ دروغ دي او هغه څه دي چې دوى به له ځانه جوړول 46|29|او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو 46|30|دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو۔، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي 46|31|اى زمونږ قومه! تاسو د الله د بلونكي وینا قبوله كړئ او په ده ایمان راوړئ، چې هغه (الله) تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او تاسو له ډېر دردوونكي عذاب نه خلاص (او بچ) كړي 46|32|او څوك چې د الله د بلونكي خبره قبوله نه كړي، نو دغه كس په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكى نه دى او د ده لپاره له دغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (او مددګاران) نشته او دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي 46|33|او ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او د دغو په پیدا كولو سره نه دى ستړى شوى، یقینًا په دې قادر دى چې مړي ژوندي كړي؟ ولې نه! بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 46|34|او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته وړاندې كولى شي (او ورته وبه ویل شي:) ایا دا حق (اورښتیا) نه دى، دوى به ووايي: ولې نه! زمونږ دې په خپل رب قسم وي۔! الله به ووايي: نو تاسو عذاب وڅَكئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه 46|35|نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى او د دوى په هكله (د عذاب) تلور مه كوه، ګویاكې دوى به هغه ورځ (كې) چې هغه (عذاب) وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شوه، داسې وي چې دوى وخت نه دى تېر كړى مګر د ورځې یوه ګړۍ، (دا قرآن) پېغام دى، پس هلاك كولى نه شي مګر فاسقان خلق 47|1|هغه كسان چې كافران شوي دي او (خلق يې) د الله له لارې نه منع كړي دي۔؛ هغه (الله) د دوى (نېك) عملونه خراب (او ضايع) كړي دي 47|2|او هغه كسان چې ایمان يې راوړ او نېك عملونه وكړل او په هغه (قرآن) يې ایمان راوړ چې په محمد (ﷺ) نازل كړى شوى دى۔ او همدغه د دوى د رب له جانبه حق دى (نو) هغه (الله) به له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي او د دوى حال به ښه كړي 47|3|دغه په دې سبب چې یقینًا كافران شویو كسانو د باطل پیروي كړې ده او یقینًا هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى د خپل رب له جانبه د حق پېروي كړې ده۔، همداسې الله خلقو ته د دوى مثالونه (او احوال) بیانوي 47|4|نو كله چې تاسو له كافران شویو خلقو سره (په جنګ كې) مخامخ شئ، نو (اول كار د دوى) د څټونو وهل دي، تر هغه پورې چې كله تاسو دوى ښه ډېر ووژنئ، نو بیا تړل ښه مضبوط كړئ (بیا رسۍ ښې مضبوطې وتړئ) بیا له دې نه بعد یا خو احسان كول دي (په دوى احسان وكړئ) او یا خو فدیه كول دي (د عوض په بدل كې يې ازاد كړئ) (له دوى سره جنګ كوئ) تر هغه پورې چې جنګ (والا) خپلې وسلې كېږدي، دغه (د الله حكم) دى او كه الله غوښتلي وى (نو) له دوى نه به يې خامخا بدل اخيستى و او لېكن د دې لپاره (يې تاسو ته د جهاد حكم وكړ) چې ستاسو ځینې په ځینو نورو سره وازمايي، او هغه كسان چې د الله په لاره كې ووژل شي، نو هغه (الله) به د دوى عملونه له سره ضايع نه كړي 47|5|هغه (الله) به دوى ته خامخا لار ښوونه وكړي او د دوى حال به ښه كړي 47|6|او دوى به جنت ته داخل كړي چې هغه يې دوى ته ورښودلى دى 47|7|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د الله مدد وكړئ، هغه به ستاسو مدد وكړئ او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي 47|8|او هغه كسان چې كافران شوي دي، نو د دوى لپاره هلاكوالى دى او هغه (الله) د دوى عملونه ضايع كړي دي 47|9|دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل 47|10|ایا نو دوى په ځمكه كې نه ګرځې، نو چې ووینې چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، الله په دوى تباهي راوسته، او د كافرانو لپاره د دغه (انجام) په مثل مثالونه شته 47|11|دغه ځكه چې یقینًا الله د هغو كسانو دوست (او مددګار) دى چې ایمان يې راوړى دى او دا چې یقینًا كافران (چې دي) د دوى لپاره مددګار (او دوست) نشته 47|12|بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، داسې جنتونه ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى فايده اخلي او خوراك كوي لكه څنګه چې څاروي خوراك كوي او اور د دوى استوګنه ده 47|13|او ډېر داسې كلي چې هغه ستا له هغه كلي نه چې ته يې اېستلى يې؛ په قوت كې زیات سخت وو؛ مونږ هغوى هلاك كړل، نو د هغوى هیڅوك مددګار نه و 47|14|ایا نو هغه كس چې د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل (روان) وي د هغه كس په شان دى چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى وي او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې وي 47|15|د هغه جنت حال (او صفت) چې پرهېزګارانو ته يې وعده وركړى شوې ده، په هغو كې د داسې اوبو ولې دي چې خرابېدونكې نه دي او د داسې شيدو (پيو) ولې دي چې خوند (او مزه) به يې تغیر نه مومي (نه خرابېږي) او د داسې شرابو ولې دي چې څښونكو ته مزه وركوونكي وي او د صفا كړى شویو شاتو ولې دي او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هر قسمه مېوې دي او د خپل رب له جانبه مغفرت دى (ایا دغه كس) د هغه چا په شان دى چې هغه په اور كې تل ترتله وي او په دوى ډېري ګرمې اوبه ورڅښولى شي، نو د دوى كولمې به ټوټې ټوټې كړي 47|16|او په دوى كې ځینې هغه دي چې تا ته غوږ ږدي تر دې چې كله ستا له خوا نه بهر ووځي، (نو) هغو كسانو ته ووايي چې علم ورته وركړى شوى دى: ده (محمدﷺ) اوس څه وویل؟ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې ده 47|17|او هغه كسان چې هدایت يې موندلى دى، هغه (الله) دوى ته هدایت ورزیات كړى دى او دوى ته يې د دوى پرهېزګاري وركړې ده 47|18|نو دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت (یعنې) چې په دوى ناڅاپه راشي، نو یقینًا د ده نښې راغلې دي، نو د دوى لپاره به د دوى پند اخيستل څنګه (مفید) وي چې كله په دوى (قیامت) راشي 47|19|نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى 47|20|او هغه كس چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي 47|21|(دوى وايي: زمونږ كار) اطاعت دى او نېكه خبره كول دي، نو كله چې كار (د جهاد) فرض (او لازم) شي، نو كه دوى له الله سره صدق كړى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېر غوره و 47|22|نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ 47|23|دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى، نو دوى يې كاڼه كړي دي او د دوى سترګې يې ړندې كړې دي 47|24|ایا نو دوى په قرآن كې فكر نه كوي، بلكې (د دوى) په زړونو د دغو تالې پرتې دي 47|25|بېشكه هغه كسان چې په خپلو شاګانو (له ایمانه) بېرته ګرځېدلي دي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى ته شیطان (خپل عملونه) ښايسته كړي دي او دوى ته يې مهلت ښكاره كړى دى 47|26|دغه په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو۔ او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي 47|27|نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او د دوى شاګانې وهي 47|28|دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل 47|29|ایا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي 47|30|او كه مونږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى خامخا په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې۔ او الله ستاسو په عملونو عالِم دى 47|31|او مونږ به تاسو خامخا ضرور ازمایو تر دې چې مونږ په تاسو كې جهاد كوونكي وپېژنو (ظاهر كړو) او صبر كوونكي او ستاسو خبرونه وازمایو 47|32|بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع شوي دي او د رسول مخالفت كوي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى به الله ته له سره هېڅ شى ضرر ونه رسولى شي او هغه به ضرور د دوى عملونه برباد كړي 47|33|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله اطاعت كوئ او د رسول اطاعت كوئ او خپل عملونه مه تباه كوئ 47|34|بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع كېږي، بیا دوى په داسې حال كې مړه شي چې كافران دي، نو الله به دوى ته له سره بخښنه ونه كړي 47|35|نو تاسو سستي مه كوئ او سولې ته بلنه مه وركوئ، په داسې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي 47|36|بېشكه هم دا خبره ده چې دنيايي ژوند خو بس لوبې او مشغولتیا ده او كه تاسو ایمان راوړئ او پرهېزګاره شئ (نو) هغه به تاسو ته ستاسو اجرونه دركړي او له تاسو نه به ستاسو مالونه ونه وغواړي 47|37|كه هغه له تاسو نه دغه (مال) وغواړي، پس په تاسو ښه كوشش وكړي (نو) تاسو به بخل وكړئ، او هغه (الله) به ستاسو پټې كينې راوباسي 47|38|خبردار شئ! تاسو اى دغو كسانو! تاسو رابللى شئ، د دې لپاره چې تاسو د الله په لاره كې مال ولګوئ، نو په تاسو كې ځینې بخل كوي او څوك چې بخل وكړي، نو یقینًا هم دا خبره ده چې هغه له خپل ځان نه (د خير په منع كولو سره) بخل كوي او هم دا الله غني (ښه بې پروا) دى او هم تاسو فقیران یئ۔ او كه تاسو وګرځېدئ (نو) هغه به له تاسو نه غیر بل قوم په بدل كې راولي، بیا به هغوى ستاسو په شان نه وي 48|1|بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح 48|2|د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېرې شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي 48|3|او د دې لپاره چې الله ستا مدد وكړي، زبردست مدد كول 48|4|دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي۔ او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 48|5|د دې لپاره چې هغه مومنان سړي او مومنې ښځې داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي او (د دې لپاره چې) هغه (الله) له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي، او دغه د الله په نیز ډېره لویه كامیابي ده 48|6|او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى 48|7|او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى 48|8|بېشكه مونږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې 48|9|د دې لپاره چې تاسو (اى خلقو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ 48|10|بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي۔، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى، نو هغه چا چې (دا بیعت) مات كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې ماتوي او هغه څوك چې په هغه څه وفا وكړي چې په هغه يې له الله سره عهد كړى دى، نو ده ته به هغه خامخا ډېر لوى اجر وركړي 48|11|ژر ده چې تا ته په اَعرابو كې وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي: مونږ خپلو مالونو او خپلوكورنيو مشغول كړي وو، لهٰذا ته زمونږ لپاره بخښنه وغواړه۔، دوى په خپلو ژبو سره هغه خبرې وايي چې د دوى په زړونو كې هغه نشته، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو لپاره د الله (له عذاب) نه څوك د څه شي اختیار لرلى شي، كه هغه (الله) تاسو ته د ضرر رسولو اراده وكړي، یا تاسو ته د نفعې رسولو اراده وكړي، بلكې الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى 48|12|بلكې (اصل خبره دا ده چې) تاسو دا ګمان كړى و چې رسول او مومنان به خپلو كورنيو ته هېڅ كله هم بېرته له سره را ونه ګرځي او دغه خبره ستاسو په زړونو كې ښايسته كړى شوه او تاسو ګمان وكړ، بدګمان، او تاسو هلاكېدونكى قوم شوئ 48|13|او هر څوك چې په الله او د هغه په رسول ایمان رانه وړي، نو بېشكه مونږ د كافرانو لپاره لمبې وهونكى اور تیار كړى دى 48|14|او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده، چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 48|15|ژر به وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي، كله چې تاسو غنیمتونو ته روان شئ، د دې لپاره چې هغه راونیسئ: تاسو مونږ پرېږدئ چې تاسو پسې روان شو، دوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو به زمونږ پسې له سره رانشئ، الله همداسې مخكې له دې نه فرمایلي دي: بیا به ژر چې دوى ووايي: بلكې تاسو زمونږ سره حسد كوئ۔ (داسې نه ده) بلكې دوى نه پوهېدل مګر ډېر لږ څه 48|16|په اعرابو كې وروسته پاتې كړى شویو كسانو ته ووایه: ژر ده چې تاسو به له داسې قوم سره (د جنګ كولو) لپاره راوبللى شئ، چې د ډېر سخت جنګ والا دي، تاسو به له هغوى سره جنګ كوئ، یا به هغوى مسلمانېږي، نو كه تاسو اطاعت وكړئ، الله به تاسو ته ډېر ښه اجر دركړي او كه تاسو وګرځېدئ، لكه چې له دې نه مخكې ګرځېدلي وئ۔ (نو) هغه به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي 48|17|نه په ړانده باندې څه ګناه شته او نه په ګوډ باندې څه ګناه شته او نه په بېمار باندې څه ګناه شته۔ او څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي (نو) هغه (الله) به دغه (كس) داسې جنتونو ته داخل كړې چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او څوك چې (د الله له احكامو نه) مخ واړوي (، نو) هغه (الله) به ده ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي 48|18|یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ 48|19|او ډېر غنیمتونه چې دوى به هغه راحاصل كړي۔ او الله له همېشه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 48|20|الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي 48|21|او نور داسې (غنیمتونه) دي چې تاسو لا په هغو قادر شوي نه یئ، یقینًا الله هغه راګېر كړي دي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 48|22|او كه كافران شویو كسانو له تاسو سره جنګ كړى وى (نو) دوى به خامخا شاګانې ګرځولې وى، بیا به دوى نه څوك كارساز موندلى و او نه كوم مددګار 48|23|الله هغه طریقه جاري كړې ده چې له دې نه مخكې تېره شوې ده او ته به د الله طریقې لره له سره څه تبدیلې ونه مومې 48|24|او دى همغه ذات دى چې له تاسو نه يې د هغوى لاسونه بند كړل او له هغوى نه يې ستاسو لاسونه بند كړل، د مكې په داخل كې، وروسته له دې چې تاسو يې پر هغوى غالب كړئ، او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى 48|25|دوى هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، او تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي يئ او قربانۍ (د هدي څاروي هم)، په دې حال كې چې له دې نه بندې كړى شوي دي چې خپل د حلالې ځاى ته ورسېږي۔ او كه چېرې څه مومن سړي او څه مومنې ښځې نه وى، چې تاسو دوى نه پېژندل، دا چې تاسو به دوى پايمال كړئ، بیا به تاسو ته د دوى په وجه ګناه ورسېږي (، نو د جنګ اجازت به يې دركړى و، خو در يې نه كړ) د دې لپاره چې الله په خپل رحمت كې هغه څوك داخل كړي چې يې غواړي، كه دغه (مسلمانان له كفارو نه) جدا شوي وى، نو مونږ به خامخا په دغو (د مكې په اوسېدونكو) كسانو كې كافران شویو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب وركړى و 48|26|كله چې كافران شویو خلقو په خپلو زړونو كې غیرت واچاوه، د جاهلیت غیرت، نو الله خپل اطمینان په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او په دوى پورې يې د تقوىٰ خبره لازمه (ټینګه) كړه او دوى د دغې ډېر حقدار او د دغې اهل وو۔ او الله همېشه په هر شي ښه پوه دى 48|27|یقینًا یقینًا الله خپل رسول ته خوب په حقه سره رښتیا كړ، چې تاسو به، كه الله وغواړي، مسجد حرام ته په امن او ارام سره ننوځئ، چې خپل سرونه به خروونكي یئ او كموونكي به یئ، په داسې حال كې چې تاسو به نه وېرېږئ، پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم نه دي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ 48|28|دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دغه (دین) په ټولو دینونو باندې غالب كړي او هم الله كافي دى ښه ګواه 48|29|محمد د الله رسول دى۔ او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي۔، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي۔، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي۔ د سجدو له اثر نه۔، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى۔، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده 49|1|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 49|2|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل اوازونه د نبي د اواز له پاسه مه پورته كوئ، او مه ده ته په اوچت اواز خبره كوئ، لكه ستاسو د ځینو له ځینو نورو سره د اواز اوچتولو په شان۔، له دې وجې چې ستاسو عملونه به برباد شي او تاسو به پوه نه وئ 49|3|بېشكه هغه كسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي؛ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي۔، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى 49|4|بېشكه هغه كسان چې تا ته له حجرو نه د باندې چغې وهي، د دوى اكثره عقل نه لري 49|5|او كه یقینًا دوى صبر كړى وى، تر دې چې ته دوى ته راوتلى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېره غوره و۔: او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 49|6|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ 49|7|او تاسو پوه شئ چې یقینًا په تاسو كې د الله رسول موجود دى، كه هغه په ډېرو كارونو كې ستاسو پیروي كړې وى (نو) تاسو به په مشقت كې غورځېدلي وى او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول۔، هم دغه كسان په نېغه لار دي 49|8|د الله له جانبه د فضل او نعمت په وجه۔ او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى 49|9|او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله (روغه) وكړئ، نو كه په دغو دواړو كې یوې په بلې باندې زیاتى (او ظلم) وكړ، نو تاسو له هغې ډلې سره وجنګېږئ، چې زیاتى كوي، تر دې چې هغه د الله حكم ته راوګرځي، نو كه هغه (له ظلم نه) راوګرځېدله، نو تاسو د دواړو په مينځ كې په انصاف سره سوله وكړئ او تاسو انصاف كوئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي 49|10|بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو دواړو وروڼو په مينځ كې سوله كوئ او له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي 49|11|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي۔ او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ۔، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي 49|12|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده۔ او پټ عیبونه مه لټوئ او ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي، ایا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په دې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 49|13|اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى۔، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى 49|14|بانډېسیانو (صحرايي خلقو) وویل: مونږ ایمان راوړى دى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ایمان نه دى راوړى۔ او لېكن تاسو ووايئ چې مونږ اسلام راوړى دى۔ او ایمان لا تر اوسه ستاسو په زړونو كې نه دى ننوتى۔ او كه تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړئ، نو هغه (الله) به ستاسو له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 49|15|بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى، بیا يې شك نه دى كړى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى، هم دغه كسان رښتیني دي 49|16|ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو پر خپل دین باندې الله خبروئ، حال دا چې الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى 49|17|دوى په تا د دې احسان كوي چې اسلام يې راوړى دى، ته (ورته)، ووایه: تاسو په ما باندې د خپل اسلام راوړلو احسان مه كوي، بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ۔، كه تاسو رښتیني يئ 49|18|بېشكه الله د اسمانونو او ځمكې په غیبو پوهېږي او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ، ښه ليدونكى دى 50|1|قٓ، قسم دى په قرآن مجید باندې (چې ته یقینًا پېغمبر يې خو دوى ايمان نه راوړي) 50|2|بلكې دوى له دې نه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى نه یو وېروونكى راغى، نو كافرانو وویل: دا خو یو عجیب شى دى 50|3|ایا كله چې مونږ مړه شو او مونږ خاورې شو۔ (بیا به هم ژوندي كېږو؟) دغه بېرته راتلل (له عقل نه) ډېر لرې دي 50|4|یقینًا مونږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى 50|5|بلكې دوى د حق تكذیب كړى دى كله چې دوى ته راغى، نو دوى په ګډو وډو خبرو (اضطراب اچوونكي كار) كې دي 50|6|ایا نو دوى د خپل ځان له پاسه اسمان ته نه دي كتلي چې څنګه مونږ هغه جوړ كړى دى او (څنګه) مونږ هغه ښايسته كړى دى، او په ده كې هېڅ چاودونه نشته 50|7|او ځمكې لره، مونږ هغه غوړولې ده او په دې كې مو پاخه غرونه غورځولي دي او مونږ په دې كې له هر قسمه ښكلې زرغونې نه زرغون كړي دي 50|8|د هر رجوع كوونكي بنده د لارښوونې او نصیحت لپاره 50|9|او مونږ له بره نه ډېرې بركتي اوبه نازلې كړې دي، نو په دغو (اوبو) سره مونږ باغونه او د فصل دانې رازرغونې كړې 50|10|او د كجورو ونې، چې اوږدې لوړې دي، په دې حال ګې چې هغو لره لاندې باندې وږي دي 50|11|د بنده ګانو د روزۍ لپاره او مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار ژوندى كړى دى، همداسې (له قبرونو نه د مړیو) راوتل دي 50|12|له دوى نه مخكې د نوح قوم او د كوهي والاو او ثمودیانو تكذیب كړى دى 50|13|او عادیانو او فرعون او د لوط وروڼو 50|14|او د ځنګله والاو او د تبع قوم۔ (د دوى) هر یو د رسولانو تكذیب كړى و، نو زما عذاب (پرې) ثابت شو 50|15|ایا نو مونږ په اول پیدا كولو باندې ستړي شوي یو، بلكې دوى له نوي پیدا كولو نه په شك كې دي 50|16|او یقینًا یقینًا مونږه دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه (او خطره) كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو 50|17|(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي 50|18|(دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى 50|19|او د مرګ بې خودۍ (سختۍ) حق راوړ، دغه (مرګ) هغه دى چې تا به له ده نه څنګ كاوه 50|20|او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي۔ دغه د وعید (وېرولو) ورځ ده 50|21|او هر نفس به راځي، په داسې حال كې چې له ده سره به یو شړونكى او یوګواه وي 50|22|یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى 50|23|او د ده ملګرى (مَلَك) به ووايي: دا دى هغه شى چې زما سره حاضر دى 50|24|(دواړو ملايكو ته به وویل شي:) هر ډېر عناد كوونكى كافر په دوزخ كې وغورځوئ 50|25|چې د خیر منع كوونكى، زیاتي كوونكى، (او) شك كوونكى دى 50|26|هغه چې له الله سره يې بل معبود مقرر كړى دى، نو تاسو دا په ډېر سخت عذاب كې وغورځوئ 50|27|د ده ملګرى (شیطان) به ووايي: اى زمونږه ربه! دا ما نه دى ګمراه كړى او لېكن دا پخپله په ډېرې لرې ګمراهۍ كې و 50|28|(الله به) ووايي: تاسو زما په وړاندې جګړه سره مه كوئ او یقینًا ما تاسو ته وعید (وېرول) مخكې درلېږلى و 50|29|زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم 50|30|(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به جهنم ته ووایو: ایا ته ډك شوې؟ او هغه به وايي: ایا نور هم زیاتي شته؟ 50|31|او پرهېزګارو ته به جنت ښه رانژدې كړى شي، چې لرې به نه وي 50|32|دا هغه دي چې له تاسو سره به يې وعده كولى شوه، د هر ډېر رجوع كوونكي، د (حدودو) ساتونكي لپاره 50|33|د هغه چا لپاره چې له رحمان نه په نالیدلو وېرېږي او په رجوع كوونكي زړه سره راشي 50|34|(دوى ته به وویل شي:) تاسو دغه (جنت) ته په سلامتۍ سره ننوځئ، دا د همېشه والي ورځ ده 50|35|د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته 50|36|او له دوى نه مخكې مونږ څومره پېړۍ هلاكې كړې دي، چې هغوى له دوى نه په قوت (او نیوكه) كې ډېر سخت (او قوي) وو، نو هغوى په ښارونو كې وګرځېدل چې ایا د تېښتې (او پناه) ځاى شته؟ 50|37|بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا پند دى، هغه چا ته چې هغه لره زړه وي، یا (نصیحت ته) غوږ كېږدي، په داسې حال كې چې حاضر (او متوجه) وي 50|38|او یقینًا یقینًا مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې 50|39|نو ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې 50|40|او د شپې په څه حصه كې، پس د هغه تسبیح وایه او (د لمانځه) له سجدو نه وروسته هم تسبیح وایه 50|41|او ته په هغې ورځ غوږ كېږده چې اواز كوونكى به له نژدې ځاى نه اواز وكړي 50|42|په هغې ورځ چې دوى به په حقه سره سخته چغه اوري، دغه د (له قبرونو نه د) راوتلو ورځ ده 50|43|بېشكه هم دا مونږ ژوندي كول كوو او مړه كول كوو او خاص مونږ ته بېرته راګرځېدل دي 50|44|په هغه ورځ چې له دوى څخه به ځمكه وچوي، په داسې حال كې چې دوى به تلوار كوونكي وي، دغه راژوندي كول مونږ ته ډېر اسان دي 50|45|مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي 51|1|قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول 51|2|بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى) 51|3|بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى) 51|4|بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو (قسم دى) 51|5|چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده 51|6|او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده 51|7|قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى 51|8|چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ 51|9|ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى 51|10|اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي 51|11|هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي 51|12|دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟ 51|13|په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي 51|14|(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته 51|15|بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي 51|16|په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو 51|17|دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل 51|18|او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه 51|19|او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و 51|20|او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي 51|21|او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ 51|22|او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي 51|23|نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ 51|24|ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى 51|25|كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل: (مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي 51|26|نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ 51|27|نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل: تاسو ولې نه خورئ! 51|28|نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ 51|29|نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: (زه) زړه شنډه بوډۍ (یم) 51|30|دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى 51|31|ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟ 51|32|دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو 51|33|د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو 51|34|چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي 51|35|نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو 51|36|پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده 51|37|او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي 51|38|او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه 51|39|نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل: (دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى 51|40|نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و 51|41|او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ 51|42|ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه 51|43|او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ 51|44|نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل 51|45|بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو 51|46|او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و 51|47|او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو 51|48|او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو 51|49|او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ 51|50|نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم 51|51|او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم 51|52|همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى 51|53|ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى 51|54|نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې 51|55|او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي 51|56|او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي 51|57|زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي 51|58|بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى 51|59|د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي 51|60|پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي 52|1|قسم دى په طور غر 52|2|او په كتاب لیكل شوي 52|3|په پرانستل شوې پاڼه كې 52|4|او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور 52|5|او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى) 52|6|او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر 52|7|بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى 52|8|هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته 52|9|هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل 52|10|او غرونه به روان شي، سخت روانېدل 52|11|پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى 52|12|هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي 52|13|هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل 52|14|دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه 52|15|ایا نو دا سحر (جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ 52|16|ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول 52|17|بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي 52|18|چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي 52|19|(ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول 52|20|په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو 52|21|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي 52|22|او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي 52|23|دوى به په دغه (جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول 52|24|او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي 52|25|او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي 52|26|دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو 52|27|نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو 52|28|بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 52|29|نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى 52|30|ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو 52|31|ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم 52|32|ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى 52|33|ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي 52|34|نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي 52|35|ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟ 52|36|ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي 52|37|ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي 52|38|ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي 52|39|ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟ 52|40|ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي 52|41|ایا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي 52|42|ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي 52|43|ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي 52|44|او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (، نو) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده 52|45|نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي 52|46|هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی 52|47|او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي 52|48|نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې 52|49|او دشپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې) هم 53|1|قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي 53|2|ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى 53|3|او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي 53|4|نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي 53|5|ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى 53|6|چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ 53|7|او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و 53|8|بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو 53|9|نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې 53|10|نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه 53|11|د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل 53|12|ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني 53|13|او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى 53|14|له سدرۃة المنتهٰى سره 53|15|دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى 53|16|كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله 53|17|سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ 53|18|یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې 53|19|نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى 53|20|او منات دریم، د بېخي وروستني 53|21|ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ 53|22|دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى 53|23|دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى 53|24|ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي 53|25|نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي 53|26|او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي 53|27|بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي 53|28|حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى 53|29|نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي 53|30|دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى 53|31|او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده 53|32|هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى 53|33|ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه) 53|34|او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال) 53|35|ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي 53|36|بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي 53|37|او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده 53|38|چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی 53|39|او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى 53|40|او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي 53|41|بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله 53|42|او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي 53|43|او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي 53|44|او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي 53|45|او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي 53|46|له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي 53|47|او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول 53|48|او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي 53|49|او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى 53|50|او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي 53|51|او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل 53|52|او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو 53|53|او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول 53|54|نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ 53|55|نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې 53|56|دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى 53|57|قیامت ډېر نژدى راغى 53|58|دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته 53|59|ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ 53|60|او خاندئ او نه ژاړئ 53|61|او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ) 53|62|نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ 54|1|قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله 54|2|او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى 54|3|او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى 54|4|او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و 54|5|(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي 54|6|نو ته له دوى نه مخ وګرځوه۔ (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي 54|7|په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي 54|8|د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده 54|9|له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل: (دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو) 54|10|نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله 54|11|نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې 54|12|او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې۔، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و 54|13|او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه 54|14|چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله۔ (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه 54|15|او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ 54|16|نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟ 54|17|او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ 54|18|عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو 54|19|بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې 54|20|دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي 54|21|نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟ 54|22|او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ 54|23|ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ 54|24|پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو 54|25|ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى 54|26|ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى 54|27|بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه 54|28|او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي۔ هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي 54|29|او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه) 54|30|نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟ 54|31|بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول 54|32|او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ 54|33|د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ 54|34|بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ 54|35|زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه۔، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي 54|36|او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو۔، پس دوى (د هغه) په وېرولو كې شك وكړ 54|37|او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ 54|38|او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى 54|39|نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ 54|40|او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ 54|41|او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو 54|42|(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره 54|43|(اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟ 54|44|یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو 54|45|دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي 54|46|بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى 54|47|بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي 54|48|په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ 54|49|بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى 54|50|او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول 54|51|او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ 54|52|او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى 54|53|او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى 54|54|بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي 54|55|د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره 55|1|ډېر زیات مهربان ذات 55|2|(دا) قرآن ښودلى دى 55|3|هغه انسان پیدا كړى دى 55|4|ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي 55|5|لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي 55|6|او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي 55|7|او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده 55|8|(د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ 55|9|او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ 55|10|او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده 55|11|په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي 55|12|او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي 55|13|نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ) 55|14|انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى 55|15|او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى 55|16|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|17|(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى 55|18|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|19|هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي 55|20|د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي 55|21|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|22|له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي 55|23|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|24|او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه 55|25|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|26|هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي 55|27|او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى 55|28|نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ؟ 55|29|له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي۔، هر وخت هغه په یوكار كې دى 55|30|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|31|ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!) 55|32|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|33|اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ۔ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره 55|34|نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|35|په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى 55|36|نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟ 55|37|بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې 55|38|نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|39|نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه 55|40|نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|41|مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي 55|42|نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ 55|43|دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه 55|44|دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي 55|45|نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟ 55|46|او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي 55|47|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ 55|48|(دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي 55|49|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ 55|50|په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي 55|51|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ 55|52|په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي 55|53|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|54|په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي 55|55|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|56|په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري 55|57|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|58|ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي 55|59|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|60|د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول 55|61|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|62|او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي 55|63|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|64|تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه) 55|65|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|66|په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي 55|67|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|68|په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي 55|69|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|70|په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي 55|71|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|72|په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي 55|73|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|74|چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري 55|75|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|76|په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به ۔وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې 55|77|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ 55|78|ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى 56|1|كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي 56|2|د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته 56|3|(دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى 56|4|كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول 56|5|او غرونه ورژول شي، رژول 56|6|نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي 56|7|اوتاسو به درې قسمونه شئ 56|8|نو د ښي لاس والا (خلق) ۔، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق! 56|9|او د چپ لاس والا خلق۔، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟ 56|10|او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي 56|11|هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته) 56|12|د نعمتونو په جنتونو كې به وي 56|13|لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي 56|14|او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي 56|15|په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي 56|16|چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي 56|17|په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي 56|18|د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره 56|19|چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي 56|20|او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي 56|21|او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي 56|22|او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي 56|23|د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان 56|24|د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول 56|25|دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې) 56|26|لېكن سلام، سلام ویل (به اوري) 56|27|او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا 56|28|په بې اغزیو بېرو كې به وي 56|29|او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی 56|30|او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي 56|31|او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي 56|32|اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي 56|33|چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي 56|34|او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي 56|35|بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول 56|36|نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي 56|37|په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې 56|38|د ښي اړخ والاو لپاره 56|39|(د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه 56|40|او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي 56|41|او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا 56|42|(دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي 56|43|او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي 56|44|چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي 56|45|بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو 56|46|او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه 56|47|او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو 56|48|او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم! 56|49|ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق 56|50|دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي 56|51|بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو! 56|52|خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه 56|53|نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ 56|54|بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ 56|55|نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ 56|56|دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده 56|57|مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ! 56|58|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ 56|59|ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو 56|60|بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو 56|61|له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ 56|62|او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ! 56|63|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ 56|64|ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو 56|65|كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ 56|66|(او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو 56|67|بلكې مونږ محروم كړى شوي یو 56|68|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ 56|69|ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟ 56|70|كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ! 56|71|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ 56|72|ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟ 56|73|مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى 56|74|نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه 56|75|نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم 56|76|او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ 56|77|بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى 56|78|په پټ ساتل شوي كتاب كې دى 56|79|چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك) 56|80|د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى 56|81|ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ 56|82|او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ) 56|83|نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي 56|84|او په دغه وخت كې تاسو ګورئ 56|85|او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ 56|86|نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ 56|87|(نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ۔ كه تاسو رښتیني یئ 56|88|نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي 56|89|نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى 56|90|او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي 56|91|نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى۔ (اى) له ښي اړخ والاو ځنې! 56|92|او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي 56|93|نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده 56|94|او دوزخ ته ننه اېستل دي 56|95|بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده 56|96|پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه 57|1|د الله پاكي بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى 57|2|خاص هم ده لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، دى ژوندي كول كوي اومړه كول كوي اوهم دى په هر شى باندې ښه قادر دى 57|3|هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى 57|4|دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو۔، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه (الله د خپل شان لايق) له تاسو سره دى، هر چېرې چې تاسو یئ۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى 57|5|خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او خاص الله ته ټول كارونه ورګرځولى شي 57|6|دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى 57|7|(اى خلقو! تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ۔، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى 57|8|او تاسو ته څه عذر دى چې په الله ایمان نه راوړئ، حال دا چې (د الله) رسول تاسو ته بلنه دركوي دې ته چې تاسو په خپل رب ایمان راوړئ او یقینًا هغه (الله له تاسو نه) ستاسو پخه وعده اخيستې ده۔، كه چېرې تاسو مومنان یئ 57|9|دى همغه ذات دى چې په خپل بنده باندې څرګندې نښې (دلیلونه) نازلوي، د دې لپاره چې دغه (الله) تاسو له تیارو نه رڼا ته وباسي او بېشكه الله پر تاسو باندې یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى 57|10|او تاسو ته څه مانع (او عذر) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى۔ په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى۔، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې (جنت) وعده كړې ده۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى 57|11|څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركړي، ډېر ښكلى قرض (حسن) نو چې هغه (الله) دغه (قرض) د ده لپاره دوه چنده كړي او د ده لپاره ډېر د عزت اجر دى 57|12|هغه ورځ (یاده كړه) چې ته به مومنان سړي او مومنې ښځې وینې چې د دوى رڼا به د دوى مخې ته او د دوى ښي اړخ ته منډې وهي، ستاسو زېرى نن ورځ داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به تل اوسېدونكي یئ۔، همدغه ډېره لویه كامیابي ده 57|13|(اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي 57|14|دوى به دغو (مومنانو) ته اواز وكړي: ایا مونږ له تاسو سره نه وو؟ نو دوى (مومنان) به ووايي: ولې نه! او لېكن تاسو خپل ځانونه په فتنه كې اچولي وو او تاسو انتظار كاوه او شك مو كاوه او (خپلو) ارزوګانو دوكه كړي (تېرایستلي) وئ، تر هغه پورې چې د الله امر راغى او تاسو د الله په باره كې ډېر دوكه كوونكي دوكه كړي وئ 57|15|نو نن ورځ به نه له تاسو نه څه فدیه (معاوضه) اخيستلى شي او نه له كافران شویو كسانو نه۔، ستاسو استوګنه اور دى، هغه (اور) ستاسو دوست (او لايق) دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى 57|16|ایا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى (دغه) وخت نه دى راغلى چې د دوى زړونه نرم (او په وېره) شي د الله ذكر ته او هغه حق ته چې نازل شوى دى! او د هغو كسانو په شان نشي چې له دې نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و، نو په دوى باندې زمانه اوږده شوه، پس د دوى زړونه سخت شول او په دوى كې ډېر فاسقان (نافران) دي 57|17|تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ځمكه د هغې له مرګ (وچوالي) نه پس ژوندۍ كوي، یقینًا مونږ تاسو ته ایتونه بیان كړي دي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ 57|18|بېشكه خیرات كوونكي سړي او خیرات كوونكې ښځې او هغه چې الله ته قرض وركوي، ښه قرض، د دوى لپاره (دغه قرضِ حسن) دوچند كولى شي او د دوى لپاره ډېر د عزت اجر دي 57|19|او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى همدغه كسان ډېر رښتني دي او د خپل رب په وړاندې شاهدان دي۔، د دوى لپاره د دوى اجر او د دوى رڼا ده او هغه كسان چې كافران شوي او زمونږ ایتونو ته يې دروغ ویلي دي۔؛ دغه كسان د دوزخ ملګري دي 57|20|تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي۔ د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى 57|21|تاسو تلوار وكړئ د الله له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغه پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى، د هغو كسانو لپاره تیار كړى شوى دى چې په الله او د هغه په رسولانو ایمان لري، دغه د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي دغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى 57|22|نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده 57|23|لپاره د دې چې تاسو په هغه څه خفه نشئ چې له تاسو فوت شول او په هغه څه خوشاله نشئ چې تاسو ته هغه دركړل او الله نه خوښوي هېڅ كبرجن (او) فخر كوونكى 57|24|هغه كسان چې (پخپله) بخل كوي او (نورو) خلقو ته (هم) د بخل كولو حكم كوي او هغه څوك چې مخ يې وګرځاوه، نو بېشكه الله، هم دى ښه بې پروا۔، ډېر ستايل شوى دى 57|25|یقینًا یقینًا مونږ خپل رسولان په ښكاره دلیلونو سره لېږلي دي او له دوى سره مونږ كتاب او تله نازل كړي دي، د دې لپاره چې خلق په انصاف ودرېږي او مونږ اوسپنه نازله كړې ده، په دې كې (قوت د) سخت جنګ دى او د خلقو لپاره ګټې دي۔ او د دې لپاره چې الله په هغه چا باندې پوه شي چې د ده او د ده د رسولانو په نالیدلو مدد كوي، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى 57|26|او یقینًا یقینًا مونږ نوح او ابراهیم رسولان لېږلي وو او د دغو دواړو په اولاده كې مو نبوت او كتاب ایښى و، نو په دوى كې ځینې هدایت موندونكي دي او په دوى كې ډېر زیات فاسقان دي 57|27|بیا مونږ د دوى د قدمونو په اثارو پسې خپل رسولان راولېږل او ورپسې مو راوست عیسٰى زوى د مریمې او مونږ ده ته انجیل وركړى و۔ او مونږ د ده د پېروي كوونكو په زړونو كې نرمي او مهرباني كول ایښي وو او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) رعایت ونه كړ، حق رعایت، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو 57|28|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او د هغه په رسول ایمان راوړئ هغه (الله) به تاسو ته له خپل رحمت نه دوه حصې دركړي او تاسو لپاره به رڼا پیدا كړي چې تاسو به له هغې سره (په پل صراط) ځئ او تاسو به وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 57|29|د دې لپاره چې اهل كتاب (په دې) ښه پوه شي چې دوى د الله له فضله په هېڅ شي باندې قادر نه دي او دا چې بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى 58|1|یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه۔ او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده۔، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى 58|2|هغه كسان چې په تاسو كې له خپلو ښځو نه ظهار كوي (ورته وايي چې ته په ما باندې د خپلې مور د شا په شان يې، نو) دغه (ښځې) د دوى میندې نه دي۔، د دوى میندې نه دي مګر هغه چې دوى يې زېږولي دي۔ او بېشكه یقینًا دوى یوه خرابه خبره او دروغ وايي او بېشكه یقینًا الله ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى 58|3|او هغه كسان چې له خپلو ښځو نه ظهار كوي، بیا دوى (ماتولو د) هغې خبرې ته راګرځي چې ویلې وه، نو د یو مریي ازادول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي (كور والى وكړي) دغه (حكم) دى، تاسو ته په ده سره پند دركاوه شي۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى 58|4|نو چا چې (مریى) ونه مونده، نو (په هغه) دوه میاشتې پرله پسې روژه نیول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي، نو هغه څوك چې (د دې) توان نه لري، نو (په ده) شپیتو مسكینانو ته خوراك وركول (لازم) دي۔ دا (حكم) د دې لپاره دى چې تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او دغه د الله (مقرر كړي) حدونه دي او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 58|5|بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دوى به هلاك كړى شي، لكه چې هلاك كړى شوي وو هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو۔ او یقینًا مونږ ډېرې روښانه نښې (او دلايل) نازلې كړې دي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى 58|6|(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، پس دوى به په هغو كارونو خبر كړي چې دوى كړي دي، الله هغه محفوظ كړي دي او دوى هغه هېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه شاهد (ګواه) دى 58|7|ایا ته نه يې خبر چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، نه وي هېڅ پټه مشوره د درې كسانو مګر هغه (الله) د دوى څلورم وي او نه د پنځو كسانو مګر هغه د دوى شپږم وي او نه له دې نه د كمو وي او نه (له دې نه) د زیاتو مګر هغه له دوى سره وي۔، دوى چې هرچېرې وي۔، بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي۔، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى 58|8|ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې له پټو مشورو نه منع كړى شوي وو، بیا دوى هغه څه ته راګرځي چې له هغه نه منع كړى شوي وو او دوى د ګناه او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله پټې مشورې كوي۔ او كله چې دوى تا ته راشي (نو) تا ته په هغه (كلمې) سره سلام كوي چې په هغې سره الله تا ته سلام نه دى (مقرر) كړى۔ او دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې وايي: الله مونږ ته په هغه څه ولې عذاب نه راكوي چې مونږ يې وایو۔، دوى ته جهنم بس دى، چې دوى به هغه ته ننوځي، پس هغه د ورتلو بد ځاى دى 58|9|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو په خپل مینځ كې پټې خبرې (او مشورې)، كوئ، نو دګناه كولو او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله یو له بله سره پټې مشورې مه كوئ او د نیكۍ او تقویٰ په هكله یو له بل سره پټې مشورې كوئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ 58|10|بېشكه (د ګناه) پټې مشورې يواځې د شیطان له اړخه دي، د دې لپاره چې دى هغه كسان غمجن كړي چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دغه (شیطان) دوى ته هېڅ شى ضرر رسوونكى نه دى مګر د الله په اذن (او ارادې) سره۔ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي 58|11|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته وویل شي: تاسو په مجلس كې ځاى ارت كړئ، نو تاسو ځاى ارت كړئ، الله به تاسو ته ځاى ارت كړي او كله چې تاسو ته وویل شي چې (كوم نېك كار ته) پورته شئ، نو پورته شئ، الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى 58|12|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له رسول سره پټه خبره كول غواړئ، نو تاسو له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقه وړاندې كړئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دي۔، نو كه تاسو (صدقه) ونه مومئ، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 58|13|ایا تاسو له دې نه ووېرېدئ چې له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقې وړاندې كړئ، نو كله چې تاسو (دا كار) ونه كړ او الله پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او الله په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى 58|14|ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې له داسې قوم سره دوستي كوي چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى۔، دغه كسان (منافقان) نه ستاسو څخه دي او نه له هغوى (كافرانو) څخه دي او دوى په دروغو باندې قسمونه خوري، حال دا چې دوى پوهېږي 58|15|الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه 58|16|دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى (خلق) د الله له لارې نه منع كړل، نو د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى 58|17|د دوى لپاره به د الله په مقابله كې نه د دوى مالونونه هېڅ شى پكار راشي او نه د دوى اولادونه۔، دغه كسان د اور ملګري دي۔ دوى به په هغه كې تل تر تله وي 58|18|(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، نو دوى به هغه (الله) ته قسمونه خوري، لكه څنګه چې تاسو ته قسمونه خوري او دوى به ګمان كوي چې یقینًا دوى په یو (نفعمن) شي (لار) باندې دي۔، خبردار شئ! بېشكه هم دوى دروغجنان دي 58|19|په دوى باندې شیطان غالب شوى دى، نو هغه له دوى نه د الله ذكر هېر كړى دى، دغه كسان د شیطان لښكر دى۔، خبردار شئ! بېشكه د شیطان لښكر (چې دى)، هم دوى زیان كاران دي 58|20|بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دغه كسان په ډېر زیاتو ذلیلو (خلقو) كې دي 58|21|الله لیكلي دي چې خامخا (او) لازمًا به زه غالب كېږم او زما رسولان، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى 58|22|ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي۔ اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي۔، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول۔، دغه كسان د الله لښكر دى۔ اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي 59|1|د الله لپاره پاكې بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى 59|2|دى هغه ذات دى چې كتابي كافران يې له خپلو كورونو نه ووېستل۔ په اول وېستلو كې۔، تاسو دا ګمان نه كاوه چې دوى به ووځي او دوى ګمان كاوه چې د دوى قلاګانې دوى لره د الله (له عذاب) نه منع كوونكې (او ساتونكې) دي۔، نو الله دوى ته له هغه ځایه راغى چې دوى (يې) خیال هم نه كاوه۔ او د دوى په زړونو كې يې رعب واچاوه۔، دوى خپل كورونه په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو اى د سترګو خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ 59|3|او كه الله په دوى باندې بې كوره كېدل نه وى لیكلي (نو) یقینًا دوى ته به يې په دنیا كې عذاب وركړى و او د دوى لپاره په اخرت كې د اور عذاب دى 59|4|دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى 59|5|د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي 59|6|او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان۔ او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى 59|7|هغه شى چې الله په خپل رسول باندې د كلیو له اوسېدونكو نه راګرځولى دى، نو (هغه) الله لره او (د الله) رسول لره دى او (او د رسول) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو اومسافرو لره دى، د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په مینځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي۔ او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى 59|8|(دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي۔، همدغه كسان رښتیني دي 59|9|او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى۔، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى۔ او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خیلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې د خپل نفس له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي 59|10|او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي۔؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې 59|11|ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي۔، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو۔ او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي 59|12|قسم دى كه دوى وویستل شي (نو) دوى به له دغو سره نه وځي او یقینًا كه دوى سره جنګ وكړى شي (نو) دوى به د هغو امداد نه كوي او خامخا كه دوى د هغوى مدد وكړي (، نو) ضرور (او) خامخا به دوى خپلې شاګانې (په تېښته) وګرځوي۔، بیا به د دوى مرسته نه كېږي 59|13|خامخا تاسو (اى مومنانو!) د دوى په سینو (زړونو) كې د وېرې په لحاظ له الله نه زیات سخت یئ۔، دغه (وېره) په دې سبب ده چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي 59|14|دوى به له تاسوسره ټول په ګډه جنګ ونه كړي مګر په كلابندو كلیو كې، یا د دیوالونو شا ته۔، د دوى په خپل مینځ كې جنګ ډېر سخت دى۔، ته به په دوى ګمان كوې چې سره یو (ملګري) دي، حال دا چې د دوى زړونه بېل بېل دي، دا په دې وجه چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې له عقل نه كار نه اخلي 59|15|(د دوى مثال په ایمان نه راوړو كې) د هغو كسانو په شان دى چې له دوى نه مخكې په نژدې زمانه كې وو، چې هغوى د خپلو بدو چارو سزا (په دنیا كې) وڅكله او د هغوى لپاره (په اخرت كې) ډېر دردوونكى عذاب دى 59|16|(د منافقانو مثال د وعدې په مخالفت كې) د شیطان په شان دى كله چې هغه انسان ته ووايي چې كافر شه، نو كله چې هغه (انسان) كافر شي، دى (ورته) وايي: بېشكه زه له تا نه بېزاره (او جدا) یم۔، بېشكه زه له الله رب العالمین نه وېرېږم 59|17|نو د دغو دواړو عاقبت (او انجام) دا دى چې بېشكه دوى دواړه په اور كې دي، چې په ده كې به تل ترتله وي او دغه د ظالمانو بدله ده 59|18|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ 59|19|او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل۔، همدغه كسان نافرمانه دي 59|20|د دوزخ والا او د جنت والا سره برابر نه دي۔، جنت والا چې دي؛ هم دوى كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي 59|21|كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلقو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي 59|22|دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى۔، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى 59|23|دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويي والا دى۔، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي 59|24|هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي۔، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى۔ 60|1|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ، چې تاسو دوى ته مینه وروړاندې كوئ، حال دا چې دوى په هغه حق باندې كافران شوي دي چې تاسو ته راغلى دى، دوى رسول او تاسو په دې سبب (له خپل وطنه) وباسي چې تاسو په خپل رب الله باندې ایمان راوړى دى۔؛ كه چېرې یئ تاسو چې زما په لاره كې د جهاد لپاره او زما د رضامندۍ د غوښتلو لپاره راوتلي یئ۔، تاسو دوى ته په پټه سره (پېغام د) دوستي لېږئ، حال دا چې زه په هغه څه ښه عالم یم چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په تاسو كې چې هر څوك دغه (كار) وكړي، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو 60|2|كه چېرې دوى په تاسو برى ومومي (، نو) تاسو لپاره به دښمنان شي او تاسو ته به در اوږده كړي خپل لاسونه او خپلې ژبې په بدۍ سره او دوى خوښوي چې تاسو كافران شئ 60|3|تاسو ته به له سره نفع در ونه رسوي ستاسو خپلویانې او نه ستاسو اولاد۔، د قیامت په ورځ به هغه (الله) ستاسو په مینځ كې فیصله كوي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى 60|4|یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو۔ او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى۔، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې ايكي يواځې دى۔ خو خپل پلار ته د ابراهیم د دې (استغفار له) خبرې نه غیر چې: ’’زه به تا لپاره خامخا ضرور استغفار غواړم‘‘، او زه تا لپاره د الله په مقابله كې د هېڅ شي اختیار نه لرم ۔، اى زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى 60|5|اى زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه۔ او ته مونږ ته مغفرت وكړه اى زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې 60|6|یقینًا یقینًا تاسو لپاره په دغو كې ډېر ښكلې (قابلِ اقتدا) طریقه ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د اخري ورځې امېد لري او هر هغه څوك چې مخ واړوي، نو بېشكه الله، هم دى غني (ډېر بې پروا)، ښه ستايل شوى دى 60|7|امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 60|8|الله تاسو له هغو كسانو نه نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې نه جنګ كړى دى او نه يې تاسو له خپلو كورونو نه وېستلي یئ دا چې تاسو له هغوى سره نېكي وكړئ او له دوى سره انصاف وكړئ۔، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي 60|9|بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي 60|10|اى هغو كسانوچې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته مومنې ښځې راشي، چې هجرت كوونكې وي، نو تاسو دوى وازمایئ۔، الله د دوى په ایمان ښه عالم دى۔، نو كه تاسو دوى مومنې وپېژنئ (معلومې كړئ)، نو تاسو دوى كافرانو ته بېرته مه لېږئ، ۔ دوى د هغوى (كافرانو) لپاره حلالې نه دي او نه هغوى د دغو (مومنو ښځو) لپاره حلال دي او تاسو (د دغو مومنو ښځو) دغو (كافرو خاوندانو) ته هغه څه وركړئ چې دوى لګولي دي۔ او پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چې تاسو له دوى سره نكاح وكړئ (خو په دې شرط) كله چې تاسو دوى ته د دوى مهرونه وركړئ۔ او تاسو د كافرو ښځو په عصمتونو منګولې مه لګوئ (په نكاح كې يې مه ساتئ) او تاسو هغه څه وغواړئ چې تاسو (په دغو كافرو ښځو) لګولي دي۔ او دوى (كافر خاوندان) دې هم هغه څه وغواړي چې دوى (په دغو مهاجرو ښځو باندې) لګولي وي۔، دغه د الله حكم دى، الله ستاسو په مینځ كې (په ده سره) فیصله كوي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 60|11|او كه چېرې ستاسو په ښځو كې كومه ښځه ستاسو له لاسه ووځي (او) كافرو ته (لاړه شي) بیا ستاسو وار راشي (غزا وكړئ نو غنیمت واخلئ) نو تاسو هغو كسانو ته چې د هغوى ښځې تللې وي هومره (مال) وركړئ چې هغوى (پر هغو ښځو) لګولى دى او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ 60|12|اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي۔ او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 60|13|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، ۔ یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي 61|1|د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى 61|2|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وایئ چې نه يې كوئ! 61|3|دا (خبره) د الله په نیز د غضب په لحاظ لویه ده چې تاسو هغه (خبره) ووایئ چې نه يې كوئ 61|4|بېشكه الله هغه كسان خوښوي چې د هغه په لاره كې صف تړلي جنګېږي، ګویاكې دوى په قلعي سره په یو بل پورې ټینګ كړى شوى (ښه محكم) عمارت دي 61|5|او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم۔، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل۔ او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي 61|6|او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى۔، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى 61|7|او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي۔ او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي 61|8|دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي۔ او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى۔ اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي 61|9|دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي۔، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي 61|10|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! ایا زه تاسو ته داسې تجارت (سوداګري) وښیم چې تاسو ته به له ډېر دردونكي عذاب نه نجات دركوي 61|11|تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان لرئ او د الله په لاره كې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كوئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي۔ كه تاسو پوهېږئ 61|12|هغه به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او د تل اوسېدنې په جنتونو كې په ډېرو پاكېزه استوګنو كې (به مو داخل كړي) ۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده 61|13|او بل (نعمت) چې تاسو يې خوښوئ، د الله له جانبه مرسته او نژدې برى دى او ته مومنانو ته زېرى وركړه 61|14|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله مدد كوونكي شئ، لكه چې د مریمې زوى عیسٰی حواریانو (خپلو ملګرو) ته ویلي وو: د الله طرف ته زما مدد كوونكي څوك دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مدد كوونكي یو، نو په بني اسرائیلو كې یوې ډلې ایمان راوړو او بله ډله كافره شوه، نو مونږ هغو كسانو ته د خپل دښمن په خلاف قوت وركړو چې ایمان يې راوړى و، نو دوى غالبه شول 62|1|د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى 62|2|دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو 62|3|او له دوى څخه نورو ته (هم) چې لا تر اوسه دوى هغو (پخوانیو) ته نه دي رسېدلي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى 62|4|دغه د الله فضل دى چې دا هغه چا ته وركوي چې يې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى 62|5|د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي 62|6|ته (دوى ته) ووایه: اى هغو كسانو چې یهودیان شوي دي! كه تاسو دا (غلطه) عقیده لرئ چې یقینًا تاسو له نورو خلقو نه غیر د الله دوستان یئ، نو تاسو د مرګ ارزو وكړئ، كه چېرې تاسو رښتيني یئ 62|7|او دوى به د دغه (مرګ) ارزو هیڅكله هم ونه كړي، په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى 62|8|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو له هغه نه تښتئ، پس یقینًا هغه له تاسو سره ملاقات كوونكى دى، بیا به تاسو د غیبو او ښكاره و عالم ذات ته بوتلى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول 62|9|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ 62|10|نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 62|11|او كله چې دوى تجارت (سوداګري)، یا تماشه ولیدله (نو) دوى هغې ته خواره شول او ته يې ولاړ پرېښودلې۔، ته (دوى ته) ووایه: هغه څه چې له الله سره دي له دغې تماشې نه او له دغې سوداګرۍ نه ډېر غوره دي۔ او الله تر ټولو ښه رزق وركوونكى دى 63|1|(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې۔ او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي 63|2|دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي 63|3|دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس (اوس نو) دوى نه پوهېږي 63|4|او كله چې ته دوى ووینې (نو) تا د دوى جسمونه (تنې) په تعجب كې اچوي۔ او كه دوى خبرې كوي، (نو) ته د دوى خبرو ته غوږ ږدې، حال دا چې ګویاكې دوى ودرول شوي وچ لرګي دي۔، هر اوچت غږ دخپل ځان په خلاف ګني۔، هم دوى دښمنان دي، لهذا ته له دوى نه محتاط اوسه۔، الله دې دوى هلاك كړي، څرنګه دوى ګرځولى شي 63|5|او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو راشئ چې د الله رسول ستاسو لپاره مغفرت وغواړي (نو) دوى خپل سرونه تاو كړي۔ او ته دوى وینې چې اعراض كوي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكي وي 63|6|د دوى لپاره یو شان ده كه ته د دوى لپاره مغفرت (بخښنه) وغواړي، یا ته دوى لپاره مغفرت ونه غواړې، الله به دوى هېڅ كله هم ونه بخښي، بېشكه الله نافرمان قوم ته هدایت نه كوي 63|7|هم دوى هغه كسان دي چې وايي: تاسو په هغو كسانو باندې مال مه لګوئ چې له رسول الله سره دي، تر دې چې دوى خواره شي۔ او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې خزانې دي او لېكن منافقان نه پوهېږي 63|8|دوى وايي چې قسم دى كه مونږ مدینې ته بېرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلق) به له دغې (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلق) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري 63|9|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو دې د الله له ذكر نه نه خپل مالونه غافله كړي او نه خپل اولادونه۔ او هغه څوك چې دا كار وكړي، نو همدغه زیانكاران (تاوانیان) دي 63|10|او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم 63|11|او الله هېڅ یو نفس نه وروسته كوي كله چې د هغه اجل (نېټه) راشي۔ او الله په هغو عملونو ښه خبردا دى چې تاسو يې كوئ 64|1|د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 64|2|هم دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ، نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه ليدونكى دى 64|3|ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى 64|4|دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ۔ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى 64|5|ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له دې نه مخكې كافران شوي وو، نو هغوى د خپل عمل سزا وڅكله او د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى 64|6|دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى 64|7|كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي۔، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي 64|8|نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى 64|9|(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي۔، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (، نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده 64|10|او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى۔ 64|11|هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى 64|12|او تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه تاسو وګرځېدئ، نو یقینًا زمونږ د رسول په ذمه خو يواځې ښكاره پېغام رسونه ده 64|13|الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي 64|14|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ستاسو په ښځو او اولادونو كې ځينې ستاسو دښمنان دي، نو تاسو له دوى نه محتاط اوسئ او كه چېرې تاسو معافي وكړئ او تېر شئ او بخښنه وكړئ، نو بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 64|15|بېشكه هم دا خبره ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازموینه (او فتنه) ده او الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى 64|16|نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ۔، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي۔ او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي 64|17|كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى 64|18|د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى 65|1|اى نبي! (دوى ته ووایه) كله چې تاسو (خپلې) ښځې طلاقول غواړئ، نو دوى په خپل (مناسب) وخت د عدت كې طلاقې كړئ او عدت وشمېرئ او له خپل رب الله نه ووېرېږئ۔ (او) تاسو دغه (خپلې ښځې) د دوى له كورونو نه مه وباسئ او دوى دې (پخپله) هم نه وځي مګر په دې حال كې چې دوى ښكاره بې حیايي وكړي۔ او دغه د الله حدونه دي او هر څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو یقینًا ده په خپل ځان ظلم وكړ، (اى طلاق وركوونكیه!) ته نه پوهېږي، كېدى شي چې الله له دغه نه وروسته كوم (ښه) كار پیدا كړي 65|2|نو كله چې دغه (ښځې) خپلې نېټې ته رسېږي، نو (یا) خو تاسو دوى په نېكه طریقه (په رجوع كولو سره په خپل نكاح كې) وساتئ، یا په نېكه طریقه له دوى نه جدا شئ۔ او په تاسو كې دوه عدل والا كسان (په دې كار) ګواهان ونیسئ او تاسو (اى ګواهانو) ګواهي د الله لپاره ادا كړئ۔، دا (حكم چې دى) په ده سره هغه چا ته نصیحت كاوه شي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي 65|3|او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى۔، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده 65|4|او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي۔ كه چېرې تاسو شك وكړئ۔، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي۔ او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي 65|5|دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي 65|6|تاسو دغه ښځې (په عدت كې) د خپل طاقت سره سم د هغه ځاى په څه حصه كې اوسوئ چې تاسو (په كې) اوسېږئ۔ او تاسو دوى ته ضرر مه رسوئ، د دې لپاره چې تاسو په دوى باندې تنګسیا راولئ۔ او كه چېرې دغه (ښځې) امېدوارې (حامله) وي، بیا نو تاسو په دوى باندې خرچه كوئ تر هغه پورې چې دوى خپل حمل وزېږوي۔، نو كه دوى ستاسو (اولاد) لپاره تى وركړي، نو تاسو دوى ته د دوى مزدوري وركړئ او تاسو په خپل مینځ كې په ښې طریقې سره یو له بله سره مشوره كوئ۔ او كه تاسو یو له بل سره سختي وكړئ، نو ده (اولاد) ته به عنقریب بله ښځه تى وركړي 65|7|د فراخۍ والا دې له خپلې فراخۍ نه خرچه وكړي او هغه څوك چې په هغه باندې خپل رزق تنګ كړى شوى وي، نو هغه دې له هغه (مال) نه څه خرچ كړي چې الله ده ته وركړى دى۔، الله هېڅ یونفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې وركړى دى۔، ژر ده چې الله به له تنګۍ نه پس اساني راولي 65|8|او ډېر كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له حكم نه يې سركشي كړې وه، نو مونږ له هغوى سره حساب وكړ، ډېر سخت حساب كول۔ او مونږ هغوى ته عذاب وركړ ډېر ناكاره عذاب وركول 65|9|نو هغوى د خپل كار سزا وڅكله او د دوى د كار انجام زیان (او تاوان) شو 65|10|الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى۔، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ اى د خالصو عقلونو خاوندانو، هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، یقینًا الله تاسو ته ذكر (قرآن) نازل كړى دى 65|11|(او) رسول (يې رالېږلى دى) چې تاسو ته د الله ایتونه لولي، چې ښه څرګندوونكي دي، د دې لپاره چې دغه (الله) هغو كسانو لره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، له تیارو نه رڼا ته وباسي۔ او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (نو) دى به دغه كس داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، یقینًا الله د ده لپاره رزق ډېر ښه كړى دى 65|12|الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل۔، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى 66|1|اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضی كول) غواړې۔ او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 66|2|یقینًا الله تاسو لپاره ستاسو د قسمونو حلالوالى مقرر كړى دى۔ او الله ستا مددګار دى، او هم دى ښه پوه، ښه حكمت والا دى 66|3|او (یاد كړه) هغه وخت چې نبي په خپلو ښځو كې كومې ته په راز كې یوه خبره وویله۔، نو كله چې هغې په دې سره (بلې ته) خبر وركړ۔ او الله ده ته دغه (خبره) ښكاره كړه (نو) ده ځینې خبره وښودله او له ځینې نه يې اعراض وكړ۔، نو كله چې ده هغه (ښځه) په دې خبره كړه (نو) هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ 66|4|كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى۔ او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي 66|5|كه دى تاسو ته طلاق دركړي (، نو) امېد دى چې د ده رب به ده ته په بدل كې له تاسو نه ډېرې غوره ښځې وركړي، چې مسلمانانې، مومنانې، اطاعت ګزارې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نیوونكې، (هجرت كوونكې) څښتن لیدلې او پېغلې به وي 66|6|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي، په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرمانۍ نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي۔ او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي 66|7|اى هغو كسانو چې كافران شوي دي! تاسو نن ورځ عذرونه مه وړاندې كوئ۔، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته به د هغه څه بدله دركولى شي چې تاسو به كول 66|8|اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله ته توبه وباسئ خالصه رښتینې توبه۔، امېد دى چې ستاسو رب به له تاسو نه ستاسو ګناهونه ورژوي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي۔، په هغه ورځ كې چې الله به نبي او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى دى رسوا نه كړي۔، د دوى رڼا به د دوى په وړاندې او د دوى په ښي اړخ منډې وهي۔، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه۔، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې 66|9|اى نبي! ته له كافرانو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى باندې سختي كوه۔ او د دوى استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى 66|10|الله د هغو كسانو لپاره مثال بیانوي چې كافران شوي دي: د نوح ښځه او د لوط ښځه، دا دواړه زمونږ په بنده ګانو كې ددوه نېكو بنده ګانو لاندې وې، نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ، نو هغوى د الله په مقابله كې د دوى هېڅ په كار رانغلل۔ او دغو دواړو (ښځو) ته وویل شول چې تاسو اور ته له ننوتونكو سره ننوځئ 66|11|او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه 66|12|او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه 67|1|ډېر بركت والا دى هغه ذات چې خاص د هغه په لاس كې بادشاهي ده، او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 67|2|هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى۔ او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى 67|3|هغه (الله) چې اوه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق)، ونه وینې۔، پس سترګې بېرته راواړه۔، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې 67|4|بیا سترګې راواړه دوه ځلې۔، تا ته به سترګې بېرته راوګرځي، چې ذلیله به وي، په دې حال كې چې ستړې ستومانه به وي 67|5|او یقینًا یقینًا مونږ دا تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (ستوریو) سره ښايسته كړى دى او مونږ دغه (ډېوې، یعنې ستوري) د شیطانانو د وېشتلو لپاره ذریعې جوړې كړې دي او مونږ د دوى لپاره ډېر سوځوونكى عذاب تیار كړى دى 67|6|او د هغو كسانو لپاره چې په خپل رب باندې كافران شوي دي د جهنم عذاب دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى 67|7|كله چې دوى په ده كې وغورځول شي دوى به د ده (لكه د خر) بد اواز واوري، په داسې حال كې چې دا به خوټكېږي 67|8|نژدې به وي چې دى له غصې نه ټوټې شي، هر وارې چې په ده كې یوه ډله وغورځول شي (نو) له دوى نه به د دغه (دوزخ) څوكیداران پوښتنه وكړي چې ایا تاسو ته وېروونكى (پېغمبر) نه و راغلى؟ 67|9|دوى به وايي: ولې نه! یقینًا مونږ ته وېروونكى راغلى و، پس مونږ (د هغه) تكذیب وكړ (هغه مو دروغجن وګاڼه) او مونږ وویل چې الله هېڅ شى هم نه دى نازل كړى۔، نه یئ تاسو مګر په ډېره لویه ګمراهۍ كې 67|10|او دوى به وايي: كه چېرې مونږ اورېدل كولى، یا مو له عقل نه كار اخيستلى (نو) مونږ به (نن) د دوزخ په ملګرو كې نه وى 67|11|نو دوى د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو د دوزخ والاو لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى 67|12|بېشكه هغه كسان چې له خپل رب نه په غیبو (نالېدلو) سره وېرېږي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى 67|13|او تاسو خپله خبره پټه وكړئ، یا تاسو هغه ښكاره وكړئ، بېشكه هغه (الله) د سینو په پټو خبرو هم ښه عالم دى 67|14|ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى 67|15|دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي راپورته كېدل دي 67|16|ایا تاسو په امن (او بې وېرې) شوي يئ له هغه ذات نه چې په اسمان كې دى، له دې نه چې هغه تاسو په ځمكه كې ښكته ننباسي، بیا دغه (ځمكه) ناڅاپه لړزان شروع كړي 67|17|ایا تاسو له هغه ذات، نه چې په اسمان كې دى په امن (او بې وېرې) شوي یئ، له دې نه چې پر تاسو باندې د كاڼو باران راخوشې كړي، نو چې تاسو به ژر پوه شئ چې زما وېرول څنګه دي 67|18|او یقینًا یقینًا هغو كسانو (د خپلو رسولانو) تكذیب كړى و چې له دغو خلقو نه مخكې وو، نو زما انكار او عذاب څنګه وو؟ 67|19|او ایا دوى د خپل (سر) له پاسه مرغانو ته نه دي كتلي، په داسې حال كې چې خپل وزرونه پرانستونكي وي او ټولوي يې، دوى (له پرېوتلو نه) نه راټینګوي مګر رحمن ذات، بېشكه هغه هر شي لره ښه ليدونكى دى 67|20|ایا څوك دى هغه كس (اى مشركانو!) چې هغه ستاسو لپاره لښكر دى چې له رحمٰن نه غیر به ستاسو مدد وكړي، كافران نه دي مګر په دوكه (او غولېدلو) كې 67|21|ایا څوك دى هغه ذات چې تاسو ته به روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپل رزق بند كړي۔ بلكې دوى په سركشۍ او تېښته كې ننوتلي (او پاخه شوي) دي 67|22|ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ باندې نسكور ځي ښه لار موندونكى دى، يا هغه څوك چې په نېغه لار سم برابر روان دى؟ 67|23|ته (دوى ته) ووایه: دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ او تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي دي۔ (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ 67|24|ته (دوى ته) ووایه چې دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص ده ته به تاسو ورجمع كولى شئ 67|25|او دوى وايي چې دغه (د قیامت) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟ 67|26|ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه (د قیامت) علم خو يواځې الله ته دى او بېشكه زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم 67|27|نو كله چې دوى دغه (عذاب) ډېر نژدې وویني (نو) د هغو كسانو مخونه به بدشكله (او تور) شي چې كافران شوي وو او وبه ویل شي چې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا ژر غوښته 67|28|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې الله ما او هغه كسان چې زما سره دي، هلاك (او مړه) كړي، یا پر مونږ رحم وكړي، نو څوك دى چې كافران به له ډېر دردونكي عذاب نه بچ كړي؟ 67|29|ته (دوى ته) ووایه: هم دغه (الله) رحمٰن دى، مونږ په ده ایمان راوړى دى او مونږ خاص په ده باندې توكل كړى دى، نو تاسو به ژر پوه شئ چې هغه څوك دى چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى 67|30|ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې ستاسو اوبه (په ځمكه كې) ډېرې ښكته لاړې شي۔، نو څوك دى چې تاسو ته به روانې اوبه راولي؟ 68|1|نون۔، قسم دى په قلم او په هغه څه چې دوى يې لیكي 68|2|چې ته د خپل رب په نعمت (او فضل) سره هېڅ لېونى نه يې 68|3|او بېشكه چې خاص تا لره یقینًا داسې اجر دى چې قطع كولى به نشي 68|4|او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې 68|5|پس ژر به ته ووینې (اى نبي!) او دوى به هم وویني 68|6|چې په تاسو كې كوم یو لېونى دى 68|7|بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى 68|8|نو ته د تكذیب كوونكو خبره مه منه 68|9|دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي 68|10|او ته د هر ډېر سوګند خوړونكي، سپك، خبره مه منه 68|11|چې ډېر عیب ویونكى، چغلۍ لره ډېر چلوونكى دى 68|12|خير لره ډېر منع كوونكى، له حده تېرېدونكى، سخت ګناهګار دى 68|13|ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى 68|14|په دې وجه چې دى د مال او زامنو والا دى 68|15|كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) دى وايي: (دا) د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي 68|16|ژر ده چې مونږ به د ده په خلتم (پوزه) باندې داغ كېږدو 68|17|بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي 68|18|او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه) 68|19|نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو 68|20|نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل 68|21|نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو 68|22|داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ 68|23|نو دوى روان شول، په داسې حال كې چې یو له بل سره يې پټې پټې خبرې كولې 68|24|(داسې) چې دې (باغ) ته دې پر تاسو باندې نن ورځ بېخي هېڅ مسكین داخل نه شي 68|25|او دوى د نه وركولو په ارادې سره سهار لاړل، په داسې حال كې چې دوى (په خپل خیال كې) قادر وو 68|26|نو دوى چې كله هغه (باغ) ولیده، ويې ويل: بېشكه مونږ یقینًا لار وركي یو 68|27|بلكې مونږ محروم كړى شوي یو 68|28|د دوى منځني (غوره) كس وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي! ولې تاسو تسبیح نه وایئ 68|29|(نو) دوى وویل: پاكي ده زمونږ رب لره، بېشكه مونږ ظالمان وو 68|30|نو د دوى ځینو ځینو نورو ته مخ واړوه، چې یو بل يې ملامته كول 68|31|دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ سركشان وو 68|32|امېد دى چې زمونږ رب به مونږ ته له دې (باغ) نه غوره په بدل كې راكړي، بېشكه مونږ خپل رب ته رغبت كوونكي یو 68|33|همداسې عذاب وي او یقینًا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى 68|34|بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دی 68|35|ايا نو مونږ به مسلمانان د مجرمانو په شان كړو؟ 68|36|په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه فیصله كوئ! 68|37|ایا تاسو سره كتاب دى چې په هغه كې تاسو (دا) لولئ؟ 68|38|چې بېشكه تاسو لپاره په دغه (كتاب) كې هغه څه دي چې تاسو يې خوښوئ 68|39|ایا تاسو لپاره زمونږ په ذمه څه قسمونه (وعدې) شته چې د قیامت د ورځې پورې رسېدونكي دي چې یقینًا تاسو لپاره به خامخا هغه څه وي چې تاسو يې فیصله كوئ 68|40|ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې په دوى كې كوم یو د دغه كار ضامن دى؟ 68|41|ایا د دوى لپاره شریكان شته دى، نو دوى دې خپل (دغه) شریكان راولي، كه چېرې دوى رښتیني وي 68|42|او (یاده كړه) هغه ورځ چې پنډۍ به بربنډه كړى شي او دوى به سجدې كولو ته راوبلل شي، نو دوى به توان ونه لري 68|43|په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو 68|44|نو ته ما او هغه څوك پرېږده چې د دغه حدیث (قرآن) تكذیب كوي۔، ژر به مونږ دوى په استدراج كې واچوو (ورو به يې ورو راونيسو) له هغه ځایه چې دوى به نه پوهېږي 68|45|او زه دوى ته مهلت وركوم۔، بېشكه زما حیله (چل) مضبوط (او محكم) دى 68|46|ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې، نو دوى له (دغه) تاوانه، درانه كړى شوي دي 68|47|ایا له دوى سره علم غیب دى، نو چې دوى يې لیكي 68|48|نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و 68|49|كه چېرې داسې نه وى چې ده ته د خپل رب مهرباني ورسېدله (نو) دى به خامخا په سپېره میدان كې غورځول شوى و، په داسې حال كې چې دى به مذموم (ملامت كړى شوى) و 68|50|نو دى خپل رب غوره كړ، پس دى يې له صالحانو څخه وګرځاوه 68|51|او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى 68|52|حال دا چې دغه (قرآن) نه دى مګر د عالمونو لپاره نصیحت 69|1|دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى 69|2|دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى 69|3|او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى 69|4|ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و 69|5|نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول 69|6|او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول 69|7|(الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي 69|8|نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې 69|9|او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ 69|10|نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول 69|11|بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ 69|12|د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري 69|13|نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي۔، یو پوكى 69|14|او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول 69|15|نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي 69|16|او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي 69|17|او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي 69|18|په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي 69|19|نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ 69|20|بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم 69|21|نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي 69|22|په اوچت جنت كې 69|23|چې د هغه مېوې به نژدې وي 69|24|تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو 69|25|او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې 69|26|او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى 69|27|اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى 69|28|زما مال زما هېڅ په كار رانغى 69|29|له ما نه زما بادشاهي برباده شوه 69|30|(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ 69|31|بیا دى دوزخ ته داخل كړئ 69|32|بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ 69|33|بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ 69|34|او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه 69|35|نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته 69|36|او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه 69|37|چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران 69|38|نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ 69|39|او په هغو چې تاسو يې نه وینئ 69|40|بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده 69|41|او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ 69|42|او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ 69|43|(دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي 69|44|او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى 69|45|(نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى 69|46|بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى 69|47|نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو 69|48|او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى 69|49|او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي 69|50|او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى 69|51|او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى 69|52|نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه 70|1|یو غوښتونكي هغه عذاب وغوښت چې واقع كېدونكى دى 70|2|په كافرانو باندې، دغه (عذاب) لره هیڅوك دفع كوونكى نشته 70|3|د الله له جانبه دى، چې د اوچتو زینومالك دى 70|4|چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى 70|5|نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر 70|6|بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني 70|7|او مونږه دى ډېر نژدې وینو 70|8|په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي 70|9|او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي 70|10|او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي 70|11|حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي 70|12|او خپله ښځه او خپل ورور 70|13|او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه 70|14|او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي 70|15|كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى 70|16|چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى 70|17|دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي 70|18|او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي 70|19|بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى 70|20|كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي 70|21|او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي 70|22|(خو) له لمونځ ګزارو نه غیر 70|23|هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي 70|24|او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده 70|25|د سوالګر او محروم لپاره 70|26|او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي 70|27|او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي 70|28|بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته 70|29|او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي 70|30|مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي 70|31|نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي 70|32|او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي 70|33|او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي 70|34|او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي 70|35|دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي 70|36|نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي 70|37|له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې 70|38|ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟ 70|39|هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني 70|40|نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو 70|41|په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو 70|42|نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي۔ تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده 70|43|هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي 70|44|په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي۔، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده 71|1|بېشكه مونږ نوح خپل قوم ته په دې سره لېږلى و چې ته خپل قوم ووېروه، مخكې له دې چې په دوى ډېر دردوونكى عذاب راشي 71|2|(نو) ده وویل: اى زما قومه! بېشكه زه ستاسو لپاره ښكاره وېروونكى یم 71|3|چې تاسو د الله عبادت كوئ او له ده نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ 71|4|دى به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او ترټاكلې نېټې پورې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) كړي، بېشكه د الله نېټه چې كله راشي (نو) وروسته كېدى نشي، كه چېرې تاسو پوهېږئ 71|5|ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما شپه او ورځ خپل قوم (توحید ته) راوباله 71|6|نو دوى ته زما بلنې زیاته نه كړه مګر تېښته 71|7|او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي 71|8|بیا یقینًا ما دوى ښه په جار (په اوچت اواز سره) راوبلل 71|9|بیا یقینًا ما دوى ته څرګند (او ښكاره) دعوت وركړ او ما دوى ته په پټه هم دعوت وركړ، ښه په پټه 71|10|نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى 71|11|دى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي 71|12|او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي 71|13|په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟ 71|14|حال دا چې ده تاسو قسما قسم پیدا كړي یئ 71|15|ایا تاسو نه دي كتلي چې الله اوه اسمانونه لاندې باندې پیدا كړي 71|16|او په دغو كې يې سپوږمۍ روښانه جوړه كړه او لمر يې بَله (ځلېدونكې) ډيوه جوړه كړه 71|17|او الله تاسو په خاصو زرغونولو سره له ځمكې نه رازرغون كړئ 71|18|بیا به دى تاسو په دې كې ننباسي او راوبه موباسي په خاصو را اېستلو سره 71|19|او الله تاسو لپاره ځمكه فرش جوړه كړې ده 71|20|د دې لپاره چې تاسو د دې په ارتو لویو لارو باندې لاړ شئ 71|21|نوح وویل: اى زما ربه! بېشكه دوى زما نافرماني وكړه، او دوى د هغه چا پیروي وكړه چې دغه (كس) ته د ده مال او د ده اولاد زیاته نه كړه مګر زیانكاري (او تاوان) 71|22|او دغو خلقو ډېر لوى مكر وچلاوه 71|23|او ويې ویل (خپلو خلقو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر 71|24|او یقینًا دغو (خلقو) ډېر كسان ګمراه كړي دي او ته ظالمانو ته مه زیاتوه مګر ګمراهي 71|25|دوى د خپلو ګناهونو په سبب غرق (ډوب) كړِى شول، نو اور ته داخل كړى شول، نو دوى د خپلو ځانونو لپاره له الله نه غیر هېڅ مدد كوونكي ونه موندل 71|26|او نوح وویل: اى زما ربه! ته د ځمكې له پاسه (د ځمكې په سر) په كافرانو كې هېڅ یو ګرځېدونكى مه پرېږده 71|27|یقینًا ته كه دوى پرېږدې، نو دوى به ستا بنده ګان ګمراه كړي او دوى نه زېږوي مګر فاجر (بدكاره)، ډېر ناشكره 71|28|اى زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور او پلار او هغه څوك (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه) او ظالمانو ته مه زیاتوه مګر هلاكت 72|1|ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحي شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده 72|2|چې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو 72|3|او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد 72|4|او بېشكه شان دا دى چې زمونږ ناپوهو (بېوقوفو) په الله باندې زیاتي (او بې حقیقته) خبرې اړولې 72|5|او یقینًا مونږ دا خیال كاوه چې په الله باندې به انسانان او پېریان هیڅكله دروغ ونه وايي 72|6|او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه 72|7|او دا چې یقینًا دوى ګمان كړى و لكه چې تاسو ګمان كړى دى چې الله به هرګز هیڅوك بیا ژوندي راپورته نه كړي 72|8|او دا چې بېشكه مونږ اسمان ته ورسېدو، نو مونږ هغه ومونده چې په ډېرو سختو څوكيدارانو او سوځوونكو شغلو (ستوریو) سره ډك كړى شوى دى 72|9|او دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي 72|10|او دا چې یقینًا مونږ نه پوهېږو چې له هغه چا سره د شر (او بدۍ) اراده شوې ده چې په ځمكه كې دي، یا له دوى سره د دوى رب د لارښوونې (او خیر) اراده كړې ده 72|11|او دا چې بېشكه پر مونږ كې ځینې نېكان (او صالحه خلق) دي او پر مونږ كې له دغو نه لاندې هم شته۔، مونږ په مختلفو لارو روان یو 72|12|او دا چې بېشكه مونږ یقین وكړ چې مونږ به په ځمكه كې الله له سره عاجز نه كړى شو او مونږ به دى له سره په تېښتې سره عاجز نه كړى شو 72|13|او دا چې بېشكه مونږ چې كله هدایت واورېده (، نو) مونږ په ده ایمان راوړ، نو هغه څوك چې په خپل رب ایمان راوړي، نو دى به نه له نقصان نه وېرېږي او نه (د چا) له ظلم نه 72|14|او دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چې اسلام راوړي، نو دغو خلقو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ 72|15|او هر چې ظالمان دي، نو دوى به د جهنم لرګي (خشاك) وي 72|16|او (بله وحي ما ته دا راغلې ده چې) كه دوى په نېغې لارې باندې سم ودرېږي (نو) مونږ به په دوى ډېرې اوبه وڅښوو 72|17|د دې لپاره چې مونږ دوى په دغه (نعمت) كې وازمایو او هغه څوك چې د خپل رب له ذكر (قرآن) نه مخ واړوي، نو هغه (رب) به دى سخت عذاب ته داخل كړي 72|18|او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ 72|19|او دا چې یقینًا شان دا دى چې كله د الله بنده (محمدﷺ لمانځه ته) ودرېده، چې دغه (الله) يې باله، (نو) دوى نژدې وو چې په ده باندې په یو بل پسې ورپرېوتونكي شي 72|20|ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه خو يواځې خپل رب بولم او زه به له ده سره هیڅوك شریك نه كړم 72|21|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه تاسو لپاره نه د هېڅ ضرر مالك (او اختیار من) یم او نه د خیر رسولو 72|22|ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه چې یم هیڅوك به ما له الله نه له سره خلاص نه كړى شي او زه به له ده نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومم 72|23|مګر د الله له جانبه د تبلیغ او د هغه د پېغام رسولو (اختیارمن یم) او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي 72|24|تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، نو دوى به ژر پوه شي چې د مددګار په لحاظ څوك ډېر كمزورى دى او د شمېر په لحاظ څوك ډېر كم دى 72|25|ته (دوى ته) ووایه: زه نه پوهېږم چې ایا هغه (عذاب) نژدې دى چې تاسو سره يې وعده كولى شي، یا به د ده لپاره زما رب لرې زمانه مقرره كړي 72|26|دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي 72|27|مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي 72|28|د دې لپاره چې دى په دې پوه شي چې دوى د خپل رب پېغامونه رسولي دي۔ او ده په هغه څه احاطه كړې ده چې له دوى سره دى او ده هر شى ښه په شمېر سره ساتلى دى 73|1|اى په ځان پورې جامه راتاوونكیه! 73|2|په شپه كې لمانځه ته ودرېږه مګر لږه حصه (نه) 73|3|چې هغه د دغې (شپې) نیمه (ده)، یا ته له دغې (نیمې) نه لږ څه كم شه 73|4|یا ته په دغې (نیمې) باندې څه اضافه وكړه او قرآن ښه ښكاره واضح لوله، واضح لوستل 73|5|بېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو 73|6|بېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي 73|7|بېشكه تا لره په ورځ كې ډېره اوږده مشغولتیا (مصروفيت) وي 73|8|او ته د خپل رب نوم یادوه او ده ته (له هر څه نه) جدا شه، پوره جدا كېدل 73|9|(دغه الله) د مشرق او مغرب رب دى۔، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ته دى (خپل) كار ساز ونیسه 73|10|او ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده۔ ډېر ښه پرېښودل 73|11|او پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه 73|12|بېشكه زمونږ سره درانه ځنځیرونه (زولنې) او سوځوونكى اور دى 73|13|او داسې طعام دى چې په مرۍ كې نښتونكى دى او ډېر دردوونكى عذاب دى 73|14|په هغې ورځ كې چې ځمكه او غرونه به خوځېږي او غرونه به د شګو روانې ډېرۍ شي 73|15|بېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و 73|16|نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره 73|17|كه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي 73|18|اسمان په دغې (ورځ) كې چاودېدونكى دى۔، د دغه (الله) وعده كېدونكې ده 73|19|بېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي) 73|20|بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي۔ او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي۔، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ۔، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي. دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض۔ او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 74|1|اى په جامه كې نغښتونكیه! 74|2|ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه 74|3|او نو د خپل رب لويي بیانوه 74|4|او نو خپلې جامې پاكې ساته 74|5|او ګناه (او بتان) نو ترك كړه 74|6|او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې 74|7|او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه 74|8|نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي 74|9|نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده 74|10|په كافرانو باندې اسانه نه ده 74|11|ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى 74|12|او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ 74|13|او زامن حاضر (باشه) 74|14|او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي 74|15|بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم 74|16|هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و 74|17|ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم 74|18|بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه 74|19|پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟ 74|20|بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه 74|21|بیا يې وكتل 74|22|بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ 74|23|بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه 74|24|نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي 74|25|نه دى دا مګر د انسان قول 74|26|ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم 74|27|او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى 74|28|دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي 74|29|انسان لره ډېر سوځوونكى دى 74|30|په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي 74|31|او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند) 74|32|هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ 74|33|او په شپې باندې كله چې شا كړي 74|34|او په سبا باندې كله چې روښانه شي 74|35|بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى 74|36|چې انسان لره وېروونكى دى 74|37|هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي 74|38|هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي 74|39|غیر له ښي اړخ والاو نه 74|40|(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي 74|41|د مجرمانو (كافرانو) په باره كې 74|42|(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟ 74|43|دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو 74|44|او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه 74|45|او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو 74|46|او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله 74|47|تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى 74|48|نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي 74|49|نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي 74|50|ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي 74|51|چې له زمري نه تښتي 74|52|بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي 74|53|هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي 74|54|هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى 74|55|نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي 74|56|او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى 75|1|زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم 75|2|او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم 75|3|ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو 75|4|ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو 75|5|بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي 75|6|دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟ 75|7|نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي 75|8|او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي 75|9|او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي 75|10|نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟ 75|11|هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته 75|12|په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى 75|13|په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي 75|14|بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى 75|15|اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي 75|16|(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې 75|17|بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي 75|18|نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه 75|19|بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي 75|20|هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ 75|21|او تاسو اخرت پرېږدئ 75|22|په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي 75|23|خپل رب ته به كتونكي وي 75|24|او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي 75|25|یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي 75|26|داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي 75|27|او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟ 75|28|او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى 75|29|او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي 75|30|ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي 75|31|پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ 75|32|او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه 75|33|بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه 75|34|تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي 75|35|بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي 75|36|ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي 75|37|ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي 75|38|بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ 75|39|نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه 75|40|ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟ 76|1|یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و 76|2|بېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه 76|3|بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي 76|4|بېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى 76|5|بېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي 76|6|چې چینه ده، د الله بنده ګان به له هغې نه څښي۔، دوى به هغه بهوي (چېرته چې وغواړي) ښه بهول 76|7|دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر ښه ښكاره دى 76|8|او دوى د هغه (الله) په مینه كې مسكین او یتیم او بندي ته طعام وركوي 76|9|(دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو۔، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو 76|10|بېشكه مونږ له خپل رب نه د تریو مخې ډېرې سختې ورځې (له عذاب) نه وېرېږو 76|11|نو الله به دوى د دغې ورځې له شر نه بچ وساتي او دوى ته به تازګي او خوشالي ورسوي 76|12|او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي 76|13|په داسې حال كې چې په تختونو باندې به تكیه وهونكي وي۔، دوى به په هغه (جنت) كې نه لمر ویني او نه ساړه (یخني) 76|14|په داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل 76|15|او په دوى باندې به لوښي د سپينو زرو او ګلاسونه ګرځولى شي چې د شیشو به وي 76|16|د سپینو زرو شیشې چې دوى به دغه (لوښي) اندازه كړي وي، اندازه كول 76|17|او په دغه (جنت) كې به په دوى د شرابو داسې جامونه ورڅښول كېږي چې ګډونى به يې زنجبیل وي 76|18|چې چینه ده په دغه (جنت) كې چې نوم يې سلسبیل ایښودل شوى دى 76|19|او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي۔، كله چې ته دوى ووینې۔ (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې 76|20|او كله چې ته وګورې (نو) په دغه ځاى كې به نعمتونه او ډېره لویه بادشاهي ووینې 76|21|د دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي۔ او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي 76|22|بېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى 76|23|بېشكه همدا مونږ پر تاسو باندې قرآن نازل كړى دى، ښه نازلول 76|24|نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او په دوى كې د هېڅ ګناهګار او سخت ناشكره خبره مه منه 76|25|او په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه 76|26|او د شپې په څه حصه كې۔، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې 76|27|بېشكه دغه خلق تادي كوونكې (زر تېرېدونكي دنیا) خوښوي او له خپل ځان وروسته درنه ورځ پرېږدي 76|28|مونږ دوى پیدا كړي دي او مونږ د دوى بندونه مضبوط كړي دي۔ او كله چې مونږ وغواړو د دوى مثالونه به په بدل كې راولو، په بدل كې راوستل 76|29|بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي) 76|30|او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي۔، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 76|31|چا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى 77|1|قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي! 77|2|بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل 77|3|او په خورونكو بادونو باندې، خورول 77|4|بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول 77|5|بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي 77|6|د عذر لپاره او وېرولو لپاره 77|7|بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده 77|8|نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي 77|9|او كله چې اسمان څیرې كړى شي 77|10|او كله چې غرونه والوزول شي 77|11|او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي 77|12|د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟ 77|13|د فیصلې د ورځې لپاره 77|14|او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده 77|15|د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى 77|16|ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي 77|17|بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو 77|18|همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو 77|19|په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى 77|20|ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي 77|21|پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې 77|22|تر مقررې نېټې (اندازې) پورې 77|23|نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو 77|24|په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 77|25|ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې 77|26|ژوندیو لره او مړیو لره 77|27|او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي 77|28|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 77|29|تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه 77|30|تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى 77|31|چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي 77|32|بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ 77|33|ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي 77|34|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 77|35|دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى 77|36|او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي 77|37|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 77|38|دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي 77|39|نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ 77|40|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 77|41|یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي 77|42|او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي 77|43|(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول 77|44|بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو 77|45|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 77|46|تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه۔، بېشكه تاسو مجرمان یئ 77|47|په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده 77|48|او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي 77|49|په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى 77|50|نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟ 78|1|دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟ 78|2|د ډېر لوى خبر په باره كې 78|3|هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي 78|4|نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي 78|5|بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي 78|6|ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟ 78|7|او غرونه (مو) میخونه 78|8|او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه) 78|9|او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى 78|10|او شپه مو لباس ګرځولې ده 78|11|او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى 78|12|او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي 78|13|او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده 78|14|او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي 78|15|د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو 78|16|او باغونه یو له بل سره نژدې 78|17|بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى 78|18|هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ 78|19|او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي 78|20|او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي 78|21|بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي 78|22|د سركشو لپاره د ورتللو ځاى 78|23|چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي 78|24|دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه 78|25|غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه 78|26|بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه 78|27|بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه 78|28|او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل 78|29|او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى 78|30|نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب 78|31|بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده 78|32|(چې) باغونه او انګور دي 78|33|او انارسینه همځولې پېغلې دي 78|34|او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي 78|35|دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ 78|36|د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه 78|37|چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري 78|38|په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي 78|39|دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي) 78|40|بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى 79|1|قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل 79|2|او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل 79|3|او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل 79|4|پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل 79|5|بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ) 79|6|په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي 79|7|په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې 79|8|(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي 79|9|د دغو سترګې به ښكته وي 79|10|دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟) 79|11|ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو 79|12|دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي 79|13|پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده 79|14|نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي 79|15|ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده 79|16|كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ 79|17|ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده 79|18|نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې 79|19|او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې 79|20|نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله 79|21|نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه 79|22|بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ 79|23|نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ 79|24|نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب) 79|25|نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره 79|26|بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي 79|27|ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى 79|28|د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى 79|29|او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده 79|30|او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده 79|31|ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي 79|32|او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي 79|33|ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره 79|34|نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي 79|35|په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي 79|36|او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني 79|37|نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي 79|38|او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي 79|39|نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده 79|40|او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي 79|41|نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده 79|42|(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي 79|43|ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې 79|44|خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده 79|45|بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي 79|46|ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت 80|1|ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه 80|2|په دې وجه چې ده ته ړوند راغى 80|3|او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي 80|4|یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي 80|5|هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده 80|6|نو ته په هغه پسې كېږې 80|7|حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي 80|8|او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي 80|9|په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي 80|10|نو ته له هغه نه مشغولېږې 80|11|داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى 80|12|نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني 80|13|(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى 80|14|چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي 80|15|د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې 80|16|چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي 80|17|انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى! 80|18|دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ 80|19|له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى 80|20|بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده 80|21|بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود 80|22|بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي 80|23|داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى 80|24|نو انسان دې خپل طعام ته وګوري 80|25|چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول 80|26|بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول 80|27|نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي 80|28|او انګور او تركاريانې 80|29|او زیتون او كجورې 80|30|او ګڼ باغونه 80|31|او مېوې او ګياه (واښه) 80|32|ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره 80|33|نو كله چې سخت اواز راشي 80|34|په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي 80|35|او له خپلې مور او خپل پلاره 80|36|او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه 80|37|په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي 80|38|څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي 80|39|خندېدونكي (او) خوشاله به وي 80|40|او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي 80|41|دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي 80|42|دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي 81|1|كله چې لمر ونغښتل شي 81|2|او كله چې ستوري خړ شي 81|3|او كله چې غرونه روان كړل شي 81|4|او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي 81|5|او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي 81|6|او كله چې دریابونه بل كړى شي 81|7|او كله چې نفسونه جوړه كړل شي 81|8|او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي 81|9|چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده 81|10|او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي 81|11|او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي 81|12|او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي 81|13|او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي 81|14|هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي 81|15|نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي 81|16|په روانو، پټېدونكو باندې 81|17|او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي 81|18|او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي) 81|19|بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى 81|20|چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى 81|21|منلى شوى دى هلته، امین دى 81|22|او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى 81|23|او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و 81|24|او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى 81|25|او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي 81|26|نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟ 81|27|نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند) 81|28|د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي 81|29|او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي 82|1|كله چې اسمان وچوي 82|2|او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي 82|3|او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي 82|4|او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي 82|5|هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي 82|6|اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې 82|7|هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې 82|8|په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې 82|9|داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ 82|10|په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي 82|11|چې عزتمن لیكونكي دي 82|12|دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ 82|13|بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي 82|14|او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي 82|15|دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي 82|16|او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي 82|17|او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟ 82|18|بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى 82|19|(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري۔ او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي 83|1|(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى 83|2|هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي 83|3|او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي 83|4|ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي 83|5|په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره) 83|6|هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي 83|7|هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي 83|8|او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى 83|9|یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى 83|10|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى 83|11|هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي 83|12|او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار 83|13|كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي 83|14|داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول 83|15|داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي 83|16|بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي 83|17|بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه 83|18|داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي 83|19|او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى 83|20|یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى 83|21|چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي 83|22|بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي 83|23|دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به 83|24|(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې 83|25|په دوى به مُهر (ټاپه) كړى شوي خالص شراب څښولى شي 83|26|چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي 83|27|د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى 83|28|چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي 83|29|بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و 83|30|او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل 83|31|او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل 83|32|او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي 83|33|حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي 83|34|نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي 83|35|په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به 83|36|یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول 84|1|كله چې اسمان څیرې شي 84|2|او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى 84|3|او كله چې ځمكه راښكلى شي 84|4|او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي 84|5|او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده 84|6|اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې 84|7|نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي 84|8|نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب 84|9|او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي 84|10|او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي 84|11|نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي 84|12|او د دوزخ بل اور ته به ننوځي 84|13|بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و 84|14|بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي 84|15|ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و 84|16|نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي) 84|17|او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي 84|18|او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي 84|19|چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه 84|20|نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي 84|21|او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي 84|22|بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي 84|23|او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي 84|24|نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 84|25|غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى 85|1|قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى 85|2|او په وعده كړى شوې ورځې (د قيامت) 85|3|او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده) 85|4|هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق 85|5|چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا 85|6|كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو 85|7|او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو 85|8|او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى 85|9|هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى 85|10|بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى 85|11|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده 85|12|بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي 85|13|بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي 85|14|او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى 85|15|د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى 85|16|ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي 85|17|ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟ 85|18|چې فرعونیان او ثمودیان وو 85|19|بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي 85|20|او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى 85|21|بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى 85|22|په لوح محفوظ كې دى 86|1|قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي 86|2|او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ 86|3|ځلېدونكى ستورى دى 86|4|نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته 86|5|نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟ 86|6|دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى 86|7|چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي 86|8|بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى 86|9|په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي 86|10|نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى 86|11|قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى 86|12|او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده 86|13|بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده 86|14|او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده 86|15|بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول 86|16|او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول 86|17|نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه 87|1|ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى 87|2|هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل 87|3|او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله 87|4|او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده 87|5|بيا يې هغه وګرځوله وچه توره 87|6|ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې 87|7|مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي 87|8|او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو 87|9|نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي) 87|10|ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي 87|11|او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي 87|12|هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي 87|13|بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري 87|14|یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو 87|15|او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ 87|16|بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ 87|17|حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى 87|18|بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي 87|19|د ابراهیم او موسی په صحیفو كې 88|1|ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟ 88|2|څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي 88|3|سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي 88|4|ډېر ګرم اور ته به ننوځي 88|5|په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي 88|6|د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه 88|7|چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي 88|8|څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي 88|9|په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي 88|10|په اوچت جنت كې به وي 88|11|دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري 88|12|په دغه (جنت) كې روانه چینه ده 88|13|په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي 88|14|او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي 88|15|او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي 88|16|او غوړول شوي اعلی فرشونه دي 88|17|ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟ 88|18|او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟ 88|19|او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي؟ 88|20|او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟ 88|21|نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې 88|22|ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې 88|23|مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي 88|24|نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب 88|25|بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى 88|26|بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى 89|1|قسم دى په فجر (سبا) باندې 89|2|او په لسو شپو باندې 89|3|او په جفت او طاق باندې 89|4|او په شپه باندې كله چې روانه وي 89|5|ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟ 89|6|ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟ 89|7|چې ارم و د ستنو والا 89|8|هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي 89|9|او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟ 89|10|او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل) 89|11|هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه 89|12|نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و 89|13|نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه 89|14|بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى 89|15|نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ 89|16|او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم 89|17|داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ 89|18|او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ 89|19|او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره 89|20|او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه 89|21|داسې نه ده۔ كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره 89|22|او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي) 89|23|او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي۔، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي 89|24|دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى 89|25|نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي 89|26|او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي 89|27|اى اطمینان نیوونكیه نفسه! 89|28|ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې 89|29|نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه 89|30|او زما جنت ته ننوځه 90|1|زه قسم خورم په دې ښار باندې 90|2|په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې 90|3|او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي 90|4|یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى 90|5|ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي 90|6|دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى 90|7|ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى 90|8|ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي 90|9|او یوه ژبه او دوه شونډي 90|10|اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي 90|11|نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست 90|12|او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ 90|13|خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي 90|14|او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده 90|15|یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي 90|16|یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي 90|17|بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي 90|18|دغه كسان دښي اړخ والا دي 90|19|او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي 90|20|په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي 91|1|قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې 91|2|اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي 91|3|او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي 91|4|او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې) 91|5|او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى 91|6|او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده 91|7|او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى 91|8|نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده 91|9|چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ 91|10|او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ 91|11|ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و 91|12|كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو 91|13|نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ 91|14|نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل 91|15|او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي 92|1|قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي 92|2|او په ورځ باندې كله چې روښانه شي 92|3|او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي 92|4|چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي 92|5|نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي 92|6|او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي 92|7|نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو 92|8|او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي 92|9|او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي) 92|10|نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو 92|11|او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي 92|12|بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي 92|13|او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى) 92|14|نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي 92|15|ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته 92|16|هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى 92|17|او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى 92|18|هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي 92|19|او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي 92|20|مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى 92|21|او خامخا ژر به دى راضي شي` 93|1|قسم دى په څاښت باندې 93|2|او په شپه باندې كله چې قراره شي 93|3|چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى 93|4|او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى 93|5|او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې 93|6|ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ 93|7|او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه 93|8|او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې 93|9|نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه 93|10|او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه 93|11|او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه 94|1|ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې 94|2|او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى 94|3|هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه 94|4|او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ 94|5|نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته 94|6|بېشكه له سختۍ سره اساني شته 94|7|نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه 94|8|او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه 95|1|قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې 95|2|او په طور سینین (غره) باندې 95|3|او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې 95|4|چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى 95|5|بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته 95|6|مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى 95|7|نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟ 95|8|ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟ 96|1|ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) 96|2|ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى 96|3|ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى 96|4|هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده 96|5|انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده 96|6|حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي 96|7|په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو 96|8|بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي 96|9|ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي 96|10|بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي 96|11|ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي 96|12|یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي 96|13|ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي 96|14|ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟ 96|15|داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره 96|16|داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى 96|17|نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي 96|18|ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو 96|19|داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه 97|1|بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى 97|2|او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟ 97|3|د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده 97|4|په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار 97|5|(دغه شپه) سلامتیا ده، دغه (شپه) تر سبا ختلو پورې ده 98|1|هغه كسان چې كافران شوي دي، چې كتابیان او مشركان دي، جدا كېدونكي نه وو تر دې چې دوى ته ښكاره دلیل راشي 98|2|چې د الله له جانبه رسول دى، چې (دوى ته) ډېرې پاكې صحیفې لولي 98|3|په دغو (صحیفو) كې ډېر سم (او درست) حكمونه (او فریضې) دي 98|4|او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى 98|5|حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى 98|6|بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي 98|7|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي همدغه كسان د خلقو بهترین دي 98|8|د خپل رب په نیز د دوى بدله د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په دغو كې تل ترتله همېشه وي، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، دغه (وعده) د هغه چا لپاره ده چې له خپل رب نه وېرېږي 99|1|كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره 99|2|او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي 99|3|او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي 99|4|په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي 99|5|په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي 99|6|په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي 99|7|نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني 99|8|او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني 100|1|قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي 100|2|پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي 100|3|پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي 100|4|نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي 100|5|پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي 100|6|چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى 100|7|او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى 100|8|او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى 100|9|ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ 100|10|او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي 100|11|بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔ 101|1|(د زړونو) ټكوونكى (قیامت) 101|2|(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ 101|3|او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ 101|4|(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي 101|5|او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي 101|6|نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې 101|7|نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي 101|8|او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې 101|9|نو د ده استوګنځى هاویه ده 101|10|او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ 101|11|(دغه) ډېر ګرم اور دى 102|1|تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره 102|2|تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ 102|3|داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ 102|4|بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ 102|5|داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى 102|6|تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ 102|7|بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ 102|8|بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي 103|1|قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه) 103|2|چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى 103|3|غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى 104|1|هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره 104|2|هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى 104|3|دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟ 104|4|داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي 104|5|او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟ 104|6|د الله هغه بل كړى شوى اور دى 104|7|هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي) 104|8|بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي 104|9|په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې 105|1|ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟ 105|2|ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟ 105|3|او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل 105|4|چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پخ شوي وو 105|5|نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول 106|1|د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې نه 106|2|د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه 106|3|نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي 106|4|هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده 107|1|ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي 107|2|نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي 107|3|او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي 107|4|نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره 107|5|هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي 107|6|هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي 107|7|او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي 108|1|بېشكه مونږ تا ته كوثر دركړى دى 108|2|نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه 108|3|بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى 109|1|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو! 109|2|زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ 109|3|او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم 109|4|او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى 109|5|او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم 109|6|تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى 110|1|كله چې د الله مدد راشي او فتح 110|2|او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي 110|3|نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى 111|1|د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو 111|2|د ده هېڅ په كار رانغى د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو 111|3|ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي 111|4|او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم) 111|5|د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده 112|1|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى 112|2|هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى 112|3|نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى 112|4|او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته 113|1|(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم 113|2|د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى 113|3|او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي 113|4|او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي 113|5|او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي 114|1|(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم 114|2|چې د خلقو بادشاه دى 114|3|د خلقو (حقیقي) معبود دى 114|4|له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي 114|5|هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي 114|6|چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي # -------------------------------------------------------------------- # # Quran Translation # Name: عبدالولي # Translator: Abdulwali Khan # Language: Pashto # ID: ps.abdulwali # Last Update: June 29, 2016 # Source: Tanzil.net # # --------------------------------------------------------------------